لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي پير محمد کاروان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي رحمن الله ریحان شعرونه
 
"کابل باید وسوځول شي"
لیکوال: جعفر هاند   نېټه: 02.03.2020   خپرونکئ:   سمسور  

 د " خاموش مجاهد: د افغان جهاد تر شاه یو خاموش سرتېری/مجاهد Silent soldier: The man behind the Afghan Jehad" کتاب مې څو میاشتې مخکې ولوست، اوږده لیکنه مې پرې کړې ده، دلته یې لنډیز ولولئ چې دا ولې په افغانستان کې تاریخ بیا بیا تکراریږي:

دا کتاب د پاکستان د استخباراتو د مرکزي ادارې (آی اس آی) یو پخواني جنرال محمد یوسف په انګلیسي‌ لیکلی او بیا پښتو ته ژباړل شوی دی. د کتاب لیکوال ډګروال محمد یوسف افغانستان د پخواني شوروي‌ اتحاد د یرغل پر مهال په آی اس آی کې د افغانستان او "افغان مجاهدینو" د څانګې مشر و، یانې پاکستان د افغان جهاد مسولیت ده ته سپارلی و. په کتاب د جنرال اختر عبدالرحمن په صفت کې دومره اغراق شوی چې له لوستلو وروسته مې فکر وکړ چې ښايي د آی اس آی همدغه مشر په یوازې ځان په افغانستان کې پخواني شوري اتحاد مات کړی وي. وايي د "افغانستان جهاد" د همده له برکته بریالی شو او شوروي ځواکونه په اصل کې د همدغه جنرال غښتلي پلان، هوډ او تدبیر مات کړل. د کتاب لیکوال ځای ځای انتقاد کړی دی چې داسې یو مشهوره څېره څنګه له خلکو هېره شوه؟. د جنرال عبدالرحمن شعار او فکر دا و: "کابل باید وسوځول شي." ده غوښتل چې د ډاکټر نجیب الله د حکومت له نسکورولو وروسته کابل ته ولاړ شي او هلته د شکرانې سجده وکړي،" خو دا ارمان یې پوره نشو.
جنرال اختر یو "افراطي" جنرال
د کتاب له لوستلو ورسته یو فکر خامخا درلویږي چې جنرال عبدالرحمن یو "بنسټپاله او افراطي" جنرال و چې د پاکستان د حفاظت لپاره یې له "افغان مجاهدینو"سره کار او مرسته وکړه. د جنرال اختر دا فکر او عقیده وه چې کابل باید وسوځول شي." کله به چې د افغان مجاهدینو سره د خبرو اترو یا وینا موقع په لاس ورغله نو یوه جمله به یې په شونډو تکراروله: کابل دې پرلپسې په اور کې وساتلای شي- Kabul Must Burn." دا هماغه فکر و چې د پاکستان د پوځ د هغه مهال او اوس ډېر جنرالان یې لري. په خپله جنرال ضیاالحق به تل ویل چې "دا اور دې په افغانستان کې بل وي" او پاکستان ته دې رانشي. د پاکستان پوځ د "افغانانو په مرسته کابل وسوځوه" او دا "اور یې په افغانستان کې بل " وساته. لیکوال وایي یوه ورځ یوه غونډه کې د آی اس آی یو جنرال د اسنادو او حقایقو په اساس په افغانستان کې د "مجاهدینو" د پرمختګ او بریاو په اړه معلومات ورکول چې مجاهدینو بې شمېره توغندي په کابل او شاوخوا سیمو توغولي او ښه روان دي، خو جنرال اختر یې ځکه دا خبرې نه منلې چې نړۍ ته وښيي‌ لا هم "افغان مجاهدین" او پاکستان ډېرو مرستو ته ضرورت لري، "خو هغه د کابل د حالت زړه خوښونکې ننداره مخې ته نه راوړله. " وايي د آی اس آی د دغه کارپوه خبرې یې پرېکړې او وویل "ستاسو معلومات د امریکا او برتانیا د سفارتخانو راپورونه دي، خو حقیقت بل څه دی." لیکوال وایي وروسته یې ماته وویل چې دا کار مې قصدآ وکړ چې دا فکر ونشي چې ګنې هر څه ګل او ګلزار دي او "مجاهدین" ښه روان دي. وايي کله چې په ۱۹۷۹م د شوروي‌ اتحاد ځواکونه افغانستان ته ننوتل، ‌جنرال ضیاالحق د آی اس آی د نورو مشرانو په ګډون جنرال اختر هم وروباله او پوښتنه یې وکړه چې پاکستان باید څه دریځ‌ ولري؟ ‌پاکستان هغه مهال په ختیځ کې له هند څخه په ویره وه او په لویدیځ کې افغانستان کې د شوروي ځواکونه راغلي وو؛ په بلوچستان کې د بلوڅ بیلتونپالو سره د افغان حکومت د مرستو اندېښنې هم ورځ تر بلې زیاتېدې، همدغه راز پخواني صداعظم ذولفقار علي بوټو ته د مرګ سزا اورول شوه او د ضیاالحق حکومت تر سخت فشار لاندې و. وايی جنرال اختر وویل: "پاکستان دې په بشپړه توګه د افغانستان د جهاد ننګه وکړي. افغانستان د پاکستان د دفاع لومړۍ کرښه ده. او پر افغانستان د روسانو یرغل پر اسلام یرغل دی او دا څه معمولي خبره نه ده. پاکستان باید د افغان مجاهدینو مرسته وکړي، هغوی ته وسلې، مهمات او ټرېنېنګ برابر کړي..... " وايي د جهاد لمړیو شپږو میاشتو کې د"افغان مجاهدینو" ټول بوج د پاکستان په غاړه و او بیا وروسته امریکا، سعودي او نورو مرستو ته راودانګل.‌ دا ځکه چې په اول کې دوی فکر نه کاوه چې "افغان مجاهدین" به دومره مقاومت وکړی شي. وایي‌ دا د جنرال اختر کمال او رهبري وه چې د "مجاهدنیو د مقاومت" او په دې اړه یې د پاکستان د رول په اړه د امریکا او نړۍ فکر بدل کړ. د جنرال اختر ټول تکتیک، فشار او پلان دا و چې "مجاهدین" دې په ډله ایز ډول او مخامخ له افغان حکومت او شوروي ځواکونو سره جنګ ونکړي. بلکې دوی باید چریکي او غلچکي بریدونه وکړي او د دغه کار لپاره ښه وروزل شي: "پر قافلو، پلونو، پایپلاینونو او هوايي ډګرونو،"‌باندې دې بریدونه وشي. وايي دا روزنې دومره زیاتې شوې چې په ۱۹۸۰م "په زرګونو مجاهدین د خپلو قومندانانو په مشرۍ د پوځي روزنې د ترلاسه کولو لپاره پاکستان ته راتلل او د آی اس آی مختلف ټیمونه به د مجاهدینو د لارښوونې او مرستې لپاره افغانستان ته تلل."
له "مجاهدینو" سره د مرستې په اړه د امریکا انتقاد؟
جنرال اختر د مجاهدنیو هرې ډلې ته پر افغانستان او افغانستان کې په ملي تاسیساتو د هغوی د بریدونو شمېر او زیاتوالي ته په کتو وسلې، امکانات او روزنې ورکولې. هرې ډلې او ګوند چې به ډېر سړکونه، پلونه، پوځي او ملکي ودانۍ او داسې نور ډېر په نښه کول، ډېرې وسلې او او ډېر امکانات به ورته ورکول کېدل. جنرال اختر د افغانستان د هغه وخت حکومت او پوځ د "پاکستان دښمن" بلل او په "افغانستان کې جهاد او د مجاهدینو ننګه‌ خپل روا حق" ګاڼه.
وايي امریکا چې کله له "افغان مجاهدینو" سره مرستې پیل کړې، یو شرط یې دا و چې باید دا مرستې د دوی په خوښه او مشورې "مجاهدینو" ته ورسول شي. چاته څومره او څنګه وسلې ورکړل شي؟ لمړی پر کوم ځای باید برید وشي؟ او امریکایي پوځي کارپوهان به "مجاهدین" روزي. وايي د آی اس آی مشر د امریکایانو دا غوښتنې ونه منلې، هغه اندېښنه لرله چې‌ په دې کار سره به د روسانو هغه ادعا ثابته شي چې دا "جنګ د امریکا د ګټو جنګ دی او افغانان د دوو سترو ځواکونو ترمنځ‌ ایسار دي،" او که دا کار شوی وای، د مجاهدینو روحیه خرابېدله. بله خبره دا وه چې آی اس آی "غوښتل چې افغان مجاهدین مستقیمآ د دوی تر څار او نظارت لاندې وي" او دویم کس په دې منځ‌ کې نه ځایده.
د جنرال اختر ارمان پوره نشو!
جنرال اختر عبدالرحمن اته کاله د آی اس آی مشر و او د "افغان جهاد او مجاهدینو" کلک پلوی و. د ده باور دا و چې کابل د "پاکستان د دفاع سنګر" دی او باید دا دیوال د پاکستان د مخالفانو لاس کې نه وي.
جنرال عبدالرحمن وايي د جنرال اختر عبدالرحمن غټ ارمان دا و چې د "افغان حکومت نسکورېدل په خپلو سترګو وویني، کابل ته ننوځي او د شکرانې سجده" وکړي، هغه کابل چې ده به یې تل " په سوځولو" ټېنګار کاوه، خو دا ارمان یې پوره نشو. دی له ضیاالحق سره یو ځای د الوتکې په سقوط کې ووژل شو. وايي په جنازه کې یې ډېرو "افغان مجاهدینو" هم برخه اخیستې وه، "هغه مجاهدین چې غالبآ د جنرال اختر نوم به د خپلو وطنوالو نه هم ډېر زیات د عقیدت او درنښت په جذبو سره یاد ساتي."
 
بېرته شاته