لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
تر کورونا روسته نړۍ (۲)
لیکوال: عبدالغفور لېوال   نېټه: 28.03.2020   خپرونکئ:   سمسور  

نړۍ یو داسې چالان ماشین وګڼئ، چې له لسیزو را په دېخوا نه درېده او انسانان د دې ستر ماشین هغه پُرزې وې، چې شپه ورځ څرخېدې. اوس دا ماشین د لومړي ځل لپاره درېدلی دی.

په چټکه او ډوبه بوختیا روږدی انسان، چې له څونسلونو راهیسې په سرعت او کار معتاد و، په کور کېنول شو. پوښتنه دا ده، چې دا انسان به له ځانه سره څه فکر کوي؟
په بوختیا معتاد انسان به سهار په منډه له بسترې ووت او د مکډونالد خواړه به یې په ګاډي کې واخیستل، د خپل کمپیوټر شاته به کېناست. تردې، چې بېرته به په بستره ننوت. ګڼو جوړو(مېرمن و خاوند) به یو د شپې بل د ورځې شېفټ کې بوخت ول، یوازې به یې شنبې و یکشنبې پر کور وه او جامې به یې مینځلې، دا جوړې اوس په کور کې یو بل ته رډې رډې ګوري. ماشومان چې له روزنتون، وړکتون او ښوونځي څخه په کور دي، پلارومور ته د نابلده مېلمنو په توګه ځیر دي. ټول د سرعت او بوختیا د اعتیاد پرخلاف باید یوبل له سره وپېژني.
د ټولنیز منطق له مخې کار و بوختیا ښې ځانګړنې دي، خو اوس پر کور ناست انسان له ځانه سره فکرکوي، ایا کار یې ریښتیا مهم و؟ ایله اوس به انسانان پوه شي، چې ټول کارونه مهم، حتمي او حتی ښه نه ول.
د ( انسان) د لومړنیواو بنسټي اړتیاوو د پوره کولو لپاره کار وتولید ښه دی؛ ډوډۍ، درمل، ټولنیز لومړني خدمات، جامې، کور او نور... خو ګڼ انسانان د اشرافو، پانګوالو او لوړو پوړیو اقلیتونو د عیش و خوند لپاره په کارلګیا ول. لسګونه میلیونه خلک د وسلو او انسانوژنې د توکیو په کارخونو کې بوخت ول. میلیونونه انسانان د سینګارتوکیو، ګاڼو، موډ، سکس وسایلو، پورنوګرافي، موډلینګ او نورو څیزونو په تولید پسې ورک ول، چې یوازې د څوسوو زرو پانګوالو اړتیا وه، نه د ټولې نړۍ.
په لکونو خلک په دې بوخت ول، چې هوموسکشولیزم ( خپلخېلواله) قانوني کړي، حقوقي او بیولوژیکي ـ ټولنیز اړخونه يې ورپلټل.
په میلیونونو نور په روسته پاتې او جهل وجنګځپلیو ټولنو کې په استخباراتي توطئو بوخت ول او د انسانوژنې سیاستونه یې طرح کول.
په چټکه بوختیا روږدی انسان ورو ورو له خپل طبعیت، فطرت، اخلاقو او عاطفې لرې کېده.
تر کورونا روسته نړۍ ښايي په دې فکر وکړي، چې ایا سلګونه میلیونه انسانان باید د څو میلیونو د عیش و عشرت لپاره شپه و ورځ پر ځان یوه کړي؟
تر کورونا روسته ژوندي پاتې انسانان به ایله د ځان په اړه فکرکولو ته وخت ومومي، ورو ورو به له کورنۍ سره بېرته اُنس واخلي، د مینې خوند به وڅکي او تر بېرته راوتلو روسته به بیخي بدل وي. بل ډول به فکر کوي او ښايي د فکر بدلون یې تر مړو ایرو لاندې انقلابي اور بېرته راتازه کړي.
 
بېرته شاته