لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
زما په نوم دې په کاغذ کې راته څه ليکلي!؟
لیکوال: فريدون فطرت   نېټه: 07.04.2020   خپرونکئ:   سمسور  

 خيبر روښان چې زه ورته د حوصلې غر وايم په فطري ډول ښه شاعر دی او الله تعالی د شعر ليکلو ښه استعداد ورکړی دی. د ده په خدای ورکړي شاعرانه استعداد خو خبرې کول راته انصاف نه ښکاري. خبرې بايد په دې وکړو، چې خيبر له دې استعداد سره څومره وفا او انصاف کړی دی؟ څومره مهارت نه يې کار اخیستی؟ څومره رياضت يې کړی او له څومره سختو او ژورو مرحلو نه تېر شوی؟ خو په هر حال...

خيبر ډېر وخت مخکې د شعر نړۍ ته راغلی، خو زما ورسره دومره بلدتيا نه وه. په ځينې ادبي خپرونو کې د راډيو او تلویزون له لارې يې له غږ او نوم سره اشنا وم، خو له نن نه شپږ ــ اووه کاله مخکې مې د فيسبوک په نړۍ کې ورسره ملګرتيا شوه او د غزل يوه مقطع يې راته اوس هم په ياده ده:
خيبر اوس هغه خيبر نه دی نه هغه ماشوم دی
اوس زلـمی شوی پوهنتون ته ځي ماشوم خيبر

د خيبر دا شعر مې ځکه خوښ شو ، چې ساده الفاظو ته يې د شعر رنګينه جامه ور اغوستې وه. د اوړي ورځې وې. مازيګر ناوخته د بازار په طرف لاړم او خدای کول چې خيبر مې د کلي په بازار کې وليد. د څو شېبو لپاره مو د زړه خواله وکړه او هماغه و چې مجازي ملګرتيا مو په حقيقي ملګرتيا بدله شوه.
له خيبر څخه به مې وخت نا وخت شعرونه اورېدل او رښتیا هم لکه څنګه چې وايوو: شاعري د احساسات پارونې او تحريک نوم دی او په دې کې هر شاعر ځانګړې نړۍ لري. د خيبر د شعر نړۍ هم ډېره خوږه او رنګینه ده؛ نو په همدې مې ورته د کتاب د چاپولو خبره وکړه. که څه هم خيبر به لکه د نورو شاعرانو غوندې راته ويل: اوس يې وخت نه دی څو کاله وروسته به يې چاپ کړم، خو ما نه ورسره منله، د ده دليل به ډېرو ته منونکی وي؛ خو ماته نه دی.
زما په اند شاعران چې خپل شعرونه په مجلو، ورځپاڼو، انټرنيټ او داسې نور ميډياګانو کې خپروي، نو ولې يې په کتابي بڼه هم نه چاپوي؟ بله دا چې د خيبر د دليل د رد کېدو لپاره دا دليل هم راسره و، هغه شاعران، چې غواړي خپلې لومړۍ شعري ټولګې وځنډوي اکثريت يې په دې نظر وي، چې په لومړۍ ځل بايد داسې شعرونه وړاندې کړو، چې په خلکو کې ومنل شو، خو زه خيبر د دې خبرې شاعر نه بولم چې په خلکو کې د ځان منلو لپاره دې شاعري وکړي. دی يوازې د خپل زړه له درده شعر ليکي او تر ټولو مهمه خبره خو دا ده، چې ډېری شاعران د لومړۍ شعري ټولګې خپرول تر ضرورته د ډېرې مودې لپاره اوږدوي، چې ځينې يې په خلکو د ځان منلو په خاطر او د معيار د برقرار ساتلو لپاره د خپلې ابتدايي شاعرۍ تر نیمايي زیات شعرونه ضايع کوي، چې زما په نظر په ادب کې به د انسان تر وژنې ستره ګناه وي.
زه خو وايم، څه مو چې ليکلي ټول خلکو ته وړاندې کړئ، تر څو نوي او تنکي شاعران په دې هم ډاډه شي، چې له پیله په دې څوک نه دی توانېدلی، چې هر شعر د لوړ ذوق او معیار په تله برابر وليکي؛ بلکې دا ریاضت، هڅه، مطالعه او د ژوند تجربې دي، چې شعر ورسره ورځ تر بلې نوی رنګ او نوې بڼه خپلوي او دغه به مو د ځوانو شاعرانو لپاره د ډاډ او حوصله ورکولو ښه لاره وي.
د حوصلې غر یعنې خیبر روښان لکه څنګه چې مې مخکې وويل د شعر لیکلو الهي استعداد باندې يې شک کول ستره جفا ده، خو له دې سره سره يې خپل مهارتونه، تجربې، رياضت او مطالعه د ښه شعر ليکلو لپاره ضروري بللي دي. یوازې يې د استعداد پر مټ يې دومره د منزل لپاره مزل نه دی کړی. روښان پوهېږي که یوازې الهي استعداد بسنه کوله نو د ( حمزه بابا او ملنګ جان تر منځ به دومره توپېر نه وای ).
خيبر په اوس عصر کې د یو ښه شاعر بېلګه ده، چې د شعر او د ټولنې په نبض پوه دی. لنډه دا چې خيبر مين دی، ارواه يې ټوله له عاطفې نه ډکه ده او په رګونو کې يې د وینې نه زیاته مينه بهېږي، چې زما په اند د يو ښه شاعر لپاره همدا ځانګړنې لازمي دي.
ما وويل چې روښان مين دی؛ خو څنګه مين دی!؟
د ده د مينې ځانګړې کول څه معمولي خبره نه ده. سره د دومره ملګرتیا او د شعرونو له مطالعې يې پس هم زه په دې ونه توانېدم چې د ده مینې ته ځانګړی نوم ورکړم؛ ځکه، چې دی د خدای په پیدا کړي کاينات او ښکلا مين دی او په هر څېز له درده ژاړي. لکه د اردو ژبې يو شاعر چې وايي:

هم بهی کیا ساده تهی هم نی بهی سمج رکهاتها
غم دوران سی جدا هی،غم جانان ، جانان
( فزاز )
خيبر هم د دوران او جانان په غم کې شاعري کوي. دواړه غمونه يې په یو بل کې داسې پېيلي دي، چې بېلول يې اوس مشکل کار دی، خو زه به يې د دلیل په خاطر دغه بیتونه وړاندې کړم
زه چې داسې لېونی،لېونی کېږم
څه ستا غم دی څه تاثير د زمانې دی
ــــــــــ
څه وکړمه لږ هم نه چې زیات درپسې ښه نه یم
نن لکه د خپل وطن حالات درپسې ښه نه يم
ـــــــ
څه د وطن دي، څه مې خپل دي، څه ديار راسره
لېونی کېږم دا خو ما سره یو غم نه دی
د خيبر په شعرونو کې ځينې داسې شعرونه هم شته دي، چې بېخي ساده خبرې دي؛ خو خيبر همدا خبرې په داسې هنري انداز مونږ ته کوي:
غم دې په ما داسې دا سر په ټوله لار تاووي
لکه ماشوم چې په چرخه مې ځانته تار تاووي
دغه الهام ورته ستا سترګو او بڼو ورکړی
دا چې سر تېري له پوستو سيمې خاردار تاووي
ــــــــــ
دا خو مې ستا له ګلبدن نه په تاثير اخیستی
دا نن چې ما ځانته ګلونو کې تصوير اخیستی
داسې ښکاره به يې په غاړه کې ساتمه خو نور
چاته به نه وايم چې ما درنه زنځير اخيستی
ـــــــ
دا د مينې انتها نه ده نو څه دي؟
اچولی چا ګلاب دی په اوبو کې
دلته لـمر ته يې کېږدمه چې لږ وچ شي
غورځېدلی مې کتاب دی په اوبو کې
ـــــــ
ژمی چې ګرمه شي کوټه شېشې خولې ونيسې
زه د کوټې اشدارونو کې ستا نوم ليکمه
اغزی را واخلمه په ګوتو کې په ډېر احتياط
په پاڼه پاڼه ګلابونو کې ستا نوم ليکمه
ــــــ
چې ستا ديدن ته مې نظر په هره لار وتړه
په کاغذي ګوډي پران پسې مې تار وتړه
ورته مې وليکل قربان دې شمه خوښه مې يې
او بيا مې خط ورته په ډډ کې د چينار وتړه

داسې شعرونو ته ځينې خلک معمولي خبرې وايي، هغه خبرې چې کومه مانا نه لري او لوستونکي فکر کوي، چې د دا ډول شعرونو ليکل خو ډېره عادي خبره ده، مګر ځينې وخت که په شاعرۍ کې داسې خبرو سره مخ کېږو، چې زمونږ په فکر عامه خبره ده، خو بیا د همدې ډول ساده خبرو شعر کول ډېر ستونزمن کار وي.

په خوشحالۍ دې وي خو جنګ دې نه وي سوله دې وي
وچه ډوډۍ دې وي خو جنګ دې نه وي سوله دې وي
زما د مور ټيکری دې لس ځايه پيوند پيوند وي
حد د نيستۍ دې وي خو جنګ دې نه وي سوله دې وي
زمونږ همدا له خټو ګټو جوړ کورونه دې وي
پکې شړۍ دې وي خو جنګ دې نه وي سوله دې وي
په زړه دې نه وي د لاسونو په کيسه کې نه يم
پولۍ پولۍ دې وي خو جنګ دې نه وي سوله دې وي
خيبره!هېڅ به پرې احساس د شرم و نه کړمه
زړې څپلۍ دې وي خو جنګ دې نه وي سوله دې وي

تاسو وګورئ، چې په پورته شعر کې خيبر روښان د ټولنې غربت او بې وسي په څومره هنري انداز د مینې او سولې په لفظونو پېيلي دي او د جنګ نه د ستړي افغانانو هغه حالات او خبرې يې انځور کړي دي، چې په وچه ډوډۍ، په پيوند او شلېدلو لوپټو، د خټو په جوړ کورونو، پولۍ پولۍ لاسونو او زړو څپلو هم خوشحاله دي، خو چې د دې بدرنګه جنګ څادر نور له دې وطن څخه ټول شي.
د شاعر جذبه که په اوله کې مجازي هم وي، خو په پای کې دحقیقت رنګ اخلي. خيبر د حالاتو سره سمه شاعري کوي او ډېر حقيقتونه په خپل شاعرانه انداز کې داسې وړاندې کوي:

زه شاعر ومه زما به هر انداز شاعرانه و
سندر غاړو خوښولم خو ملا نه خوښولم
ـــــ
دا خو چې خیبره! ځان وژنې کوي ګرم نه دي
دا خو په جنت پسې ملا لېوني کړي دي
ـــــــ
د دې وطن د بربادۍ خلک معلوم دي راته
څه د مکتب عالـمان څه د مدرسې دي صيبه

ځينې شعرونه د یو ژوندي، سترګور او حساس ضمير ترجماني کوي او د وطن پرستۍ ثبوت مونږ ته راښايي لکه دا لاندې بیتونه:
سبا اشر لرم ملګرو چې خبر اوسېږئ
د ګلو کر لرم ملګرو چې خبر اوسېږئ
ماته چې غاړه راکوئ نو زور به نه راکوئ
په زړه پرهر لرم ملګرو چې خبر اوسېږئ
ـــــــ
دا سړی چې کوي کښت د ګلابونو
دا پوهېږي په ارزښت د ګلابونو
دا وطن که څوک په هر نوم یادوي خو
مونږه وایو ورته دښت د ګلابونو
ـــــــ
ما خو ورنه ځانته تهدابونه د کاله جوړ کړل
څوک وايي چې دې وطن کې غرونه پکار رانغله؟

د خيبر شاعري له پېچلو الفاظو او کنایو نه پاکه ده او همدا يې د ښه شعر ليکلو ښه بېلګه ده، ځکه چې هر سړی یې په شعرونو ډېر ژر او ښه پوهېږي. د خیبر په شاعري کې چې کومې خبرې تکرارې شوې دي د شاعرۍ رمز او تګلاره ورته ویلای شو۰ که څه هم ځينې ورته د کليشيه یي خبرو لقب ورکوي، خو دلته خوند ځکه کوي، چې د یو ناکام مين حال څرګندوي او سړی ډېر خپه کوي، لکه دا بيتونه يې:

دا ګوره زما دغه زنده ګي ده دغه حال
ته نه يې خپل واده راباندې غم دی زه او خدای
ــــ
ما ستا په غم کې ځانته ونه کړلې نورې جامې
په خپل واده کې مې هم واغوستلې تورې جامې
ـــــــ
په خپل واده کې هم خوشحاله نه يم
پکې داستا په بېلتانه ژاړمه
ــــــــ
زما واده به هم بې تا بې ټنګ ټکور وي بېخي
زړه به مې داسې ورځ کې هم له ژونده تور وي بېخي
ـــــــ
ته پکې نه يې او که ته پکې موجود وې نو
په ما به ولې خپل واده داسې ماتم وی اوس
ـــــــ
ستا په نشتون کې به زیاتی وي نو که وخاندمه
زما واده به وي خو زه به پکې نه خاندمه
ــــــ
تانه بغیر به سم د مړي مراسم غوندې وي
زما واده به هم د مړي مراسم غوندې وي

د کور دا سخت کارونه کله په یوازې کېږي
اينګور دې راوله چې مېنځي درته مورې جامې

که د شعر او شاعرۍ په اړه هر څومره وغږېږو او هر څومره بحث ته دوام ورکړو لا خوند کوي. خيبر د ژوند په هر اړخ کې شاعري او د حالاتو انځورګري کړې ده او هېله مند يم چې په راتلونکې کې به نورې ښې پنځونې ولري.

فريدون فطرت
ننګرهار ــ سره رود
 
بېرته شاته