لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
غواړم د پير اسحاق ګیلاني خبرې بشپړې کړم
لیکوال: شهسوارسنګروال   نېټه: 08.04.2020   خپرونکئ:   سمسور  

 له یوه خصوصي تلویزون سره مرکه :

غواړم د پير اسحاق ګیلاني خبرې بشپړې کړم

د لمر تنکېېو وړانګو د کرغې د رنګینو ډاګونو هډوکي تاوده کړي وو ... تنکی څاښت وو ، لمر خپل وزرونه غوړولي وو... د مېږو تنکي وري دکرغې د غونډېيو په لمنو کې څرېدل ، چې په دغه وخت کې په ورېيوکې ترها خوره شوه او د موټرو غوراهار او د هارنډونو غږونو ټوله کرغه په سر واخسته... نر او ښځې د بامونو سرو ته پورته شو ، واړه او زاړه له خپلو کورونو را ووتل او يو بل ته ېې په وېره وېره کتل ، چې بيا څه ټکه ولېدلې ده؟
يو د بل پسې وسله وال له موټرونو راښکته شول او د کرغې د ډنډ دواړو غاړو ته خواره شول ... د غونډېيو سرونه او لمنې لاندې کړې... د سيمې خلک غوږ په غوږ شول ، چا به وېل عمليات دي او چا به بيا راغبرګه کړه ، چې نا کوم نازولی مېلمه دی ، نه ګورۍ ، چې ټول د خاد موټران او خادستان ترې راښکته شول؟... نه مو يادېږي ، چې هغه تېره اونئ له شوروي اتحاد نه د ګورباچوف یو ستر سلاکار راغلی وو او همدغسې خادستان راغلل اوټوله سيمه ېې کلا بنده کړه... ؟ شوروي مېلمنو کرغه کې په ډاډه زړه چکر وواهه اوبیا لاړل...
دا وار دغه نازولی مېلمه له شوروي اتحاده نه ووراغلی ، بلکې له پاکستانه راغلی وو... هو دغه نازولي مېلمه له دېنه د مخه څو وارې د ډاکترنجيب له لوړپوړو خادستي چارواکو سره په دوبۍ ، سويس ، ايتاليا او فرانسه کې ليدلي وو او بيا ېې دوه طرفه ټکت ورته واخست اونيغ په نيغه کا بل ته راغی... پوهېږۍ چې دغه میلمه څوک وو؟ هو دغه نازولۍ اوسترمېلمه پيرسېداسحاق ګيلاني وو...
هغه وخت،چې یوځل بيا له تېر نه لا زيات خادستانو کرغه کلا بنده کړه او د ټولې سېمې د امنيت ډاډ ېې مخابرې ته په ليکه د خاد مشر وزير يعقوبي ته ورکړ... نودا داسې مهال وو ، چې لمر د اسمان تندي ته نږدې وو چې يوځل بيا د موټرو اوازونو او درب و درب ټوله کرغه ولړزوله دا ځکه چې دا وار د سپکې وسلې په څنګ کې د درنو وسلو ګاډو هم خپلې ليکې ورسره غبرګې کړې وې،چې هم مېلمه خوشحاله کړي او هم خپل زور ور وښېي...
بيا له يوه تور دېپلومات موټر،چې باډي ګاردانو ورته دروازې بېرته کړې دوه غبرګې ککرې د موټر له ښې او کيڼې دروازې نه را بهر شوې،چې يو يې ستر جنرال یعقوبي او بل يې ستر مجاهد پير سېد اسحاق ګیلاني وو... دواړه د کرغې د ډنډښي پلو ته د کرغې ماڼئ ته څېرمه ودرېدل او بېا يې د نښې د ويشتلو ځانګړي ټوپک ورته راوړل او ډزوډوز يې شروع کړ...
دسیداسحاق دخولې کيسه ده،چې دی په نښه ويشلوکې له یعقوبي نه تکړه وو او واېې د يوې بجې په شاوخوا په کرغه کې تم وو او بيا له خپل ميلمه پال دامنيت وزير يعقوبي سره مېلمستون ته راغلو.
اغاصيب خپله کيسه داسې غوځوي :
کومې شپې چې مې په کابل کې وې،ډېرخوشحاله وم،خوکوم توغندي چې دکابل په ښار توغول کيدل ،ویروونکي او بوګنوونکې وو...سره ددې چې زه په بشپړه توګه په امن کې وم .
کله چې په دې سبا راځم نو ډاکترنجيب اله راته تلېفون په کرښه ووېل، اغاصیب :سبا به له خېره لما سره سبا ناری وکړې...سبا په همغه ټاکلي وخت ورغلم...يوځانګړی ځاې را په ګوته کړ، همالته په کوچ کيناستم او دی راغی له کوچ لاندې کيناست اوبيا ېې زما پښې چاپي کړې او ورته ومې وېل ډاکترصيب ما ګناګاری ؟ده راته کړل،زه اوس ولسمشر نه یم نجیب احمد زی یم ستا مرید...اسحاق ګیلاني یوازې د یک تلویزیون کې دغه وروستۍ جمله : (چې زه اوس احمدزی يم ستا مرید)وویل خو نوره کیسه ېې ونکړه...بیا ېې زیاته کړه :
ډير ښه مېز يې ترتيب کړی وو ، ډول ډول خواړه ، مشروب او هرڅه ، هغه د چا خبره د مرغئ پئ هم وې...
بيا یی خپله کورنئ راوپېژندله ميرمن او لورګانې يا دوم ...له خپلې کورنئ سره په پارسي ژبه غږېده ما هم له هغو سره په پارسي خبرې شروع کړې،ځکه په پښتو نپوهېدل...
کله چې د راتلو وخت نږدې شو ، نو راته وې وېل اغا صیب په بکس کې دڅه دي؟ نو ما ورته ووېل ، موږ بېچاره ګان څه لرو ، په پردي وطن کې کډوا ل يو... نو راته کړل یی تاسو کلي راکړۍ چې وګورم .کلي مې ورکړه خو د سترګو لاندې مې څاره ، ومې ليد چې يوه ډکه کڅوړه يې راته په بکس کې کېښوده اوبېا يې کلي راکړې .
رخصت مې ترې را واخست او کله چې الوتکې ته وختم ... بیا چې الوتکې وزرونه پرانستل او د منزل لارې را لنډولې نو زر مې خپل بکس راخلاص کړ ، چې وګورم ډاکترنجيب څه پکې ايښي؟ په ډېره بيړه مې بکس راخلاص کړ پاکټ مې پرانست ، چې مې ليدل يو غوښن بنډل مې تر ګوتو کړ ، چې ټول د ډالرو سلګونی پکې رانغاړل شوي وو...
ده دا کيسه دپېښور کبابيانو يوې کورنۍ ته کوله دی هم د دې کور مېلمه وو او هم کوربه...
د اغاصيب پلار په شېراغا نامتو وو...پلار يې دوه مېرمنې درلودې ، خو د ده مور بي بي د لغمان د الینګار وه .
د سېداسحاق ګيلاني نيکه سېدحسن نومېده ، چې په نقيب صيب مشهور وو او دی د امیرحبېب الله د سلطنت وخت کې افغانستان ته راغی او امير ورته په سره رود کې ځمکه ورکړه ...کله چې امیر د لغمان په کله ګوش کې ووژل شو ، نو سېدحسن ، ميرصاحب جان د اسلام پور پاچا، ميرمعصوم د چارباغ حضرت او يو شمېر نورو امېرنصرالله خان ته بیعت وکړ او نقیب صیب ورته د پاچاېې پګړۍ په سرکړه ، لکه څرنګه چې شمس المشايخ ، د تګاو ملاحميدالله او نورو په کابل کې امان الله خان ته د سلطتنت تاج په سرکړ . مننه درنو دوستانو
د اوس لپاره همدومره.
 
بېرته شاته