لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
اقبال شاکر د رنګينو خيالونو شاعر
لیکوال: امان الله نصرت   نېټه: 22.04.2020   خپرونکئ:   سمسور  

 قبال شاکر د رنګينو خيالونو شاعر

رېدي رنګې اوبه))
د مور په اوښکو مي لمدې وې ځکه نه بلېدې
زما نه اوس هم نه هېريږي هغه اوچي پاڼي
شاکر
شعر او ادب د يوې ژبې د پرمختګ او پېاوړتيا يوه غوره وسيله ده چې د قومونو او ولسونو هويت, کلتوري ارزښتونه او ملي ځانګړتياوې ژوندۍ او خوندي ساتي او هغه  د نړۍ په فرهنګي بهير کې ځلوي۰ اديبان او ليکوالان د خپلې ژبې د بقا او ارتقا د لارې هغه خدمتګاران او سنګرداران دې چې شپه او ورځ خپله ژبه,
 پالي , خدمت ېې کوي او له ورکېدو او مړه کيدو ېې ژغوري۰
د پښتو ادب د اسمان له روښانه او ځلانده ستورو څخه يو هم اقبال شاکر دی چې د خپلې ژبې او ادب د خدمت لپاره ېې مټې رابډوهلي او د خدمت ميدان ته رادنګلي دي۰ 
ښاغلی  اقبال شاکر د قلندرشاه ځوي، د محمد ګل لمسی او د ګل خان ګړوسی دی چې په ۱/۱/۱۹۶۸ نېټه د ملکنډ ايجنسۍ په بټخيله کې زېږېدلی او په قوم اتمانخيل دی۰
ښاغلي شاکر خپلې  زده کړې د بټخېلې په سرکاري ښوونځي کې پيل کړي او بيا يي  تر لسم ټولګي د بټخېلې په های سکول  کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړه  او په ۱۹۸۵ کال کې ېې   د تاڼې د ګورنمنټ ډګري کالج  څخه د دولسم ټولګي  د فراغت سند تر لاسه کړ۰  شاکر صيب دری کاله په ګورنمنټ پاڼ سوات پولې ټيکنيک انستيټيوټ کې مسلکي زد کړې وکړې او له نوموړی انستيتيوت څخه ېې د برياليتوب سند تر لاسه کړ۰ ښاغلي شاکر په ۱۹۸۹ کال کې د پېښور په پوهنتون کې تر څوارلسم ټولګي د خپلې زده کړې سلسله پر مخ يوړله او بالاخره په ۲۰۰۸ کال کې ېې د ملکنډ پوهنتون  کې په شخصي ډول تر  شپاړسم ټولګي  پورې د پښتو په رشته کې  خپلې زده کړې بشپړې کړې او اوس د پېښور پوهنتون پښتو څانګه کې د پې ايچ ډي ريسرچ سکالر دی  او په دې برخه کې ېې هلې ځلې روانې  دي 
دا وخت د خپلو زده کړو او تحقيق تر څنګ د بټخېلې په ګورنمنټ ډګري کالج کې د پښتو ژبې د استاد په توګه دنده پر مخ وړي او د پښتنو ځوانانو په روزنه او پالنه بوخت دی۰
ښاغلی اقبال شاکر يو خاموش، دروند او مهربان انسان دی چې د خپلو لوړو اخلاقو او نېکې راشه درشې له امله د ډېرو خلکو په زړونو کې ځانګړی ځای لري او ټول ورته د قدر او احترام په سترګو ګوري۰
د ښاغلي افبال شاکر ادبي شخصيت په هغه کنډه تلل پکار دي چې د نورو معاصرو شاعرانو او ليکوالانو تول پرې کېږي او بې له شکه چې دا ښاغلی د خپلو همزولو شاعرانو په کتار کې د لوړ او ځانګړي مقام  خاوند 
او د معاصرو شاعرانو په لومړني صف کې د ودرېدو حقدار دی۰
د شاکر صيب په شاعرۍ کې مونږ د کمال او جمال ډېر څرکونه او نښې ليدلای او موندلای شو او دده په هر کلام کې  لوړ تخيل او رنګين احساس د لوستونکو زړونه تسخيروي او ژور اغيز پرې کوي۰
شاکر صيب تل د خپل قام او ولس په درد دردېږي او شپه او ورځ د پښتون ولس د ښېګڼې، سوکالۍ او پرمختګ اندېښنې او فکرونه ورسره  لکه د سيوري ملګري وي او نوموړی خوب او ارام ته نه پرېږدي۰  شاکر صيب وايي:
دا پښتانۀ چې ورځ په ورځ بې پښتو کېږي داسې
نور هر څۀ پرېږدئ اوس ددې خبرې غم پکار دی
او په يو بل ښکلي   او له پند او نصيحت نه په ډک شعر کې خپل قام او خلکو  ته د ژوند دتيرولو ګټورې او ښې لارې په ګوته کوي  او د سياسي بصيرت، بيدارۍ او ويښتيا په لور ېې هڅوي او داسې وايي:
په دروغــژنـــو پـــه رهـــزنو، غلـــو يقيـــن مه کوئ
نور خدای ته اوګورئ د خپل ارمان توهين مه کوئ
په پښتنــو کښې خو ځه خېر دی قـبيلې خوند کوي
په سړيتوب کښې خو سړو دا تور او سپين مه کوئ
که دغه مړي د چــا هېـــر شـو خـو جـو هر څۀ لاړۀ
چې ماښام مه کوئ، جمعه مه کوئ ، تلين مــه کوئ
اوس د دليــل د حــــوالــــې او د ثبــــوت دور دی
هســــــــې خـــــبرې د چــــراغِ الـه دين مــــه کوئ
د روح جذبـــه د ګـــور په مړو کښې هم نۀ سړېږی
هر څۀ کوئ خــــو سـپکاوی د چا د ديــــن مه کوئ
نۀ پـــه ائيــــن پوهېـــږئ نۀ په ائيـــــــــنه پوهېږئ
هســــې قيـــصې د ائـــينې او د ائيـــن مـــه کــوئ
د ښاغلي شاکر په شاعرۍ کې فني ښايستونه او ادبي نوښتونه له ورايه ځلېږي او د وينا رنګين خيال، ژوندی احساس او سندريزه رواني  يي لوستونکي ځان ته راکاږي او ژور اغېز او تاثير پرې کوي۰  وګورۍ دا شعر له څومره ادبي رنګونو او ځانګړنو  ډک دي او د لوستونکو زړونو ته په څومره اسانۍ لار پيداکوي:
چـــــې هر کلـــــــه بـــه ما د ژوند سندرې يادولې
هـــــوا بـــه راتـــه ستــا د خــــولې خبرې يادولې
آ غونډې غونډې تورې تورې ښکلې ښکلې څه وي
د ښار یــــوې جیـــنۍ راتــــه ګورګـــورې يادولې
چـــــې کلــــه به فضـــا د الــــوتو دپـــاره ښه وه
چرګـــــوړو بــــه د بـــاز مـــاتــــــې وزرې يادولې
بابا بـــه خپل اولاد ته هـــره ورځ په مـــړه خېټه
پشـــــانتـــــې د سبـــــق خپـــلې نــــهرې يادولې
زما سره نور څـۀ وو پــه لفظـونو مې لاس بر وو
په شــعر کښـې مې د ژونــد لوړې ژورې يادولې
شاکره اننګــــو کښـې بــه ېــې پټه شان خندا وه
اکثر به ېې پـــه قصـــــد خپلې ملګـــرې يادولې
د ښاغلي شاکر شاعرۍ له بېلابېلو هنري ښکلاوو رنګ اخيستی او هر لفظ ېې د فن په عنبرين خم کې لمبېدلی دی د ښې موضوع او ارزښتمن مضمون ټاکلو د نوموړي کلام د لوړو خيالونو بام او د رنګين تخيل تل ته رسولی چې لوستونکي ځانته راکاږي او پر زړونو ېې ژور اغيز کوي۰
وګورئ په لاندې غزل کې ښکلي خيال او په زړه پورې فکر د ښاغلي شاکر کلام ته څومره خواږه وربښلي دي  او هغه ېې زړه ناستی  او د لوستونکو د خوښۍ وړ ګرځولی دی:
د محـــــــبت د مرتبـــــــې دنـیيـــــــــــا ته پته نشته
زما پــــــــه زړۀ چــــــې څــۀ تېرېږي چاته پته نشته
دا په دې چوک کښې چې کوم سړے د لوګې مړ دی
الميــــــــه دا ده چــــې ددې باچــــا تـــــه پته نشته
دې فيصلې ته به څــوک څۀ رنـــګه انصاف اووايي
چې د يو جــــر م د سړي ســـــزا ته پتـــــه نشـــته
په ســوتر زمکه باندې حق د بادشـــاهۍ نــۀ لـــرې
نرخ د اسـمانه پــــورې لاړو تـــاتـــه پتـــه نشـــته
د يو سړې نـــه مـرور يمـــه خو دومره پټ چــــې
ددې خــــــبرې مـې د زړۀ درزا تـــــــــه پتــه نشته
زۀ چې په تا باندې میئن یم ټــــــول جهان خبر دی
تۀ چې پـه مـــا باندې میئن یې مـــاته پتـــــه نشته
د وږو، تږو شـــوکه ، غــلا تيارې تـــه هـــم پته ده
د مړو ، پټو شــوکه ،غلا رڼــــا تـــه پتــــه نشــته
د جانان څنګ ته الــــواتۀ بـــه هنر هم غواړي خــو
شـــــاکره ســـتا د ارادې هــــوا تـــه پتـــه نشـــته
اقبال شاکر چې کله په خله ټولنه او چاپېريال کې نارواوي او ټولنېزې ناخوالې کتلي نو پټه خوله نه دی پاتې شوی بلکه ښه ښکاره او په ډېر جرات ېې  هغه په ګوته کړي او د خلکو پام ېې ورته رااړولی دی۰
شاکر صيب د شعر په بېلاېلو اصنافو کې شاعري کړې او خپله طبع ېې ازمایلې د خو د غزليزې شاعرۍ پله ېې له نورو رخو درنه او غوښن تر سترګو کېږي او د دده په وينا کې ځانګړي او ارزښتمن ځای لري۰
اوس د دې دنيــا د دې جذبو پــه حقــــلـــه خيال څۀ دی
ژوند څۀ دی،جنون څۀ دی،جانان څــــۀ دی،جمال څۀ دی
دی چې دا بد رنــګه دی په دې کښـــې ددۀ عېــب څۀ دی
تۀ چې دا خوش رنګه ېې په دې کښې سـتا کمال څۀ دی
ټـــول حســـن دې دې يـــوې نقطــې ته راټـــول کړے دی
ســتا د وښـــکي خواتـــه د رنجـــو دا نرے خـــال څۀ دی
چار چاپېـــره ګورم ټـــول جهـــان راتـــه پاســــتر ښکاري
ځان ته مـــې پام نشتــــه چې زمـــا صورتِ حال څۀ دی
يو خوا تـــه په شــمار رنګــونه بل خـــواته بېـــشماره دي
ستا د مينــــې ټال تـــه د اسمان د بــــوډ ۍ ټــال څۀ دی
ما د انــــا غـــــرونه هــــم پـــــه مينـــــــه نــــړولـــي دي
اوس زمونږ په منځ کښې دا کچه غوندې دېوال څۀ دی
مونــږ د بــې حسۍ، بــې ضمــــيرۍ پـــه بـام ولاړ خلک
مونـــږه د عــــروج نـــه بې پـــروا يو نـــو زوال څۀ دی
دا شـــــــاکر چې ســـتا د رېبار ســـترګو تــه کتے نۀ شي
ستا سره د سترګو جنګ ددې شاکــــــــــر مجال څۀ دی
پروفيسر شاکر په خپله شاعرۍ کې د فکر او فن دواړو خيال ساتلی، د نوي فکر او نوي خيال د راوړلو هڅه ېې کړې او په شعوري توګه ېې د بيا بيا ويل شوو تکراري الفاظو او زړو او پېکه موضوعاتو څخه ډډه کړې ده۰
د رقـابت پېــریان د میـــنې لـــه جاګير اوباسي
ستا په کوڅه کښې مستانه چـغې فقیر اوباسي
چې د اســـــمان د فېصلو نه ېې ځان نۀ خبروو
اوس دې په زمکه باندې کرخې د تقدير اوباسي ـ
زما تړلي پښـــې لاسـونه به اوس پرانستے شي
د خپلې غاړې نـه زمــــا د لاس زنځـير او باسي
د خپل میئن ســـرګـــو ته ګوره ائينـــه څه کوې
دا ائـــينې ګورے د ستـــرګو نه تاثــــير اوباسي
چې د سړي سره د ژوندد مستۍهيڅوک نۀ وي
سړے به خامخا خپل سېوري له تصوير اوباسي
دغـــــه سړے د ژوند په هــره مسئـــله پوهېږی
دغه سړے د ويښې خوب له هم تعبيــر اوباسي
د حــــوادثو، بــــد رنګــــيو او فتـنــــو دور دی
د جانان مـــينه به شــــاکر له دې بهـــير اوباسي
ښاغلي شاکر د يوه نوښتګر انځورګء او حساس انسان په توګه د خپلې ټولنې او چاپېريال پېښې او حالات په ډېر زړه راښکونکې ډول او حًيقي بڼه د پښتو ادب پاڼو ته سپارلي او په ښکلي رنګ او نوي انداز ېې دا ټول تصويرونه کښلي چې د لوستونکو پاملرنه ځان ته را اړوي او په لوستلو ېې د شعر د مينه والو ادبي تنده خړوبېږي۰
پښتو ادب ته د ښاغلي شاکر کارونه او خدمتونه تلپاتې او نه هېرېدونکي دي او دا د لوړو ارادو او تاندو جذبو خاوند لګيا دی د خپلې ژبې د پرمختګ، غوړونې او ځلېدو لپاره شپه او ورځ زيار او هڅې کوي او په خپلو ادبي پنځونو او هلوځلو غواړي چې خپله مورنۍ ژبه د نړۍ د نورو پرمختللو ژبو سياله کړي او د پرمختګ او پياوړتيا رنګينو او ګلاليو پړاوونو ته ېې ورسوي۰
په رښتيا هم چې ښاغلی شاکر د کار او دستار سړی دی او دده ادبي او علمي خدمات که هرڅومره ياد او وستايل شي بيا به هم کمه وي او دده د ستړياوو، خدماتو او کوښښونو پور پرې نه شو پوره کولای۰
زه په تلو تلو کې ښاغلي شاکر ته د اوږود عمر او نېکمرغه ژوند دعا کوم او تمه لرم چې د پښتو ادب دا سپېڅلی خدمتګار او هدفمند  استاد به په راتلونکي کې هم لکه د تير په څير د خپلې ژبې او ادب د خدمت په  لاره کې همداسې تپاند او هڅاند اوسي او په دې لار کې به خپلې هڅې او زيار  جاري ساتي ۰
په دېره درناوۍ
امان الله نصرت
۹/۲/۲۰۲۰
پېښور

د ښاغلي پروپيسر اقبال شاکر ليکلي ادبي او علمي اثار:
الف:
چاپ شوي کتابونه:
۱ -  کودري شاعري 
 ۲ - رېدي رنګې اوبه شاعری 
 ۳ - سوې سوې واوره تذکره شاعری
ب:
ناچاپ کتابونه :
 ۱ - هم تۀ به مې جانان ېې شاعری  
۲ - زما قلم مضمونونه (نثر)
 ۳ - پرښې لنډې قيصې
 او تحقيقي مضمونونه ـ
 
بېرته شاته