لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
د پښتو معاصرې شاعرۍ يو نا سپړلى راز
لیکوال: دوكتور لطيف بهاند   نېټه: 26.04.2020   خپرونکئ:   سمسور  

 په غم كې د ننګيال كه د چا تويه نه شوه اوښكه

همــــــــدا يې پس له مرگه غزلونه دي چې ژاړي

(هغه شېبې، هغه كلونه، ۸۱ مخ)
 

د محمد اسحاق ننګيال (۱۳۳۵-۱۳۷۷) ناڅاپه او بې وخته مرګ زموږ د هېواد د فرهنګيانو لپاره د را رسېدونكي بې وخته وير ځورونكې نيمه خوا ناره وه. په دې دردونكې او ويرجنې پېښې سره نه يوازې يوه كورنۍ، نه يوازې څو ياران، نه يوازې يوه نېمه خوا شاعري، بلكې يو ځپل شوى ولس او يوه ځپل شوې او رټل شوي ژبه، بې شاعره شول .

وايي چېرې چې  ولس  شته، هلته اتلان هم شته. په هغو كې خوښي هم شته او وير هم. خو دا چې زموږ ملت د ننګيال د چغو سره سره د ماشې خوراك شو او د پرديو د فرهنګ سرتېرو چې چېرې سر ليدلو، هغه يې وهلو او ملت يې تباه كولو، د همدغه سياست په نتيجه كې و، چې موږ  بې كوره او بې وطنه شوو او له هم دې كبله دي  چې زموږ وير  په پردي كور كې وير ته ورته نه دى.

د ننګيال په مرګ سره زموږ د دوهم نسل شاعري يتيمه شوله. خوپه دې خبره هغه څوك پوهېږي چې دشاعر له ژبې او دهغه له ملت سره كومه مينه او خواخوږي لري. خو سره له دې ټولو خبرو دننگيال شاعر ۍ هم زموږ په  رټل شوې خوا لا غوړيدونكې شاعر ۍ  كې د يوې نوې افسانې، د يوې نوې اسطورې او نوي دور، دور كيښود.

ما دننګيال په مرګ سره يو ځل بيا ديوازىتوب، د داسې يوازيتوب احساس وكړ، چې پخوا تردې  مې دداسې يوازيتوب احساس نه و کړى. ما  داسې و انګېرله چې زموږ فرهنګ سخت يوازې او بېكسه پاتې دى .

ما کومه شېبه داسې وانگېرله چې زموږ د شعر او شاعرۍ هغه هستي بښوونكې مراندې دريږي  ، ځکه  موږ داسې سره لېرې او خواره واره شوي يو  چې وير هم نه شو كولاى ، نه فرهنګيانو ملي وير اعلان كړ، نه چا تورې جامي واغوستې، نه چا لوى خيرات جوړ كړ او نه چا په ساندو وژړل . ځكه پردى غم، تر واورو سوړ وي .

د ننګيال په ژوند كې، د ننګيال په شاعر ۍ  كې، د ننګيال په سياسي ژوند كې له هغه سره يو څوك تل تر پايه پاتې شو. هغه ترمرګه ورسره و. هغه اصلا مرګ ته ورساوه ، هغه بدمرغي او بې وزلي وه.

نه پوهېږم  هغه ولې تقدير د بدمرغۍ لپاره هست كړى و؟ د هغه د وجود  راز نا سپړلى پاتې شو. داسې ناسپړلى، چې ان  د ژوند تر پايه دى خپله هم په دې راز پوه نه شو  نو ځكه ده و نه شو كړاى دغه راز را وسپړي. د ده په مرګ سره دغه راز په يوې معما بدل شو. داسې معما  چې هېڅوك به هغه حل نه شي كړاى .

ننګيال د بل هر هنرمند په څېر  البته د صادق هنرمند په شان د خپل زړه ټوټې د شعر په بڼه انځور ولې . د ده شعر، د ده د رښتيني، صادق او د بل انسان كرامت ته په درناوي او مينې سره ولاړ و .

 ده چې د پنځوسمو كلونو په پيل كې شاعري پيل كړه  په ډېرو ستونزو او كړاوونو سره د هغې سره مل و. تر ډېره وخته داسې ښكاريده  چې شعر نه غواړي له ده سره د لارې مل شي. وګورئ د شعر ښاپېرۍ هم په دې  پوهېده  چې په يوه زړه كې دوې عقيدې نه ځاييږي. يا پردى  سياست يا خپله شاعري . دا په دې معنى  تر هغه پورې  چې ښاغلى ننګيال له پردي خيال او عقيدې سره روان و  نو د شاعرۍ مقدسې ناوې  سره له هغه  چې له ده سره يو ځاى روانه وه  ور سره يو ځاى ګرځيده  خو هېڅكله يې غېږ  څه چې، حتى پلو هم ور ته پورته نه كړ. ځكه چې ننګيال د شاعرۍ سره د سياست په ژبه غږيده نو په خپله شاعري  هم له ننګيال سره د سياست په ژبه غږيدله . د ده د شعر په نامه لومړۍ چاپ شوې مجموعه (ډالۍ) د همدې ډول شاعرۍ نښه گڼلى  شو. په دې جونګ كې ننګيال  لا شاعر نه دى . ناظم دى او د شعر د ناوې د ليدلو او اوريدو په تمه لا سرګردانه ګرځي.

د شپيتمو كلونو ژوند او د ښکيلاک اور د ننګيال د شاعرۍ د كور ديوالونه پخوي او ښه يې پخوي. دى هم په دې پوهېږي  چې ژوند پوخ كړ. ده له ځانه د پردۍ عقيدې خيالي هستي  وشړله او د هغه په ځاي يې ملي دود دستور ته پام كړ. نو هغه و  چې د شعر ښاپيرۍ ور سره پخلا شوله او ننګيال شاعر شو.

شعر  ننګيال ته خپله غېږ پرانيسته. كله ننګيال د شعر په غېږ كې او كله شعر د ننګيال په خوږه ژبه ګرځېده. د دې وصل نه داسې نه هېريدونكې شاعري را وزېږېده  چې ډېر كسان او حتى نه كسان ورته ګوته په غاښ شول. هغه په شعر كې د خپل دور  ټول خپتيان ، د خپل دور ټوله ناكراره مينه، د خپل دور ټول درد، هغه درد چې ان زغمونكي يې هم د هغو د څرګندولو اجازه نه درلودله ، بيانوه  نو له دې كبله دا  ډېره په ځاى ده چې د ده د شعرونو دويم جونگ (سپيره ډاګونه او غوړېدلي بزغلي) نوميږي . په رښتيا سره هم په دې ټولگې  دده د ګوګل له سپيرو ډاګونو نه د شعر ګلابي شنيلو په زرغونېدو پيل كړى دى. دا د ده د ذهن او ګوګل د ډاګونو په را رسېدونكي او را سپړېدونكي پسرلي كې د شعر د كوچۍ لومړنۍ كډې وې چې په ازاده توګه د پښتو د سركښ شعر د ايلبند په لور خوځيږېدې. بې ځايه نه وه، چې څو كاله د مخه د (هيندارې) خپروني د ده په باب وليكل:

 «ننګيال د خپل ۲۵ كلن فرهنګي ژوند له ژورو يا پيل نه نيولى تر لوړو يا تر دې دمه پورې  زيات وخت له قلم سره لوبېدلى او قلم يې لوبولى دى او دغه لاندې شعري ماڼۍ يې جوړې كړې دي:

۱-ډالۍ: د ننګيال د شعرونو لومړنۍ    ټولګه ډالۍ نوميږي چې په ۱۳۶۳ كال كې د كورنيو چارو وزارت د نشراتو د آمريت له خوا خپره شوې ده.

۲-سپېره ډاګونه او غوړېدلي بزغلي: د شعرونو دويمه مجموعه ده چې په ۱۳۶۴ كال كې د وخت د ځوانانو د سازمان له خوا چاپ شوې ده.

۳-هغه شېبې، هغه كلونه: د شعرونو درېيمه مجموعه ده  چې په ۱۳۶۵ كال كې د چاپ او خپرونو د دولتي كميټې له خوا چاپ شوې ده.

۴-څاڅكي...څاڅكي: د ننګيال د شعرونو څلورمه مجموعه ده  چې د افغانستان د ليكوالو ټولنې له خوا په ۱۳۶۸ لمريز كال كې چاپ شوې ده.

۵-ښېرې په مالت كې: د شعرونو پنځمه مجموعه ده  چې تر اوسه چاپ شوې نه ده.

۶-سيندونه هم مري: د شعرونو شپږمه مجموعه ده  چې دا هم تراوسه چاپ شوې نه ده.

۷-سيند په منګي كې: د بيلا بيلو مقالو مجموعه ده  چې دا هم تر اوسه چاپ شوې نه ده.

۸-سيورى: ناول دى  چې د څو وروستيو كلونو د پېښو انځورونه كويې تر اوسه چاپ شوى نه دى.

دغه راز د هېواد په بېلا بېلو مهالنيو خپرونو كې ګڼ شمېر ليكنې.

تر كومه ځايه چې د ننګيال په شخصيت پورې اړه لري او د ده د شخصيت په شننې او څېړنې پورې، نو په لومړي ګام كې په خپله د شاعر شعرونه د سړي سترګو ته درېږي. په دې مانا چې د شاعر شعرونه په خپله د شعر د پېژندنې او د هغه د انساني اوعاطفي ولولو هيندارې دي . كه چا له پيله تر دې دمه د ننګيال شعرونه تر نظر تېر كړي وي  نو تر ټولو د مخه يو شى چې د ده په شعرونو كې زياته ځلا او تجلا مومي، هغه مينه او عاطفه ده .(۱)

که موږ  ديوه شاعر دا خبره ومنو چې مينه زغم دى   ،که ليف تولستوى،هنر د رنځ زېږنده  او د روزنې د خپرېدو وسيله گڼي نو دننگيال شاعري په خپله د زغم زېږنده ده.په رښتيا هم دهغه يعنې د ننگيال شاعري په خپله زغم دى.

:

لامې په ککو کې ژړا پاتې ده

ستا چې اننگو کې ادا پاتې ده

راشه چې دى حسن ته لوگى شمه

خير که ټول اوبه يم،ادا پاتې ده

(هغه شېبې هغه کلونه ،٣٤ مخ)

هغه نه برسېره،د هغه لاره د رنځ ،د درد سرگردانه  او نا پيدا لاره ده.دهغه مينه هم رنځ ده او هم درد.هغه هم دده د همژبو د ټولو دردونو او رنځ تصوير دى.

که د ننگيال شاعرۍ  دټولنيزو ځانگړتياوو نه لږ شيبه سترگې پتې کړو،نو دهغه د شعر په مينه کې،دهغه په هنر کې د انسانى طبيعت،طبيعت را غوړوي  ،نو له هم دې کبله ده چې دهغه مينه انساني گڼل کېږي،هغه د ډلو له مينې راوتلى و.دا مينه نه دور پېژني،نه دود دستور،نه قانون او نه کوم بريد.

تر هغه چې زما تصور اجازه را کوي ، کېدای شي، ننگيال په شپېتمو کلونو کی د دانتې له سترو آثارو سره آشنا شوی وي او له لوستلو نه وروسته يې د هغه له مفاهيمو او ترکيبونو او ځينو موضوعاتو سره نيږدې پېژندگلوي پيدا کړې وي، او آن د هغه اغېزه د هغه په ځينو شعرونو کې ليدلی هم شو. د هغه په شعر کې ځينی داسې صحنې،ځينې داسې اصطلاحات، ځينې داسې ترکيبونه ليدلی شو  چي د دانتي د اثر (الهی کميدی) صحنو، اصطلاحاتو، او ترکيبونو ته ور ته دي :

ته را ته گورې چی محل مې له کارغانو ډک دی

او په ويالو کې د هيليو بچي وسوزېدل

او زموږ د کلي ميندې

د ميلاد شپو کې "بې لاسو پښو بچيان زېږوي"

ته را ته گورې؟

ته را ته گورې چې مې ټول کلی چاړه، چاړه دی؟

خلک په نوک او په برچو د يو بل سترگې باسي

او د مالت نجونې

په خپلو تورو تورو څڼو کې ځوزان ټک وهی....

او يا دا چي:

د ماښام ډمې مې بولي په ژوندون د مرگ بدلې

اې د وير پېغلې نغمه شه چې د شپو د جېل بندي يم

را ته وژني خوب په گوتو د شوگير پيغامبر راغی

مه ځه، مه ځه، راستنه شه چې د شپو د جېل بندي يم

غواړي ځان ته مې سجده کړي  زه په ټېټ سر بلد نه يم

د غيرت ناوې شمله شه چې د شپو د جېل بندي يم

خو کله چې د پښتني ژوند حالت او سرگردان ژوند تصويرولو ته رسېږو، نو بيا هماغه دود دی، هماغه رنځ دی، هماغه عذر، سرکښي، ارمان او حتی په وصل کې د هجران او بيلتون وېره :

غواړي ځان ته مې سجده کړي، زه په ټيټ سر بلد نه يم

د غيرت ناوې شمله شه چې د شپو د جېل بندي يم

زه په ډاگه او په زغرده ځان ته اجازه ورکوم  چې وليکم: د پښتو شعر په بهير کې تر لايق نه پرته  د ننگيال په شمول نه شو کولای مينه ناک رومانتيست پيدا کړو. ځکه د دې ژبې د ويونکو درد دومره بې پايه دی  چې هر پلو گورې درد دی او درد دی او بيا هم درد دی.

که د لايق نه پرته، د ننگيال په شمول نه شو کولای مينه ناک رومانتيست پيدا کړو، که لايق په ننني پښتو شعر کې د ياغي رومانتيزم، د درېدو او هسکېدو او د ژبې ښکلا ته د آگاهانه پام پيل کېدونکی وگڼو، که د جهاني، بغاوت له بغاوته تېر وي، د زاهد جنت تر دوزخ نه سخت گڼي او د ازل سره ډغرې اوج ته رسوي، که شپون د ښکلايز آگاهانه تخليق او پښتني طبعې طبيعت پښتني شعر ته نږدې کوي او غواړي هغه له لافو، بې ځايه مبالغو، د تاريخ او جغرافيې له توضيحاتو وژغوري ، نو ننگيال په هغه شاعرانو کې راځي، چې غواړي د دې پورته ټولو يادو شويو ځانگړتياوو مراعات په خپل شعر کې وکړي . خو ځانگړې لاره يې لا غوره کړې نه وه او يا کېدای شي، چې هغه به غوره کړې وه، ځکه ما يې لا ټول وروستني شعرونه  نه دي لوستلي .

مگر که د خبرو پيل ته راشو د لومړي جونگ د خپرولو پورې ننگيال، لا سرگردانه دی. د ژوند په لارو او د زمانې په ناڅرگندو عقايدو کې ډوب او د بې لارو، لارو لاروى دی. هغه غواړي يو څه پيدا کړي، خو دا کار نه شي کولای. هغه غواړي خپل آواز لا اوچت، رنگين او قوي کړي، مگر نه کېږي. هغه د تقليد له ورانو پولو پورې وتلی نه شي. د ننگيال ژبه سره له ټولو هلو ځلو چې کوي يې خوځېدای نه شي. دا وخت په هېواد کې د ښکېلاک معراج دی. په همدې کال و، چی زما او د ننگېال له نېږدی پېژندگلوي وشوه. موږ ډېر سره آشنا شو. د ١٣٦٢ کال د کب مياشت وه، که څه هم زه له ننگيال او د هغه له شعر سره لا پخوا آشنا وم. خو زموږ نېږدې دوستي او د شعري بزم دوستي د ١٣٦٢ کال په پای او د ١٣٦٣ کال په پيل کې وشوه. دا هغه وخت و  چې په هېواد کې د لاسپوڅې ډلې د سياست له مخې له ټولو دولتي ادارو نه د حاکم سياست سره د مخالفت له کبله هر څوک چې د دوۍ په زړه برابر نه وو، له کار نه ويستل کېدل او په زور يې عسکرۍ ته لېږل. زه هم له دې گوزار نه بې برخې پاتې نه شوم. ما سره له هغه چې د کابل په پوهنتون کې د معلمۍ قبولي لرله، له پوهنتون نه   و ايستل شوم او هلته عسکر شوم  چې ننگيال  افسر و. يوه ورځ په هغه وړه کوټه کې چې موږ به هره ورځ د عسکر ۍ د پاتې ورځو ډوډ ۍ پکې حسابوله، ننگيال راغی او ما سره کېناست او د زړه خواله مو پيل کړه. شعرونه مو سره ولوستل. او د خپل سرگردانه ژوند په موده کې د رازېزېدونکې شاعر ۍ  کيسې مو سره کولې. ښه مې يادېږي، هغه د ټولو هغو ولايتونو نومونه او خاطرې ځکه د گىلې په توگه را ته بيان کړلې، چې ويل يې سره له دغومره کارونو نه، دده يو کتاب هم چا چاپ کړی نه دی.

همداسې می يادېږي، لکه همدا نن، چې مې ليدلی وي . نرۍ  ونه، نري برېت، له تندي نه يې زمان او ستم ويښته وړي وو. آواز يې نرم و، د کومې سياسي او ور ځ چارې چالاکۍ  نښې په کې نه ليدل کېدې. او تر هغه پورې چې د کورنيو چارو وزارت کې و، تل به يې عسکری جامې اغوستې او په هغو جامو کې لا نری برېښيده او ونه يې لا جگه ښکارېده.

هوکی، زموږ آشنايي همداسې پيل شوه. خو په هغه ور ځ چې دی له ما نه ووت، زما همکارانو او د ادارې مشرانو را ته وويل: په دې وزارت کې به د داسې کسانو آشنايي ډېر تاوان درته ورسوي . خو په هر حال، زموږ آشنايي ور ځ په ور  ځ تودېدله. هغه د ځينو شاعرانو په څېر ډېر نه غږېده. له غږېدونکو او اورېدونکو نه يې دزياتو ستاينو او سر ښورونې انتظار نه درلود.

څو  ور ځی وروسته له هغه نه چې هغه ما ته خپل له سلو نه زيات شعرونه راوړل، ما د ننگيال شعرونه لوستل، که رښتيا ووايم زياترو  شعرونو يې خوند هم نه را کاوه ، حيران وم، چې څه وکړم. د ننگيال د شعرونو ناچاپ کتابگوټی مې په ور ځو ور ځو د ميز په سر پروت و. يو نيم آشنا به غږ را باندې کاوه، چې گوره، ددې ننگيال يار ۍ کې به تاوان وکړې ! ما دهغه،هغه شعرونه بيا، بيا لوستل. د ننگيال په شعرونو کې ،د هغه وخت په شعرونو کې، د هغه د شاعر ۍ د پيل شعرونه (١٣٥١-١٣٥٢) لمريزو کلونو شعرونه هم ليدل کېدل. له ورايه ښکارېده، چی دا د هغه لومړنى شعرونه دي.

د ننگيال،لومړني شعرونه څه د وزن، څه د قافيې، او څه د ډېرو ساده اوډنو او اوبدلو له پلوه ناتواني لرله. خو د وروستيو كلونو، يعنې د شپيتمو كلونو شاعرۍ يې بيا د تقليد عيب درلود.

 د ده په شعر كې د سليمان لايق (۱۳۰۹ كال زوكړ) او كاوون توفاني (۱۳۳۳كال زوكړه) د شعر اغيزې له ورايه څرګندې دي،ان ده چې  د دغو شاعرانو د تركيبونو کارونه د ننګيال د شعر خوند لږ بې خونده كړى و. ما ده ته د مشورې په توګه ډېر ځيږې خبرې او ترخې نيوکې لرلې. خو د ده (ننګيال يو ښه والى دا و، چې تل يې هره نيوکه، سره له ټول تريخوالي په ورين تندي منلې او دځينو يارانو په شان يې تر کره کتنې څه وروسته نه تربورګلوي كوله او نه يې د نه پخلا كيدونكې طبقاتي مبارزې اعلان كاوه. ما د ده له يو سلو څو ټوټو شعرونو نه د ۵۷ او كه د شپيتو شا و خوا كې شعرونه د چاپ لپاره غوره كړل. او د ننګيال لومړي جونګ چاپ ته ولاړ.

د ننګيال لومړى شعري جونګ چاپ شو. ننګيال كرار، كرار له نورو او مخورو فرهنګيانو سره پېژندګلوي پيدا كوله او د سياسي ذوق ځاي يې هنري ذوق نيوه. څومره چې ننګيال له سياسي لوبو نه ځان لېرې کاوه، په هماغه اندازه يې د شعر ژبه لا خوږيدله.

دا هغه وخت و، چې ننګيال د كتلو، د موندلو، د پيژندګلوۍ په كمرونو او لارو كې ورك او سرگردانه ګرځېده. هغه لا د شعر ښكلاييز انداز او د شعر د ژبې خوږوالى، د شعر د هنري بيان او ادبي فنون، مفاهيم يا زيات نه مراعاتول او يا يې هم نه شو كولاى مراعات كړي. مګر د ننګيال برى په دې كې و، چې هغه د غزل د ناوې ښكلا پسې په ډېرې تلوسې او ذوق سره پښې لوڅې کړې، خو څنګه چې ده لا د شعر او هنر ځانګړې لاره نه وه غوره كړې، سرګردان معلومېده.

د ننګيال بله غوره ځانګړتيا داوه چې هغه ښه اورېدونكى و . هغه ښه انتقاد منونكى و. هغه په خپله پوښتنې كولې، هغه د ځينو كسانو په څير د لومړي شعري جونګ تر چاپ وروسته، ځان د نړۍ تر ټولو ستر غزلبول شاعر نه باله. هغه د زده كړې وږى و. هغه د نويو په اوريدلو مين و. هغه د شپيتمو كلونو ادبي محافلو په  تيره بيا د ملګرو مشاعرو او د ليكوالو ټولنې له خوا د كره كتنې غونډو پوخ كړ. او د هېواد د كلاسيك ادب تر مطالعې او د نوي نسل له شاعرانو او منتقدينوسره  تر پيژندګلوۍ وروسته يې نورې ټولې لارې پرېښودې او د شعر د پراخ او تاند بڼ اوسېدونكى شو.

ننګيال، ځان له تقليده  ورځ په ورځ لرې كړ. هغه تر (ډالۍ-لومړى جونگ) وروسته تر هغه يې چې توان درلود، تقليد پريښود. كه څه هم كله نا كله يو نيم مضمون د ده په شعر كې د وارداتو بڼه پيدا كوله، خو ده كرار، كرار هغه دومره د ښكلا په عاطفي دستمال كې مروړه، چې د تقليد نښې يې ان  ځيرمنو کتونکو هم نه لىدې.

خو زموږ نسل، چې ځواني مو د انقلاب آفت، د طبقاتي مبارزې ستم، د سره او تور ښکېلاک اور او د وحشت او د پلورل شويو واكمنو له قدرت سره همزولي وو، و نه شو كړاى، هغه څه سر ته ورسوو، چې ژوند او تاريخ په موږ ايښي و، چې تقدير موږ د هغه لپاره پيدا كړي وو. زموږ د ځينو همزولو او حتى مشرانو د ژوند ډېره موده او د ځوانۍ مسته نشه د پرديو عقايدو په ظاهري ښكلا كې تېره شوه. چا خو څه موده د ګوندي قدرت او سياست ستم ته په مينه كتل ،هغوچې د عقايدو څارنه  له هر چا او هر څه نه پيل كړي وو. سره له هغه چې يې د ژوند هر سهار د راديو افغانستان د لس ګونو فوتي اعلانونو په اوريدلو پيل كاوه، خو بيا هم ځينو يارانو په نظام شك نه كاوه،خو يوازې يو شمېر ډېرو لږو روښانفكرو شاعرانو وكولى شول، چې له دې نادودو نه په خبرتيا سره نه يوازې ځان را وباسي، بلكې د نورو د آزادۍ چيغه هم نه د شعار، بلكې د ښكلاييز انداز په توګه جګه كړي. په هنر كې په ټول توان سره د پښتو په معاصر شعر كې د حماسي تغزل تله درنه كړي او د شعر د ښكلايز اړخ نوې لارې پرانيزي.

ننګيال د خپل خلاق استعداد هسكو څوكو د را خوټيدونكو شنو اوصافانو ژوند بښونكو شعري اوبو په مستو څپو كې ډوب شو. هغه سره له هغه چې ډېر څه موږ ته وويل، خو هغه ټول ،هغه څه چې ده غوښتل، موږ ته  ووايې، لا نه وو ليكلي، لا نه وه انځور كړي. خو بيا هم هغه د خپلې ژبې رښتينى زوى پاتې شو او هغې ته يې ډېر نوي تركيبونه او ډېر نوي خيالونه غوره كړل. كه په لنډه توګه ووايو، هغه دخپلې ژبې  ژبه خوږه كړه.

هغه د پښتو شعر په نا آرامه چاپېريال كې د آرام شعر، د متين شعر، د يوه بې بريده شعر نغمه توده وساتله. كه څه هم د ده د هممهاله شاعرانو په شعرونو كې د دغه ډول شعر نښې او بېلګې ليدلى شو، خو دى په خپل شعر كې دغه ځانګړتيا په ځانګړي ډول ساتي او  په ځانګړي ډول يې انځوروي. د هغه  شعر مينه ده. خو د هغه په شعر كې مينه عيش نه دي. د هغه مينه عشرت نه دي، د هغه مينه زغم دى. د هغه په مينه كې  يعنى د هغه په شعر كې، يعنى د هغه په هنر كې د انساني طبيعت، طبيعت راغوړيږي. نو له دې كبله ده، چې د هغه دا بې سارې نا لړل شوې مينه، نه دود پېژني، نه دستور، نه قانون پېژني او نه څه پيغور او تربورګلوي. همدغه ځانګړتيا ده، چې هغه ته د نه تقليد، ځانګړتيا وربښي.

په ټولنيزه برخه كې هغه د استبداد، تجاوز، جنايت او وحشت په وړاندې ودرېد.له ټولنيز پلوه  همدا  چې  د ده تر ټولو نه غوره ټاكنه ده. زموږ ډېرو لږو شاعرانو او ليكوالو په ځان كې دا استعداد او توان پيدا كړ، چې دا غوره لاره، غوره كړي. هغه په آزادۍ مين و. آزادي چې د هغه د ټولنې روښانفكر په لوى لاس له لاسه وركړې وه او د وطن د تندي تور داغ ور ته جوړ و. هغه د سيمه ايز او كليوالي سكتاريزم وحشت په ځان احساس كړ. دى د هغه په وړاندې ودريد او ښايسته ودرېد، په ځاى ودرېد او په مېړانه ودرېد. هغه د اسلام په جامه كې د بې ساري تالان، وحشت، بې ناموسۍ، پردو ته د مزدورۍ، تجزيه پلوو او دده د همژبو د سر وهلو ډنډورچيانو، هېڅ چارې، هېڅ وحشت او هېڅ استبداد مات او ايل نه شو كړاى او په رښتيا سره ننګيال پاتې شو.

ننګيال د ژوند تر پايه د ملي ګټو او د افغانستان د ملي ويښتيا او د ځپل شوي ډېرکي استازى پاتې شو. زموږ د دې ادعا د تاييد لپاره نه شاهدان په كار دي، نه قسمونه، نه د كومې پردۍ عقيدې مزدوري او هغې ته وفاداري، نه د كوم تش په نوم ګوندي پلوي، نه د دروغو او درغجنو سره سر ښورول، نه د متجاوز لښكر پلوي، نه د هغو د ناولو ارمانو سره پلوي. دلته په خپله د ننګيال شعر زموږ تر څنګ درېږي، ښه درېږي، هسك درېږي او په پټه خوله ګويا كېږي او په خوند غږ پورته كوي:

 

پښتنو وينو غوټۍ وكړي بهار دي

ساقي ګوره چې پيړۍ وروسته مو وار دى

پوروړي څه د تاك د پيغلې نه يو

هر يو رنګ يې زموږ د سرو وينو آبشار دى

 زنګ وهلې تورې غړپ د لمبو غواړي

ساقي ځار شم را كوه يې چې خمار دى

بيا د ژبو سوداګر سره جګړه ده

لا خو پاتې جوړ د هغو اوبو ښار دى

رباب ګونګ شو، آدم هېرې چيغې غواړي

چا ترې وړى د درخو د غاړې هار دى

شنو زمريو د دې غرو ته خبر وركړئ

چې آباد لا د زړو بګوو غار دى

بيا پر غاړو د شملو غرونه اوچت شول

اور ګډ شوى د ټكريو پر بازار دى

هره پېغله ملالۍ هر ځوان ايوب دى

هر سنګر مو سور ميوند د كندهار دى

وريځو دا مو د يو څو ستورو نيزې دي

لا كاروان  مو د لمرونو خو په لار دى

ازموينې ته يې وخته څه حاجت دى

يو پر دوو توتو لوى  بل پر انګار دى

هغه په پښتو شعر باندې د نويوو راغلو تيارو په زړه كې د خپل شعر شمعې لګوي. د يوه متين شعر او د يوه بې بريده شعر دور پيل کوي. لكه چې د مخه مو وويل، هغه د آرامه خوږ شعر پيل، پيل كوي. كه څه هم د ده د هممهاله شاعرانو په شعرونو كې د هغو په شاعرۍ كې، د دغه ډول شعر نښې نښانې ليدلى شو، خوبيا تکراروو چې  ننګيال هغه په خپل ډول انځوروي. نو ځكه وايو چې: ننګيال په خپل شاعرانه انداز کې د احساس او عاطفې لړۍ پرانيستې او په دې ليكنه كې به د همدغه انداز سپړنه وشي.

وايې څومره چې شاعر لوړ وي، هغه په هماغه اندازه، هغو خلكو ته نېږدي دى، چې په كې پيداشوى دى. د هغه په استعداد كې بايد د ټولنې ملي نښي څرګندې كړي:

 

بارانه! و ورېږه،  و ورېږه

چې سارايي ګلونه

د وچكالۍ څپېړو ورژول

او د غوټيو شونډې

د سرو تڼاكو په ځوليو كې  ټالونه وهي.

بارانه! و ورېږه، و ورېږه

چې مساپرې مرغۍ

د وچو دښتو په سپېرو شګو كې

تشې دانې لټوي

او له زخمي وزرونو

تمه د ستړو پروازونه لري.

بارانه! و ورېږه، و ورېږه

چې د اغزيو لښكر

د تورو شپو په ملتيا

بر بنډ راوتى

د پرديسو بڼ كې

د پېغلو پاڼو بكارت ماتوي .

(هغه شيبي، هغه كلونه، ۳۸ مخ)

د هر ښه شاعر په خټه كې هغه څه نغښتي دي چې ويل يې د زمان اړتيا ده. دا هغه څه دي، چې بايد د تاريخ په تندي ليك شي. خو دا كار هغه وخت كېداى شي، چې  د ملي او هنري پوهې په مرسته دغه خټه ښه پخه شي او تر پخېدو وروسته د هغه د ويلو د هنر ظرافت  رامنځ ته شي او كه نه كيسې خو د كلي هر ټوكمار كوي.

كله چې شاعر د ويلو او شعر د وړاندې كولو په ژبه پوه شي،هغه به  هغه خبره رښتيا كوي  چې وايي شاعران د خپلي ژبې رښتيني استازي دي. او رښتيني استازي هېڅكله په هرڅه د لاسبرۍ او بې ځايه غروره غاړه نه غړوي.

د ننګيال په هکله  بايد ووايو، هغه زموږ د ژبې د قلموالو په ډله كې د ځينو يارانو په شان د كوم مقام دعوا نه لرله  بلكې بر عكس  دا نور دي چې ده ته يې دغه دريځ ورباښه.

كه رښتيني شاعران غواړي، د بشر د هستۍ د تاريخ د معنى  او اخ و ډب راز راوسپړي او په هغه كې د معنويت د لوړ او ژور، نا ويل شوى عاطفي راز بيان كړي، ننګيال هم لږ تر لږه هڅه كړې ده، چې د خپل مهال په راز ځان پوه كړي. كه څه هم پوهانو تل زيار ايستلي دى چې دانسان د روحي حالت او د هغه د زمان تر مينځ د جبري ستم او تراژيدۍ راز راوسپړي، خو تر اوسه پورې دا كار چا په بشپړه  توګه تر سره كړى نه دى. د ننګيال د مهال دشاعرانو په ډله کې  ننگيال  كله كله دا هڅه كوي او تلوسه لري  چې د دغې لړۍ لړ پيدا كړي. د ساري په توګه هغه د جګړي د تراژيدۍ تصوير داسې باسي:

باران ورېږي

توپان چغې وهي

ددې ساړه ژمي لاسونه د طوطيانو بچي

له شنو خوبونو پاڅوي

په يخ نيولو ګوتو

د شنو بڼكو حرم څيرې، ور نه زړونه باسي.

باران ورېږي

توپان چغې وهي

د سپوږمۍ ناوې د وحشي باد په كمڅو كې زانګي

او د آسمان د شينكي باغ د سرو ګلونو وږمه

د شپو سلطان

په زهرجن نفس دودجنه كړله.

باران ورېږي

توپان چغې وهي

د زړې ځمكې اورنى فرياد په خوله كې وچ شو

د سرې غوټۍ

نازكې شونډې

ياقوتي اننګي

د خپلو پېغلو هوسونو په مزار  ژړوي.

باران ورېږي

توپان چغې وهي

سپوږمۍ ژړېږي،

څاڅكي، څاڅكې، ويلې، ويلې شوله

سپېدي د خپلو پېغلو وينو سين كې ولمبېدې

او،

زه په دې شپه كې

د وروستي ستوري وداع ته ورځم.

(هغه شېبې، هغه كلونه، ۷۰ مخ)

زموږ په زمانه كې چې انساني روح ورځ تر ورځ د تمدن په دوړو لړل كېږي، نو ښكاره ده، چې دغه لړل او د هغو ناوړه اغېزې له معنويت نه د مينې، خواخوږۍ او معنويت سټې باسي او ځاى يې پرديتوب نيسي. نو هر رښتينى شاعر دا دنده لري چې د خپلو همژبو د معنوي بقا په خاطر د ملي او رواني شخصيتونو په را سپړنې سره د شعر په ژبه، ژبه داسې  رنګينه كړي  چې د پورته ياد شوي پرديتوب نښې پكې پرې نه ږدي:

زه به د شعر غوټۍ

زه به د اوښكو ګلان

زه به مسرې د غزل

زه به دا ماتې ماتې مړې مړې،

د زړګي خبرې

دا زوريدلي هيلې

دا رټل شوي اسرې

د پسرلي په مرمرينو اوبو ومينځمه

او،

د سپوږمۍ د شونډو

سرو ياقوتي مورګو ته

او د لمرونو د رڼا سيوري ته ونيسمه

څو مې د اوښكو ګلان

څو مې د شعر غوټۍ

څو مې مسرې د غزل

چېرته توري او بد رنګه نه شي.

(هغه شېبي، هغه كلونه، ۱۲۳مخ)

ننګيال د كليشو، ترانو او شعاري شاعرۍ نه، د ژورې او تراژيدۍ سپړنې پلو ته لاړ. شاعر ننګيال د خپلو ملي او ځانګړو څېرو  پېژندنه او رازونه د رازونو نا سپړلې خواوې ،د رازونو په ژبه  را وسپړلې.

هغه خپل اتلان طبيعت ته نږدې كړل او د طبيعت اتل ډېر طبيعي او خدايي وي. هغه تر هرې ونې، هغه تر هر بوټي،هغه تر هرې پاڼې، هغه ترهر شور او هرې مينې، هغه تر هر ګودر، هغه تر هركمره او غره پورې ځان رسوي او د هغو نغمې يې وا اورېدې او له هغه نه يې د خپل شعر نروان جوړکړ. د هغه په شعر كې خيالونه او تصويرونه، تصادفي نه دي. هغه هرڅه د ملي روحيې پېژندنې ته نږدې كوي. هغه د ماهر په توګه خوځيږي، هغه د يو نوښتګر او مبتكر په توګه تخليق كوي.

د هغه په شعر كې هر هغه څه چې د ملي معنويت سره نه دي، له هغه  سره نږدې نه دي، هغه رسوا كېږي، هغه سپكيږي، په ملنډو نيول كىږي.

د ننګيال، په اصيله شاعرۍ كې نوى او زوړ نه شته. د هغه په دې شاعرۍ كې څوك مترقى او مرتجع نه دي. دهغه په اصيلې شاعرۍ كي بادار او مزدور نه شته. د هغه په دې شاعرۍ كې ملي او ضد ملي آوازونه سره جلا كيږي. د هغه په شاعرۍ كې هغه څوك ملي دى، چې له ملت سره پاتې كيږي او هغه څوك چې غير ملي دى، هغه له ډلو سره ځې او د ملت او ملي يووالي په ضد آواز پورته كوي. هغه د د ډېرو نورو غوندي بې روحه او تقليدي غزل ته دوام ور نه كړ، بلكې هغه غزل ته د ابتكار او نوښت په بښلو سره د خپل مهال شعر د لايق او اجمل د غزلو چم ته ور ګاونډى كړ.

ده خپل هممهال شاعران خزان، نظيف الله تكل، اسدالله اسد، خوږلن، فردا، ګران، خاموش او څو تنه نور همزولي چې هره ورځ به په مشاعرو كې سره دېره وو، هر يو، په يوه ډول تر مخې كړل.

ننګيال رواني او روحي قوت واخيست. هغه په دې يادو شويو كسانو كې ان له كاوون نه  چې شرايطو، ښه شرايط ور ته چمتو كړل، ځان مخكې كړ. خو مرګ وخت ور نه كړ، چې تر كاروانه پورې ورسېږي.

پاى
 
بېرته شاته