لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
د ننګيال ياد
لیکوال: سر محقق عبدالله بختانی خدمتګار   نېټه: 27.04.2020   خپرونکئ:   سمسور  

 ارواښاداسحاق  ننګيا ل د شپږ م تلين  به با نه

په ۳۲۶ هجري، شمسي کال، استاد ګل پاچا الفت، په جلال اباد کې د (اتحاد مشرقي ) د اوونیزې جریدې مسوول مدیر و په جریده کې انتقادي، انتباهي شعرونه او ټولنیز مضامین زیات خپرېدل دویښ زلمیانو نوي جوړ شوي حزب، خپل پټ فعالیت پیل کړی و. د خپلو افکارو د خپرېدو لپاره یې د ذکر شوې جریدې او کابل مجلې له پاڼو څخه کار اخیست د کابل مجلې چلونکی، استاد عبدالرؤف بېنوا و. دغزل أه فورم کي د استاد صدیق الله رښتین، یوې انتقادي منظومې د ختیځو سیمو، د نو یو زلمیو شاعرانو ډېره توجه ځانته واړوله. غزل د مشاعرې لپاره نه وه طرح شوې، مګر ډېرو شاعرانو د هغه پیروي وکړه. په دې لړ کې، د لغمان له مرکز څخه د ښاغلي عبدالرحمان معلم یا سر معلم رارسېدلی لیک او ورسره د نوموړي لومړی شعر، په اتحاد مشرقي کې خپور شو. د لوستونکو خوښ شو. دویښ زلمیانو په محافلو کې د هغه بیت الغزل د سایر متن په شان تکرارېده. زلمي زاړه شوو، پیغلو تور سرونه سپین کړه په کور دود د ستور به رسوي موږ ته تاوان تر کومه؟

دویښ زلمیانو، دمرام یوه ماده له ناوړو رسمونو او رواجونو سره مبارزه وه. نو دا بیت زموږ د مرام انعکاس، د زړه خبره او د خولې وینا وه. ددې سیاسي او فرهنګي فعالیت په جم وجوش کې ښاغلی عبدالرحمان الینګاری زما دوست، اشنا او ملګری شو. وروسته هم دې ملګرتیا د فرهنګي متقابلو همګاریو په بڼه دوام درلود، خو متا سفانه چه د وروستیو پېښو په دوران کې، یو تر بله سره لیرې او ناخبر پاته وو. په ۱۳۶۸ هجري، شمسي کلونو کي زه د افغانستان ، دعلومو اکاډمۍ، دپښتو څېړونو د نړیوال مرکز له علمي غړیتوب سره د افغانستان د لیکوالو، د ټولني لومړی مرستیال او منشي هم ټاکل شوی وم. ځوان شاعر، ښاغلی محمد اسحاق ننګیال هم تګ راتګ او همګاري لاره. کله چه زه وپوهېدم، چي هغه اصلا ٌ د لغمان، د مرکز اوسېدونکې دی، نو دخپل پخواني الینګاري شاعر او معلم دوست پوښته مي ترې وکړه.د هغه په خبرو پوه شوم، چې نوموړی د رواني غمیزې د پېښو په دوران کې په شهادت رسېدلی دی. ښاغلي ننګیال داهم وویل چي هغه د ده خپل، غزیز او د کور سړی و نو دې خبرې سره راته خوږ ننګیال نور هم خوږ شو نو ماترې غوښتل، چې د نوموړي شعرونه دې را ټول کړي چې چاپ شي، ښاغلي ننګیال راسره ( ښه ) وکړه. وروسته خبر شوم، چي هغه داکار کړی دی. سریزه یې هم پرې لیکلې ده. مګر مجمعوهع لا د چاب منتظره ده. په همدغو پاس ذکر شویو وختونو کې یوه ورځ ښاغلي ننګیال راته وویل لیکوال، شاعران، د علم او فضیلت خاوندان خو تر مړینې وروسته نماځل کېږي. زما نظر دادی، چې په ژوندوني کي یې هم نمانځنه وشي. له همدې فکر سره زه غواړم، چي ستاسو بشپړه او هر اړخیزه بیوګرافي د یو کتاب په بڼه ولیکم هیله من یم چي دې کار سره هم ستاسو موافقه او هم مرسته تر لاسه کړم.ما وې. ستا له ښه نظر څخه تشکر، خو زه کله په دې ارزم؟ په هغه شېبه کې نه پوهېږم، چي هغه یا ما ته څوک راغی او بل څه کار پېښ شو.   
څو ورځي وروسته بیا ښاغلي ننګیال خبره رایاد کړه. بیا ما وویل. ستا له ښه نظر څخه تشکر ، مګر داد خپل ځان په باره کي ستا نېک نظر بولم له همدې لا مله مننه خو څومره او څنګه چي زه ځان پېژنم، زه د دې وړنه یم، چي څوک دي زما بیوګرافي د یو کتاب په سطحه ولیکي هغه وویل . استاده !دا خبره په تاسو پورې ارتباط نه لري، داد ټولنې کار دی، چې پر چا څنګه نظر لري؟ تاسو ته که ځان ارزښت لري او که یې نه لري، موږ ته، ځوانو شاعرانو او لیکوالو ته ډېر ارزښت لرې ما ټینګه ارده کړې ده، چي دا کار وکړم تاسو څخه یوازي اجازه او دومره مرسته غواړم، چې خپل ځیني تالیفات چې ما سره نشته، راکړئ او ځینې ما خذونه راوښیئ او کله نا کله زما د پوښتنو ځواب ووایې... هغه پر خپله خبره ټینګار وکړ. ما هغه خپه او ما یوسه کولای نه شوای، نو مې ورسره ( ښه ) وکړه. ډېر افسوس ډېر ژر حالات بدل شوو؛ ښاغلی ننګیال د پېښور مهاجر او مسافر شو ما دلته په کابل کې دد حوادثو مزائیلو ته لغړ سر نیولی او دلته په خیر خانه کې ناست وم. خپل ملت ته مې د خیر دعا کوله څو کاله وروسته پېښور ته ولاړم، چي د رحمان بابا، خو شحال خان خټک، علیخان او نورو زیارتونو ته ورشم، ښاغلی برکت الله کمین وګورم او د هغه په ملګرتیا د نورو افغاني مهاجرو لیکوالو، شاعرانو پوښتنه وکړم. ښاغلی ننکیال مې د بي بي سي د ډامو په دفتر کې وموند. په لیدو یې ډېر خوشحال شوم، چي ورته ځیر شوم، د هغه سر شار ننګیال ښېرازه څېره راته مړواې او غمځپلې غوندې ښکاره شوه. څه مې ونه ویل ، څو چې بیا وار رارسېده، چې پېښور ته ولاړ شم او یاران او دوستان وګورم، نو په ننګرهار کې مې د ځوان شاعر د ځونیمرګۍ خبر واورېد. انالله و انا الیه راجعون.
دې سره رڼا د ‌هن په پردو کي ښاغلی عبدالرحمان الینګاری، د هغه کو او کلی، د هغه غزل او بیت الغزل، د هغه د شعرونو د ټولولو او چاپولو شکل، سر شار ننګیال، مړاوي ننګیال ، زما د بیوکرافۍ د لیکونافر جامه تکل او .... راتداعي شو. له سترګو مي د رڼو اوښکو، دڅاڅکو له راتویېدو سره له خولي څخه دارنګه مصرعۍ په راوتو شوې.

ددنیا واړه کارونه دي نیمګړي

اس بسا آررو که خاک شده

اندرین ره کشته بسیارند قربان شما.

او....

کابل ښار خیرخانه دریمه بر خه د ۱۳۸۳ د جوزا ۱۶ مه ، د ۲۰۰۴ کا، د جون پنځمه.
 
 
بېرته شاته