لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
زه هنرمند یم لیکوال نه یم
لیکوال: جاوېد امیرخېل   نېټه: 28.04.2020   خپرونکئ:   سمسور  

ما ته د شهید ډاکټرنجیب الله د واکمنۍ دوران سم نه یاديږي خو لکه د هر افغان په څېر یې په پوره معنا پېژنم ځکه چې هم مې له مشرانو د ده په هکله اورېدلي، هم مې ورته ویناوې اورېدلي او لیدلي او هم مې یې په هکله کتابونه او لیکنې لوستي دي.

اوس چې دغه څو کرښې لیکم نو ماته د نورالبشر نوید صیب د وطن یا کفن د کتاب ځینې مطالب را یادېږي. په دغه کتاب کې یو ځای د ډاکټر صیب د خور بی بي ځینې ویناوې لیکل شوي، یو ځای کې  وايي: 
ـ کله چې ډاکټر صیب نجیب( ابا جان) ولسمشر شو نو زموږ کور ته به زموږ دوستان او خپلوان د مبارکۍ لپاره راتلل خو مور مې خواشینې وه او ژړل یې. چا ترې وپوښتل چې ستا زوی ولسمشر شوی دی، ته باید خوشاله اوسې خو ته خفه یې؟ مور مې ورته وویل چې ما ته په دې پاچاهۍ کې زما د زوی د سر خطر ښکاري، زه د دې ورځې په انجام ژاړم، زه خپل وطن ښه پېژنم.
ـ خور بي بي یې بل ځای کیسه کوي چې له ډیرو کلونو وروسته د خپل ورور د لیدلو لپاره کابل کې د ملل متحد دفتر ته لاړم، د ورور څېره کې مې ډیر بدلون راغلی و، هڅه مې کوله چې د خپل ورو په مخکې ونه ژاړم خو خپلې اوښکې مې ایسارې نه شوې کړای. ډاکټر صیب راته وویل:
ـ لیونۍ، ته د زمريانو ورونو خور یې ژاړه مه.
د کوزې پښتونخوا د وتلي سیاسي شخصیت ولي خان یوه مرکه مې لیدله، د ملت شهید ډاکټر صیب نجیب الله په هکله یې ویل: اصل کې د ډاکټر نجیب الله پلار زما ملګری و. کله به چې کابل ته ورتلم، غونډې او ناستې به مو جوړولې نو شهید ډاکټرنجیب الله به ویل چې خان صیب، هیله ده چې د ستیج چارې ما ته را وسپارئ.
خان صیب ویل، ما به چې کله ډاکټر نجیب الله لیده نو زه پوهېدم چې ده کې څه شته او دی به راتلونکي کې یو ښه او هوښیار سیاست مدار شي.
د مشرانو دغو خبرو او د ملت شهید ډاکتر نجیب الله خپلې ویناوې مې چې اورېدلي په زړه کې مې ورته ځانګړی ځای پیدا شوی دی او تل مې ارمان کړی چې کاشکې دغه ستر انسان مې له نژدې لیدلی او کتلی وای. ځکه دی زموږ د تاریخ هغه سیاسي څېره ده چې ټول عمر به ژوندۍ وي او زموږ په زړونو کې به اوسېږي او پالل کېږي.
زما په نظر دی ځکه ووژل شو چې مخالفینو یې د ده په موجودیت کې خپلې موخې ته نه شو رسېدلی، د ده صداقت، وطن پرستي، هوښیارتیا او مېړانه، د ده د مرګ لامل شو خو زه هیڅ کله ورته مړ نه وایم. چې ورځ تېرېږي ارزښت یې لوړېږي او په ولس ګرانیږي.
څومره چې زه خپل وطن او وطنداران پېژنم، د ملت شهید ډاکټرنجیب الله په هکله ټول په یوه خوله دي، تاجیک، هزاره، ازبک، پښتون او... ټولو قامونو ته منلی او ښاغلی دی او هرڅوک یې خپل ګڼي.
ننګیال صیب د وروستی ولسمشر ناول په لیکلو سره زموږ ځوان نسل ته غټ خدمت وکړ، د دغه کتاب تر ټولو ستره ګټه داده چې دا به لږ تر لږه د ملت شهید ډاکټر نجیب الله په هکله لوستونکي ته یو فکر ورکړي، مالومات او اګاهي به ورکړي، د ملت شهید ډاکټر نجیب الله به په خلکو باندې په پوره مانا وپېژني او ځوانان به مجبوره کړي چې د دغه اتل ولسمشر په هکله لا ډېره مطالعه وکړي.
وروستی ولسمشر زما د سترګو په وړاندې لیکل شوی دی. ننګیال صیب زما ډیر نژدې ملګری او دوست دی، موږ تل خپل هنري او ادبی کارونه له یو بل سره شریکوو، یو بل ته مشورې او وړاندیزونه ورکوو. ما لیدل چې ننګیال صیب د دغه ناول په لیکلو څومره خواري کوله، څومره زړه چاودون یې کړی دی او زه ډاډه یم چې دا ناول به د ننګیال صیب د نورو کتابونو په څیر د خلکو په زړو نو چنګ ولکوي او ولس به یې هم هرکلی وکړي. 
زه هنرمند یم لیکوال نه یم چې اوږدې خبرې ولیکم، په وروستي ولسمشر چې مې څه لیکلي له زړه مې لیکلي او غوښتي مې دي په دې ډول له شهید ډاکټر نجیب الله او ننګیال صیب سره خپله مینه ښکاره کړم او ویې ستایم.
 پای کې زه د دغه ګټور او تاریخي ناول د چاپېدو مبارکي د کتاب ټولو مینوالو، بلخصوص ګران ننګیال صیب ته وایم او له خدایه ورته د اوږد عمر غوښتنه کوم. 
تاسو امین ووایئ.
 
په درنښت
جاوېد امیرخېل

 

 
بېرته شاته