لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
فرانسس بیکن وايي
لیکوال: خدیجه عارف   نېټه: 30.04.2020   خپرونکئ:   سمسور  

 ځینې کتابونه باید وڅکل شي، ځیني باید له ستونې تېر شي او لږ کتابونه دي چې باید وژول شي او هضم شي.او بل ځای رابین شرما وایي: د ذهن زرغون بڼ ته د ورننوتونکو توکو په ټاکنه کې باید ډېرـډېر سختګیر واوسې. یوازې هیله بښونکي شیان باید ورپرېږدې. هغه څه باید ولولې چې تا او ستا د ژوند کفیت لوړولای شي.

د شخصیت جوړونې په برخه کې زیات کتابونه لیکل شوي خو د بریا تمځای کتاب لولم ډېر جالب دی، د عایض القراني یو بل کتاب مه خپه کیږه هم ډېر جالب او خوندور کتاب دی.
د بریا تمځای له کتابه تاسو دا برخه ولولئ:
زما دا درې وصیتونه له ځان سره یاد لره:
(مخ واړوه، ژوند به وکړې، نعمتونه در په زړه کړه، تر و تازه به شې او په کایناتو کې فکر وکړه، هک حیران به شې)
لومړۍ: مخ واړوه ژوند به وکړې: معنا د احمقانو خبرو، د کینه ګرو نیوکو، د جاهلانو غیبت او تهمت او د وزګارخېلو د ښمنیو ته پام مه کوه،. دالله تعالی په برکت مخ پر وړاندې درومه او هغه څه پرېږده چې په تا پورې اړه نه لري، ځکه د کینه ګر سړي نیوکه ستا د بریا ښکاره دلیل دی. که تا یو ښه کار او نوښت نه وای کړی، دوی به درباندې هیڅ کله نیوکه نه وای کړې، نو د دوی نیوکو ته هیڅ پام مه کوه، خبرې به یې هیڅ ځای ونه نیسي.
دویم: نعمتونه در په زړه کړه تر و تازه به شې: همېشه د الله تعالی هغه نعمتونه او لورېینې شمېره او در په زړه کوه، چې اوس درسره دي لکه دین، روغتیا، عقل، غوږونه، سترګې، امن، پرده، سکون، دنده، متوسط ژوند او داسې نور. د نعمتونو یادول ورته متوجې کېدل، د الله تعالی شکر پرې ادا کول او له شمېرلو یې خوند اخیستل د سړي سینه پراخوي، ذهن آراموي او بدن ته قوت وربښي.
درېیم: سترګې دې پرانیزه او په کایناتو کې د ستر الله نوښتو ته وګوره، د الله تعالی د وحدانیت نښې او د بې نیازۍ توري پکې ولوله، سرسبزو باغونو، لوړو غرونو، پنډو ورېځو، غځېدلوصحراوو، نهرونو، ونو، ګلانواومیوو ته نظر وکړه او د لوی الله ستاینه ادا کړه چې دا ټول یې په څومره ظرافت پیدا کړي.
زما دا وصیت بیا هم یاد لره:مخ واړوه، ژوند به وکړې، نعمتونه در په زړه کړه، تر و تازه به شې او په کایناتو کې فکر وکړه، هک حیران به شې.
 
بېرته شاته