لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
چوکاټونه هم مري
لیکوال: اجمل ښکلی   نېټه: 08.05.2020   خپرونکئ:   سمسور  

څوک غواړي، چې کيسه وليکي، بايد د کيسې د معاصرې تيورې له تخنيکونو سره يې سمه وليکي. پر يوه کيسه کره کتنه هم د همدې تيورۍ له مخې کېږي. مثلا که په کيسه کې تلوسه وه، د کرکټرايزېشن اصول يې پوره کړي وو، پلاټ يې  د معاصرې کيسې د پلاټ له تخنيک سره برابر و، پيل، منځ، پای يې سم وو؛ نو دا کيسه يوه ښه کيسه ګڼل کېږي او که نه کمزورې يا ښايي بېخي کيسه و نه ګڼل شي. 

څرنګه چې موږ په ګرامر کې د نورو ژبو د ګرامرونو مېتودونه کارولي او دا پوښتنه مو نه ده کړې، چې دا نوې تيوري له کومه راغلې او کوم محدوديتونه لري، همداسې مو د معاصرې کيسې پر تيورۍ هم ډېر فکر نه دی کړی، چې دا له کومه راغلې او کومې نيمګړتياوې لري؟
 
کله چې کره کتونکی د يوې تيورۍ له زاويې نه متن ته ګوري؛ نو لومړی هغه تيوري، چې دی ترې د متن د ځيرنې او شننې لپاره استفاده کوي، ښه پېژني او په دې پوهېږي، چې دا تيوري راسره د دې متن په پېژندلو کې څومره مرسته کوي او کوم اړخونه له دې ذره بين نه پټ پاتېږي، ځکه چې متن داسې يوه واقعيت دی، چې يوه تيوري يې يوه برخه راپېژندلای شي. 
 
زموږ د معاصرې کيسې تيوري تر ډېره فورماليستي او رغښتي تيوري ده. موږ اوسنۍ کيسې د همدې تيورۍ له مخې نقد کوو. بالعموم تيورۍ ماقبلي نه وي، بلکي کله چې متون رامنځته شي، ورو ورو ترې د ورته متونو لپاره يوه تيوري جوړه شي. 
له صنعتي انقلاب سره سم په غرب کې د کيسې يو نوی ډول دود شو، چې له پخوانو رومانونو نه مختلف و. د پخوانو رومانونو خيالي او رومانتيکه ځانګړنه متبارزه وه؛ خو له صنعتي انقلاب سره چې انسان ورځني ژوند ته متوجه شو، داسې کيسو ته يې اړتيا درلوده، چې د ده ورځنۍ ستونزې راواخلي او کرکټرونه يې عادي انسانان وي. پخواني رومانونه ډېر اوږده وو؛ خو د صنعت له پراختيا سره اروپايي انسان هغومره وخت نه درلوده؛ نو صعنتي کيسې د ناولونو او کيسو په سطحه شوې. 
 
له صنعتي انقلاب سره صنعت وده وکړه، لويديز هېوادونه پياوړي شول او له اروپا نه مخ په امريکا، افريقا او آسيا راخپاره شول، دلته يې مستعمرې جوړې کړې او د دوی د فرهنګ پر وړاندې يې خپل ماډرن فرهنګ غوره وباله. د مستعمرو فرهنګ د خرافاتو په نامه د غرب د ماډرن فرهنګ مخته وسله کېښوده. د غرب معاصره کيسه هم د دوی د فرهنګي فضليت په ډول د ماډرنيزم پر نيلي سپره شرقي هېوادونه لاندې کړل. شرقي فرهنګ په ليکني بهير کې د خپلې کيسې روايت/مخينه هېرل کړل. موږ نکلونه، حکايتونه،حماسې، ولسي کيسې درلودې؛ خو دا فورمونه د معاصرې کيسې پر وړاندې بريالي نشول. 
 
د شلمې پېړۍ په سر کې په روسيه کې د فورماليزم په نامه يو مکتب رامنځته شو. دې مکتب د سوسور د ژبې ماډل پر ادب تطبيق کړ. د دوی په اند، ادب فورم دی او له دې فورم بهر نړۍ د ادبياتو له ماهيت سره مستقيمه اړيکه نه لري، ځکه نو ادبي مورخانو ته پکار دي، چې د ادب پر خپل فورم وغږېږي. فورم د دوی د نظريې له مخې له دودې هغې پراخه مانا نغاړله، آن د کيسې پيغام هم د فورم يوه برخه ده. فورم له اجزاوو جوړ کل دی او هر جز په همدې کل کې دننه مانا لري. د فورم ځانګړنه دا ده، چې کيسه له عادي حالت نه راباسي او ادبي کوي يې. فورماليستانو د کيسې لپاره د تيورۍ په جوړولو لاس پورې کړ؛ خو وروسته دا چاره رغښتوالو(سټرکچرليستانو) په غاړه واخيسته او له يوې خوا يې د فورماليستانو دود و پاله او له بلې خوا يې د سوسور د تيورۍ له مخې د کيسې لپاره د يوه کلي چوکاټ يا په سوسوري اصطلاح د لانګ لټه پيل کړه، چې له مخې يوه کاميابه کيسه وليکل شي. 
 
ليوي شتراوس د رغښتوالې د نظريې له مخې د نړۍ د ټولو قومونو د اسطورو ترمنځ يو پټ ګډ چوکاټ(لانګ) وموند. مثلا: ټولې اسطورې يو ناپايه زمان ښيي، کرکټرونه يې خارق العاده وي او داسې نور مشترک اړخونه لري. د اسطورو غوندې د رغښتوالې له مخې تېرو حماسو ته په کتو د حماسو هم يوه تيوري جوړه شوه. د اسطورو او له يو بله د لرې فرهنګونو د اسطورو ترمنځ د ګډ رغښت موندل ښيي، چې د طبيعت او ماورالطبيعت په اړه د بشر د ادراک تجربه يو ډول ده او ممکن ځينو قومونو د ګاونډيتوب يا په تګ راتګ کې له يوه بل نه دا تجربې زده کړې وي. په حماسو کې چې تر اسطورو وروسته د بشر مهمه تخيلي هڅه ده، دا علتونه په اسانه ليدای شو؛ خو خبره دا ده، چې د ليوي شتراوس او د معاصرې کيسې تيوري راسره د ټولو اسطورو او کيسو په سپړنه کې څومره مرسته کوي؟
 
دا ډېر مهم ګام و، چې رغښتوالې د انسان په ټولو هڅو کې د رغښت په پلټولو پسې واخيست او پر کيسه يې خبرې اسانې کړې؛ خو دې کار محدوديتونه هم لرل. پر رغښتواله يوه مهمه نيوکه دا وه، چې د پارول پر تنوعاتو سترګې پټوي او د يوه محدود وحدت لټه کوي. سوسور ژبه په دوو برخو ووېشله، لانګ يو بالقوه ژبه يا د ژبنيو ټوکونو د اړيکو نظام، چې د انسان په ذهن کې موجود وي. په لانګ کې ټول ژبني توکي له يو بل سره د تقابل اړيکه لري او د دې له مخې خپله دنده ترسروي؛ خو کله چې ژبه په عمل کې د پوهاوي راپوهاوي ټولنيزه دنده ترسروي، هلته بيا د سوسور لانګ ځواب نشي ويلای. يعنې ژبه د ډسکورس، وينا په بڼه له قراينو سره څه اړيکه لري. وروستيو ژبپوهانو معلومه کړه، چې ژبه په يوازې ځان د پوهاوي راپوهاوي دنده نشي ترسرولای.
 
بېرته به ليوي شتراوس ته راوګرځو، له يوه پلوه که ليوي شتراوس وستايل شو، چې له رغښتي تيورۍ نه په استفاده يې يو مهم کار وکړ او د اسطورو، چې په اصل کې کيسې دي، کلي رغښت وموند؛ خو له بلې خو پرې لويه نيوکه دا وشوه، چې ليوي شتراوس د بېلابېلو فرهنګونو په اسطورو کې پر موجودو تنوعاتو او توپيرونو سترګې پټې کړې او اسطورې يې تر يوه وړوکي کل پورې تقليل کړي. مطلب دا چې د ليوي شتراوس کشف کړی رغښت يو ډېر وړوکی تل دی، چې د اسطورو د نړۍ دومره رنګارنګي پکې نه ده منعکس شوې. د مارغه د پروټوټايپک تصور به لرئ. مارغه هغه دی، چې مښوکه، بڼکې لري، وزرونه يې وي او الوځي. دا ځانګرنې په هر مارغه کې وي. يعنې هر مارغه په اصل کې د دې مارغه د ټولۍ دا ټولې يا ځينې ځانګړنې لري؛ خو دا مخبېلګه(پروټوټايپ) راسره د دومره متنوعو مرغانو په پېژندلو کې څومره مرسته کوي؟ چرګ هم په اصل کې يو مارغه دی او باز هم. دواړه بڼکې او مښوکه لري؛ خو د بڼکو او مښوکو په پېژندلو دواړه دقيق پېژندلای شو؟ چا چې چرګ او باز ساتلی وي، ځواب به يې "نه" وي. د اسطورو په برخه کې د ليوي شتراوس د کلي رغښت موندل، د مارغه پروټوټايپ ته ورته و. 
 
له ليوي شتراوس نه به د معاصرې کيسې تيورۍ ته راشو. د کيسې معاصره تيوري ډېر څه لري، ډېر جزييات؛ خو "ډېر" د "ټولو" په مانا نه دی. د معاصرې کيسې دا چوکاټ له بالزاک نه واخله تر پاولو کويلو، له روسيې نه واخله تر امريکا او له امريکا نه واخله تر چين پورې د دومره ډېرو فرهنګونو، مکتبونو او ليکوالو کيسو ته دقيق ځواب ويلای شي؟ د ادګار آلن پو، چيخوف، کافکا، کامو، مارکېز او د استاد شپون کيسې ګنې ټول په دې يوه چوکاټ کې ځايېدای شي؟ دا کميس ګنې په دومره کيسو لنډ نه دی؟
 
که کميس لنډ وي، بيا ولې د چوکاټ پر ځای د کيسې د بدن په وړولو پسې د نقد توره رااخلو؟ ځکه چې زموږ په ذهن کې چوکاټ تر کيسې مهم دی. که څوک پر دې چوکاټ پوره کيسه وليکي، ښه کيسه يې بولو. دا همغه روش دی، چې زموږ پخوانو شاعرانو په شاعرۍ کې پاله. ښه شاعر هغه دی، چې د قالبونو دقيق تقليد وکړي او غزل له خپل چوکاټ سره سم وليکي؛ خو په معاصره شاعرۍ کې لويو شاعرانو د غزل هغه چوکاټ هغسې و نه مانه او بدلونونه يې پکې راوستل. 
 
د هرې زمانې انسان د چوکاټونو له مخې ژوند کوي او د چوکاټونو له مخې د ښه او بد پرېکړه کوي، همداسې په ادب کې هم ده، ځکه چې چوکاټ ادب له انتشاره ساتي او اديب ته د معيار يو تصور ورکوي؛ خو هوښياره ټولنه هغه ده، چې چوکاټ يو ابدي او ازلي حقيقت و نه ګڼي او په دې پوه وي، چې لوی خلک چوکاټونه لويوي هم او ماتوي هم. د معاصرې کيسې چوکاټ هم تابو نه ده، چې څوک يې نشي ماتولای، تر موږ پنځوس يا سل کاله وروسته نسل ته به زموږ کيسه هغسې منلې نه وي، لکه موږ ته چې ده او لکه تر موږ مخکني نسل ته چې څرنګه د ماسټر عبدالکريم او مهدي شاه باچا کيسه په تول پوره ښکارېده، موږ ته نه ښکاري، ځکه چې د قالب په اړه زموږ د "ثابت" تصور مفهوم سم نه دی، قالبونه د ماتيدو او بدلېدو شيان دي. ليکوال د خپلو سبکونو په مټ قالبونو ماتولای شي؛ خو که د منطق له مخې وي۔ يعنې هر ډول ماتول هنر نه ګڼل کېږي۔
 
د کيسي د اوسنۍ تيورۍ لپاره موږ د کيسې خپل روايت هېر کړ او فکر مو وکړ، چې زموږ نکلونه او کيسې ډيرې کمزوري دي او د معاصرې کيسې لپاره هېڅ نه لري او هغه يوه ماضي وه، چې پاتې شوه. سره له دې چې معاصره کيسه د يوه فرهنګي تحول زېږنده وه. په غرب کې يو تحول راغی او کيسه يې له پخواني ولسي حالت نه راوايسته. زموږ يوه مساله دا وه، چې د ليکنيو او ولسي ادبياتو ترمنځ مو د قاف غر ودراوه او فکر مو وکړ، چې د ولسي ادب او ليکني ادب خپل بېل بېل تاريخ وي او هر يو پر خپله خپله ليکه راروان دي۔ ادبي تاريخونه مو پر همدې تصور ولاړ دي؛ کو عملا داسې نه ده، زموږ ولسي شاعري له ليکنۍ شاعرۍ سره د تعامل په پايله کې رامنځته شوې. 
 
فوکلور د غرب يو اصطلاح وه، چې د شرقي فرهنګ لپاره يې وکاروله او د دې يوه مانا دا وه، چې شرقي فرهنګ د بېسواده خلکو فرهنګ دی. بېسواده د ماډرنيزم له مخې د خرافاتي مانا درلوده. خبره دا وه، چې د يوه ولس فرهنګي تحول په ولسي او ليکني نه وېشل کېږي او دا موږ د خپلو ولسي کيسو اهميت ته متوجه کوي. د ولسي کيسو له چوکاټ نه ولې په معاصرو کيسو کې استفاده و نه کړو، البته زه چوکاټ دلته په پراخه مانا اخلم، د روايت بڼه، د کيسې ژبه او داسې نور. که مارکېز د لاتيني امريکا له ولسي تجربو نه استفاده کولای شي، موږ ولې نه؟ استاد شپون ولې راته لوی ليکوال ښکاري، ځکه چې د کيسې چوکاټ يې په خپلو تجربو پراخه کړ، د خاطرو، واقعيت ډوله کولو، ولسي کيسو او ولسي ژبې رنګ يې پرې وخېژاوه. په پوسټ ماډرنيزم کې خو لا د سيمه ييزو فرهنګونو د خپراوي چانس ډېر دی. 
 
ځينې ملګري دا هم وايي، چې موضوعات د بېلابېلو فرهنګونو له مخې توپير کوي؛ خو فورم نه بدلېږي. يعنې فورم له فرهنګ بهر څيز دی؛ خو دا خبره سمه نه ده. هر فورم د يوه فرهنګي تحول زېږنده وي، انسانان په فورمونو کې ژوند کوي او فورمونه د موضوعاتو غوندې زېږي او مري. مثلا: واده يو فورم دی، چې انسانان پکې يوه چاره ترسروي؛ نو واده له فرهنګ بهر نه دی، همداسې ادبي فورمونه هم په وړه کې د ادب او په لويه کې د فرهنګ په غېږ کې لويېږي. فرهنګ يو لوی متن دی او له دې متن بهر هېڅ نشته.
 
چوکاټونه د ماتيدو لپاره رامنځته کېږي. هر چوکاټ لويو ليکوالو ته منتظر وي، چې راشي او مات يې کړي او موږ د ادب يو بل تحول يا ايپسټيم تجربه کړو او د زړې تيورۍ ځای نوې تيورۍ ته ورکړو؛ نو ښه ده، چې کله له چوکاټونو راووځو او د يوه ليکوال يوي نوې تجربې ته لږ په دقت وګورو. 
 
بېرته شاته