لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
د ژوند کولو لپاره کافي سواد پکار دى
لیکوال: څارنوال عمر شفیق   نېټه: 18.06.2020   خپرونکئ:   سمسور  

 تاسو به فکر کوئ، چې سواد يوازې ليکلو - لوستلو ته وايي، په داسې حال کې چې ليکل - لوستل سواد نه دى؛ بلکې ليکل - لوستل د سواد يوه برخه ده.

سواد د تعریف له مخې د پېژندنې، پوهېدنې، درک، تفسیر، خلاقیت، مکالمې او د محاسبې وړتیاوو ته ویل کېږي.
که پام وشي؛ سواد کې ټولنيز ارزښتونه شامل دي. د پېژندنې او پوهېدنې مفاهيم يوازې د ليکلو - لوستلو او يا د کتاب، مقالې او ليکنې په برخه کې نه تطبيق کېږي، بلکې د انساني ټولنيز ژوند د هغو ټولو اروښتونو پېژندنه او پر هغو پوهېدنه ده، چې کتاب، مقاله او ليکنه کې د انساني ګډ ژوند د کولو، خونديتوب، رشد، ودې او سمون لپاره راوړل شوي دي.
څوک چې د پېژندنې او پوهېدنې له اوصافو څخه برخمن وي. په دې مانا چې هم خپل او هم د بل ټول هغه حقونه او مکلفيتونه ور معلوم دي، چې انسانان يې په ګډ ژوند کې د يوه بل پر وړاندې لري او يا يې د يوه بل لپاره د اجراء بار په اوږو لري.
د سواد په تعريف کې نور ټول مفاهيم د انساني ګډ ژوند ټولو اړخونو ته شامل دي. تعريف کې د درک مفهوم ذکر شوى. د يوه باسواده شخص لپاره لازمه ده، چې د خپل کاري چاپېريال ټولې هغه چارې چې د ټولنې مربوطېږي او يا هغه معيارونه چې سواد يې د ټولنيز ژوند د سمون لپاره پېشبيني کوي. بايد باسواد شخص عيناً هغسې درک او برداشت ترې واخلي؛ څه ډول او د کومې موخې لپاره چې سواد کې د ټولنيز ژوند تنظيم په خاطر راوړل شوي دي.
همدارنګه د خلاقيت مفهوم ذکر شوى دى. خلاقيت هم د ډېرو مؤثرو او مثمرو خدمتونو د وړاندې کولو او ټولنې ته له ناورينونو په مقابل کې د ځواکمنتيا په پار اړين دى. يانې باسواده شخص چې د ټولنې د خدمت موقف ته مخکې کېږي، بايد د ټولنيزو ژوند د سمون او رغون لپاره نوي چينلونه تخليق کړي، چې پر بنسټ يې د انساني ګډ ژوند منلي ارزښتونه خوندي او وساتل شي. کېدلى شي چا سره پوښتنه پيدا شي، چې ټولنيز ارزښتونه څانګړى تعريف لري او د ټولنې منل شوي اصليتونه دي.
زموږ ځواب دا دى، چې زموږ په ټولنه کې د تورسرو يا ښځينه طبقې احترام او هغوى ته لار ورکول يو ټولنيز اخلاقي ارزښت دى، چې دا ارزښت په بشري علومو کې ذکر شوى.
که چېرې يو شخص ياد ارزښت ته درناوى نه کوي او د سواد لرلو مدعي هم وي. آيا څوک ورسره مني، چې ياد شخص د پېژندنې، پوهېدنې درک او نور معيارونه هضم کړي دي؟

داسې شخص ته وايي، چې دې شخص يوازې ليکل - لوستل زده دي؛ نور د سواد په هېڅ معيار خبر نه دى. په ټولنيزو اړيکو کې نرم خويي يو ټولنيز ارزښت دى، که يو چا د باسواده شخص په توګه په يوه اداره کې څوکۍ اشغال کړي وي او له مراجعينو سره زشته رويه کوي؛ موږ پوهېږو، چې خلک ترې ښې خاطرې نه لري.

زما په اند ټول هغه معيارونه چې د انساني ګډ ژوند په ځواکمنتيا او ساتنه کې رول لري، ټولنه منسجمه او منظمه ساتي او نه مراعات يې ټولنيز ژوند له پاشلتيا او ګډوډۍ سره مخ کوي؛ د انساني ټولنيز ژوند عمده ارزښتونه دي.

که چېرې څوک د باسواده شخص په عنوان د انساني ګډ ژوند ارزښتونو پالنې ته ژمن نه وي. د سواد دعوا يې پر ځاى نه ده. يوازې د ليکلو - لوستلو زدکړه ورسره منل کېدلى شي. ځکه دلته د سواد کُلي تعريف او پراخ مفهوم نه بشپړيږي.
کله چې د سواد اړوند ټول معيارونه بشپړ نه شي. څوک يوازې په ليکلو - لوستلو باسواده نه ګڼل کېږي. هغه څوک چې ليکل - لوستل کولى شي، خو د سواد په تعريف کې شامل ارزښتونه نه پېژني او په وجودي ډول يې د ژوند په کړو وړو کې نه محسوسيږي، تعليم يافته دى، خو باسواده ورته نه شو ويلى.

سواد د ټولنيز ژوند تېرولو هنر او د ټولو ارزښتونو ټولګه ده. ټولنيزو ارزښتونو کې داسې څه نشته، چې د تعميل او پالنې له امله يې د ټولنې کوم وګړى زيانمن شي. د ټولنيزو ارزښتونو تعميل او پالنه بايد په جدي توګه پام کې ونيول شي. په دې مانا چې د هر زورور او کمزوري پر وړاندې د ټولنيزو ارزښتونو پولې ماتې نه کړل شي.

که څوک هر څو د تعليم او پوهنې چې د ليکلو - لوستلو مصدر دى لوړ اوج ته ورسېږي، خو چې ټولنيز مضريت ولري، د باسواده شخص په صفت يې پېژندل او ټولنيز اعتبار ورکول خپل ځان په مغلطه کې اچول دي او د بدو پايلو مسووليت خپله درته راجع کيږي.

بدبختانه ډېرى ټولنو کې هغه چارې او منصبونه چې ټولنيز ارزښت لري او د ټولنيزو ارزښتونو د ساتنې سنګر ګڼل کېږي؛ داسې خلکو ته سپارل کېږي، چې ليکل - لوستل يې زده وي، خو باسواده نه وي.

د دغه دود مضريت په دې کې دى، چې هره بدمرغي د سواد په نوم ترسره کېږي. ځکه يو چا ليکل - لوستل زده وي، خو ټولنيز ارزښتونه نه پالي. داسې کړه وړه ترسره کوي، چې په ټولنه کې په ټولنيزو ارزښتونو بې باوري رامنځته کوي.

که څوک ځان باسواده ګڼي هغه ځايونو کې چې د ټولنيزو ارزښتونو روحيات پکې روزل کېږي، بايد داسې عمل ترسره نه کړي، چې ټولنيز احساسات جريحه دار او خدشه دار کوي.

دغو ځايونو کې د قومي راټولېدنو ځايونه، جوماتونه، ښوونځي، مدرسې، پوهنتونونه، شوراګانې او دولتي لوړ موقفونه ټول راتللى شي او دلته چې د هر چا لخوا په هر نوم او عنوان د ټولنيزو ارزښتونو خلاف کړنې ترسره کېږي؛ د ټولنې بې سواده او جاهل شخص دى.

اوسني ټولنيز بدمرغه ژوند ته په کتو ويلى شو، چې د ټولنيزو ارزښتونو د پالنې چارې او مسووليتونه داسې چاته سپارل شوي او يا يې په لاس کې اخيستي دي، چې باسواده نه دي.

که دا لړۍ همدغسې روانه اوسي او هر څوک د سواد په تعريف کې د موجودو ارزښتونو پر بنسټ د هر موقف لپاره ونه ارزول شي او يوازې د شخص په ليکلو - لوستلو اکتفا وشي. ټولنيز ارزښتونه زيانمنېږي او ټولنه کې د خلکو احساسات جريحه دار او خدشه دار کېږي؛ که له امله يې په عامه کچه هر څوک د هر ډول ( قومي، مذهبي، ملي، ديني او...) ارزښتونو څخه سرغړونه وکړي، مسووليت يې هغه چاته راجع کېږي، چې ځانونه د ټولنې باسواده قشر ګڼي او د باسواده شخص په نوم يې ياد مقام ته ځان رسولى وي او يا نورو د ياد صفت په وسېله موقف ورکړى وي.
 
بېرته شاته