لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
مناجات
لیکوال: مجید قرار   نېټه: 19.06.2020   خپرونکئ:   سمسور  

 کرونا ښایي د نړۍ د هیڅ هېواد د نفوس په تناسب دومره مړي ونکړي لکه دلته په افغانستان کې.

نن یواځې د حکومت د ثبت شویو ارقامو مطابق دوه څلوېښت افغانان کرونا مړه کړي دي. زما باور دی چې دا د مړیو لس سلنه هم نه ده.
په نورو ځایونو کې د کرونا د کړکېچ پای دی، په افغانستان کې یې پیل دی. که شری، کوڅوبی، فلج یا پولیو، ملاریا او یو درځن نورې ناروغۍ چې له نورې نړۍ پخوا ورکې دي، په افغانستان کې شل کاله وروسته هم چرخه دي، کرونا هم دغسې در واخلئ.
ځلمي ایران او پاکستان را وژني، سپین ږیري کرونا را وژني.
خدای پاک په خپلو کارونو ښه پوهېږي، خو چې دا موږ یې د رحم مستحق ولې نه یو؟
موږ ته خو د ټولې نړۍ ملایان وایي چې تاسې یو ‌‌‌‌‌‌ډېر متدین، مجاهد، او د خدای د لارې د جهاد په جذبه مست ملت یاست. ټول وایي چې له تاسې سره کفارو د دین پر سر ‌‌‌‌‌‌ډېر ظلم کړی دی.
لویه ربه‌، که دا عذاب وي نو دا زموږ دوه ملیونه شهیدان؟ دا دېرش ملیونه فقیر، معیوب، کون‌‌‌‌‌‌ډه کون‌‌‌‌‌‌ډه، یتیم یتیم، بوره بوره مجاهد ملت؟ دا په هر کلي کې خام کورونه او پاخه، په اوړي یخ، په ژمي تاوده جوماتونه؟ دا زموږ د ملایانو رمې او ګلې؟ دا زموږ
ږیرې، دا زموږ د ښځو د چادریو کڅوړې؟ دا زموږ سنت بګړۍ، دا زموږ ملنګ تبلیغیان؟ دا ټول تا ته هیڅ دي چې د رحم قابل دې نه یو او په عذابونو سر یو؟
د نړۍ یو بل ملت را وښیه چې ستا د دین فرایض څه چې سنتونه، او مستحبات دې لا داسې ټینګ عملي کوي.
که دا امتحان وي نو زما ماشوم ولې پکې وژل کېږي؟ ماشوم چا امتحان کړی؟
زموږ د ګور د غاړې سپین ږیری ولې وژل کېږي؟
دا اوس عذاب دی؟ که دا ابتلا او آزموینه ده؟ که دا یو انساني بحران دی چې انسانان یې باید په عقل حل کړي.
که دا مسأله په عقل حل کېږي نو زموږ د عقل مالکان خو هم دا دېرش کاله مرموز ترور کېږي. زموږ عقل خو ستا د دین ولچک او ځولانه ور اچول کېږي او ستا د دین په وسیله دغه کم عقله انتحاریان راباندې را وستل کېږي.
لویه ربه، که عذاب وي د خلاصون چل را وښیه. کوم چل چې موږ ته ستا ملایان راښيي، هغه خو موږ د نړۍ تر هر ځای او هر چا ښه عملي کوو.
دغه ټېکه داران چې دوی یې دیني ملایان بولي، دوی خو د نړۍ په بل هیڅ قوم کې پارلمانونو ته نه شي تللی، یواځې افغانانو او پښتنو پر سر کښېنولي دي.
که دا امتحان وي، یواځې پر ځوان او غښتلي یې راوله، ماشومان، بې وزله، لېونیان چا نه دي امتحان کړي.
یواځې موږ امتحان کړه، هغه راتلونکي نسلونه مو مه امتحانونه چې زموږ د دربدرۍ له امله به هغوی هم دربدره ګرځي.
که دا یواځې یو بشري بحران وي چې زموږ
کم عقلۍ رامنځته کړی وي نو د عقل دغه دښمنان را څخه واخله چې نه مو له ژوند سره غاړه وړلو ته پرېږدي، نه له نړۍ سره اړیکو ته، نه زده کړې ته، نه ژوند ته.
لویه خدایه، نور ته ښه پوهېږې، موږ نور د مایوسۍ پر وروستۍ کرښه ولاړ یو. موږ ټول غمجن یو. په موږ کې دې څو بې حسه پن‌‌‌‌‌‌ډ څټو پاکستاني چڼیانو ته مه ګوره چې په دې دومره آفتونو او عذاب کې هم تر ټولو مستانه، تر ټولو بې حسه، بې درده، بې غمه، او په باټو، لافو، او ګواښونو سر دي. د دوی پړسېدلي سره غامبوري، د دوی پن‌‌‌‌‌‌ډې پون‌‌‌‌‌‌ډۍ، د دوی لویې خېټې، هیڅ یو د دې ملت د درد استاځي نه کوي.
 
بېرته شاته