لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
حکومتولي او د ولس باور
لیکوال: مشتاق رحیم   نېټه: 20.06.2020   خپرونکئ:   سمسور  

 په ۱۹۹۷ کال کې سویلي کوریا کلک اقتصادي بحران او ځوړ سره مخامخ شو. د هیواد اقتصاد د سقوط په درشل کې ودرید او د پیسو د نړیوال صندوق قرض ورباندې بار شو. د هیواد اقتصادي چارپوهانو او او چارواکو د ستونزې د حل دپاره د لارو چارو د لټولو په موخه مشورې پیل کړې. د ستونزې یوه حل لاره دا وړاندې شوه چې ولس باید خپل سره زر په حکومت د کوریايي ون (Korean Won) په بدل کې خرڅ کړي، حکومت سره زر را ټول او په نړیوال مارکیټ کې په ډالرو خرڅ کړي او د ډالرو په مټ خپل قرضونه خلاص او اقتصادي ټیکاو ترلاسه کړي. په همدې حل لارې موافقه وشوه. د سرو زرو د راټولولو ملي کمپاین پیل شو. ۳.۵ میلیونه خلکو د حکومت غوښتنې ته لبیک وویل او واړه او زاړه په اوږدو اوږدو کتارونو کې د خپلو سرو زرو په خپله خوښه د خرڅولو دپاره ودریدل. سویلي کوریا د طلا د را ټولولو بریالي کمپاین په مرسته ځان له اقتصادي بحران خلاص کړ او تر ننه د نړۍ شلو غوره اقتصادونو د کلب غړی دی.


فکر وکړئ چې دا څومره ستره قرباني ده چې یو څوک د حکومت په یو غږ د خپل ژوند ټوله پانګه په یوه داسې کرنسي باندې بدلوي چې راتلونکی یې نامعلوم دی . دا د ولس په خپل حکومت د پیاوړي باور ښکارندويي کوي. یوه مشره ادې د خپل ژوند ملګري سره په کتار کې ولاړه د خپلې کوژدې ګوتمه خرڅولو ته راغلې وه. یوې ژورنالستې وپوښتله چې نه خفه کیږې د دومره قیمتي معنوي توکي قرباني ورکوې. ادې ورته وویل چې زما د مینې دا خاطره له کوریا او زما د بچو له راتلونکي ډیره قیمتي نه ده. دا ګوته مې په ژوند کې ډیر اهمیت لري خو له کوریا ډیر نه!

په حکومت د ولس باور هیوادونه د هر ډول بحران سره د مبارزې جوګه او بدو حالاتو څخه د وتلو هلو ځلو سره مرسته کوي. د ولس باور ملتونو دپاره ناشونې په شونتیا بدلوي. خو دا باور ګټل، ساتل او پیاوړي کول ارادې، عمل او سپیڅلي تکل ته اړتیا لري. پرته له ولسي باور د افرادو یوه ټولګه، آن که ټول نوابغ هم وي، په یوازې ځان هیڅ نه شي کولی.

نوټ:
۱. سويلي کوریا ولې اقتصادي ستونزې سره مخامخ شوه، جلا بحث دی او د دې لیکنې د بحث محور نه دی. بله دا چې زه په اقتصادي چارو د سیاسي اقتصاد نه اخوا تخنیکي نه پوهیږم نو ځان ته اجازه نه شم ورکولی چې په موضوع بحث وکړم.
۲. د کوریا د سرو زرو را ټولولو کمپاین په اړه مې ۲۰۱۴ز کال کې په سویلي کوریا کې د یو فیلو شیپ په لړ کې لوستي وو او دا لیکنه له حافظې کوم نو کتابونه به نه راپسې ګورئ :).
۳. د کوریایي وګړو دا حماسه ډیرې هڅونکې، حیرانونکې او انګیزه بښونکې کیسې لري. که وخت یاري وکړه، کله به تفصیلي لیکنه پرې وکړم.
 
بېرته شاته