لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
فرهنګي تحول او موږ
لیکوال: اجمل ښکلی   نېټه: 29.07.2020   خپرونکئ:   سمسور  

زموږ په ليکنو او ويناوو کې ځينې داسې کليشه خبرې هم شته، چې دقيق پرې نه پوهېږو. په دې کې خبرو کې يو دا هم ده، چې افغانستان له بهر نه راغليو ايزمونو تباه کړ.

هره ټولنه يو کلچر لري. کلچر په ساده ژبه د خلکو د ژوند تېرولو دود ته وايي او په معنوي او مادي برخو ويشل کېږي. د يوې ټولنې د افرادو هر چلن او ذهنيت د هغې ټولنې د کلچر له مخې وي.
هره ټولنه، آن د افريقا په ځنګلونو کې استوګن خلک هم د ژوند تېرولو لار يا کلچر لري. کلچر د بلې هرې ټولنيزې ښکارندې غوندې ډيناميک يا خوځنده وي. زرګونه کاله پخوا په غار کې د اوسېدونکي انسان ژوند دود د افغاني ټولنې له اوسني ژوند نه په همدې مختلف و. د کلچر دا د تحول ځانګړنه کلچر له ولاړ حالت نه باسي او تازه کوي يې. داسې وګڼئ، چې کلچر د ډنډ اوبه دي. که د ډنډ اوبه وخت په وخت تازه نشي، مردارېږي، بيا پکې هر ډول حشرې ګرځي او داسې نو له څښاک او لمبا نه وځي. له تازه کېدو مې مراد دا نه دی، چې پخوانی کلچر دې بېخي له منځه لاړ شي. کلچرونه بالعموم پرله پسې او لږ لږ بدلون کوي.
کوم کلچرونه چې د ولاړو ډنډونو غوندې شي، هغه له زوال سره مخ شي او د انسان ژوند پکې سخت شي او کوم کلچرونه چې له تحول څخه نه ويرېږي او پرله پسې بدلون کوي، هغه تازه کېږي او د پايښت امکان يې ډېر وي.
د کلچرونو د تحول په تل کې پوهه وي. څومره چې د يوې ټولنې پوهه زياتېږي، ناچلند او ناسم دودونه پرېږدي. د بشر لرغوني پېر ته اسطوري مهال وايي، چې انسان پکې د طبيعي ناورينونو په اړه د تخيل په مرسته اسطورې جوړې کړې؛ خو په عقلي پېر کې يې پر ژوند او طبيعت فکر وکړ، چې له دې سره د انسان په ذهنيت او له ژوند سره په چلن کې معقوليت پيدا شو او دې معقوليت فلسفه وزېږوله. چې ساينس پرمختګ وکړ، له طبيعيت او ماورالطبيعت سره د انسان په چلن کې نور بدلونونه راغلل.
پوهه د يوې ټولنې د وګړو د پوهېدو مانا هم لري؛ خو مثلا د نجونو د زده کړو، ماشومانو د روزنې او په داسې نورو برخو کې د وګړو پوهه په علومو راځي، چې پاس مو پکې يوازې فلسفه او ساينس ياد کړل. هر علم په اصل کې د ټولنې د هوساينې لپاره وي. په کومو ټولنو کې چې علوم انکشاف کړی وي، هغه د پياوړي فرهنګ څښتنې وي.
دلته مو د کلچر پر ځای د فرهنګ کلمه وکاروله. په ډېرو متونو کې کلچر او فرهنګ يا تهذيب هممانا کارېږي؛ خو د لويديځ په ماډرنيزم کې د علومو پر بنسټ د غرب د پياوړتيا له مخې د کلچر او فرهنګ د مفهوم ترمنځ ځينې توپيرونه وشول. هره ټولنه کلچر لري؛ خو فرهنګ نه لري. فرهنګ علمي پياوړتيا او بشري کرامت ته د احترام له امله د اخلاقي فضيلت څښتن ګڼل کېږي.
د هرې ټولنې تحول دوه لوی اړخه لري، يو خپلې داخلي تجربې او بل د نورو فرهنګونو اغېز. څرنګه چې يو فرد له بل فرد نه زده کړه کوي، داسې يوه ټولنه له بلې ټولنې نه زده کړه کوي. مثلا: موږ ډېر پخوا هم شيان پور کړي او اوس هم د جامو وينځلو له ماشين نه واخله ډېر وسايل له نورو ټولنو اخيستي. دا راته وايي، چې د هېڅ ټولنې فرهنګ پر ځان بسيا نه وي، بلکې د نورو فرهنګونو اغېز هم پکې وي. کومې ټولنې چې د نورو کلچرونو له اغېزه ويرېږي او ځان منزوي کوي، د هغوی کلچر په ولاړ ډنډ بدل شي. په اوسنۍ نړۍ کې پياوړي هېوادونه هغه دي، چې ګڼو فرهنګونو ته هرکلی وايي او د بل د له منځه وړو پرځای خپله بقا د بل په بقا او تنوع کې ويني. تاريخ وايي، کومو ټولنو ته چې د ډېرو فرهنګونو د ورتګ امکان وي، هغه ټولنه فرهنګي بډاينه او زغم لري، چې يوه بېلګه يې هند ښودل کېږي.
هر څيز چې له بلې ټولنې نه راځي، له ځان سره د هغوی د کلچر نور اړخونه هم راوړي؛ خو دا دولت مسؤوليت وي، چې د فرهنګ بدلون لپاره لږ تر لږه يو لرليد ولري. کمزوري هېوادونه چې د بوديجې لويه برخه يې د پياوړو هېوادونو په مرسته ولاړه وي، د پياوړو هېوادونو د ځينو غوښتنو منلو ته اړ وي، مثلا د دوی سياسي اجنډا، فردي ازادي، د ماشومانو د حقونو خونديتوب؛ خو بل اړخ ته ملت وي، چې د خپل کلچر په سر سازش ته نه وي حاضر. مثلا: موږ د ماشوم ادب په ډب کې وينو. دا نو د يوه دولت لپاره تر ننګونې کمه نه وي، چې د ملت او نړۍ ترمنځ پوخلاينه رامنځته کړي.
خو تاسو داسي وګڼئ، چې افغانستان بحر ته لار هم لري، په پښو ولاړ اقتصاد هم لري؛ نو ګنې بيا به هم موږ د فرهنګي پياوړتيا لپاره د نورو فرهنګونو تجربو ته اړ نه يو؟
که يو، بيا ولې له نورو فرهنګونو وېره لرو؟
ډاکټر مبارک علي په يوه کتاب کې د ولسواکۍ په اړه ليکلي وو، چې ولسواکي د اوبو غوندې ده. د هرې ټولنې په لوښي کې د هغې ټولنې رنګ اخلي؛ نو که يوه ټولنه شړېدلې وي، ولسواکي يې هم فاسده شي.
موږ ځکه د نورو فرهنګونو له اغېزه ويرېږو، چې دا اغېز موږ ته په غلط لار راغلی. هر فرهنګي اغېز مثلا ايزم چې د انقلاب په وره راننوځي، ډېر ژر په کړکۍ ووځي. که ټولنه له فرهنګي پلوه پياوړې وي، مثبتو انقلابونو ته هرکلی وايي؛ خو کومې ټولنې چې پر خپل فرهنګ له سره تېرې وي او هېڅ جوړجاړي ته نه حاضرېږي، هلته د انقلاب بريالي کول ډېر پياوړی اقتصاد غواړي.
په داسې ټولنو کې چې په يويشتمه پېړۍ کې يې هم د تفکر طرز او چلن قبايلي وي، هلته تحول په حکمت سره راځي. زموږ په هېواد کې هر ايزم له پاس نه د انقلاب په لار راغلی او په ولس يې د تپلو هڅه شوې او داسې نو ايزم او زموږ کلچر په دوو متضادو او دوښمنو لوريو اوښتي.
ښه نو کومه لار غوره ده، چې د نورو فرهنګ اغېز په خپله ګټه وکاروو؟
هغه د علمي مرکزونو لار ده. هر فرهنګي اغېز چې له علمي مرکزونو راولاړ شي، پايښت لري. ممکن تاسو پوښتنه وکړئ، چې زموږ په دې نېژدې تاريخ کې ايزمونه هم له پوهنتونه راوتي وو. هو؛ خو ټولنې نه وو منلي او ډېر ژر يې په بهرني ملاتړ د انقلاب لباس اغوستی و.
دا چې موږ کله د افغانستان د بربادۍ پړه يوازې پر لوستي پوړ اچوو، دا دقيقه نه ده. يو خو ټول لوستی پوړ په ايزمونو ککړ نه و، دويم دا چې علم کومه پرښته نه ده، چې موږ ترې تل د ښو تمه ولرو. که داسې وای، انسان به اتوم بم نه جوړاوه. علم د بل د ايل کولو يوه ځواکمنه وسيله ده؛ خو د علم زده کړه په دې هم پکار ده، چې موږ له علمه پر سياسي استفاده پوه شو. درېيمه دا چې په دې ورانۍ کې زموږ د اکثريت د بېسوادۍ لاس هم ښکېل و، چې توپک د ايزم او اوږه د ده وه، ده يوازې مخامخ نښه ليده، شا ته ولاړ ايزم يې نه ليده.
د علمي مرکزونو په لار د فرهنګي بدلون راتګ لاندې ګټې لري:
1- علمي مرکزونه يې څېړي او زموږ د فرهنګ له اړتياوو سره يې همغږی کوي.
2- پر ښوونځيو، پوهنتونونو او نورو علمي مرکزونو د ټول ولس لار وي؛ نو چې څوک له ښوونځي او پوهنتونه فارغېږي، ذهن يې تحول ته چمتو کېږي.
3- د علمي مرکزونو له لارې فرهنګي تحول ورو راځي؛ خو پايي.
4- دا ډول تحول شعوري وي او په اسانه ترې د ټولنې د ورانولو لپاره استفاده نشي کېدای.
۵- همدا خلک ټولنې ته د ښوونکو او نورو څانګو د متخصصينو په توګه ځي او ورو ورو دا تحول پراخېږي.
د تحول د راوستو يوه لار دا هم ده، چې پر خلکو د تپلو پر ځای په يوه اړتيا واړول شي. خلک فکر وکړي، چې که هوسا ژوند غواړم، بايد په بچو زده کړې وکړم، د ښه کار لپاره بايد په خپل چلن او فکر کې دا بدلونونه راولم.
که فرهنګي تحول يوه اړتيا ګڼو، بايد پر طريقه يې جدي فکر وکړو.
 
بېرته شاته