لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
د استاد پوهاند زيار د کره کتنې پر وړاندې
لیکوال: عبدالسميع سېلنی   نېټه: 01.08.2020   خپرونکئ:   سمسور  

 

د استاد پوهاند زيار د کره کتنې پر وړاندې د وفا سمندر ورانپوهاوی او سپکاوی

پر بدله او سندره نه پوهېږي

يار له سره پر خبره نه پوهېږي!

زه له  استاد پوهاند دوکتور زيار سره له ځوانۍ راهيسې د  پېژندگلوۍ وياړ لرم. د  ۱۳۵۷ل کال له هغو  سختو ژمنيو شپو ورځو راهيسې چې زه د کابل پوهنتون د (ژورنالېزم څانگې ) د شاگرد، او دی د ژبو او ادبياتو پوهنځي د استاد په توگه  د ضد افغاني او ضد انساني زورواکي پېر اړوند باستيل (څر خي زندان)  ته ورټېل وهل شو ي وو؛ داچې  ما تر استاد څه مهال له مخه په  ساړه سمخ زندان کې تېرې کړې وې ، پر لیدو یې خوا شینی شوم اوله واره مې ورته په هماغه، څه له پاسه سل کسيزه خوبخونه کې د خپلې بسترې ترڅنگ يو ځايگوټی هومره وربېل کړ او تر ژو ندي وتلو پورې مو سره کاسه کو نډۍ شريکه وه.  په گډ يوکلن  زنداني ژوند کې يې  موږ د يوه دسترخوان ملگرو  ته، هغه هم د سپو سپايانو له ډاره دمړۍ خوړلو په ترڅ کې د رسنوالۍ او ليکوالۍ... او ان شعروادب په اړه ژولي ژولي لکچرونه راکول. خوچې کوم ځانگړی وياړ يې چې لاتر ننه پورې زما په برخه کړی، د (کره – ليکنۍ او ادبي پښتو ) او بيا يې د شعر و ادب د پليوني په توگه مې ځنې ډېرڅه زده کړي  او لا زده کوم يې. د همدغه پليونۍ  برکت دی چې د دې جوگه شوم، د استاد ستر پوهنيز - څېړنيز اثر (پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې له ساکي مخينې سره) ژباړې ته مې د پارسي ژبيو فرهنگيانو او نورو هېوادوالو په هڅونه اوږه ورکړم. 

ستاسې  د صوفيانه ادبي پنځونو په اړه مې د استاد  دغه کره کتنه وار له مخه په  يوه ووبپاڼه کې گره بره لوستې وه ، اوس مې د استاد په فېسبوک کې چې زياتره يې مرستندوی یم، ستاسې له خوا را رسېدلې، اوسنۍ بڼه سر تر پايه په غور تر سترگو تېره کړه؛ خو په سر سر کې مې چې ستا پر پرڅو کرښو غبرگون سترگې ولگېدې، هک پک او اریان دريان شوم چې د فلسفي او  ادبي تيورۍ او کرېتيک (نقد) له پلوه د استاد دو مره هر اړخيزه کره کتنه او ستاسې له کينې او کنايې او ان سپورو سپکو ډک غبرگون، لکه: 

[د اریاني ژبو ډاکټر، پوهاند استاد مجاور احمد زیار، « زه » را سپړلی یم! 

 په لومړي ځل- هغه هم بیا داسې سرلاری ژب پوهاند په دې اړه پر اکادمیکو اصولو ولاړه څېړنه او شننه کړې، چې زه یې منندوی یم. 

خو دا چې «زه» څه یم؟ او دا څېړنه څومره په هغه قد و اندام برابره ده، چې دغه وګړی دې د جلا هستۍ په توګه، د «چوبین کلام» په هندسه کې را ونغاړي، ځانله خبره ده، چې کشف یې تاسو ته پرېږدم. د «ځان» په اړه ساده تعریف دا بولم: «حقیقت» د فردي اګاهۍ فعال وضعیت دی. او دا په یوه ناپایه تکاملي بهیر کې مخ په بره ځغلي! نو هر راز ذهني- متافزیکي کلام، د افلاطوني سمڅې په سیورو اوړي!

سره کرښه: یو ټکی په ډاګه وایم، چې زما ټول تړون له ژوند او ژوندو سره دی؛ دا چې ډاکټر صاحب زیار، یا تاسو یو یو مې څرنګه مومئ، هغه ستاسو د اګاهۍ فردي دنیا یا خپل حقیقت دی!

زما خبرې دې وي بل وخت ته، له دې یادونې سره، چې «حقیقت د‌ بېلابېلو تجربو ټولګه ده...]

لومړی دا سپکاوی چې د استاد  پر ادبي- فلسفي ارزونه دې ځان ناگاره کړی يا پرې هیڅ پوه شوی نه يې ، او  د ده د اصلي څانگپوهنې (ژبپو هنې او آريانپوهنې)  او اکادېميکو څېړنو او شننو اړونده مو بللې؛ په داسې حال کې چې  استاد زيار مو ادبي پنځونې د ادبي تيورۍ او فلسفي ليدتوگې پر تله درتللې، نه پخپله  تاسې  د پنځوونکي په توگه ، (راسپړلی) ياست! 

زما پر اند که استاد  رښتيا ستا ((زه)) يا فرديت  راسپړلای ، نو د شهيد استاد  مجروح اژدهای خودي او (ځانځاني ښامار) او  ترڅنگ يې د اروا شننې (psychoanalyse) بنسټوال فروايد دا او بيا د  ژبپوهنې مخکښ (نوام چامسکي) ژب- ارواپوهنه(psychology)  اوچلندپوهنه (be-) 

(haviorism) درپسې راخېستل.  

((د سمندر نوې ادبي لاره ، د پښتني- افغاني ټولنې د لا بدمرغۍ په بيه)) دا را پر ډاگوي چې د هنري فورم له پلوه، هغه هم په وسمهال پښتو ادب کې ان تر استاد حمزه هم ستا ادبي پنځونې نوښتگرانه ارزولې، او د سرليک دويمه  فقره دا راڅرگندوي چې دا هنري نوښتگري  مو له دوه نيم زرکلنې اپلاتوني (ذهني - ايډيالېسي فلسفې)  د اسلامي- عربي شوي (تصوف) په ذهني اشراقي انځورونو ترلاسه کړې، او په دې توگه مو ټولنيز ارمان له هنري ارمانه ځارکړی دی، په داسې حال کې چې (هنري ارمان+ ټولنيز ارمان) د ادبي تيورۍاو نقد (کره کتنې) دوه نه بېلېد ونکې مقولې بلل کېږي او د اړوندو پنځونو د ارزونې شمزۍ رغوي. پایله دا چې د استاد موخه دانه ده چې خدای مکړه پخپله تاسې يا ستاسې شخصيت د دغې تاريخ ځپلې ذهني ايډيالېستي فلسفې زېږنده او  ياهم پليونی او گروهن (معتقد) راوپېژني!

 [هنر د هنر يا ادب د ادب لپاره]  له لويه سره د نننۍ بشري ټولنې له ورځ تر بلې زياتېدونکې بدمرغيو پر وړاندې د پنځگرو يوه  نابښنوړه گناه بلل کېږي او بيا تاسې ته خو ، له دې سبک و ستايل سره ، نه يوازې  د خپلې(جنگ- جنايت- جهل) ځپلې  پښتني ټولنې پر وړاندې د بې توپيرۍ گوته نيول کېږي، بلکې ورسره ورسره  يې د (تصوفي)منځپا نگې له پلوه په دغو درېگونو ناورينو کې نوره  هم پسې  ور ډوبوئ.  او لا ترځان نور ځوان شا عران او کيسه ليکوال ړندو پېښو ته په ځان پسې درکاږئ. په نورو ټکو،که نن ستاسې د (مخاطبې پښتني تولنې) ميندې او پلرونه په يو زر زرکلدا ارو خپلو  کمکيو بچيانو ته واسکټونه وراغوندي، سبا به پخپله هم دغې سيالۍ ته له سېلمې راودانگي، او لکه چې تر اوسه ډېرو رادا نگلي  او چوپه خوله ډېری ولس او ټاټوبی يې له ۶زرکلن تايخ و فرهنگ سره د نېستۍ گړنگ ته رسولي دي؛ نور عرب عجم لا څه چې د هېواد دننه خپل بېلتونپال هېوادوال ((شمالي ټلوال))، هغه هم د (شمالي اتلانتيک ټلوالې) په لمسه په زړو کې گوړې ماتوي او ((طالبي قوم)) يا (اکثريت بی کلتور) مو بو لي!

او دويم ورانپوهاوی او سپکاوي:

د (... نو هغه وګړی چې د تعصب له مخې د ټول حقیقت دعوا لري، پخپل ذهني جهل کې اسیر دی!...)، د غبرگون او سپيناوي  لپاره دېته اړوځم ، (د اړوندو ژوند ليکونو پر بنسټ يې) په دې لاندې څو کرښو سر نور هم درخوږ کړم: 

 استاد (د علومو ب- دوکتورا) په توگه  خپل ښېرازه او له وياړنو ډک علمي- فرهنگي ژوند سم نيم په پرمختللې اروپا، په تېره سويس ، المان  او انگليستان کې  په زده کړو او استادۍ او بيا ليکنو او څېړنو تېرکړی. په دغو درو واړو هېوادو کې يې څه د کورسونو او څه د لوستنو  او پلټنو له لارې،د اصلی ژْپوهنيزو سيده څانگو خرانگو  (وسمهالې- تېرمهالې، رغښتي او پسرغښتي...)، او مېتالنگوېستيکي يا سرباندې (ماورأ) ژبپوهنه (ژب- توکمپوهنه، ژب-ځمکپوهنه، ژب- تاريخپوهنه، ژب-لرغونپوهنه، ژب-فلسفه...) او په  تېره فلسفه په خپلواک ډول، هغه هم د فېلسوفانو په هېواد (جرمني) کې له ذهني ايډيالېست کانت او عيني ايډيالېست هېگله نيولې تر ماتريالېست مارکس او انگلز پورې دومره زده کړې چې د پوهنځي  پېر د فلسفې او ساپوهنې استاد شهيد پوهاند مجروح د وړم کال په ياد غونډه کې يې فلسفي ليکنه تر ټولو لوړه و ارزول شوه (د کابل پوهنتون اړونده ټولگه)؛ او لکه د اتيايم ژوند پسرلي په نمانځغونډه کې يې چې د څو لوړپوړو شاگردانو له خوا د ننگرهار په شاهي بڼ کې رابلل شوې وه، د دې]. خبرې پخلی هم وشو: [استاد پوهاند زيار يوازې ژبپوهاند نه دی، بلکې د څو پوهنيزو څانگو او خرا نگو  پوهاند دی چې همدغې ځانگړتيا له نورو اکاد ېميکو پوهانو راځانگړی کړی دی... ،د اړوندې ټولگې ۲۲ مخ

او د پارسي ادب و  فرهنگ  نومور يې په دې لاندې پيغامو نمانځي:

شخصيت برازنده و چند بعدی  پروفيسر زيار به مثابۀ استاد دانشګاهی(با پيشينۀ  ۵۰ساله)، زبانشناس، اريانشناس(ايرانشناس)، ادبياتشناس، نژاد شناس ، پژوهشګر، شاعر، نويسنده، ژورنالست، مترجم، نقاد ادبی و اجتماعی... و در حال حاضر به منزلۀ يګانه متخصص ورزيدۀ زبان های آريانی، اعم از باستانی و نوين در ميان  دانشمندان و فرهنګيان افغانی،ايرانی  و آريانشناسان غربی دارای نام و نشانی بوده، بيش از نيم قرن از زنده ګی اش را وقف شګوفايی و بالنده ګی دانش و فرهنګ ملی نموده است.

استاد دکتور زيار در راستای عيارساختن زبان مادری اش با معاير زبانشناسی نوين و بويژه آريانشناسی، نقش پيشاهنګانه داشته، بيشترينه سعی و تلاش را دراين زمينه به خرچ داده است. در عين زمان، يکی از نوګرايان و پايه ګذاران شعر نو وآزاد در پشتو نيز به شمارميرود. چنا نکه شاعر و نويسندۀ برجسته آقای بيرنګ کوهدامنی  طی يا دداشتی  بر دفتری شعری شان «اند و ژوند» در سال ١٣٦٦به اين ارتبا ط مينويسد :

« ... ګذشته ازين، دکتور مجاوراحمد زيار در راه تشکل زبان واحد معياری و ادبی پشتو و وضع دانشواژه های نوين پشتو در برابر برخی اصطلاحات و واژه های خارجی کوشش های با يسته ی به سامان رسانيده است که بر اربا ب علم و اد ب پوشيده نيست. پوهاند دکتور زيار را ميتوان از پيشګامان شعر آ زاد پشتو دانست که از سال هاپيش قا لب سنتی را شکسته و در اوزان آزاد تجربه های کرده که راه اورا ديګران دنبا ل کرده اند. کوشش های اين زبانشناس شاعردر راه نجات شعر پشتو از ابتذا ل و توقف نيز درخور يادآوری است که با جسارت يک شاعر و منتقد نترس دراين راه هميشه مبارزه کرده است.»

سيد رفعت حسينی شاعرنامدار  و  همچنان منتقد نترس فارسی دری درارتباط توصيف شخصيت چند بعدی پروفيسر زيار اين قول يکی ازبزرګان دانش و خرد را به جای دا نسته است که : « شعر کمترين فضيلت او است.» 

استاد د تېر زدکړيز پوهنتوني کال په غبرگو سېمېستروکې د پښتو  ژبې او ادب ډاکتري کانديدانو ته د جغرافيايي ژبپوهنې، او آرپوهنې (ريشه شناسۍ) تر څنگ فلسفي ژبپوهنه تدريس کړه، او په لندن پوهنتون کې د کاناډا مېشتې افغانې (فلورنس شهابي) د استاد مجروح د فلسفي اندو ژوند په اړه  ورسره د افغاني لارښود په توگه د دوکتورا  تېزس پر مخ وړي د (( افغانستان د ژبپوهنې اطلس)) پروژې د هېواد پر کچ  په هر ډول، خو د آروپا او امريکا پر کچ  د اړوندې  ټولنې د يوازني ژوندي پاتې ډېرکاري غړي په توگه له څو کلو راهيسې له ناروې، المان او سويسه تر فرانسې او انگلستان او بيا افغانستانه په منډو رامنډو کې دی؛ او  له يونيم کال را هيسې يې دعلومو کادېمۍ د ژبپوهنې مشا وريت هم له همدې کبله ورتر غا ړې شوی دی! 

تاسې گرم نه ياست، نورو ښاغلو اغلو  چې ډېری يې د استاد  سيده او ناسيده شاگردان دي،  د کره کتنو په نامه، هسې  د زړه په زور هنري نوښتونه در ستايلي، او غټ لامَل يې دا چې يا گړسره د خپل شعرو ادب  له تېرمهال او بيا وسمهاله خبر نه دي او يا د ادبي تيوريکو او کرېتيکو آرونو معيارو نو او بيا له فلسفي او ټولنپوهيز  پلوه  د (تصوف)  له  انسا ني ضد، پښتني- افغاني او  ان اسلامي ضد ناخوالو او ناوړو پايلو او اغېزو څخه، چې تاسې يې د خپلې هنري ((نوښتگرۍ)) لپاره له اشراقي- ذهني انخورونو گټه پورته کړې ده!

پر دې باور وکړئ چې  د ازادو يا سرکاري ټولنو له خوا ستاسې له نماځنو او جايږو سره نه استاد او نه زه شاگرد کومه رخه او بدنيتی  لرو، خو دا ترخه رښتيا مو نهيلوي چې ولې  زموږ  ادبپوهان او بيا کره کتونکي دومره روسته پاتې دي. چې د پارسي تصوفي ادب پېښې ورته نوې برېښي او دا وزر يې هم تر گناه بتر چې  له برلاسي او واکمن پارسي ادب و فرهنگه ځان نه خبروي. د ساري په توگه ستاسې ((د چوبين کلام په هندسه کې را نغښتل))  انځور ورته ځکه د پوهېدا وړ نه دی چې د مولانا له (پای استدلاليان چوبين بود// پای چوبين سخت بی تمکين بود) نا خبره دي!

 او لکه استاد چې ورته په کره کتنه کې نغوته کړې، لږ تر لږه له خپل پښتو تصوفي ادبه چې له شيخ رضي لودي او شيخ متي بابا او بيا له بايزيد انصاري، ارزاني، انصاري، کريمداد...  تر رحمان بابا پورې پارسي هومره يوزرکلنه  مخينه لري هم ناخبره پاتې دي او يا يې هم پرې ځانونه  ناگاره کړي دي. 

مثنوي معنوي مولوي است قران به زبا پهلوي

چې کښلی بايزيد خير البيان  چا وېل نشته په پښتو ژبه قرآن

دا بېله خبره ده چې تاسې پکې تر بل هر تېرمهالي او وسمهالي پښانه  ويناواله  خپل ژبنی- ادبي استعداد ښه ترا  پرکار اچولی اوځلولی او د خپلو پنځونو هنري جامه او جوله مو پوره  زړه راښکونې کړې ده. خو  تش په نامه کره کتونکيو مو دغه هنري اړخ هم دومره نه دی دربرجسته کړې، لکه څومره چې استاد زيار در نومېرلې او ځيرلې (تشخيص او تجزيه کړی) او  بيا در ستايلې دی!

او هغه يو نيم ځانخوښی چې  بيا د همدې (هنر د هنر لپاره) يو اړخيزې لارې رَودې يا سبک و ستيال پرمخوړنې ته مو نورهم پسې راهڅوي، د خپلې ټولنې پر وړاندې، په نابښنوړه گناه کې درسره نور هم خپل ځان او وجدان شريکوي!

د استاد زيار دا خبره، د نورو لاڅه چې له لاس پر لستوڼي دري پارسي ادب او فرهنگ  سره د پښتو  دې نه سيالي په دې کې نغښتې ده چې  موږ  پښتانه ليکوال او وينا وال لا تر اوسه د يوه رښتيني  څانگپوهيز (مسلکي) نقد يا ارزونې زغم نه لرو. همدا خبره ده، کومو کره کتونکو چې دربا ندې  کره کتنې کړي،  په هسې پټو سترگو  ستايلي ياست او يو نيم  ته چې خرخشې يا اښتنې پوښتنې ور پيداشوې، ژوولې را ژوولې او بيا يې بيرته پا نسمان کړې دي، خو يوه  مو هم نه منځپانگه د غبرگو (ادبي تيورۍ او فلسفي ليد توگې) په تله تللې، او  نه يې د هنري  اوټولنيز  ارمان و پيغام  يو ياد  هومره کړی دی. 

د هماغه ويښيار خبره در يادوم: چې چا وپوښت، ولې ژاړې، ويل يې، پلاني ناپوه مې ستاينه کړې ده

او تر هرڅه روسته مو دې  متل ته پام راړوم: دښمنان به دې وخندوي او دوستان به دې وژړوي!

له نيما شويچ پېر راهيسې په پارسي ژبيو کې داسې  نقادان رامنځته شوي چې خپل گرد يوزرکلن شعرو ادب له خورا ناڅيزې استثنأ سره پردوه برخو ويشي او تر نيوکو لاندې يې نيسي: ( ۱)مداحي او (تصوف). د ورهڼيزو يا تخصصي تصوفي ويناوالو (سنايي- عطار- مولانا...) تر څنگ،  د پارسي شعر نوميالي چې د تصوفي انځورونو، تضميناتو . تلويحاتو ، تمليحاتو او اقتفاووپه کارونگ يې ستر ستر ستاينومونه گټلي، لکه شيخ اجل(سعدي) ... او په تېره بيا لسان الغيب (حافظ) داسې تر نيوکو لاندې نيسي: هغه انگېرل چې عراقي او خراساني  سبکونه پوره سوليدلي او بايد درېيمه لاره رَوده پسې واخلي، نو کره کتونکي يې د دېوان د ړومبي بيت لومړۍ مسره ( ياايها لساقي ادر کاسه و ناولها) په سترگو کې ور ننباسي چې له يزيده يې را تضمين کړې او بيا يې کارولي تصوفي- اشرافي- ذهني انځورونه، لکه دا بيت يې چې  رفعت حسينی د بېلگې په توگ يې د ټولنيز  يا انساني پيغام د نه درلودنې له پلوه ور چليپا کړی دی:

تا نکردی آشنا، زين پرده رمزی نشنوی

گوش نامحرم نباشد جای پيغام سروش

دا هم هېرول په کار نه دي،که نيماشويچ  د ازاد پارسي شعر بنسټ، خو بياهم د عربي (مفاعيلو) پر کنډه د روانې لمريزې پېړۍ  په سرکې اېښی ، استاد زيار  يې په نيمه کې دغه کار ته را دانگلي، هغه هم  د بشپړ سېلابو -تونيک (څپيز- خجيز) سېستم پر کنډه، له هماغه راهيسې دا نيمه پېړۍ د  پښتو ازاد،سپين او ناپېيلي شعر  په تړاو د خپل پوهنځي د درسي او درسي مرستيال کتاب  په توگه خپل بدلمېچ يا ميزان ا لشعر (پښتو شعر څنگه جوړېږي؟)  وړاندې کړی چې دو ۵۲۵ مخيزه غځېدلې بڼه يې دانش خپرنديې ټولنې لس کاله وړاندې چاپ کړی ده.

او  دا ده ، اړونده کره کتنه هم د پوهې او فرهنگ لارويانو قضاوت او داورۍ  ته کټ مټ وړاندې کوم چې لږ ترلږه يې روستي دوه مخه پايله او لنډيز تر يوې ځغلنده کتنې تېرکړي او ورته پوره پته ولگي چې  استاد  زيار څه ليکلي او تاسې څنگه پر مخ ورويشتلي  دي؟ 

 
بېرته شاته