لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
د افغاني فرهنګ بله پاڼه هم واوښته
لیکوال: اجمل ښکلی   نېټه: 05.08.2020   خپرونکئ:   سمسور  

د سليمان لايق نوم مې ډېر پخوا د خپلو مشرانو له خولو اورېدلی و. هغه وخت ارواښاد لايق مشهور سړی و، ډېرو خلکو يې په نوم يادولو مخاطب ته د ځان د اهميت احساس ورکاوه؛ خو ما ته هغه وخت لا نری نری احساس شوی و، چې يو سړی ښه دی؛ خو يو نا ښه اړخ هم لري.

څوک چې لايق لانجمن شخصيت ګڼي، هغوی دا هېر کړي، چې شاعر او ليکوال د يوې ټولنې باشعوره فرد وي. هغه ته چې څه د ټولنې په ګټه ښکاري، ممکن پر هغه لور لاړ شي. نوره نړۍ به پرېږدو، زموږ د همدې تېرې نيمې پېړۍ شاعران او ليکوال وګورئ، چې څومره پکې ناپېيلي وو او څومره پکې د ايډيالوژيو پلويان وو. څوک د سوسياليستي، څوک ملتپال، څوک مذهبي شاعران او ليکوال وو. نورې نړۍ ته د کميونيزم ګټه ورسېده، اخواني فکر عربو او پاکستان ته شيدې شوې او موږ ته زهر، ځکه چې زموږ ټولنه دې ته چمتو نه وه، چې د ايډيالوژيو له منفي خواوو ځان بچ کړي او له مثبتو اړخونو يې استفاده وکړي.
پرمختللې ټولنې له ايډيالوژيو سره جګړه نه کوي، هرکلی ورته وايي. چې کوم اړخونه يې خوښ شي، خپل يې کړي، که نه د ټولنې غالب فکر ورته انکار وکړي او ايډيالوژي له زيان رسولو پرته په خپله مخه لاړه شي. سوسياليستي فکر د شلمې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې په غربي استعمار ځپلو هېوادونو کې خلکو ته يوه دلچسپه مفکوره ښکاره شوه. په هند کې يې هم پلويان لرل. په اردو کې يې نوميالي شاعران او ليکوال پلويان وو. د فيض احمد فيض غوندې خلک وو. په پښتو کې صنوبر کاکاجي، په لومړيو کې قلندر مومند، سليم راز او نور؛ خو چا تکفيرول نه او کله چې پاکستان جوړ شو، ورو ورو سوسياليستي اديبان ناسوسياليستي شول او سوسيالستي فکر کمزوری شو. په هند کې هم د ټولنې د غالبې برخې له خوا اګنور شول او داسې هلته کمونيزم جرړې و نه غزولای شې؛ خو زموږ ټولنه له سياسي پلوه دومره پياوړې نه وه او نه ده، چې له ايډيالوژيو سره سياست وکړي او له تخربيوونکو اړخونو يې ځان وساتي.
ايډيالوژۍ هم د بل هر فرهنګي پور غوندې يوې ټولنې ته ورځي. که هغه ټولنه پياوړې وي، ايډيالوژي د خپل فرهنګ په خم کې رنګ کړي. که کمزورې وي، ټولنه او ايډيالوژي يو بل وننګوي. ايډيالوژي هڅه کوي، چي سلامته ورشي او ټولنه لاندې کړي؛ خو ټولنه يې نه پرېږدي، چې له دې سره ټکر رامنځته شي او دا جګړه ييز ټکر دواړه خواوې ويجاړې کړي. زموږ د همدې تېرو لسيزو تاريخ يې شاهد دی.
کله چې يوه ايډيالوژي په يوه ټاکلي مهالي مقطع کې راښکون ولري او شاعر او ليکوال ته د خپلې ټولنې لپاره ګټوره ښکاره شي، نو په خپلو پنځونو کې يې وپالي. لايق صاحب هم وايي، چې زموږ نيت سم و. کمونيستي ايډيالوژي هغه وخت په يوه بېوزلې او پاتې ټولنه کې د ماډرنيزم او ټولنيزې هوساينې يو خوب ښکارېده او دا خوب يوازې پښتو شاعرانو او ليکوالو نه و ليدلی، بلکې د نورو ډېرو قومونو هغو هم ليدلی و.
ارواښاد لايق بيا په وار وار په خپلو تېروتنو اعتراف وکړ. پر خپلو تېروتنو اعتراف د لويو خلکو کار وي. کاش زموږ نورو سياسي مشرانو هم دا لويي لرلای، نو اوس به ځينې ځوانان د خپل تاريخ او اوسني حالت په اړه له ذهني تذبذب سره مخ نه وو.
د لايق صاحب د ژوند دوه اړخه وو، يو د هغه سياسي فعاليت او فکر و او بل يې فرهنګي کار. کمونيزم يوازې د شعرونو او ليکنو پلوی نه و، له شاعر او ليکواله يې عملي سياست هم غوښت. لايق صاحب هم د دې لارې لاروی و؛ خو فرهنګي اړخ يې دومره غالب و، چې ډېر خلک يې کم سياسي اړخ ته متوجه کېږي.
په ځينو مواردو کې د استاد لايق دا دواړه اړخه په اسانه نشو بېلولای. د نوموړي انقلابي او ولوله انګېزه ملتپاله شاعري زياتره د ده د ايډيالوژۍ په خدمت کې ده؛ خو که څوک يې له دې اړخ سره موافق نه وي، حق يې دی؛ خو نوموړي افغاني فرهنګ ته دومره ګڼ خدمتونه کړي، چې په راروانو نسلونو کې به هم ژوندی وي.
پر لنډيو د ارواښاد څېړنه او خوږ نثر هر لوستونکی مسحوروي. نوموړي په پښتني قبايلي ټولنه کې د لنډيو له هېندارې د ښځې د احساساتو او ژوند داسې روڼ انځور ښکلی، چې سړی ورته ګوته په غاښ شي. يوازې په ليکنۍ بڼه نه، په مخامخ خبرو کې يې هم د خبرو ملکه درلوده.
د نوموړي ادبي او فرهنګي ليکنې زموږ د پښتو ليکنۍ پانګه ده، چې د ارواښاد علميت او لوړ ادبي ذوق ښيي. د افغانستان د تېرې نيمې پيړۍ د سياست او ادب د کتاب دا پاڼه هم واوښتله او افغانستان يو بل لوی زيان وليد. خدای دې يې جنتونه نصيب کړي.
 
بېرته شاته