لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
مخالفت به هم کوو او وروري به هم کوو
لیکوال: پوهاند محمد اسمعيل يون   نېټه: 09.09.2020   خپرونکئ:   سمسور  

 ښاغلي امرالله صالح سره مې د نظر او فکر اختلاف درلود او لا یې هم لرم، خو دا د افغانیت او نارینتوب اصل نه دی چې پر هغه دې د مرمیو باران وي او زه دې خوښي څرګنده کړم ، موږ به اختلافات هم کوو ، خو د یو بل پر درد به هم دردېږو ، موږ که اختلافات لرو ، نو داسې ډېر مشترکات هم لرو چې تر اختلافاتو څو ځله خواږه او ځواکمن دي ؛ د پاکستان د پټو او ښکاره توطیو ، د ډیورند د تحمیلي کرښې او د پنجابي ښکېلاک له لوري زموږ د نیول شوې خاورې په باب د ښاغلي صالح څرګند او غوڅ ملي دریځ هغه ستر مشترک ټکي دي چې هېڅ اختلاف یې انډول نه شي ګڼل کېدی. البته که کله یې دا نظر بدل شو زموږ ارزونه به هم بدلېږي . دا دویم ځل دی چې پر ده مرګوني بریدونه کېږي، هر څومره چې د دې بریدونو پلټنه وشي ریښه یې بهر ته رسي او زیان یې افغان ولس ته. زه دا نه وایم چې د امرالله خان صالح له لاس او خولې به د تنظیمي جګړو او د خپل حاکمیت پر مهال څوک نه وي ازار شوي ، دا به ضرور شوي وي ، خو د دې په مقابل کې مې پرې مرګ هېڅکله نه لورېږي ، صالح باید ژوندی وي چې بیا داسې یو وخت راشي چې موږ له ده څخه د خپل ځورول شوي ولس په باب ګیله هم وکړو او د جبران لپاره یې ترې د معوضې غوښتنه هم وکړو، صالح باید ژوندی وي چې زموږ نوي نسل ته له یو جګړه ییز تنظیمي بهیر څخه یو مدني ، سیاسي او فرهنګي بهیر ته د اوښتون تجربه بیان کړي، صالح باید ژوندی وي چې د جګړې او سولې د نسل داستان څرګند کړي ، صالح باید ژوندی وي چې د حاکمیت پر مهال د منطق په دایره کې خپل مخالف وزغمي ، صالح باید ژوندی وي چې په ګډه تنظیمي لنډغرو او ملايي تنګنظرانو ته معقوله اعتدالي لاره پیدا کړو او صالح باید ژوندی وي چې په ګډه او یووالي سره د پنجاب د ستراتېژیک عمق د توطییو مخه ونیسو . زه چې کله (صالح )او نورو (صالحانو )ته د روغتیا او ژوندانه هیله لرم ، ورته هیله د هغه مخالفینو (طالبانو ) ته هم لرم ، دا دعا هم کوم چې نه دې نور د هغوی له لوري په انتحار او انفجار کې کوم افغان وژل کېږي او نه دې له دې خوا په بمبار کې کوم هېوادوال له منځه وړل کېږي ؛ نه دې انتحار او انفجار وي او نه دې چادونې او بمبار. خدای دې داسې وخت راولي چې (غني )او (برادر )سره یو ځای شي ، د مېز یوې خواته (متقي) ولاړ وي بلې خوا ته (صالح )، نو بیا به رښتیا هم یو (عبدالغني برادر) رامنځته کړي.، نو چې په نظام کې هم (صالح) وي هم (تقوا) ، هم په کې (اشرف )وي ، هم په کې (غني )او هم په کې (برادري )، نو موږ ولس نور څه غواړو؟حکومت دې همدوی ته مبارک وي او موږ ته دې سوله او امن را ډالۍ کړي . د همدې ورځې په ارمان

 
بېرته شاته