لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
بنګړي
لیکوال: شبانه پوپلزۍ   نېټه: 11.09.2020   خپرونکئ:   سمسور  

 ماشومتوب هم عجیبه وي په هغې ورځ مې څومره وژړل هېڅکله به مې هېر نه شي.

د اوړي سخته ګرمي وه، د ډېرې ګرمۍ له امله د میوو رنګونه په ونو کې ژیړ او سره اوښتي وه، په دې سوځنده لمر کې ټول په خپلو کروند کې په کار لګیا وه، چا ونې د میووو له درانه باره سپکولې څوک د غنمو په ریبلو یا هم وړلو اخته وه. زما پلار هم خپل ریبلي غنم ګیډي کول او په شا یې درمنده ته وړل، ما او خور مې له پلار نه د پاتې شوو غنمو وږي ټولول. زموږدواړو ترمنځ د وږو په ټولولو کې مسابقه روانه وه چې څوک به ډېر وږي ټولوي. کله به چې د پلار پام بلې خوا ته شه د پلار نه په پټه به مو د غنمو له کودو څخه د غنمو وږي په پټه را ویستل یا به مو د پلار له ګیډي نه د غنمو وږي را وایستل. 
موږ په خپله شیطانۍ او وږو ټولولو اخته وو پلارمې د درندو ګېډیو له وړلو او تودې هوا څخه ډېر ستړی سوی وه، د تندي په ګونځو کې یې د خولو ډنډونه ځلېدل ګیډی یې وتړه او ها خوا د یوې ونې سیوري ته کښېناست، ورمنډه مې کړه او د خپل وړوکي پړوني پیڅکه مې ورته و نیوله پلاره! پلاره! په دې خپل مخ پاک کړه. 
پلار وویل لورې پریږده یې په جیب کې مې دستمال سته په هغه به یې پاکې کړم .
ما ورته وویل: نه! نه! پلاره ته صبر زه یې خپله درته پاکوم، د پړوني په پیڅکه مې د پلار د مخ خولې څه نا څه پاکې کړې. پلار مې په دې سره ډېر خوشحاله سه په غېږ کې ونیولم او په دواړو خواوو یې مچ کړم، اوه! لورکۍ ټوله ستړیا مې دې لیرې کړه. د پلار تړلی ګیډی وروستی ګیډی وه، نور غنم خلاص وه. له څه دمې او اوبو څکلو وروسته مې پلار له خپله ځایه را ولاړ سه او موږ ته یې وویل زه دا ګیډی وړم تاسې هم نور خپل وږي سره راټول کړئ چې کور ته ځو. 
موږ وویل: سمه ده پلاره تر څو چې ته بېرته راځې دا دئ موږ هم خلاصېږو بیا به نو کورته ځو.
کله مو چې خپل ټول وږي سره را ټول کړه ما ویل زما وږي ډېر دي، خور مې زرڅانګې ویل زما  وږي ډېر دي ما ډېر ټول کړي. زموږ دواړو خوندو ترمنځ همدا لانجه روانه وه، چې پلار مې راغی. د پلار په راتلو سره چپ سوو. پلار پوښتنه وکړه بیا مو په څه شي لانجه وه ؟ څه خبره وه؟ 
ما ورته وویل پلار چانه! زرڅانګه وایي زما وږي ډېر دي، زه وایم زما ډېر دي اوس ته و وایه چې د چا وږي ډېر دي؟ 
پلار مې په خندا سه او زموږ دواړو وږو ته یې وکتل تاسې صبر وکړئ چې زه یې وګورم چې د چا وږي ډېر دي. دواړو ته یې وویل د تا وږي هم ډېر دي او د تا هم ډېر دي درځئ چې نور کورته ولاړ سو. 
بس خبره خلاصه سوه دواړه خوندې په ډېرې خوښۍ سره کورته روانې سوو، کورته چې ورسېدو نو د حویلۍ له دروازې مو نارې شروع کړې مورې راسه موږ څومره ډېر وږي ټول کړي دي. تر هغې مو نارې وهلې چې مور را ووته او زموږ وږي یې وکتل او راته وویل اوه ! زما لورانو دومره وږي ټول کړي راسئ چې مچ مو کړم. 
له همدې لحظې نه په مور پسې شله شوو چې دا ژر راته میده کړه. دوه درې ورخې وروسته مور زموږ وږي راته میده کړه او غنم یې ترې  و ایسته. څو ورځې تېرې سوې زه به هره ورځ له سهاره تر مازدیګره ددې په تمه وم چې نن به بنګړي واله توړۍ راځي، خو د بنګړي والې توړۍ هېځ درک نه معلومېده. یوه ورځ مې له خپلو ملګرو سره په باغچه کې لوبې کولې چې ګورم بنګړي واله توړۍ راغله اوه ! څومره ورته خوشحاله سوم زما هغه خوشحالي، ورمنډه مې کړه توړۍ توړۍ ماته په غنمو باندې بنګړي اچوې؟ 
بنګړي والې توړۍ راته وویل هو که غنم دې سم وي ته ورشه را یې وړه چې زه یې وګورم. په منډه کورته ولاړم غنم مې ورته راوړه او ورښکاره مې کړه. بنګړي واله توړۍ د غنمو په لیدو خوشحاله سوه او سمدلاسه یې په لاسونو کې بنګړي راته واچول. بنګړیو ته د ډېرې خوشحالۍ له امله په ځغاستا د کور خواته روانه سوم. کورته نږدې مې په یوه تېږه کې پښه بنده سوه ولویدم او ټول بنګړي مې مات سوه لاس مې هم خوږ سه او وینې ترې روانې سوې؛کله مې چې لاس ته وکتل ټول بنګړي مې مات سوي په ژړا سوم په هغې ورځ مې تر بېګاه په خپلو بنګړیو پسې وژړل. اه! زما بنګړي.  
 
بېرته شاته