لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
همهالي اونا همهالي ادبیات
لیکوال: شبانه پوپلزۍ   نېټه: 11.09.2020   خپرونکئ:   سمسور  

سریزه 

د وخت اوزمان په تېریدوسره ټولنې تغیر کړی او د پرمختګ پر لور یې ګامونه اخیستي او په ټولنه کې تغیر او تحول راغلی، چې دا تغیر، تحول او پرمختګ زیاتره وخت د علم په برخه کې رامنخته کېږي؛ چې له دې تغیر او تحول څخه ادبیات هم بې برخې نه دي پاتې شوي. که د ادبیاتو لومړنیو ډولونو ته متوجه شو دا به راته څرګنده شي، چې په ادبیاتو کې څومره تغیرات راغلي او څومره پرمختګ یې کړی. دا چې د ادبیات په فورم کې څومره تغیرات راغلي او کوم فورمونه او ژانرونه نوي منځته راغلي. د ادبیاتو  په مانا او محتوا کې کوم تغیرات راغلي دي. په دې مقاله کې به په دې ټولو موضوعاتو باندې رڼا واچوو. 

ار وییونه: همهالي ادبیات، نا همهالي ادبیات، د ادبیاتو پړاوونه، د ادبیاتو شکلي او موضوعي تحول 



سیکرونیک او ډای کرونیک یا همهالی او نا همهالي ادبیات
 
سیکرونیک یا همهالي ادبیات: هغو ادبیاتو ته ویل کېږي چې په یو ټکلې او معینه دوره کې ادبیات تر څېړنې او شننې لاندې نیسی. 
ډای کرونیک یا څو مهالي ادبیات: هغه ادبیات دي، چې د یوې ژبې د ادبیاتو تحول او تغیر د تاریخ په اوږدو کې تر څېړنې لاندې نیسي. (همای، یحیای ۱۳۹۸، ۱‍۱ م)
د سیکرونیک او ډای کرونیک اصطلاحات د لومړي ځل له پاره فردیناند دسوسور د تشریحي او تاریخي ژبپوهنې له پاره و کارولې. نوموړي چې تاریخي ژبپوهنه مطالعه کړه؛ نو یې د تاریخي ژبپوهنې نیمګړتیاوو ته متوجه کړ او مخالفت ته یې مټې را و نغښتې، ده ویل چې ژبه که په هر مهال کې وي، بشپړه ده. د تاریخ لوست ته یې اړتیا نشته، بلکې تاریخ د ژبې په تفهیم کې مزاحمت کوي. د فردیناند په وینا خلک چې د کلیمو د جوړښتونو په تاریخي تسلسل سرنه ګرخوي، چې مثلا یو څوک پر پښتو غږیږي او ذهن یې ددې کلیمې تاریخ ته لاړ شي. چې اوستا کې ورته پرشو ویل شوې او که ذهن یې لاړ هم شي؛ نو په خبرو کې یې ځند او ګډوډي راځي، ځکه فردیناند وایي چې تاریخ د ګړیدا په بهیر کې مزاحمت کوي. فردیناند وایي چې ژبپوهنه دا پوښتنه ځوابوي؛ ژبه څرنګه د پوهوي دنده ترسروي او دا کار له تاریخه پرته هم شونی دی؛ ځکه چې هره ژبه په هر مهال کې د افهام او تفهیم دنده ترسره کوي. 
فردیناند دسوسور د خپلې خبرې د رڼاوي له پاره دوه  اصطلاحات و کارول چې د تاریخي ژببوهنې له پاره یې د ډای کرونیک یا څو مهالي اصطلاح او د تشریحي ژبپوهنې له پاره یې د سیکرونیک یا همهالي اصطلاح و کاروله. مطلب د یوې ژبې ځیرنه په تاریخي بدلانه کې نه بلکې په عین زمان کې په کار ده. ښکلی، اجمل ۱۳۹۶، (۱۲ ـ ۱۳ ) م 
 د ژبپوهنې له موضوع څخه به تېر شو، راځو ادبیاتو ته په ادبیاتو کې د فردیناند دسوسور دا قاعده د تطبیق وړ نه دی؛ ځکه که موږ  پخواني ادبیات مطالعه نه کړو او د هغو ادبیاتو په اساس نور ادبیات ایجاد نه کړو، نو په هر وخت او زمان کې به څنګه وکولای شو چې نوي فورمونه ایجاد کړو، نو همدا تېر ادبیات دي چې موږ ته اساس ټاکي او موږ په دې اساس نوي ادبیات ایجادوو. دا هم سمه خبر ده چې دوخت او حالاتو مطابق به ادبیات ایجادیږي؛ خو فورم او چوکاټ خو هغه ده یوازې موضوع به د وخت او حالاتو مطابق وي. دا هم سمه خبره ده چې په ادبیات کې ځینې فورمونه او ژانرونه نوي منځته راغلي او نن ورځ خلک په همغو فورمونو او ژانرونو کې ډېره لیکوالي کوي او داسې پخواني فورمونه او ژانرونه شته چې اوس دومره د استفادې وړ نه دي. لکه اوس چې په پښتو ادب کې لنډې کیسې، ناول، ادبي ټوټې او سپین شعر دود دي او ډېره لیکوالي په کې کېږي او که تېر مهال ته وګورو چې په تېر مهال کې قصیدې او حماسې ډېرې دود وې؛ چې اوس نه څوک  حماسه لیکي اونه هم قصیده، خو که ازاد نظم او غزل ته وګورو چې دا هم پخواني فورمونه دي، خو اوس هم ډېر کارول کېږي. موضوع به په دې فورمونو کې د اوس مهل مطابق وي او په فورم کې هم یو څه تغیرات ایجاد شوي، خو اساس هغه پخوانی ده او په همغه پخواني فورم کې اوس هم شاعري کېږي. نو د ادبیاتو د پرمختګ او پراختیا له پاره پحوانیو ادبیاتو ته اړتیا لیدل کېږي، ځکه همدا تېر ادبیات دي، چې د نوو له پاره اساس ټاکي.
ډای کرونیک یا څو مهالي ادبیات: مخکې مو وویل چې ډای کرونیک هغو ادباتو ته ویل کېږي چې، د ادبیاتو تاریخي جریان او تحول تر څېړنې لاندې نیسي. راځو دې ته چې ادبیات څه وخت څنګه او چېرته ایجاد شوه؟ 
د ادبیاتو پیل له لرغوني یونان څخه کېږي، چې پیل یې د هومر په ایلیاد او اودیسې باندې شوی. چې دا دوه حماسې د لرغوني یونان د فرهنګ هېنداره او خزانه دي. د ادبیاتو پیل په منظومو اثارو باندې شوی او په یونان کې یوازې منظومو اثارو ته ادبیات ویل کېده. د دې دورې ادبیات په درې دورو ویشل کېده چې حماسي، غنایي او ډراماتیک ادبیات وه. لرغوني یونان پر تحریري ادبیات سربیره شفاهي ادبیات هم لرل. د موضوع له پلوه د لرغوني یونان ادبیاتو مذهبي او سیاسي رنګ لاره او په عشقی موضوعات کې یې هم شاعري کړې وه. 
د تحقیقي ادبیاتو په برخه کې هم لومړیتوب د یونانیانو په برخه دی؛ ځکه چې اپلاتون تر بل هر فیلسوف له شاعرۍ سره ډېر مخالفت کړیدی او  لومړی ځل یې پر شعر ژورې خبرې کړي دي او په مخالفت کې یې ارسطو ۰بوطیقا) لیکلې. که داپلاتون دا فکر نه وای د ارسطو بوطیقا به هم نه وای، نو ځکه به ادب تیوري او نقد کې اپلاتون مهم دی.   ښکلی، اجمل. ۱۳۹۶ ( ۲۰ـ ۲۸) م
 د وخت په تېریدو سره د یونان له ادبیاتو په تقلید د سیمې په نورو هیوادونو کې هم ادبیات رواج پیدا کړ او ادبیات یې ایجاد کړه؛ چې پښتو ژبه هم د ادبیاتو لرغونی تاریخ لری، چې ددې ژبې ادبیات موږ په لومړي سر کې په دوه وو برخو لیکلي اونا لیکلي ادبیاتو باندې ویشو. 
تاریخي څېړنې وایي چې د پښتو نا لیکلو ادبیاتو تاریخ تر لیکلو ادبیتو لرغونی دی. پښتو فولکلوري ادبیات له اریایی سټې اوبه څښي، چې ددې خبرې دلیل دا لنډۍ ده. 
سپوږمیه سر وهه راخیژه 
یار مې د ګلو لو کوي ګوتې رېبېنه 
ددغې لنډۍ په باب باندې د جون زانو لیټسن یو روایت دی: ( د اریایانو هغه دود ته یې پام شو چې د سپوږمۍ په رڼا کې به یې د سرما، هوما، اوما، نمه ) بوټي رېبل او بیا به یې دسرما شراب ترې جوړول. همدارنګه دپښتو د اریایي توب په اړه دې ته ورته نورې لنډۍ، متلونه او نور فولکلوري ژانرونه هم موندلای شو. همدې فولکلوري ادبیاتو د تحریري ادبیاتو د ایجاد له پاره هم لاره هواره کړې او ددې په اساس نور لیکلي ادبیات هم ایجاد شوي دي. لکه خوشحال خان خټک چې د پښتو فولکلوري ادبیاتو د اصولو په رڼا کې دستارنامه، بازنامه او فال نامه لیکلي دي. ازمون، لعل پاچا ۱۳۹۵. ( ۶۱ـ ۶۲) م
پښتو فولکلوري ادبیات هم د نظم برخه لري او هم دنثر چې د نظم په برخه کې یې لنډۍ، سروکي، بدلې، بګتۍ، د اتڼ نارې، ببولاله او ... راځي او په نثري برخه کې یې نکلونه، کیسې، متلونه او ... راځې 
د پشتو شفاهي ادبیات سره له دې چې د خپلو شکلي جوړښتونو له مخې رنګا رنګ دي؛ خو د موضوع له پلوه د پښتو سیاسي، اجتماعي، ملي او فرهنګي ژوند ټولو خواوو ددې ادبیاتو په بېلا بېلو ډولونو کې انعکاس موندلی دی او ددغو ادبیاتو له څېړنو څخه موږ د پښتنو د فرهنګ په څېړنه کې ډېره استفاده کولای شو. 
په پښتو شفاهي ادبیاتو کې داسې موضوعات شامل دي چې تاریخ ته یې بدلون ورکړی او تاریخ یې ګتلی لکه د ملالې د یوې لندۍ په اساس چې د میوند په جګړه کې افغانان روحیه اخلي او جګړه ګټي. هدارنګه دا هغه ادبیات دي چې پشتنې ښځې توانېدلي چې د خپل زړه درد، د ژوند ناخوالې او احساسات په کې په ازاده ډول بیان کړې. 
پښتو لیکلي ( تحریري) ادبیات: پښتو ادبیات د شفاهي ادبیاتو تر څنګ بډایه تحریري ادبیات هم لري، چې د پښتو ادبیاتو لومړني اثار هم زیاتره د نظم په برخه کې دي او د نثر برخه یې پیکه ده. 
دلاسته راغلو اسنادو پر اساس د پښتو تحریري ادبیاتو لومړنۍ لاسته راغلې بېلګه هم په نظم کې ده چې د امیر کروړ ویاړنه ده چې په دوهمه هجري پیړۍ کې لیکل شوې ده. په دې وخت کې د ادبیات د ایجاد درې مرکزونه وه. ۱- غور ۲ ـ د کیسې غر ۳ـ ملتان 
په دې درې مرکزونو کې چې پښتانه اوسېدل؛ نو پښتو ژبې او ادب ته یې هم ډېر کار کړی، چې د پښتو لیکنیو ادبیات پیل له غورڅخه د امیر کروړ په دې ویاړنې سره کېږي. 
زه یم زمری پردې نړۍ له ما اتل نسته 
پر هنو سندو پر تخارو پرکابل نسته 
بل په زابل نسته له ما اتل نسته 
چې دا پښتو ویاړنه ده چې امیر کروړ د ځان په ستاینه کې ویلې ده. 
ښاغلي حبیب الله رفیع دغه ډول سندرې د پښنتو لرغونې سندرې بللي؛ ځکه چې دا نه د شرق له دیواني اوزانو غزل، قصیدې، ترکیب بند، ترجیع بند، مخمس، مسدس او نورو سره یو شانوالی لري اونه هم سل په سلو کې د پښتو له خپلو شعري اوزانو او انوعو لکه: چاربیتو، بدلو، بګتیو، لوبو او سندرو سره یو شانوالی لری. 
ددې دورې نظم د شکلی جوړښت له مخې د پښتو هغه لرغونې سندرې دي چې د خپل جوړښت له پلوه له زړو اریایي سندرو سره ورته والی لري او دپښتو خپل شعري اوزان دي. همدارنګه په دې وخت کې له شرقي ادب څخه پښتو ته ځینې فورمونه هم راغلل، لکه  قصیده، غزل، قظعه، مثنوي او څلوریزه. له عربی ژبې څخه پښتو ژبې ته په نظم کې د عربي یو شعر را وژباړل شه.
د موضوع له پلوه ددې دورې په نظم کې ډېر پیچلي موضوعات او افکار نه دی بیان شوی.، بلکه د هغه زمان له غوښتنو او د پشتنو موقیعت ته په پاملرنې د مفاخرې او حربي فوجي کارنامو او داسلامې اساساتو حمایت په سندرو کې بیان شوی. په دې وخت کې داسلام د خپریدو په ملاتړ خینې ادبیات ایجاد شوه، به دې دوره کې ځینې د عشق او محبت سندرې هم ایجاد شوې. هیوادمل زلمی ۱۳۷۸ ( ۴۲ـ ۴۳) م

د جوړښت له مخې ددې دورې دنظم ژبه یې سوچه ده او پر پښتني توکیو (ترکیبونو،کلیمو) ولاړ دی دعربي او فارسی اغېز پرې کم تر سترګو کېږي. 
نوي لفطي او معنوي صنعتونه ( تضاد، حسن تعلیل، مراعات النظیر، تجنیس، جمع...) تشبه، کنایه او داسې نور په کې کارول شوي دي. 
په اثارو کې یې ځینې داسې لغتونه کارول شوي چې په اوسنۍ پښتو کې نه کارول کېږي. 
په دې دوره کې پر نارینه ناظمانو سربېره څو تنه ښځینه ناظمانې هم پیدا شوې. ازمون، لعل پاچا ۱۳۹۷. ( ۷۶۶) م
په دې دوره کې د نثر برخه ډېره کم رنګه وه او یوازې د سلیمان ماکو د تذکرةلاولیا یو څو پاڼې لاسته راغلی، چې په ساده او هنري نثر باندې لیکل شوی نثر دی. 
وروسته له دې دورې په پښتو ادب کې یوه بله دوره را منځته شوه، پښتو ژبه یې د نظم او نثر په برخه کې بډایه کړه. 
بایزید روښان او دده پیروانو د خپلو سیاسي او مذهبي پیغامونو د رسرلو له پاره د ادب له ژبې څخه کار واخیسته؛ ځکه د هنر او ادب ژبه د اغېزې ژبه ده او او د پیغام په رسولو کې ګټوره تمامېږي. دوی د خپلې تصوفي لارې د تبلیغ له پاره په نظم او نثر کې ډېر اثار ولیکل چې په دې سره یې د پښتو ژبې ادبیات بډایه کړه. 
په دې دوره کې په نورو فورمونو سربېره د قصیدې په فورم کې ډېر اشعار ویل شوی دي، په دې دوره کې مربع او مخمس هغه فورمونه دي چې نوي یې پښتو ادب ته لاره پیداکړه. 
ددې دورې د شعر هنرې ارزښت په لومړیو کې کم وه چې په وروستیو کې ورو ورو یې هنري ارزښت زیاتېږي. 
د موضوع له پلوه ددې دورې په نظم او نثر کې عرفاني موضوعات وړاندې کېدل، چې عرفان په کې د یوه مسلک په توګه لارپیدا کړه او روښانیانو په کې خپل مکمل فکر پښتو ادب ډالۍ کړ. 
په دې دوره کې قافیه وال نثر مروج شه، چې ددې نثر تر څنګ روان نثر هم ورسره پیل شوه، چې ارزاني او محمد مخلص چې ګوم نثرونه لیکلي مسجع نه دي. 
له بایزید روښان سره هم مهاله یو بل کس هم پیدا کېږي، چې اخوند درویزه نومېږي، چې د پیر روښان د نظریې مخالف سړی دی، چې د پیری روښان د خیرالبیان په مقابل کې یې په مسجع نثر مخزن السلام ولیکه. اخوند درویزه او دده پیروان هم د تصوف د ځانګړې طریقې پیرو دی چې د دوی موخه هم په ادب کې د عرفاني طریقې تبلیغ وه . 
په دې پړاو کې چې کوم منظوم او نیم منظوم اثار ایجاد شوي؛ په هغه کې ادبي او هنري ارزښتونو ته ډېره پاملرنه نه ده شوې.   هیوادمل، زلمی   ۱۳۷۸

له روښا نیانو څخه وروسته پښتو ادب یوه نوي پړاو ته ننوت؛ چې په دې دوره کې پښتو ادب ته هر اړخیز او فنې کار وشه، چې په دې دوره کې پښتو د نظم او نثر په برخه کې خورا مهم اثار پیدا کړه. خوشحال بابا او دده پیراوانو پښتو ادب یو نوي پړاو ته ننویسته او پښتو ادب ته یې بې ساري خدمت وکړ. 
د خوشحال بابا په شاعرانه پړاو کې د لرغونې او روښاني دورې په پرتله نور نوی لفظي او معنوي فورمونه هم رامنځته شوه. لکه له ختیځې شاعرۍ نه په اغېز پښتو بولله،مثنوی، مربع، قطعه، مخمس، مسدس،مثمن، ترکیب بند، ترجیع بند، ذولقافیتین...  ازمون، لعل پاچا ۱۳۹۷. (۷۸۸) م
د موضوع له پلوه خوشحال بابا په هره موضوع کې شاعري کړې دا به مبالغه نه وي، چې ووایو چې داسې موضوع  به نه وي چې خوشحال بابا په کې شعر نه وي ویلای. د شعر ژبه یې ساد او روانه ده، خو په خینو اشعارو کې یې پیچلتیا هم لیدل کېږي؛ ځکه له لفظی او معنوي صنعتونو څخه یې یې کار اخیستی او تشبه، استعاره، او کنایه یې هم به اشعارو کې لیدل کېږې. 
خوشخال بابا یوازې به نظم کې نه بلکې په نثر کې هم ډېر کارکړی، چې نثر یې د قافیي له قیده خلاص دی او روان نثر دی. 
له خوشحال بابا څخه وروسته رحمان بابا او دده پیروانو په پښتو ادب کې کار کړی، چې د رحمان بابا د شاعرۍ په برتله دده شاعري ساده او عام فهمه ده چې دده  شاعري شعري ابهام او پیچیدګی  نه لري. د بیان ډول او د انخور جوړونې زیاتره شکلونه یې طبیعي او ساده دي. د رحمان بابا سبک د واقیعتونو بیان ته زیاته توجه لري. له انسان سره مینه ددې سبک په اشعارو کې په ښکلي انداز سره بیان شوې ده. رحمان بابا یوصوفي شاعر دی چې دده شاعري د لوستونکو له پاره د پند او نصیحت بڼه لري. هیواد مل، زلمی. ۱۳۷۸. ( ۱۷۵ـ ۱۷۶) 
تر رحمان بابا او هوتکیانو وروسته په پښتو ادب  کې یو نوی سبک منځته راځي، ددې سبک ځانکړنې دی: ابهام، پیچیده ګي، ایجاز، لنډوالی، د متلونو او اصطلاحاتو کارول نوی مضامین په شعر کې راوړل د ادبي صنعتونو کارول، تشبه، استعاره ډيره کاروي نظر سنجي او مضمون تراشي یې د شعر یوه موضوع ده. زیاتره اشعار یې د غزل په فورم کې دي او د شعر اساسي موضوع یې مینه ده. په دې سبک کې د شعري قواعدو خیال دومره نه ساتل کېږي. د مخکینۍ دورې په شعرونو کې چې کومې تشبې او استعارې د ښځو له پاره کارول شوي هغه  په دې سبک کې د نارینه وو له پاره کارول شوي دي. چې دې سبک ته هندي سبک وایي. په دې سبک باندې د دري اغېز هم زیات لیدل کېږي او په دې سبک کې له ډېرې مبالغې څخه کار اخیستل شوی. 
د امیر حبیب الله خان د واکمنۍ په دوره کې کله چې خلک د ازادۍ ترقۍ او مشروطه نظام غوښتونکي شول، نو دا مسایل یې په شعر کې هم منعکس شوه. تر څو له دې لارې خلک خپلې موخې ته ورسېږي؛ چې په دې سره پښتو ادب یوه نوي پړاو ته ننوت او یوه نوې دوره پیل شوه، چې د خلکو له غوښتنو سره سم ادبیات په دې دوره کې ایجادیدل. دا دوره د معاصرې دورې په نامه و نومول شوه. چې دا دوره په افغانستان او پښتونخوا کې یو ځای پیلېږي. چې په افغانستان کې د  سراج لاخبار د لومړۍ ګڼې په چاپېدو سره او په پښتونخوا کې د سید راحت زاخیلي د افغان اخبار په پیلېدو سره معاصره دوره پیلېږي. 

ددې دورې فرق له هندي سبک سره دا وه چې په هندي سبک کې د شعر ښکلا مضمون افرینۍ ابهام او پیچیده ګۍ ته پاملرنه کېده او موضوعات یې هم تر دېره حده پورې عشقي وه. خو دمعاصرې دورې د پیل د ادبیاتو د شعر او نثر پیغام هیواد پالنه، خپلواکي غوښتنه د فساد رټنه، د تعصب غندنه او دې ته ورته نور مسایل دي.
ددغه پړاو د پیغام او تعهد برخه ډېره پیاوړې ده او پر مضمون باندې د زیات ټینګار له امله ادبي فورم ته لازمه پاملرنه نه ده شوې. له ځینو لیکنو څخه څرګندیږي چې د روښانتیا پړاو مخکښانو په قصد او عمدي توګه د کلاسیک ادب د بدیعي صنا یعو د عنعنې له پیروۍ څخه ډاډه ګړې ده. چې محمود طرزي په خپله مقاله ( حسب حال ما بین شعرطرز جدید و شعر طرز عتیق) کې د کلاسیک ادب پر تشبیهاتو باندې ملنډې وهلی . 
د ځینو ادب پوهانو په عقیده ددې پړاو مخکښانو له عنعنه یي ادب څخه په لیرې کېدو سره هڅه کوله چې دنوي ادب بنست تېږه په خالي فضا کې کښېږدي چې په نتیجه کې یې دمحتوا یوالی او تناسب زیانمن شو. روهی، محمد صدیق، ۱۳۸۴ ( ۵۷ـ ۵۸) م
له دې پړاو څخه وروسته په پښتو ادب کې یو بل نوی پړاو را منځته شو، چې د ویښتیا د پړاو په نامه یادیږي په دې پړاو کې پښتو ادب ډېر پر مختګ وکړ پښتو ادب ته راغلي نوي ژانرونو ته پراختیا ورکړل شوه. په نوي سبکونو او فورمونو کې شاعري وشوه. 
له دوهمې نړیوالې جګړط نه وروسته په نړۍ کې بدلونونه راغلل یو شمېر هیوادونه خپلواک شول. د هند د نیمې قارې ویش او دافغانستان په ګاونډ کې د دوه دولتونو منځته راتګ چې دې  ټولو افغانستان په خلکو او ادبیاتو هم اغېز درلوده چې په دې وخت کې پښتو ادب یوه نوي پړاو ته ننوت چې د ویښتیا د پړاو په نامه یادیږي. 
د ویښتیا پړاو د ویښ ځلمیانو له ګوند سره تړاو لري او اکثره لیکوالان یې د ویښ ځلمیانو د ګوند غړی دي. ددې پړاو د ادبیاتو میتود انتقادي ریالیزم ده او د ادبیاتو مضمون یې تقریبا د ویښ ځلمیانو د ګوند مرامنامه ده چې پنخلس مادې لري. لکه استقلال او د خاورې تمامیت، د سواد عام کېدل، له ناوړه رواجونو نه د خلکو رایستل د فساد او رشوت غندل د ښتونستان د مسلې حمایت، د هیواد پرمختګ او نور. همدا رنګه په دې پړاو کې د سوسیالیستي ریالیزم بېلګې هم تر سترګو کېږي؛ چې نور محمد تره کي او سلیمان لایق په دې سبک کې لیکنې کړي.      باجوړی، بریالی، ۱۳۹۷ (۲۲) م
ددې دورې لیکوالانو د هنري نثر په برخه د هنري نثر په برخه کې هم ډېر کار وکړ او هنري نثر ته یې پراختیا ورکړه، جې د هنري نثر ډېرې بېلګې په دې دوره کې تر سترګو کېږي. ددې دورې زیاتره لیکوالان د نوي فکر خاوندان و ه او په ادبیاتو کې یې نوی فکر ایجاد کړ.
سیکرونیک یا همهالي ادبیات: د اوس مهال ادبیات یا هغه څه چې اوس مهال په ادبیاتو کې روان دي. اوس مهال په ادبیاتو کې د پخوا په پرتله ډېر تغېرات راغلي اوس خلک هڅه کوي چې زیاتره لنډ اوښکلي موضوعات په شعر کې وړاندې کړي  اوس مهال په شعر کې زیاتره نوي فورمونه ایجاد شوي لکه سپین شعر، غزلیزه، ټکوریزه او همدارنګه د نثر به برخه کې هم نوي ژانرونه رامنځته شوي لکه 
ناولیت، کیسه ګۍ او داسې نور. اوس مهال شاعري خلک زیاتره د غزل، غزلیزه، سپین شعر نظم، ازادنظم په فورمونو کې کوي او د نثر په برخه کې زیاتره لنډې کیسې او ناولونه لیکل کېږي. د موضوع په لحاظ  اوس د زیاتره لیکوالانو د نظم او نثر موضوع له جګړې څخه ستومانه کېدل، د هیواد ناخوالې د خلکو درد او رنځ بیانول دي او پیغام سوله غوښتنه ده. له دې سره په غنایي او اصلاحي موضوعاتو باندې هم شعر ویل کېږي. د اوسني مهال د شاعرۍ یو بل لوی توپیر دا دی، چې په تېرو دورو کې د ښځینه پنځګرو برخه په پښتو ادب کې ډېره کم رنګه وه  یا هم بیخي په نشت حساب وه. چې اوس مهال پښتو ادب لسګونه شاعرانې او لیکوالانې لري. اوس مهال چې د ټکنالوژۍ دوره ده؛ نو په پنځونو کې هم زیاتره د ټکنالوژۍ له کلیمو څخه استفاده کېږي لکه مسیج، موبایلو، فیسبوک او ... 
د همهالي او نا همهالي ادبیاتو تر مینځ توپیرونه: د اوس مهال او تېر مهال د شعرۍ تر مینځ ډېر توپیرونه لیدل کېږي، چې ځینې مهم توپیرونه به یې دلته ذکر کړو.
ادبیات په لومړنیو وختونو کې تقریبا ټول په نظم کې وه او د نثر برخه یې کمزورې وه او د تحقیقي ادبیاتو په برخه کې هم کار په نشت حساب وه؛ چې اوسمهال د نظم تر څنګ په نثر کې هم ډېر کار شوی که د نثر برخه تر نظم زیاته نه دی کمزورې هم نه ده او د ادبیاتو د تحقیق په برخه کې هم ډېر کار شوی او په دې برخه کې لسګونه کتابونه لیکل شوي. اوس دپخوا په څېر په اوږدو مسایلو باندې هم لیکل نه کېږي اوس مهال هڅه په دې ده چې مفاهیم را لنډ شي او په ښکلي انداز خلکو ته وړاندې شي، تر څو لوستونکي ولری. اوس مهال دپخوا په څېر څوک په یوه ځانګړي سبک او فورم کې شاعري نه کوي، لکه پخوا چې به یوې ځانګړې ډلې په یوه ځانګړي سبک او موضوع باندې شاعري کوله لکه د روښانیانو په دوره کې چې هغوی د خپلې تصوفي لارې د تبلیغ له پاره شاعري او لیکوالي کوله. یا هم د هندي سبک پیروان چې په ځانګړي سبک کې شاعري کوله اوس مهال ټول شاعران او لیکوالان خپل خپل طرز او طریقه لري او یو ځانګړی سبک او له هغه څخه پیروي نشته.  همدې ته ورته نور ډېر    توپیرونه لیدل کېږي،چې ټول یې دلته نه شو ذکر کولای.  

پایله
د همهالي او نا همهالي ادبیاتو د بهیر په لیدو سره مو ولیدل چې د ابیاتو له را ټوکېدو څخه تر دې مهاله پورې څومره تحول او بدلون کړی. 
له ساده عامو موضوعاتو څخه ادبیات پیچلي او عرفاني  پړاوته ځي  او وروسته له عرفانې پړاو څخه یوه هر اړخیز پړاو ته داخلېږي؛ چې په دې دوره کې  پښتو ادب ته ډېر خدمت کېږې او دا دوره پښتو ادب بډایه کوي. له دې دورې وروسته پښتو بیا یونوي پړااو ته ننوځي، چې په دې په پړاو کې پښتو شعر ساده روان اوعام فهمه وي او دا شاعري د لوستونکو له پاره د پند او نصیحت بڼه غوره کوي. له دې پړاو څخه وروسته پشتو ادب ته هندي سبک راځي، چې پښتو شعر د ابهام او پیچده ګۍ خواته بیایي او د دوی د شعر اساسي موضوع عشق او مینه وي چې زیاتره شاعري د غزل په فورم کې کړې ده. 
له دې څخه وروسته پښتو شعر له دې ابهام او پیچیده ګۍ څخه راوځي او په شعر کې  اساني راځي، چې موضوعات یې د وخت  د غوښتنو مطابق وی. د نظم تر څنګ د نثر په برخه کې هم ډېر کار کېږي پښتو ادب ته نوي فورمونه او ژانرونه راځي. د ادبي نثر په برخه کې د پام وړ کارونه کېږي. چې اوس مهال پښتو ادب پراخه ادبي زیرمې لري او دتحقیق او تخلیق په دواړو برخو کې یې کار شوی. همدا رنګه د پخوا په پرتله د ښیځینه ادیبانو برخه هم درنه شوې ده. په ادبیاتو کې له لوییو نه تر اوسه ډېر تغیرات راغلي هم د فورم په لحاظ او هم د مضمون په لحاظ چې د ټولو بدلدنونو راوړل په یوه مقاله کې ستونرمن کار دی، چې یو څه تو پیرونه مې دلته ذکر کړي.  

ماخذونه
۱ـ ازمون، لعل پاچا ( ۱۳۹۵) پښتو فولکلوري ادبیات،  پکتوس خپرندویه ټولنه 
۲ـ ازمون، لعل پاچا ( ۱۳۹۷)   پښتو وزن پوهنه، ختیځ  خپرندویه تولنه 
۳ـ باجوړی، بریالی ( ۱۳۹۷) د پښتو ادبیاتو معاصر تاریخ د ویښتیا پړاو، جهان دانش خپرندویه ټولنه         
۴ـ روهی، محمد صدیق، (۱۳۸۴) د پښتو ادبیاتو تاریخ، درېم ټوک. دانش خپرندویه ټولنه 
۵ـ ښکلی، اجمل (۱۳۹۶) د نړۍ ادب، جهان دانش خپرندویه ټولنه
۶ـ هیواد مل، زلمی (۱۳۷۸) د پښتو ادبیاتو تاریخ لرغونې او منځنۍ دوره ، لومړی ټوک. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه. 
۷ـ همای یحیای (۱۳۹۸) تاریخي پرتلیزه ژبپوهنه، لکچرنوټ کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی پښتو څانګه.                         
 
بېرته شاته