لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
اقبال، انسان او خودي
لیکوال: سید اسغر هاشمي   نېټه: 13.09.2020   خپرونکئ:   سمسور  

ځينو نړیوالو پوهانو په خپلو افکارو کې انساني پېغامونه درلودل. د دوی فکر محدود نه و او نه یې فکر او نظر د یوې خاصې ټولنې نمایندګي کاوه.

محدود فکر د محدودو خلکو لخوا ستایل کېږي، ځکه چې د هغه نظر عامو خلکو ته نه وي، بلکې خاصو ته وي.
که د فارسی ژبې لیکوال پېغام یوازې او یوازې فارسیوانانو ته وي، په ویناوو کې یې ستاینه د فارسیوانانو وي او د ده فکر او نظر د فارسیوانانو د کلتور او ټولنې نماینده ګي وکړي، نو د ده فکر محدود شو او د ده څرګندونې د یو ملت استازيتوب کوي، خو که چېرې د یو پوهان د فکر حدود پراخ وي او د ده په ویناوو کې جهان بیني موجوده وي پېغام یې نړیوال وي، نو د ده شهرت به هم په نړیواله سطحه وي. د ځینو لیکوالو نظریاتو کې نشنلیزم وینم، نو هماغه دی، چې د یوې خاصې جغرافيي خلک یې یادونه کوي، خو په نړیواله کچه یې څوک نه یادوي، ځکه چې د ده پېغام نړیوال نه دی.
د لوی هندوستان لوی لیکوال علامه اقبال هغه فیلسوف شاعر دی، چې په ټولیز ډول د ده په ډېرو شعرونو کې او په ځانګړي ډول په اسرار خودي او رموزې بې خودي اثارو کې د خودي «ځان پېژندنې» په اړه نظریات د انساني لارښوونې په تړاو دي، د ده په ځینو شعرونو کې نړیوال پېغامونه پراته دي، نو ځکه نن په بین المللي کچه پېژندل شوی شخصیت دی.
د ده په ویناوو کې د ځان پېژندنې په اړه ډېرې لارښوونې انسان او انسانیت په اړه دي، وايي: «خودی کو کر بلند اتنا که هر تقدیر سی پهلی ـ خدا بندی سی خود پوچهی بتا تیرا رضا کیا هی» د ده په شعرونو کې د خودي په اړه ډېر بحثونه په دې دلالت کوي، چې دی، د کایناتو او نورو انسانانو له پېژندلو مخکې ځان پېژندنې ته متوجه وه او د خارجي لاملونو پر ځای خپل داخلي نظام ته یې پاملرنه کوله.
علامه اقبال وايي: د خودي اصل په لا اله الا الله ولاړ دی، کله چې د انسان په زړه کې د دې کلمې عظمت او لویوالی پیدا شي، نو ځان ته متوجه کېږي او د خودي په مفهوم پوهېږي، وايي:
«خودي كی روح روان لا اله الا الله ـ خودي هی تير كمان لا اله الا الله* خودي كا حسن بيان لا اله الا الله ـ خودي كا سرّ نهان لا اله الا الله» د شعر مفهوم دی: د ځان پېژندنې اړیکې له روح سره ده، کله چې روح جوړ شو، انسان جوړ شو، نو ځکه وايي، چې د خودي اصل روح دی، سپيڅلې کلمه ده او د سپیڅلې کلمې هغه کمان دی چې خپل اصلي هدف پرې ویشتلی شو، خودي د حقیقي حسن یادونه ده او په اسرارو پوهیدل دي.
اقبال وايي: د انسان د ټولو پرمختګونو او کامیابیو تربیت د خودي سره اړیکه لري، پیاوړې او با تربیته خودي پواسطه انسان کولای شي چې د حق او باطل تر منځ توپير وکړي، حق وپالي او له باطله ځان وژغوري.
د اقبال له نظره خود په حقیقت کې د انسان نوراني جوهر دی، چې د انسان ارزښت ټاکنه او معیار ټاکنه د همدې خودي پواسطه کیدای شي، د خودي نُور هغه نوراني رڼا ده، چې په انسان کې وي، خو پالل کېږي او تربیه کېږي. کله چې انساني خودي په چا کې پيدا شي، نو بیا د ده ټولې اعضاوې سم کارونه کوي، د ده فکر، خیال او درک که ښه وي، نو د ده د خودي نماینده ګي کوي.کله چې د انسان زړه جوړ شي، د زړه نه هدف د انسان روح دی، نو بیا په ټول بدن همدا روح سمه مشري کوي او که چېرې روح جوړ نه وي، نو بیا د بدن ټولې اعضاوې سم کارونه نه کوي.
که انسان خپل دننني رغښت ته پام وکړي او دې فکر کې شي چې د ده داخلي توکي څنګه پیدا کړي دي؟ هره داخلي عضوه کوم کار کوي؟ نړۍ له دې دومره پرمختګ سره تر اوسه په دې توانیدلې نه ده چې د انسان د داخلي عضوې په شان طبیعي عضوه جوړه کړي، که لږ فکر وکړو، نو په خپل نظام به مئین شو، لیکن بعضې خلک خپل داخلي توکیو ته فکر نه کوي.کله چې یو انسان خپل داخلي توکو ته متوجه شي، نو په حقیقت کې د ځان پېژندنې لومړنی وخت پېلېږي. دی باید خپل ځان په ځان کې پیدا کړي، حقیقت او حقیقي اسرار او رمزونه په خپل ځان کې ولټوي.
د انسان نه هدف هغه انسان دی چې انساني ځانګړنې ولري. د نړۍ ټول انسانان د انسان په نوم یادیږي، خو ډېرو کمو سره د انسان د نوم معنوي اړیکه جوړیږي.
اقبال د انسان په اړه وايي: «په رڼا ورځ ډيوه په لاس انسان لټوم.» د ده له دې وینا معلومېږي چې دی د انسان باطن ته ارزښت ورکوي او انسانیت لپاره لوړ معیار لري.
د انسان د هستي اساسي مقام له خودي سره رابطه لري، په دې حقیقت هغه کسان پوهېږي، چې د خودي په معنا او مفهوم پوه وي او خودي یې په ځان کې پيدا کړې وي.
د ځان پېژندلو لپاره د خدای پېژندل مهم دي، چې یو د بل لپاره د ملا او ګېډې په شان دي او یو د بل لپاره لازم او ملزوم دي.کله چې یو کس په ځان کې خودي پیدا کړي، نو حقیقت ته نږدې کېږي، ځان پېژندونکی په حقیقت کې الله تعالی پېژندونکی وي او الله تعالی پېژندونکی په حقیقت کې ځان پېژندونکی.
په حقیقت کې حقیقي ژوند په ځان پېژندنه کې نغښتی دی، د انسان روح د ځان پېژندنې له پېژندنې «شناخت» پرته په شان د مړي دی. حقیقي او تل پاتې ژوند هغه دی چې د الله تعالی په اوامرو کې وي او څوک چې د الله تعالی سره وي، په حقیقت کې هغه نه مړ کېدونکی او یا نه فنا کېدونکی دی.
 
بېرته شاته