لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
د پښتو ژبې د جملې جوړښت
لیکوال: پوهندوى ډاكتر زرغونه رښتين زيور   نېټه: 28.01.2009   خپرونکئ:    

د جملې جوړښت او رغنده توكونه (اجزا):
د جملې د پېژندنې په باب مود مخه ليكنو كې زياتې خبرې كړي دي دلته مونږ غواړو چې د جملې د جوړښت اوساختماني توكونو په باب څه ووايو.
زمونږ مطلب د جملې هغه ساختمان دى چې يوه بشپړه جمله د كومو برخو او توكونو څخه رغيدلې ده او ددغو برخو او اجزاو د څومره والي له مخې د جملې تركيب، جوړښت، ډولونه څرګنديږي. په يوې جملي كې د كلمو، مورفيمونو اندازه او شمير سره توپير لري په دې معنا چې يوه جمله له دوويا زياتو كلمو څخه جوړه شوې ده.
د يوې جملې په جوړښت كې دغه لاندې توكونه برخه لري:
1- اصلى (خپلواك) توكونه: په دې برخه كې ټول ازاد او خپلواك مورفيمونه (نومونه دا شياو نومونه، صفتونه، ضميرونه، عددونه (شمير نومونه) فعلونه (بشپړ- مرستيال) يا ساده اشتقاقي، تركيبي، قيدونه (اصلي، غير اصلي) راځي، دلته ښايي ووايو چې دغه توكونه مختلفو سوالونو ته په ځانګړي توګه ځواب وركوي يعنى د موضوع څرنګوالى، څومره والى، فعاليت او داسې نور مفاهيم نوموي او ياورته اشاره كوي او يا خو هم ګرامري لغوي معنا ښندي.
2- مرستيال (كومكى) توكونه: په ځانګړي توګه د جملې خپلواك توكونه نه دي ځكه دغه ناخپلواك توكي په جلا توګه سوالونو ته ځواب نه وركوي او د كوم شي نومونه نه ده يوازې په جمله كې ګرامري معنا رسوي. مرستيال- كومكي توكونه ورته ځكه ويلى شي چې د جملې د اصلي توكونو، تركيبونو او جملو ترمنځ ارتباط او تړون ټينګوي، مرستيال (كومكى) (نه اوړيدونكي) (نه ګردانيدونكي) توكونه دي چې په دې كې ادات (ربط، عطف، پيشينې او پسينې) او داسې نور راځي. د څرګندتيا له پاره دغه لاندې بېلګه ګورو:
د خلكو سره مرسته په كارده. دغه جمله په دې توګه تجزيه كوو: د، خلكو، سره، مرسته، په، كار، ده.
ګورو چې دغه جمله له اووتوكونو څخه جوړه ده مګر په دې كې څلور خپلواك (اصلي) او نور ناخپلواك (مرستيال) توكي دي چې په دې توګه دغه جمله په لاندنيو برخو سره بېلوو:
د خلكو سره/ مرسته په كار ده.
په دې جمله كې (د خلكو سره) د مسند اليه (مبتدا) بڼه لري چې لومړۍ برخه ده او (مرسته په كار ده) خبر (مسند) او (ده) د (اسناد) برخه ګڼل كيږي.
چې په مجموع كې (مرسته په كار ده) د جملې دوهمه برخه (خبر- مسند) دى. يا دا بل مثال : هغوي د خلكو سره مرسته كوي.
په دې جملې كې هغوي (فاعل) (د خلكو سره) معيتي قيد) (مرسته د فعل متمم) (كوي) فعل او په مجموع كې (هغوي مبتداء او د خلكو سره مرسته كوي (خبر) دى.
په پښتو ژبه كې داسې مثالونه هم لرو، چې د كلمو اندازه او شمېر يې دجملې د اجزاو سره برابر وي لكه: ليونۍ راغله.
لومړۍ برخه ليونۍ (فاعل) دوهمه برخه راغله (فعل) دى.
په پښتو ژبه كې كلمې چې خپلواكې معناګانې ولري د خپل نحوي دريځ له مخې د جملې بيلا بېلې اجزاوې هم جوړ وي لكه:
1- كابل د افغانستان مركز دى. 4- دغه د كابل ښار دى.
2- مونږ په كابل كې اوسيزو 5- دغه لوى ښار كابل دى
3- كابل په يوه ښكلي ښار بدلوو 6- مونږ كابل ته ځو.
دلته په دغو جملو كې د كابل كلمه په ترتيب سره ګورو چې، كابل 1- مسند اليه 2- ظرف مكان 3- مغفول 4- مصاف اليه 5- خبر 6- غير مستقيم مفعول يا (د تم ځاى حالت) په توګه راغلى دى.
د پورتني مطلب څخه دا نتيجه ترلاسه كوو، چې په پښتو ژبه كې د جملې اجزا د دوو څخه نيولې تر زياتو تو كونو پورې رسيږي په همدغه اساس ساده (لنډه) او منكشفې (ارته) جملې سره بېليږي.
بيلګه : لمر راوخوت، ساړه دي،پسرلى شو.) دا لنډې يادوه توكيزې جملې دي، مګر كه ووايو: زه او زما ورور د خپلو او خپلوانو سره د هيواد ختيځې برخې ته تللي وو. نو بيا دا يوه اوږده (منكشقه)(1) جمله بلله كيږي. په دې توګه مونږ په پښتو ژبه كې د جملې اساسي برخې په مبتدا (مسند اليه، فاعل) او خبر (مسند، فعل) باندې بېلوو او په دې كې د جملې اصلي (لومړۍ درجه) او فرعي (دوهمه درجه) غړي په لاندې توګْه ښودل كيږي.

د فعل او فاعل متعلقات او مربوطات:
1- د مهال (زمانى) قيد 2- (د ځاى (مكانى) قيد) 3- د حالت او وضعيت قيد او مقياس، اندازه ده چې د فاعل، مفعول، فعل حالت او كيفيت ښيي. 4- پيل ځاى چې د فعل د شروع كيدلو مبدا ورڅخه معلوميږي. 5- د مقصد سبب او كيفيت قيد چې د فعل د كيدلو انتها علت سره د مقصد او ځاى ښكاره كوي. 6- ملتيا چې د فاعل او مفعول ملتيا او معيت څرګندوي.
1-2-3 مطلب د قيدونو په واسطه ښودل كيږي او 4-5-6 مطلب د ارتباطي اداتو په واسطه ښودل كيږي.
الف: د جملې اساسي برخې يا دجملې لومړۍ درجه غړي:
دا يوه څرګنده خبره ده، چې يوه جمله برسېره پر فرعي توكونو دوې اساسي برخې لري چې ددغو له پيوستون څخه بشپړ مطلب لاس ته راځي.
مبتدا او خبر د جملې مهمې برخې ګڼلى شوي دي او داوړه برخې ديوې جملې زړي جوړوي دا ځكه چې مبتدا او خبر پرته له فرعي اجزاو څخه هم يوه پوره او ځانګړې جمله جوړ ولاى شي.
لكه: روښنايي راروانه ده، هيواد پرمختګ كوي. هلكان راغلل. شپه تېره شوه.
ليدل كيږي چې په هرې جملې كې د مسند اليه او مسند برخې په خپلواكه او مستقله توګه راغلي او په دغو جملو كې نورو اجزاوته كومه اړتيا نه ليدله كيږي.
يادونه: مونږ د پښتو او فارسي ژبو د ځينو ګرامرونو د مطالعې څخه د مسند اليه فاعل – مبتدا او مسند، فعل، خبر د اصطلاحګانو سره مخامخ شوي يو لكه دمحمد ګل مومند (پښتو ژبې لياره 1317) د پوهاند رښتين پښتو ګرامر د محمد اعظم ايازي (د پښتو قاعدي 1328) د عظيم شاه خيال (صرف ونحو پښتو)، د پوهاند الهام (روش جديد در تحقيق دستور زبان دري) همدارنګه د پرويز خانلري په (دستور زبان فارسي) كې دنهاد – ګذاره په نامو سره راغلي دي.
په هر حال مطلب په كې ټاكلې او معينې برخې دي چې مخكي پرې غږيدلي يو. په جمله كې دغه دوې اساسي برخې په اسمي او فعلي غونډونو بېلېږي چې اسمي برخې ته يې (مسند اليه، فاعل، مبتدا) او فعلي برخې ته (مسند، فعل، خبر) وايي.
په پښتو ژبه كې فعلي غونډونه د (مسند، فعل) په توګه او اسمي غونډونه هم د مسند اليه په توګه او هم د مسند په توګه راتلاى شي چې دا بيا په اسمي او فعلي جملو كې دغه موضوع ښه څرګنديداى شي.

 
بېرته شاته