لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
پښتانه او بابر
لیکوال: ارواښاد پوهاند دوکتور حبيب الله تږی   نېټه: 28.01.2009   خپرونکئ:   سمسور  

څومره يرغلونه چی بابر د پښتونخواله يوه نه تر بل سره، په بيلو بيلو پښتنو قومونو او د هغوی په ځينو نورو وطنوالو کړی او څومره د عام قتلونه او مرګونه يي چی پدی يرغلونو کی کړی دی; څومره سرونه يي چی پری کړی، څومره کله منارونه يي چی جوړ کړی، څومره کلی او کورونه يي چی وران کړی او څومره مالونه يي چی تالا او زور ګيره کړی دی، ښايي چی بل هيڅ جهانګير او يرغلګربه نه وی کړی. خوپه عين وخت کی څومره معلومات چی موږ ته پښتنی ټولنی د بيلو بيلو اقوامو او قومی مشرانو د اجتماعی هويت او جغرافيايي موقعيت او د پښتنی ټولنی د ي، شمير نورو مميزاتو او ختی د پښتونخوا د يولړ خصوصياتو په باره کی د بابر د خاطراتو له لاری رارسيدلی دی، د بابر تر وخته او حتی له هغه نه تر ډير وروسته وخته پوری، دبل هيڅ اثر له لاری نه دی رارسيدلی.
ځکه نو موږ دلته د بابر له خاطراتو يا بابر نامی نه تقريباً هغه يادونی را اخيستی چی په پښتونخوا کی د پښتنو په باره کی شوی دی. موږ دا مطالب د بابر نامی له هغی نسخی نه ترجمه کړی دی چی انيتابيورج په کال ۱۹۲۲ کی له ترکی نه په انګريزی اړولی او په کال ۱۹۷۹ کی په نوی ډيلی کی بيا چاپ شوی ده. د څيړونکودکار د آسانتيا د پاره ، د پښتوترجمی په بيلو بيلو برخو کی د بيورج د انګريزی نسخی مخونه هم ښودل شوی دی.
موږ په ترجمه کی د امانت داری په خاطر د بابر نامی انګريزی عبارات تر ډيره حده جمله په جمله او حتی کلمه په کلمه ترجمه کړی دی، خو په عين وخت کی مو کوشش کړی چی پښتو هم تر ممکنه حده روانه او د فهم وړ وی. که مو چيرته د مشروع او مطلوب اختصار په خاطر په کوم عبارت کی کومه کلمه يا جمله غورځولی، د هغی پر ځای موټکی ايښی دی. کله مو که په متن کی کومه کلمه يا فقره د مفهوم د پوره افادی او وضاحت د پاره ورزياته کړی، هغه مو پدی قوس [ ] کی ليکلی ده.
بابر کابل په کال ۱۵۰۴ کی ونيو، خو په بابر نامه کی يي له پښتنو سره د مخامخ کيدو او جګړو ګزارشات هلته پيل کيږی چی د کال ۱۵۰۵ د جون په مياشت کی له کابل نه د هندوستان د سفر په نيت وزی. د بابر دا سفر د جګدلک له لاری پيل کيږی او له پښتنو سره يي د مخامخ کيدو ګزارش د همدی سفر په اول سرکی هغه وخت پيل کيږی چی ګرم چشمی ته رسيږی. په همدی ځای کی د پښتنو د يوه مشر يادونه کوی او ليکی چی د ګګياڼو مشر، فاجی، ظاهراً، له خپل کاروان سره راوستل شو. موږ هغه را سره بوته لار راوښيي) (مخ ۲۲۹)
بابر وروسته له يو دوه مزله له خيبر نه اوړی او جم ته رسيږی. هلته يو څه تم کيږی. له جم نه مخ په کوهاټ خوځيږی. هلته يوځل بيا د ګګياڼو پښتنو يادونه کوی او ليکی چی ( پدی وخت کی ګګياڼی افغانان په پرشاور [پيښور] کی اوسيدل. خو زموږ د پوځ له ويءی د غرولمنو ته تللی وو. يو مشر يي کمپ ته زما سلام ته راغی. موږ هغه له فاجی سره يو ځای راسره بوته چی ګوندی لار راښيي.) (مخ ۲۳۰)
بيا ليکی چی ( له کمپ نه نيمه شپه وخوځيدو. سهار وختی له محمد فاجی نه و اوښتو او د سبا ناری په وخت کی په کوهاټ کی کوز شوو. ډيری زياتی د غويو ګلی او ګاميښی زمږ د پوځيانو لاس ته ورغلی. ډير زيات افغانان ګرفتار شول. خو ماټول راټول او خوشی کړل د کوهاټ په کورونو کی بيخدو حصره غلی موجودی وی. زموږ يرغلګروان د سند تر سينده پوری يرغلونه وکړل او وروسته له يوی شپي مو په کوهاټ کی تيری کړی، پدی باره کی مشوره وشوه چی بل په زړه پوری اقدام به مو څه وی. فيصله وشوه چی د بنګښو په افغانانو او د بنو په ګاونډ يرغل وکړو او بيا د نغز يا فرمل له لاری کابل ته ولاړ شو.
په کوهاټ کی درياخان د يار حسين زوی...خواست رانه وکړ چی په د لزاکو،يوسفزو او ګګياڼو باندی يو شاهی فرمان راکړه ځکه کله که زه وغواړم چی د سند د سيند له هابلی غاړی نه د پادشاه په نامه جنګی ميړونه راټول کړم نو هغو به غاړه ونه غړوی، دريا خان ته دا فرمان ورکړل شو او له کوهاټ نه رخصت کړی شو) . (مخ ۲۳۱) (دريا خان پدی وخت کی د بابر په هدايت د اباسيند په شرقی غاړه کی، حسن ابدال ته نږدی کچه کوټ کی د يره دی - پښتو مترجم).
بابر له کوهاټ او هنګو په لار بنګښوته روانيږی او پدی باره کی ليکی چی ( د کوهاټ او هنګو تر منځ لار په يوه تنګه دره کی تللی ده. کله چی موږ د غی دری ته ورننوتو د کوهاټ او شاوخوا سيمو افغانان ددری له دواړو خواوونه دغرو په لمنو کی راټول شوی وو او د جګړی چيغی او ناری يي وهلی. زموږ لارښود ملک بوسعيد کمر يي ته د افغانانو موقعيت ډير ښه معلوم و. هغه عرض وکړ چی وړاندی زموږ ښی لاس ته يوه ځانته غونډی ده که افغانان د غرو له لمنو نه ورته راښکته شی،نو کيدی شی رښتيا هم راکوز شول. موږ د جنګی ميړونو يوی ډلی ته وويل چی د غونډۍ او غرونو تر منځ تنګی ونيسی.نوروته مو وويل چی دواړو خواووته يي حرکت وکړی.پدی ډول به له دواړو خواوو په افغانانو حمله وشی او پول به تباه کړی شی. څرنګه چی په افغانانو له هری خوا حمله وشوه،هغوی حتی جګړه هم ونه شوه کړی او سل دوه سوه تنه يي ونيول شوی. ځينی ژوندی راوستل شول.خو د ډيرو يي فقط سرونه راوړل شول.موږ ته ويل شوی وو چی افغانانو ته د مقاومت توان پاتی نه شی، شنيلی په خوله کی نيسی، خپل دښمن ته ورځی او پدی ډول ورته وايي چی:( خو سکی دی يم) دلته موږ دا دود وليده. کومو افغانانو چی مقاومت ونه شو کړی، شنيلی يي په خولو کی نيولی وو موږ ته راغلل.
کوم يي چی زموږ سړو د اسيرانو په توګه راوستی وو، امر وشو چی له ټولو نه يي سرونه پری کړل شی، له ککرو نه يي زموږ په کمپ کی څلی جوړ شو. په ورپسی ورځ موږ وړاندی ولاړو او په هنګو کی کوز شوو هلته د هغه ځای افغانانو په غره کی سنګر جوړ کړی ؤ.ما د سنګر لفظ وروسته له دی چی کابل ته راغلم، واوريد. زموږ سړی مخامخ ور وختل. سنګر يي مات کړ او دسل دوو سوو مغرورو افغانانو سرونه يي پری کړل. هلته هم له ککرونه څلی جوړ شو. له هنګو نه شپه په لار ټل ته چی له بنګښو نه کوز پروت دی، ولاړو. هلته هم زمونږ ميړنو په شاوخوا افغانانو يرغل وکړ خو ځينی يي له سنګر نه بيرته راغلل او ډير څه يي رانه وړل. (مخونه ۲۳۱-۲۳۲).
بابر له ټل نه بنو ته ځی او د بنو په باره کی ليکی: (د بنو ځمکی کورانی، کيوی، سور، عيسی خيل او نيازی افغانان ، کری، کله چی په بنو کی کوز شوو، وامو وريدل چی ددښت قبايلی ميړونه مقاومت کوی او دشمال خواته په يوه د غره کی سنګر نيسی. د جهانګير ميرزا په مشرۍ يوه قوه په ونيو او قتل عام يي ګډکړ. ډير سرونه يي پری کړل او رايي وړل. ډير سپين رخت لاست ته ورغی. په بنو کی موهم يو کله منار جوړ کړ. وروسته تردی چی سنګر ونيول شو.د کيوی مشر ښادی خان شنيلی په خوله کی نيولی ؤ. زما حضور ته راغی او اطاعت يي وکړ. ماټول اسيران وبښل.
د کوهاټ له لاندی کولو نه وروسته فيصله شوی وه په بنګښو او بنو يرغل وکړو او دنغر يا فرمل له لاری کابل ته ولاړ شو. خو کله مو چی بنو لاندی کړ، نو هغو کسانو چی په ملک کی بلد وو، عرض وکړ چی دشت نژدی دی او ډير خلک پکی پراته دی او لاری يي هم ډيری ښي دی ، نو فيصله وشوه چی په دشت يرغل وکړو او بيا د فرمل له لاری بيرته کابل ته ولاړ شو. بله ورځ روان شوو او د عيسی خيلو په يوه کلی کی چی د کرمی د سيند په غاړه پروت دی، کوز شوو. خو څنګه چی کليوالو اوريدلی وو چی موږ ور روان يو ، نو د چوپاره غرونو ته تللی وو. زموږ يرغلګر د چوپاره غرونو ته وروختل، د عيسی خيلو سنګر يي وران کړ او د ميږو او پسو له رمو او ټکرانو سره بيرته راغلل. پدی شپه عيسی خيلو حمله راباندی وکړه. خو څنګه چی موږ د څارنی ډير ښه بندوبست کړی و، نو هيڅ يي ونه شو کړی.) (مخونه ۲۳۴-۲۳۳).
بابر د چوباره د غرو له لمنونه مخ په غرب خوځيږی او ماسپښين مهال يي ځينی سپاره ددشت اوخواته رسيږی او يو شمير کلی لوټ کوی. بابر خپله پدی باره کي ليکی چې (هلته مودتم کيدو په وخت کی، لوټمارانوعالم عالم پسونه او ميږې او د غويو ګلې راوستې. دغه راز يي له سوداګرو افغانانونه چې په لاره کې ورسره مخامخ وی وو، سپين رخت خوشبويه ريښې، بوره او تيپو چاق راوړل او د خرڅلاو دپاره روزل شوي اسونه يې ورنه راوستل. هندي مغول يو مشهور او محترم افغان سوداګر، خواجه خضرلوهاڼی، له اس نه را وغورځاوه.سر يې ورنه پرې کړ او رايې ووړ. يو وار کله چې شيريم تغای په نورو لوټمارانو پسې ور روان و،يو افغان په لاره کې ورسره مخامخ شو او د شهادت ګوته يې ورنه پرې کړه.) (مخ ۲۳۵)
بابر د ګومل له سيند نه بيريږي مخ په جنوب روانيږي او پدې باره کې ليکی چې (يو يادوه ميله وړاندې يو مير اجل نيولي افغانان د غرو په کوزو لمنو کې راښکاره شول. موږ خپل اسونه پسې ورخوشې کړل. پسې ورغلو . اکثره يي وتښتيدل. خو ځينې امقان يې په کمرونو کښيناستل. يو افغان پداسې يوه ځانته ډبره کيناست چې هابلی خواته يې پاڼ و او ځکه يې نو د تيښتې لارنه لرله. سليمان قلی چوناق چې زغرې يې په تن وې، پاڅيده ،[پدې افغان] ور وغوځيد او ويي نيو. داد سليمان قلی داسې يو کار چې زما په مخ کې يې وکړ او ترفيع مې پرې ورکړه. دډترو د يوې بلې خرې دپاسه قتلق قدم له يوه بل افغان سره وارونه وکړل ، غيږ په غيږ شول او دواړه يې لس دولس يارډه کوز ولويدل. په پای کې قتلق قدم ددغه افغان سر پرې وکړ او رايې ووړ. کوپوک بيګ د يوه بل غره په لمن کې له يوه افغان سره لاس او ګريوان شو. دواړه يې د غونډۍ بيخ ته وکوړيدل ، په پای کې يې د افغان سر پري کړ او رايې ووړ. وروسته ټول اسير افغانان آزاد کړی شول.) (مخونه ۲۳۶-۲۳۷).
بابر په جنوب وړاندې ځی دوکۍ ته رسيږی. له دوکی نه مخ په غزنی ځی وروسته له يو څو مزله په يوه ځای کې تم کيږی ، هلته بيا په شاوخوا پښتنو يرغلونه کوي او وايي چی ( ما په جهانګير ميرزا امر وکړ چی د يو شمير تکړه د سبرو مشري په غاړه واخلی او د شاوخوا سيمو په اوغانانو (افغانانو) يرغل وکړی........درې څلور مزله وړاندې، جهانګير ميرزا يو شمير افغانان لوټ کړل او يو څو ميږی او پسونه يي ورنه راوستل ) . (مخ ۲۳۹) بابر يو څو مزله نور هم وړاندې ځی او د غزنی ولاړو او بوته رسيږي. دلته دی دولاړو اوبو د پاختيا او ښکلا له شاعرانه توصيف نه وروسته وايي چی ( له ولاړو اوبونه دوه ميله لرې موږ يو ډير ښکلی شی وليد. د آسمان او اوبو تر منځ به د سپيده داغ سرخۍ ته ورته يو شی يو ځل راښکاره او بيا ورک شو او دا د بتو خيلونه وو. کله به چې بتو خپل وزرونه په هوا کې خوځول نو يو وار به يې سرې بڼې راښکاره او بيا به الونيا شوي. دا بتې په لسګونو او شل ګونو زرو څه چې دومره زياتې وې چې له حساب نه وتلې وې.
د اوبو غاړې ته نه يوازی همدا مرغان، بلکه نور هر راز مرغان هم راتله چې هګۍ واچوي. د اوبو په غاړه کې بې شماره هګۍ وې. دوه تنه افغانان دابو غاړې ته د هګيو د ټولولو د پاره راغلل. زموږ ځينې کسان تقريباً نيمه کروه پسې ولاړل او بيرته يي راوستل.) هر څومره چې [زموږ سړي] وړاندې ولاړل، او به همدا يوه اندازه يعنې داس تر خيټې وې. څرنګه چې ځمکه اوار دوه، د اوبو عمق دومره زيات نه و. (مخ ۲۴۰)
بابر له دی ځای نه د غزني ښارته او له هغه ځای نه بيا د کال ۱۵۰۵ د مې په مياشت کې بېرته کابل ته ځی. د همدې کال د جون په مياشت کې غواړی چې په قندهار يرغل وکړي.خو د خپلی ناروغۍ او هغې زلزلې له امله چې وايي په کابل او پغمان او شاوخوا سيمو کې وشوه او ښايي چې ددې سيمې په تاريخ کې به يې ساری ډير کم ليدل شوی وي، د کندهار له يرغل نه لاس اخلس او په (قلات غلزايی) حمله کوي. د کلات په کلا کې د جګړې او د خپلو ځينو نامتو ميړونو دوژل کېدلو له بيان نه وروسته ليکی چې ( جګړه تر مازيګره روانه وه او پداسې حال کې چې زموږ جنګي ميړونه جګړې او کار له پښو وغورځول، دکلا دننه خلکو د سولې غوښتنه وکړه او تسليم شول.) (مخ ۲۴۸)
بابر پدې پسې د کلات جنوب ته د سواسنګ او الاتاغ په پښتنو يرغل کوی او بيا کابل ته ځی. دی خپله پدې باره کې داسې ليکی : (په کومه شپه چې په کابل کې کوز شوو زه کلاته ولاړم. څرنګه چې خيمه او غوجل په چهار باغ کې وو، يو خير يلچی [افغان] ورواووښت او هم يې زما کهار اس له يراق سره بوته او هم زما کچر) (مخ ۲۴۹)
بابر د کال ۱۵۰۷ دمی په مياشت کې په غلځو باندې د حملې په نيت خوځيږي او د هپل دې مهم په باره کې ليکی چې ( موږ له کابل نه پدې نيت راسپاره شوی وو چې په غلجو يرغل وکړو. کله چې په سر ده کې پياده شوو، خبر راغی چې ډير زيات مومند (افغانان) له موږ نه پنځه ميله په مشت او سکانه کې، پراته دي. زموږ بيګانو او سر تيرو غوښتل چې په مومندو يرغل وشی. مګر ما وويل آيا دابه صحيح وي چې موږ خپل اصلی هدف پريږدو او په خپلو بزګرو يرغل وکړو؟ يه دا کار نه شي کېدی.) (مخ ۳۲۳)
بابر د حملې پرځای د تګ فيصله کوي او ليکی چې له سرده نه په تياره کې روان شوو. د کټواز دښته مو په تياره کې ووهله...لمر راختلی و چې ددې ټيټو غونډيو او وادی له لمنو نه هغې دښتی ته ووتو چې غلجي له موږ نه يو ييغاچ [پنځه شپږ ميله] لری پکی پراته وو. څنګه چې دښتی ته ور نوتو د [غلجو] تور والی راتر سترګو شوو. دايا ددوی د [کيږديو] توروالی او يايي داورونو دود و.......کله چې تقريباً يو شرعی(دوه ميله) پداسې حال کې وړاندې ولاړو چې د افغانانو توروالی راترسترګو کېده، د يرغل اجازه ورکړل شوه. بې شماره ميږی او پسونه مو لوټ کړل. دومره زيات چې په بل هيڅ يرغل کې لاس ته نه وو راغلي. کله چې له لوټ نه وروسته بيا روان شوو، د افغانانو ډلې يوه په بله پسې دښتې ته راکوزې شوې او جګړه يې راوپاروله. ځينې بيګان او نور ميړونه پسې ورغلل او د افغانانو يوه ډله يې بېخی تباه کړه. ناصر ميرزا هم عين کارو کړ او د افغانانو يوه ډله يې بېخی تباه کړه. ناصر ميرزا هم عين کاروکړ او د افغانانو له ککرونه څلی وړشو. (مخ ۳۲۴) بابر د هغی ولجې په ارتباط چې له غلځو نه يې وکړه ليکی چې له هغوی نه يي ( يو لک ميږې او پسونه بوتلل.) (مخ ۳۲۵)
بابر د کال ۱۵۰۷ په سپتمبر کې يو ځل بيا له کابل نه د هند په نيت خوځيږي او د سفر په ابتدا کې کې له مختلفو پښتنې قبايلو سره خپل تصادمات بيانوی.دی ليکی چې(له کابل نه د خورد کابل په لارو خوځيدو او په سرخ رباط باندې ښکته قوروق سای ته ولاړو.د کابل او لمغان (ننګهار) تر منځ افغانان حتی په کراري او آرامي کې هم غله او هم د غلو ملګري دي. دوی داسې پيښه له خدايه غوښتنه او ويل يې چې (هغه چې [ بابر ] له کابل نه وووت) او خپله بدعملی يې لس برابره کړله،تردې حده چې په کوم سهار چې موږ له جګدلک نه روان شوو، ددی ځای او لمغان تر منځ پرتو افغانانو، لکه خضر خيلو، شيمو خيلو، خيريلچو او خوګياڼو،غوښتل چې کوتل بند کړي. ډيرو يې چې د شمال خواته غروته ختلی وو ډولونه وډنګول او ايستلی تورې زمونږ په لور راوخوځيدل...[خو] په پای کې وتښتيدل.
کله چې زه په افغانانو پسې غره ته ورختلی وم، د هغوی يو تن مې چې له مانه کوز په منډه روان و په لاس وويشت. دا په غشی لګيدلی سړی او څو تنه نور راوستل شول او ځينې يې د نورو د عبرت دپاره ووژل شول.) (مخ ۳۴۱)
بابر داځل ترکونړه پورې ځی. خو د هندوستان له تګ نه بيا هم لاس اخلی او بېرته کابل ته ځی. کله چې په کابل کې د ځينو حالاتو په باره کې غږيږی د (ده افغانان) نوم هم يادوي او وايی چې (عبدالرزاق ميرزا له ننګهار نه راغی او په ده افغانانو کې ډېره شو.) (مخ ۳۴۵)
بابر د کال ۱۵۰۹ په پسرلی کې د مقر په مومندو يرغل کوي او له هغه نه وروسته بيا د کال ۱۵۱۹ تر ابتدا پورې چې لس کاله کيږی، د بابر د ژوند حالات په بابر نامه کې نه دي ثبت شوي. خو د کال ۱۵۱۹ د جنوری د مياشتې له درې یم نه د بابر د ژوندانه حالات بيا په بابر نامه کې راغلي دي او داهغه وخت دی چې بابر د باجوړ په سيمه کې په چنداول (جندول) کې دېره دی او غواړي چې بابر د باجوړ په کلا يرغل وکړي. دی ددې مهم په ارتباط ليکی چې( سپيده داغ له کمپ نه د باجوړ په کلا باندې د يرغل په نيت وروخوځيدو.کلا ته نژدې پياده شوو او ددلزاکو افغانانو يو باوری سړی مو کلاه وروليږه چې سلطان او خلکو ته يې ووايي چې اطاعت وکړي او تسليم شي.) (مخ ۳۶۷-۳۶۸)
بابر وايی چې د باجوړ خلکو يې توصيه ونه منله او ځکه يې نو حمله پرې وکړه، د باجوړ کلا يې ونيوله او اوسيدونکی يې قتل عام کړل. بابر خپله پدی باره کې داسې وايی( څرنګه چې باجوړيان ياغيان او د اسلام له ملت سره دښمنان وو او څرنګه چې دکفارو او معاندينو عادت بېخی پکې عام و نو داسلام نوم يې له قبيلې نه پېخی ورک شوی و او [ځکه] نو قتل عام شول او ښځې او ماشومان يې اسير شول. تخمین درې زره نارينه يې ووژل شول خو څرنګه چې جګړه د کلا تر شرقي خوا پورې ونه رسېده نو يو څو تنه يې خلاص شول. کلا چې ونيول وه موږ ورننوتو اوومو کتله. ددېوالونو دپاسه کورونو کې ، په لارو کې او په کوڅو کې،هر چيرته بی حسابه مړي پراته وو. څوک چې تله راتله په مړو په ختل او ورباندې تېرېدل به.) (مخ ۳۷۰)
بابر دلته دشاه منصور يوسفزي يادونه هم کوي او وايی چې هغه (ددې قتل عام په وخت کې د خپل قوم داستازي په توګه له موږ سره و او دا فتحه او قتل عام يې د سر په سترګو وليدل. وروسته له دې چې خلعت مو ورکړ او وروسته له دې چې يوسفزو ته مو د تهديد فرمانونه وليکل، رخصت موکړ.) (مخ ۳۷۱)
بابر بيا ليکی چې (د محرم د مياشتې په نولسم، په يوسفزيو افغانانو باندی د يرغل په نيت سواد ته روان شوو او د پنجکوړې او چنداول او باجوړ د ګډسيند تر منځ ديره شوو. دلته شاه منصور يوسفزايي د (کمالی) معجونو يو څو مزه دار کنډکی،چې کلکه نشه يې لرله، راوړي وو. يو کنډکی مې درې ټوټې کړ. يوه ټوټه يې ما وخوړه. يوه ټوټه مې ګدای تغای ته او يوه ټوټه مې عبدالله کتابدار ته ورکړه.ډير سخت يې نشه کړم. داسې چې دماښام د لمانځه په وخت کې بيګان د جرګې دپاره راغلل.ماونه شو کړی چې ور ووزم. عجب شی و.
د محرم په شلم کهراج ته مخامخ د کهراج او پشګرام د ناوو په خوله کې کوز شوو. موږ همدلته وو چې تر ښنګري پوری و اوره وشوه. دلته دواورې اورېدل نادره پېښه وه او خلک ورته حيران وو. د کهراج په خلکو باندې د سواد د سلطان ويس په موافقه زما د پوځ د مصرف دپاره د خره په بار څلور زره باره وريژې حواله شوې او خپله هغه [سلطان ويس ]واستول شو چې راټولې يې کړی. دې سپين سترګو غرنيو خلکو پخواله دې هيڅکله هم داسې بارنه ومنلی. [څرنګه]چې دوی ټولې وريژې برابرې نه شوې کړی. نو تباه کړی شول.
د سه شنبې په ورځ د محرم په درويشتم، د هندو بيګ په مشرۍ يو لښکر وليږل شو چې په پنج کوړه يرغل وکړي....خو خلک يې تښتېدلي وو. زموږ ميړونو يو شمير څاروي راوستل او له کورونونه يې خرې خرې غلې د پوځ د مصرف دپاره راوړې. (مخونه ۳۷۳-۳۷۴).
بابر لږ وروسته له يوسفزو سره د خپلې خيښې د بندوبست په باره کې غږيږي او وايی :(ددې دپاره چی د يوسفزيو ولس خپل کړم، نو د ملک شاه منصور لور مې هغه وخت ترې وغوښته چې د يوسفزيو افغانانو داستازي په حيث زما حضور ته راغلی و. ملک شاه منصور د ملک سليمانشاه زوی او زما خيرخوا و. موږ لا په همدی ځای کې وو چی خبر راغی چې يوسفزيو د شاه منصور لور له سوغاتونو سره يو ځای راروانه کړې ده.ماښام مو د شرابو محفل جوړ کړی و.د(سواد) سلطان علاءالدين هم رابلل شوی و او ډير عزت او خاص خلعت ورکړل شو. د يکشنبی په ورځ له وادي نه وخوځېدو د شاه منصور کشر ورور، طاؤس خان ، دشاه منصور دمخه ياده شوې لور راوسته) (مخ ۳۷۵)
[د سفر] د مياشتی په اوم بيګان او ددلزاکو افغانانو د سرخلک احصار شول او وروسته له سلامشوری نه فيصله وشوه چې کال په خلاصيدو دی او د کب د کال يوازی يو څو ورځی پاتی دي. د سيمې خلکو غلې ټولی ننه ايستلی دی. که اوس سواد ته ولاړ شو پوځ ته به مو غله دانه ، نه وی ناتوانه به شی. بايد داسې وکړو چې دا مبهار او پانی مانی سرک واخلو ، داشنغر نه بر د سواد له سيند نه بير شو او په هغو يوسفزيو او محمدی افغانانو وروغوځيږو چې د يوسفزيو د مهوری سنګر ته مقابل سمه کې پراته دی. خو کوم بل کال چز دلته راشو نو ، ددې ځای پر افغانانو به تر ټولونه وړاندې فکر وکړو) ( ۳۷۵) بابر خبری ته دوام ورکوی او وايي بله ورځ چې چهارشنبی وه د سواد سلطان ويس او سلطان علاءالدين ته مو چينی او اسونه وروبښل او رخصت مو کړل. موږ خپله روان شوو او باجوړ ته ولاړو. سبا سهار روان شوو او د شاه منصور لور مو د پوځ تر بيرته رابګه پوری د باجوړ په کلا کی پريښوده....له امبهار او پوه بل لوړ کوتل نه و اوښتو او تقريباً ماسپښين په پاتی مالی کی [دا کلمه وړاندې پانی مانی ليکل شوی ده - پښتو مترجم ] ښکته شوو. افغان بردی له يو څو تنو نورو سه وړاندی واستول شوو چې حالات معلوم کړی. څرنګه چې زموږ او د افغانانو تر منځ فاصله لنډه وه، نو له دې امله وخته ونه خوځيد. افغان بردی د سبا نارې په وخت کې بيرته راغی. دی يوه افغان ته په غوسه شوی و او سريي ورنه غوڅ کړی و. خو په لاره کی يي غورځولی وه. ده داسی معلومات رانه وړل چی د سړی زړه يي غواړی.غرمه شوه.روان شوو دسواد له سيند نه تير شوو او د ماسپښين لمانځه ته نژدی کوز شوو. د ماسختن د لمانځه په وخت کې بيا سپاره شوو و په چټکۍ روان شوو. رستم ترکمن مو ليږلی و چې حالات معلوم کړي. لمر يوه نېزه لوړ و چې هغه خبر راووړ چې افغانان زموږ په رابګ خبر شوي وو او خپل ځايونه يي بدلول. يوه ډله يي په يوه لاره چې په غره کی بللی وه، روان وو. موږ پسی ور چټک شوو. يو شمير يرغلګر مو پسی وروليږلږ د هغوی يو څو تنه يي ووژل او سرونه يي ورنه پری کړل. يو شمير اسيران او يو څه څاروی يي هم ورسره راوستل. دلزاکو افغانانو هم د يو څو تنو [افغانانو] سرونه پری کړل او رايي وړل. سبا ته وخوځيد او د کتلنګ او مقام تر منځ پياده شوو.) (مخونه ۳۷۶-۲۷۷).
بابر دلته د يوه زيارت د ورانولو پيښه بيانوی او ليکی چې( په تيرو دير شو يا څلويښتو کلونو کې يوه ګمراه قلندر چې شهباز نوميده يو شمير يوسفزايي او دلزاک له لاری ايستلی وو.دده زيارت د مقام د غره د يوی غونډۍ په سر چې په شاوخوا ځمکو ورسپره وه، واقع و. ما فکر وکړ چې دا ګمراه قلندر څوک دی چې زيارت يي پداسی آزاده فضا کی واقع دی. امر می وکړ چې دا زيارت ړنګ او لوټه لوټه شی.دا ځای دومره ښکلی و چې زموږ يو څه وخت هلته کښيناستو او معجون مو وخوړل.) (مخ ۳۷۷)
بابر پدی پسی يو ځل بيا هندوستان ته ور اوړي، خو هلته له يوی مياشتی نه زيات نه پاتی کيږی او د کال ۱۵۱۹ د مارچ به ديارلسم بيرته کابل ته خوځيږي. کله چې د مارچ په شپږويشتم بګرام(پښور) ته رسيږي، هلته ددلزاکو پښتنو له مشرانو سره بيا ليدنه کتنه کويږ دی پدی بارهکی ليکی چې ( پدی ځای کی ددلزاکو د شپږتنو مشرانو هر يوه ته سل سل مثقاله سپين زر، جامی ، دری غويي او يوه ګاميښه چې په هندوستان کی لاس ته راغلی وو، ورکړل شول. ددی خلکو ملکان بوخان او موسی وو. نوروته مو د هر يوه له شان سره سم پيسی، ټوکران يو يو غويي او يوه ګاميښه ورکړل. کله چې سباته په علی مسجد کې پياده شوو،يو يعقوت خيل دلزاک افغان چې معروف نوميده لس پسونه او ميږی ، دوباره وريژی او اته لويي د خايدک چکۍ د سوغات په توګه راکړی.) (مخ ص ۳۹۴)
بابر د اپريل په سر کی بيرته کابل ته رسيږی او هلته د مې د مياشتی په وروستيو وختو کې ، د يوسفزيو له مشرانو سره د ليدنو کتنو يادونه کوي او ليکی چې ( ددوشنبي په ورځ د مياشتی په درويشتم ملک شاه منصور يوسفزايي له شپږ اوو تنو نورو يوسفزايو مشرانو سره له سواد نه زما خدمت ته راغلل. ددوشنبی په ورځ د جمادی الثانی په اول د يوسفزايو ملکانو ته چې د شاه منصور په مشري راغلی وو. خلعتونه ورکړل شول. ملک شاه منصور ته يوه اوږده دوريښمو چپن او يوه جيبه دهغی له تڼيو سره ورکړل شوه. يوه بل ملک ته يوه چبن چې لستوڼی يي دوريښمو وو ورکړل شوه او شپږو نورو ته وريښمينی چپنی ورکړل شوې. ټول مو رخصت کړلږ دې موافقي ته سره ورسيدو چې دوی به په سودا کې له ابوهانه پورته مداخله نه کوي او د هغه ځای ټول بزګربه له خپل منځ نه باسی او همداغه راز به د باجوړ او سواد افغان بزګر د خره په بار شپږ زره باره وريژي [بابر] ته د ماليي په توګه ورکوی.) (مخونه ۳۹۹-۴۰۰). د جولای په اوه ويشتم ، بابر د ګرديز د سيمې په پتنو له دې امله د يرغل نيت کوي چې وايی (د ګرديز د سرحد عبدالرحمن افغانانو ، نه باج د قناعت وړو اونه يې سلوک، او کاروانونو ته يې هم تاوان رساوه. درجب په نهمه ويشتم د چهارشنبی په ورځ، پدی نيت وروخوځېدو چې يرغل پرې وکړو......يرغل پيل شو يوه ډله [جنګی مېړونه] د ګرديز جنوب شرق ته،د کرماش د غرونو په لور ولاړل. د مرکز چپنې خواته لارښودنه خسرو ميرزا ته ور په غاړه وه. شاته يې سيد علی روان و. اکثره پوځ د ګرديز رق ته يوې درې ته ور پورته شو. شاته يې د سيد قاسم دريان، ميرشاه قو چپن، قيام(اردوشاه بېګ؟) هندوبيګ ، قتلق قدم او حسين مېړونه ورروان شول. څرنګه چې اکثره پوځ درې ته ور پورته شوی و، زه هم په يو څه فاصله پسې وروخوځېدم. ددرې خلک به هرومرو ډېر پورته وو او کوم [جنګی ميړونه] چې ور روان شوي وو، اسونه يې له پښو ولوېدل خو هيڅ لاس ته ورنه غلل. يو شمېر، څلويښت پنځوس تنه، افغانان پياده په اواره کې راښکاره ول. کوم عسکر چې د پوځ شاته روان وو، پسې ورغلل. يو قاصد ماته راولېږل شو او زه سمدستی په بېړه ور روان شوم. حسن حسين يکی يوازې په حماقت او بې فکرۍ خپل اس ور خوشې کړ. منځ ته يې ورننوت او توره يې پرې را واېسته. هغوی يې اس وويشته اودی يې راوغورځاوه. کله چې پورته کېده [ يوه افغان] ګوزاز پرې وکړ او را ويې پرزاوه. په چړو يې غار غار او ټوټه ټوټه کړ. نور [ جنګې ميړونه] کرار ورته ولاړ وو او هيڅ مرسته يې ورسره ونه کړه. ماچه دا خبره واورېد نور هم چټک شوم او ځينې د کور سړي او سر تېري مې د ګدای تغای، پاينده محمد قبلان، ابوالحسن وسله ساتونکی او مومن اتاکه په مشرۍ پسې ورخوشې کړل. مقيم اتاکه لومړی شخص و چې يو افغان را وپرزاوه. سر يې ورنه پرې کړ او رايې ووړ. ابوالحسن... دافغانانو په مخکې ودرېد. اس يې پسې ورخوشې کړ. په يوه يې ګوزار وکړ. راچپه يې کړ. سر يې ورنه غوڅ کړ او رايې ووړ...داڅلويښت پنځوس تنه افغانان ټول په تورو يا غشو راچپه او ټوټې ټوټې شول.
وروسته له دې چې ټول يې فيصله شول، موږ په شنه فصل کې کوز شوو او امر وو چې[د افغانانو] له سرونو نه دې څلي جوړ شي...کوم عسکر چې کرماش ته ولاړل، ميږې او پسونه او غنايم يې ورسره راوړل. يوله دغو عسکرونه بابا قاشقه مغول ؤ. يوه افغان توره ورپسې راوايسته. دی کرار په ځای ودرېد غشی يې ورته برابر کړ. ګوزار يې پرې وکړ او راچپه کړ.) (مخونه ۴۰۳-۴۰۴).
بابر د همدې کال د سپټمبر په اتم ديوسفزو دلاندې کولو په نيت خوځيږي کله چې سلطان پورنه وړاندې اوړی، يوځل بيا ددلزاکو له مشرانو سره ليدنه کتنه کوي. بابر خپله وايی چې( سلطان پورنه وړاندې کوز شوو. په همدې ورځ ددلزاکو مشران چې ملکان يې بوخان او موسی وو، راغلل. زما نقشه داوه چې د سواد يوسفزايی وټکوم. خودې مشرانو راتهوويل چې په اشنغر کې ډير لوی ولس ژوند کوي او ډيرې زياتې غلې لری. دوی ډير ټينګار وکړ چې اشنغر ته ولاړ شو. له مشورې نه وروسته فيصله وشوه چې څرنګه چې ويل کيږی چې په اشنغر کې ډيرې غلې دي، نو د هغه ځای په افغانانو بايد يرغل وشی. د اشنغر او پرشاور د کلاوو خلک بايد سم کړی شی او د غلو او دانو يوه برخه بايد په [دغو کلاوو کې] وساتل شی) (مخونه ۴۰۹-۴۱۰).
( سبا سهار د خيبر دکوتل په بيخ کې کوز شوو........[بل سبا] د خيبر له درې نه تېر او په علی مجد کې کوز شوو.... [بله ورځ] مو چې ځرو خبر راکړ چې افغانان له موږ نه خبر شوي او په تيښته کې دي. وړاندی ولاړو د سواد له سيند نه تير او د افغانانو په فصلونو کې کوز شوو.[خو په کومه اندازه غله چې موږ ته ويل شوې وه] د هغی نيمايی څه چې څلورمه برخه هم هلته نه وه....هغه دلزاک افغانان چې موږ يې [دې يرغل ته] وروبللو وشرمېدل....سبا ته د سواد، د سيند له غاړې وخوځيدو.د کابل له سيند نه تېر او کوز شوو [هلته مو ]...فيصله وکړه چې بايد په هغو افريدو افغانانو چې سلطان بايزيد يې يادونه وکړه، يرغل وی. د پراور کلا بايد ددوی د مالونو او غلو ډکه شي او يو څوک يې د ساتلو دپاره وګومارل شی.) (مخونه ۴۱۱-۴۱۲).
بابر داکتوبر په دوهم له خيبر نه اوړي او کابل ته د بيرته تګ په لاره کې په خضر خېلو پښتنو يرغل کوي او خپله دې يرغل دليل داسې بيانوي چې(خضر خېلو ډير بدبد کارونه کړيوو.کله به چې لښکر تلو راتلو،[ خظر خېلو به د لښکر ] په وروسته پاتې او هغو عسکرو ګوزارونه کول چې ځانته به کوز شوي وو او اسونه به يې ورنه اخيستل. ځکه نو دايو روا اوپه ځای کار ښکارېده چې [خضر خېلو ته ] سزا ورکړل شي. په همدې نيت، سپېده داغ [دخيبر] د کوتل له بېخ نه روان شوو. د غرمې ډوډۍ مو په ده غلامان (باسول) کې وخوړه. وروسته له دې چې اسونه مو ماړه کړل، د ماسپښين د لمانځه په وخت کې بيا وخوځيدو. مو حسين وسله وال کابل ته واستول شو چې هلته ټول خضر خيل بندي کړي او ددارايی حساب يې ماته راکړي. موږ ترنيمې شپې مزل وکړ. دا معلومه وه چې خضر خېل له بهار (ويهاره) او مچګرام نه تر کړاسو پورې پراته دي [ داکتوبر په څلورم] چې سپېده داغ نه پخوا ورسېدو، يرغل پيل و. د خضر خېلو اکثره مالونه او کوچنيان د ښکر لاس ته ورغلل. سبا ته مو په قيلاغو کې واړول...وزيرو افغانانو چې هيڅکله يې سم باج نه و ورکړي او [ په وزيرو باندې] حملې وېرولي وو، درې سوه پسونه او ميږی راته راوستل.
سبانه بل سبا د شمو خېلو او خيريلچی افغانانو مشران راغلل. دلزاکو افغانانو هغوی ته بښنه وغوښته او موږ هم وبښل. اسيران مويې خوشې کړل. څلور زره پسونه او ميږې مو باج پرې کېښود. مشرانو ته مو يې چپنې ورکړې. محصلان مو وټاکل او ومو ليږل چې ميږی او پسونه راټول کړي.) (مخ ۴۱۳)
د پښتنو په باره کې د بابر متفرقې يادونې :
بابر د پښتنو په باره کې يو لړ متفرقې يادونې هم کړيدي. موږ دا يادونې دلته په جلا ډول ثبتوو. کله چې بابر د کابل د بېلو بېلو طايفو په باره کې غږيږي ږايی( تهر په اطرافو......او کليو کې پشه يی، پراچی، تاجک، او افغانی قبايل او سيږي....جنوب ته د افغانی قبايلو ځايونه دي....په کابل کې يوولس دولس طبې ويل کيږي: عربی، فارسی،ترکی، مغولی، هندی،افغانی،پشه يی، پراچی، برکی او لغمانی......[ د لغمان په تومانونو کې] تر ټولو نه لوی ننګهار دی چې کله کله په تاريخونو کې نګه رهار ليکل شوی دی. دداروغه ځای يې په ادینه پور کې دی چې د کابل شرق ته په يوه ډېر بد او خراب سرک پروت دی. ترکوم وخته يې چې[ ددې سرک] په خواکې ابادي نه وه خيريلچی...او نورو افغانانو به شکاوه.) (مخونه ۲۰۷-۲۰۸).
کله چې بابر د غزنی په باره کې غږيږی ليکی چې(د غزنی په سيمه کې هزاره او افغانان ژوند کوي....خلک يې حنفی مذهبه او چندی مسلمان دي. ډېر يې درې مياشتې روزه نيسی.) (مخ ۲۱۸) بيا ليکی: ( په کوم کال مې چې کابل او غزنی ونيول، په کوهاټ، بنو او د افغانانو په ځمکو مې يرغل وکړ او ددوکۍ او آب ايستاده له لارې غزنی ته ولاړم) (مخ ۲۱۸)
يو بل ځای دبرمل په باره کې ليکی چې( برمل يوبل تومان او نسبتاً خوار ځای دی. خو مڼې يې چې هندوستان ته ليږل کېږي، بدې نه دي. د شيخ محمد سلمان اولاده شيخ زاده ګان چې په هندوستان کې يې د افغانانو په دور کې ډېر قدر لاره، د همدې ځای وو). (مخ ۲۲۰) بيا وايی چې ( بنګښ يوبل تومان دی. شاوخوا يې ټول افغانان داړه ماران، لکه خوګياڼی، خيريلچی، توری او لندړ [ غالباً اندړ ]پراته دي. څرنګه چې [ داتومان ]له لارې نه چپ پروت دی، خلک يې ماليه نه ورکوي. خو ددې فرصت لانه دی پيدا شوی چې تابع يې کړم.....انشاءالله، کله چې موقع پيدا کړم هرومرو به ددغو بنګښو غلو چاره وکړم.) (مخ ۲۲۰)
يوبل ځای کله چې د کابل د قبايلو په باره کې غږيږي ليکی چې( د غسې چې د خراسان په سیمه کې د ترکانو او مغولو اقوام ( ايماق ) ژوند کوي همداسې په کابل کې هزاره او افغانان ژوند کوي.) (مخ ۲۲۱)
کله چې د کال ۱۵۰۶ د حالاتو په باره کې غږيږي، په اليشنګ او الينګار کې د خپلو دوو حاکمانو د سلوک ديادونې په لړ کې وايی هغوی ټول ژمی د [ ناصر ميرزا ]د شربو او ساعت تېرۍ ملګريوو. دغه راز دوی ددې ځای په ترکلاڼو افغانانو هم يرغل وکړ. دتودوخی له رارسېدلو سره ميرزا د هغو بهرنيو قبايلو اوډلو په کورنيو حمله وکړه چې ژمی يې په ننګنهار او لمغاناتو کې تېراوه او هغوی يې لکه ميږو غوندې له خپلو کډو سره مخې ته واچولې او د باران تر سينده يې ورسول.) (۲۴۱) ( دا تر کلاڼي په کال ۹۲۶ هجری کې په مندراوړ کې پراته وو ،مخ ۲۴۲ حاشيه ۱)
کله چې بابر د کال ۱۵۰۶ د پېښو د بيان په لړ کې د خپل يوه افسر، باقی چغانيان، دوژل کېدو په نسبت د هغه د حالاتو په باره کې غږيږي ليکی چې( يوڅو تنو ساتونکو يې له خيبر نه تېر کړ او بېرته راغلل. هغه د ګګياڼو له يوه کاروان سره ملګری شو او نيلاب ته ورتېر شو.........دريا خان ديار حسين زوی چې پدې وخت کې [ حسن ابدال ته نږدې ] کچه کوټ کې و، زما د هغه فرمان په اساس چې په کوهاټ کې مې ورکړی و، يو شمېر دلزاک او يوسفزايی افغانان....راټول کړی وو:) (مخ ۲۵۰) بيا کله چې د کال ۱۵۱۹ په فبروری کې له اباسيند نه پورې وزي او بهيرې ته چې اوس د پنجاب دشاه پور په ايالت کې واقع ده، رسيږي وايی چې ددغه ځای( د افغانانو يو شمېر مشران مې له خپل يوه سردار، لنګر خان سره يوځای د بهيرې خلکو ته وروليږل چې د لاسا يې کړي .) (۳۸۱) يو ځل بيا د بهيری د حالاتو په ارتباط ليکی چې ( موږ لانه وو روان شوی چې يو شمېر هندوستانيان او افغانان سره ټول شول....او د هندوبيګ په خلاف يې اقدام وکړ.....هندوبيګ مقاومت ونه شو کړی.....کابل ته راغی (۳۹۹)

 
بېرته شاته