لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
پښتون-افغان:تاريخی سابقه اوريښه
لیکوال: پوهاند دوکتور حبيب الله تږی   نېټه: 20.02.2009   خپرونکئ:   سمسور  

په لرغونو شرقی آثارو کې (پښتون) معمولاً (دافغان) په نامه ياد شوی دی، خو يو شمېر غربی پوهان په دې عقېده دي چې دپښتون دکلمې سابقه تر افغان نه اوږده ده. او څه باندی څلور سوه کاله پخواله ميلاده ديونان ستر مؤرخ هېر دوتس (۴۸۶-۴۲۶ق م) په خپل تاريخ کې پښتانه دپختويس يا پکتويس په بڼه ذکر کړي دي. دغه راز دوی وايی چې دپښتنو دملک يا پښتونخوا نوم هم همدومره زوړ دی او هېر دوتس په خپل همدې اثر کې دپکتيکا يا پکتويک په شکل ياد کړی دی. ددې پوهانو استناد، اکثره دهيردوتس دتاريخ پدالاندې عباراتو شوی دی:

( داريوش دوه تنه ددې خبرې دمعلومولو دپاره وګومارل چې اباسيند چېرته په سمندر ور ګډېږی.دغو دوو تنو خپل کار دکسپتيروس له ښاره او دپکتيکاله هېواده شروع کړ) (۱)

(نور هنديان هم شته چې دکسپتيروس له ښار او دپکتيکا له هېواد سره ګډ سرحد لري، [او] دنورو هنديانو شمال ته ميشته دي.) (۲)

پختويس پوستينونه اغوستي وو او وطني لېندۍ او تورې يې ګرځولې (۳) هنري بيلو، هنری لوونتال، اولاف کرو، او دلنګوسټک سروې آف انډيا مولف جورج ګريرسن دهېردوتس په پورته عباراتو کې د (پکتيکا) او (پختويس) الفاظ په ترتيب دنننۍ پښتونخوا او پښتون دکلمو معادل ګڼي (۴).

جورج ګريرسن دپښتون کلمه دآريايانو دزاړه کتاب، ريګوېدا، دپکتاس. له کلمې سره هم مقايسه کوي او ليکی چې دا دوه کلمې په ډېر غالب ګومان سره يوشی دي. (۵)

همدا پوهان دهيردوتس(اباروتی) له پښتنو (اپرېدو) سره يو شی ګڼي (۶) او معروف نارويژن ژبيو مارګنسټرن،هم وايي چې په صوتي لحاظ دا ممکنه ده چې(اپاروتي) او (اپريدی) سره يو شی وي (۷).

کرو لکه يو شمېر نورو پوهانو غوندې کسپتوروس ياکسپتيروس، چې دهېردوتس په پورته عباراتو کې دپکتيکا له هېواد سره يو ځای ديو ښار په توګه ياد شوی دی، له ښايسته اوږده بحث نه وروسته پېښور بولي او دا ددې خبرې يو بل دليل ګڼی چې دهېردوتس پکتويک يا پکتيکا هرو مرو پښتونخوا ده. (۸).

ځينې پوهان، لکه مارګنسټرن بيا دا نظريه ردوي چې دهيردوتس (پکتويس) ننۍ پښتون دی. دی ليکی: (لېسن او له هغه نه را وروسته نورو [پوهانو] پښتون دهيردوتس پکتويس بللی دی او دا فريدو نوم يې د [هير دوتس] له اپاروتي سره معادل ګڼلی دی.....دا وروستۍ خبره کيدی شي چې رښتيا وي، خوپه هيڅ صورت يقيني نه ده. مګر لومړۍ خبره بايد په فونالوجيکی او نورو دلايلو رد شي. (۹)

( موږ دمارګنسټرن ددې خبرې او ځينو نورو کمزورو تذکراتو په باره کې دهمدې فصل په پای کې يوه يادونه کې په يو څه تفصيل غږيدلی يو او دپښتنو دتاريخي مطالعې دځينو ټکو دپوره وضاحت په خاطر په دې ارزې چې لوستونکی يې يو وار له نظره تېر کړي).

کوم مطالب چې تردې ځايه په ډېر لنډډول يادشول، له هغو نه دا څرګنده شوه چې يو شمېر څېړونکی او معروف پوهان هېردوتس دپکتويک او پکتويس الفاظ له پښتونخوا او پښتون سره يو شی بولي او وايی چې دا دوه نومونه تخمين دوه زره کاله پخوا په لرغونو يوناني آثارو کې يادشوي دي.

اما د (افغان) دلفظ په باره کې ديو شمېر محققينو عقيده داده چې دا کلمه تر ټولو دمخه دايران دنقش رستم په هغې کتيبې کې راغلې ده چې په درې يمه ميلادي پېړۍ کې دساسانيانو ديوه واکدار، لومړي شاه پور،په هدايت په پارتی او يونانی ژبو ليکل شوې ده.

(شپرنګ لن) په خپل هغه مفصل مضمون کې چې عنوان يې لومړنی ستر شاهپور دزردشت پر کعبه باندې دی، ددغې کتيبې دتشريحاتو په صمن کې يو ځای ليکي چې دی ددې کتيبې د (ابګان) يا (اوګان) کلمې ته دمعاصر (افغان) له نامه نه بهتر معادل لفظ نه شی پيدا کولی. (۱۰)

اولاف کرو وايی ددې دوو کلمو دارتباط ملاتړ دا حقيقت هم کوي چې دشاهنشاه شاهپور ډېر ملازمان هرو مرو هغه خلک وو چې دايران ختيځ ته پرتو سيمونه يې استخدام کړی وو. کرو همدغه راز وايی چې دساسانيانو يو امپراتور، درې يم شاهپور، هم د( اپاکان) په نامه چې (ابګان) ته بېخی ورته کلمه ده، يادشوی ؤ. کرو په پای کې وايی په (افغان) باندې د(ابګان) او (اپاګان) بدلېدل يو عادي امر دی او دا ټکی سړی دې ته رابولی چې ددرنو افغانانو اسلاف په همدا ساسانيانو او دهغوی په مسرانو کې ولټوي. (۱۱)

مګر ځينې نور محققين لکه ورتن ګريګورين بيا دنقش رستم د ( ابګان) او (افغان) دکلمو ارتباط او يووالی ته دشک په نظر ګوري او وايی چې سړی بايد ددغو کلمو په لفظی ورته والی باندې ونه غوليږي. ځکه دی وايی دپنځمې ميلادی پېړۍ په پرله پسې ډول همې ته ورته نومونو باندې ياد شوي دي. (۱۲)

اما بايد وويل شي چې که دنقش رستم کتيبه ګې د (ابګان) کلمه ارمنيانو ته راجع وي نو بايد چې د (الوان) يا (اغوا) په شکل ثبت شوي وي نه دا چې د (ابګان) يا (اوګان) په شکل. ځکه کوم غربی مؤلفين لکه کروسنسکی، بيلو او نور چې دافغانانو او ارمنيانو په قومی ارتباط ډېر پخوا غږيدلي دي هغوی داسې ښيی چې په لومړي سرکې ارمنيان د (البان) په نامه يادېدل. خو وروسته دا کلمه په (اغبان) يا (اغوان) بدله شوه.

کروسنسکی پدې ارتباط ليکی: (اغوانان اصلاً دشېروان [اويا هغه] ولايت وو چې په قديم کې دسترې البانيا په نامه يادېده......[داغوانانو] نوم خپله ددې ښکارندوی دی چې دوی اصلاً دالبانيا دي. ځکه په البانی ژبه کې زموږ دلام توری د(غ) په توري بدلېږي. او زموږ (ب) د (و) په کانسوننټ بدلېږي او پدې ډول د البان له کلمې نه اغوان جوړ شوی دی.) (۱۳)

بيلو هم داخبره کوي او وايی د (اغوان) نوم اصلاً لرغونو روميانو په ارمنيانو ايښی دی. دی وايی څرنګه چې ارمنيان دقفقاز په غزنۍ سيمه کې اوسېدل او په لاتينی کې ( غره) ته (البه) ويل کېږی نو روميانو دارمنيانو وطن د( البانيا) يعنی غرنی ملک په نامه ياد کړ او خپله ارمنيان يې (البان) يا (الوان) يعنی دغرني ملک اوسېدونکی وبلل. بيلو وايی چې همدغه (البان) بيا په (اغوان) بدل شو. (۱۴)

نو که دنقش رستم دابګان کلمه دآذربايجان لرغونو اوسېدونکو ته راجع وي بايد چې داالبان، اغبان يا هغوان په بڼه ليکل شوې وي نه داچې داګان يا اوګان په بڼه.

ځينې وتلی پوهان دجورج مارګنټرن په شمول، بيا پدې عقيده دي چې د (افغان) نوم دلومړی ځل دپاره يوه لرغوني هندي منجم (وراهه ميهيرا) د (اوګانه) په شکل ذکر کړی دی. (۱۵)

دا منجم په خپل هغه اثر کې چې دشپږمې ميلادي پېړۍ په اوايلو کې يې تأليف کړی او (بړات-سنهيتا) نومېږي، يوځای ليکی:

(دا لاندې دلکۍ لرونکي ستوري په قلمرو کې شامل دی: غرني سنګرونه، پهلويان، څويتان،هونان،کولان،افغانان.....او غير عادل او جاه طلبه خلک.) (۱۶)

(دلته دا خبره ديادونې وړده چې (اچ. کرن) چې (بړات-سنهيتا) يې ان په کال ۱۸۶۹ کې په انګريزی ترجمه کړې ده، د(اوګانه) لفظ د (افغان) په شکل ليکی دی او دادې معنا لري چې کرن بېخی متيقن ؤ چې دوراهه ميهيرا داوګانه لفظ او دافغان نوم بېخې سره يو شی دي.)

جورج ګريرسن هم وايی چې دوراهه ميهيرا داوګانه لفظ په زياتره اطمينان دافغان له کلمې سره يو شی ګڼل شوی دي. (۱۷) ځينې غربی محققين وايی چې یوه چينی زائر هم دخپل هغه سفر په خاطراتو کې د(افغان) يادونه کړې چې داومي ميلادی پېړۍ په اوله نيمايی کې يې کړی دی.

اګزانډر کننګهم دهند لرغونې جغرافيه کې (داوپوکین يا افغان) تر عنوان لاندې ليکی: (چينی زائر هون څانګ او-پو-کين يوازې يو ځل په يوه لنډ عبارت کې ذکر کړی او دهغه موقعيت يې دفلنه [بنو] او غزنی تر منځ دبنو شمال غرب او د غزنی جنوب غرب ته ښودلی دی.) (۱۸)

کننګهم لږ وروسته بيا ليکی: (زه تقريباً متيقن يم چې دهون څانګ داپوکين مطلب هرو مرو افغان دی. داو-پو-کین کټ مټ معادل به اوګان وي. ځکه دچينی ژبې په سېلابونو کې دافغان لفظ تردې نه په زياتر صراحت نه شی ادا کېدلی.....اوکه خبره داسې وی نو داتر کومه حده چې ماته معلومه ده، دافغانانو تر ټولو نه قديم ذکر دی.) (۱۹)

د کننګهم له يادونو نه وچته ښکاری چې ده ته دانه ده معلومه چې په (بړات-سنهیتا) کې هم داوګانه کلمه راغلې ده. اما کوم معادل لفظ چې دچينی ژبې د (اپوکين) دپاره ښيی هغه د (بړات-سنهيتا) له اوګانه سره تقريباً بيخي مطابقت لري.

د کننګهم له خبرونه داهم ښکارې چې هون څانګ داو-پو-کين يا افغانه کلمه دهغې په لغوی مفهوم دافغانانو د ملک په معنا استعمال کړې ده او بايد وويل شی چې داکار ډېر راوروسته هم وی دی.

ازرقی هروی دپنځمې هجری پېړۍ داولې نيمايی شاعر او دسلجوقيانو دکورنۍ مداح په هغې قصيده کې چې دآلپ ارسلان محمد سلجوقی دزوری، طغانشاه (مرګ: ۳۶۵ هجری) په ستاينه کې يې ليکلې ده وايی:

زهری ګرسوی افغان شوی ای بادشمال

باز ګويی زهری پېش ملک صورت حال (۲۰)

دا چې د(افغان) لفظ په لرغونو غير اسلامی آثارو کې څه وخت او په شکل راغلی دی، پدې باره کې قاطع او يقينی حکم ، يو څه احتياط غواړي. خو په اسلامی آثارو کې دانوم ان له قديم نه په بېخی صريح او متواتر ډول همدا دافغان په بڼه ثبت وی دی.

څرنګه چې ددې ليکنې په څلورم فصل کې راغلي دي، دافغان نوم لږ تر لږه زر کاله پخوا په همدا نننی شکل په حدودالعالم کې ذکر وی او وروسته له هغه نه اسلامی مؤلفينو په پرله پسې ډول ياد کړی دی. اما دپښتون لفظ په اسلامی آثارو کې ډېر وروسته ثبت شوی دی.

ترکومه حده چې ماته معلومه ده داسلامی دورې پخوانی معلم اثر چې دپښتون کلمه بيا بيا پکې راغلې ده، هغه دا خوند دروېزه مخزن الاسلام دی چې د ۱۶۰۳ او ۱۶۱۲ ميلادي کلونو تر منځ ليکل شوی دی. اخوند دروېزه يو ځای کله چې دروښان پېر دزوی، جلاالدين په باره کې غږېږي ليکي:

( دغه لاپه يې په خوله کړه چې پادشاه دپښتنو يم ، پښتنو لره به ښه کړم ، پښتانه راپسې ځئ........پښتنو ټولی پرې وکړ...پښتون درست پده زبون شه....مغا ګډ په پښتانه شو. دجلال له بده پېله ګل پښتون مغل په دار کړ.) (۲۱)

مخزن په پښتو ليکل شوی دی او يقين ته نژدې ګومان دادی چې که دپښتنو په باره کې له مخزن نه وړاندې ليکل شوي آثارو په پښتو وي، نو دپښتون کلمه به په هغو کې هم راغلې وي. ځکه خپله پښتانه ځانونه پښتانه بولی. خو خبره داده چې کوم اسلامی آثار چې په نورو ژبو ليکل شوي دي، په هغو کې پښتانه له ډېر قديم نه (افغانان) بلل شوي دي او په پخوانو اسلامی آثارو کې يې ملک هم، لکه څنګه چې ددې ليکنې په اتم فصل کې په تفصيل خبرې پرې شوي دي، د (کشور افغانی) ، (مرزافغان) (حدافغان) او (افغانستان) په نامه ياد شوی دی.

البته تاريخی شواهد داسې ښيی چې د (افغانستان) غيرپښتانه اوسېدونکی هم له ډېر پخوانه دغه ګډ کور ته منسوب اود (افغانانو) په نامه ياد شوي دي.

ځينو مؤرخينو لکه محمود کتبی ، برهانالدين ميرخواند، عبدالزاق سمر قندی او نورو، لکه څنګه چې ددې ليکنې په اول فصل کې خبرې پرې شوې دي دڅورلسمې او پنځلسمې ميلادی پېړۍ د(افغانستان) ترکان او مغل هم بيا بيا افغانی مغل او افغانی ترکان بللی او هزارګان يې هم په مکرر ډول د (افغانی هزاره) په نامه ياد کړي دي.

دسيفی هروی دهرات دتاريخنامې (تاليف ۷۱۸-۷۲۱ هجری) له ځينو عباراتو اوبيانابو نه داسې ښکاري چې دڅورلسمې ميلادي پېړۍ په اوله نيمايی کې هم دهغه وخت د (افغانستان) غير پښتانه اوسېدونکی (افغانان) بلل شوي دي. مثلاً کله چې سيفی دخپل وخت د (افغانستان) دپېښو په باره کې غږېږی ددغه ملک کردان په صراحت دافغانانو جزبولی. دی يو ځای دهغه وخت د (افغانستان) دواکدار ، ملک (شاهنشاه) ، له خولې ليکی:

(.......افغانان سخت بې پروا،غله،خونی،فتنه انګيز او مېړني خلک دي، په تېره بيا داکدان چې زما په خدمت کې دي او هر يويې له رستم دستان او سام نريمان سره ډغرې وهي اورا پرزوی يې.......) (۲۲)

په عمومی ډول پښتنو تل ځانونه پشتانه بللی دي او دافغانستان نورو اوسېدونکو او بهرنيو خلکو اکثره دافغانانو په نامه ياد کړي دي. يوازې په پخوانی هندکې پښتانه دپټانانو په نامه هم ياد شوي او ځينو نورو خاجیانو هم کله کله دهندوستانيانو په تقليد پښتانه پټانان بللی دي.

خپله دپښتنو په اکثره فارسی ليکنو او حتی ډزرو پښتو اشعارو کې هم پښتون افغان بلل شوی دی او يو شمېر ليکوالانو او شاعرانو لکه آخوند درويزه او خوحال خان خټک بيا پښتون او افغان دمترادفو الفاظو په توګه استعمال کړي دي.

دنولسمې پېړۍ له؟؟يلونه رادې خواته اکثره غربی ليکوالو او مستشرقينو د(افغان) کلمه په خاصه او قومی معنا د (پښتون) مترادفه بللې ده خو په علمه او سياسی معنا يې په مکرر او متواتر ډول دافغانستان داتباعو په مفهوم کړې ده او پدې ډول يې دافغانستان ټول اوسېدونکی، لکه څنګه چې ښايی ، افغانان بللي دي.

دافغانستان په سياسی او فرهنګی حلقو کې هم له ډېر وخت نه رادې خواته دافغان لفظ دافغانستان داوسېدونکی او تبعه په مفهوم استعمال وی دی او پدې وروستيو وختو کې يې دا مفهوم بېخی دعام ذهنيت جزګرځېدلی دی.

يوه ضروری يادونه :

مارګنسټرن داسلامی دايرةالمعارف په همدې مضمون کې ځينې ښکاره سهوې هم کړي او ددې خبرې عمده دليل هم دوه شيه ښکاري.يو داچې دده دمضمون داصلی نسخې دليکنې په وخت کې هغه پخواني اسلامي تحريري اسناد چې دپښتنو په تاريخې موجوديت او اجتماعی حالت نسبی رڼا اچولی شی دومره نه وو راسپړل شوي. بل داچې خپله دمارګنسټرن تبحر هم په ژبنيو مطالعاتو کې و او دسيمې دتاريخی مطالعاتو او زړو متونو په ساحه کې يې ډېر کارنه وکړی.ځکه نو داڅه عجبه نه ده چې هغه په همدې ځای کې يوه ښکاره اشتباه هم کوی او ليکی چې غزنوي سلطان محمود (په يوه بله موقع کې په پښتنو ؟؟؟وکړ او سزايې ورکړه او دا خبره بيهقی پهه ډاګه کړې ده) (اسلامی دايرةالمعارف، ټوک ۱،مخ ۲۱۷) خو حقيقت دادي چې بيهقي په پښتنو باندې دسلطان محمود دحملو په باره کې يوه کلمه هم نه ده ويلې. البته دغزنويانو دعصر يو بل معروف مورخ عبتي، لکه څنګه چې ددې ليکنې په څلورم فصل کې په يوڅه تفصيل خبرې پرې وی دي. په پښتنو دمحمود ديرغل يادونه کړی ده.

مارګنسترن په همدې ليکنه کې داهم وايی چې دابدالو اصل او نسب مجهول دی، خو دغلځو په باره کې دا امکان شته چې دنامه دتسميې وجهه يې يوعاميانه روايت وي. (اسلامی دايرةالمعارف، ، ټوک۱، مخ ۲۱۷ ) که څوک دابدالو داصل او نسب په باره کې پداسې افسانه پسې ګرځی، لکه دغلجو دنامه په باره کې چې جوړه شوې ده، نور خبروته هېڅ ځای نه پاتې کېږی. ځکه چې په علمی مطالعاتو کې دغه راز يو بې بنياده روايت نه ديوې تاريخی حادثې د، رد دليل کېدلی شی اونه يې دائيد او نه په بحث ارزی. خو څرنګه چې مارګنسټرن يو لوی عالم ؤ او الاف کرو هم ددرانو په باره کې همدا خبره کوي، نو بايد هرومرو څه پرې وويل شي.

اولاف کرو هم وايي چې (ددرانو اصل او نسب مجهول دی اوسترشاه عباس تر وخته پورې [دتاريخ] له تيارونه ، نه وو راوتی ) (دي پټانز، مخ-.۹).

دلته ، لکه نورو غوندې دکرو استناد هم پدې خبره چې بابر په بابر نامه کې داکثره هغو سيمو دپښتنو قبايلو او قومونو نومونه اخيستی چې يرغلونه يې پرې کړي خو دابدالو نوم يې سره له دې چې کندهار يې نيولی دی، نه دی اخيستی. ( دي پټانز، مخ ۱۵۵-۱۵۶)

بايد وويل شی چې په کندهار باندې دبابر دحملې او دکندهار دښار دنيولو په وخت کې دکندهار واکداران دوه تنه مغولی وروڼه شاه شجاع ارون، چې بابر يې شاه بېګ بولي او دهغه کشر ورور محمد مقيم دی. ځکه نو دبابر زياتره يادونې دهمدې وروڼو او دهغوی دمغلو حواريونو او نوکرانو او افسرانو په باره کې دي او دکندهار له پښتنو سره يې نه کوم ټکر کړی اونه په کوم بل لحاظ ددغې سيمې له پښتنو سره محشور شوی دی. ځکه نو بابر په کندهار کې نه يوازې ددرانو يادونه نه کوی ، بلکه بېخی دپښتون نوم نه اخلی. که بابر ددرانو پښتنو يادونه نه کوي داڅه عجيبه خبره نه ده.

بابر د نورو پښتنی اقوامو او مشرانو نومونه، معمولاً، هغه وخت اخيستی چې ياد خپلو عملياتو او چور او چپاو په وخت کې ورسره مخامخ او يادکوم بل ضرورت پر بنا ورسره محشور شوی دی.

علاوه پردې که په بابر نامه کې دابدالو نوم نه دی راغلی نو په آئين کبري کې خو چې له بابر نامې نه يو څو لسيزې وروسته ليکل وی او دهند دمغولو دعصر يو تر ټولو نه پخوانی اوډېر مستند اثر دی، په واضح ډول ذکر شوی دی.

کله چې ابوالفضل دکندهار په شرقی مضافاتو غږيږې دوه واری (ابدالي قبيله ) يادوي او هغه ماليه ښيی چې ان دصفويانو ددولت په اول سرکې اويا خپله دمؤلف په قول دقزلباشانو په وخت کې پرې وضع وې وه. (ابوالفضل ، آئين اکبری،ټوک۲،مخ ۴۰۳)

علاوه پردې کله که په پښتنی قبايلو باندې دنسب دشجرې په اساس بحث کېږي، هلته نو بيا دا خبره چې ددرانو اصل او نسب مبهم دی، په يوه بل دليل هم بې ځايه ښکاري. دنسب دشجرې په اساس ابداليان دترينو يوه پښه ده او ترين هغه پښتني قبيله ده چې له بابر نه ډېر وړاندې په تحريري اسنادو کې ياده شوې ده. له دغو اسنادو نه يوه هغه کتيبه ده چې نقل يې ماته لوی محقق عبدالحی حبيبی راکړی دی. دا کتيبه په څورلسمه ميلادي پېړۍ کې دهغه يوه ماجت په دېوال ليکل شوې ده چې دغازی خان دډېرې په (بارکهان) کې واقع دی. کتيبه په فارسی ليکل شوې او پښتو ترجمه يې داده:

( دادملک پوياتور ترين موسيانی خيل مسجد دفيروز شاه په عهد کې په سنه ۷۷ هجری کې ودان شو)

ددې ټولو خبرو په رڼا کې سړی ويلی شی چې ددرانو تاريخی هويت دومره په تياره کې نه دی پټ، لکه ماګنسټرن او کرو چې وايی.

مارګنسټرن په اسلامی دايرةالمعارف کې يوه بله مغشوشه خبره هم کوي او وايی دانه ده معلومه چې په پخوا زمانه کې افغانان دسليمان له ره نه دغرب خواته څومره وړاندې خپاره وو، خودی وايی په پخوانو آثارو کې هيڅ داسې څه نه دی ويل شوی چې له غزنی نه دغرب پلوته دې دپښتنو سکونت وښيي. (اسلامی دايرةالمعارف، ټوک۱، مخ ۴۱۲) دمارګنسټرن دا خبره هم له هغه څه سره اړخ نه لګوي چې په تاريخی اسنادو کې راغلي دي. په څلورم فصل کې به وښودل شی چې ډېرو اسلامی آثارو په هغې ساحې کې چې له هرات نه داباسيند تر غاړو پورې متداد لري، له قديم نه ، پښتانه ميشته بللی او ددغې سيمې مختلفې برخې يې په يوه يا بل نامه دپښتنو دنفوس داکثريت او دسکونت دقدامت له امله همدوی ته منسوبې کړې دي. همدې آثارو ، لکه څنګه چې په اتم فصل کې مفصل بحث پرې شوی دی، دڅورلسمې پېړۍ په اوله نيمايی کې يوه لويه سيمه د (افغانستان) په نامه ياده کړې ده.

ددرېيم فصل يادداشتونه :

۱) لوونتال، ايسيدور ، دبنګال داسيايی ټولنې مجله، ټوک۲۹ ،مخ ۳۳۱.

۲) همدا اثر ،همدا مخ

۳) همدا اثر همدا مخ.

۴) بيلو ، هنری، دافغانستان دقوم پېژندنې مطالعه ،مخ ۱۹۸-۲۰۴ لوونتال ، دبنګال دآسيايی ټولنې مجله ، مخ ۳۳۱ ګريرسن جورج ، دهند دژبو سروې، ټوک ۱، مخ ۱۰۶ همدا اثر، ټوک۱۰ ،مخ ۵ کرو ، اولاف، دی پټانز مخ۳۵-۴۱.

۵)ګريرسن، جورج، دهند دژبو سروې،ټوک۱۰،مخ۵.

۶) بيلو، دافغانستان طوايف،مخ ۷۷، ۱۹۷۶ د قوم پېژندنې مطالعه، مخ ۸۹-۹۱ دهند دژبو سروې ،ټوک۱،مخ۱۰۶ همدا اثر ټوک۱۰، مخ ۵ دی پټانز ، مخ ۳۷.

۷) مارګنسټرن، جورج،اسلامی دايرةالمعارف ، ټوک۱، مخ ۲۱۷.

۸) کرو، دي پټانز، مخ ۳۲-۳۳.

۹)مارګنسټرن، اسلامی دايرةالمعارف ، ټوک۱، مخ ۲۱۷.

۱۰) سپرنګ لنګ، ام، دامريک دسامی ژبو او ادبياتو مجله،ټوک ۱۰۷، مخ ۴۱۲، کال ۱۹۴۰.

۱۱) کرو، دي پټانز ، مخ ۷۹-۸۰.

ګريګورين، ورتن، دمعاصر افغانستان ظهور ، د مخ ۲۹ حاشيه.

۱۳) دوسغ سيو، دفارس دانقلابونو تاريخ ، ټوک۱، مخ ۱۳۷-۱۳۹.

۱۴) بيلو ، دافغانستان دقوم پېژندنې مطالعه، مخ ۲۰۵.

۱۵) اسلامی دايرةالمعارف، ټوک۱ ، مخ ۲۱۷.

۱۶) وراهه ميهيرا، دي بړات-سنهيتا،مخ۱۱۰،نمبر ۳۸-۳۹.

۱۷) دهند دژبو سروې ، ټوک۱۰،مخ ۵.

۱۸) کننګهم،جورج،دلرغونی هند جغرافيه،مخ،۱۰.

۱۹) همدا اثر ، مخ ۱۰۳.

۲۰) هروی ، ارزقی، ديوان،مخ ۵۱.

۲۱) دروېزه،اخوند، مخزن الاسلام،مخ ۱۳۵.

۲۲) هروی،سيفی،دهرات تاريخ نامه، مخ ۱۹۹

 
بېرته شاته