لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
دزمزم داوبوپه هكله لنډمعلومات
لیکوال: اسدالله حامد پیاروخیل   نېټه: 15.03.2009   خپرونکئ:   سمسور  

زمزم د هغې سپیڅلې څاه نوم دى چې د مکې معظمې ښار په بیت الحرام جومات کې د شلو مترو په فاصله د کعبې ختیځ لوري ته واقع ده . د اسلامي تاریخ له مخې د زمزم څاه هغه معجزه ده چې د خداي (ج) په امر د جبرائیل پواسطه د اسماعیل (ع) د پښو لاندې چې په یوه دښته کې تږى وه په نا څاپه توګه پیدا شوه. هر کال په زرګونو مسلمانان د حج فریضې د ادا کولو په وخت کې د دغې سپیڅلې څاه څخه لیدنه کوي او د هغې له خوندورو اوبو څخه څښي او هم یې خپلو ځانوسره خپلو کورنیو او ملګرو ته د تحفې لپاره وړي.

د زمزم د سپیڅلې څاه لنډ تاریخ

اسلامي تاریخ د زمزم اوبو د څاه پیدایښت محترمې بي بي هاجرې د اسماعیل (ع) مور او د ابراهیم (ع) میرمنې ته راجع کوي. د اوس نه څه د پاسه څلوزره او اته کاله وړاندی محترمې هاجری د صفا او مروا د غونډیو په منځ کې چې یوه وچې دښته وه د خپل ماشوم زوی اسماعیل (ع) د سختې تندې له امله د اوبو پلټنه کوله ، ځینې اسلامي تاریخونه لیکي چې بي بي هاجره اوه ځله د صفا او مروا غونډیو په منځکې د اوبو د موندلو لپاره منډې ووهلې مګر هیڅ یی ونه موندل، بیا خداي (ج) چې پخپلو بنده ګانو همیشه رحیم او مهربان دی ملاًُیکه جبرائیل (ع) یی د مرستې لپاره ولیږله چې ځمکه یی وکیڼله او د اوبو چینه راپیدا شوه خو ځینې تاریخونه بیا وایي چې اوبه پخپله د اسماعیل (ع) د پښو لاندی په نا څاپه توګه راپیداشوې او یا هم جبرائیل (ع) پخپلو پښو ځمکه وکینله او بیا یې په خپلو وزرونو خاورې پاکې کړې او د زمزم څاه پیدا شوه. د دغې سپیڅلې څاه نوم د زوم زوم له کلمې چې د دریدلو او یا تم کیدو په مانا ده اخیستل شویده.
اسلامې تاریخ لیکي هغه وخت چې د جورهم قبیلې د مکې معظمې د ښار واک یې په لاس کې واخیست د زمزم څاه د یو څه وخت لپاره وچه او ورکه شوه، ځینې تاریخونه لیکي چې زمزم د څاه وچیدل او ورکیدل د جورهم د قبيلې د زیاتو ګناهونو له امله وه او بیا ځینې لیکي چې کله د جورهم قبیلې د مکې ښارڅخه پرشا ولاړل او ښار یی پریښود نو د زمزم څاه یې د خاورو نه ډکه او پټه کړه. خو بیا دغه څاه د حضرت محمد (ص) د نیکه ابوالمطلب لخوا چې د زمزم د څاه په هکله یې خوب لیدلی وه ددوهم ځل لپاره کشف او څرګنده شوه.
د محترمې بې بې هاجرې او د زمزمو د اوبو دغه کیسه د اسلام په دین کې د یواسلامي دود په بیلګه تر نن ورځې پورې  پاتې شوه او ټول هغه ښځینه او نارینه مسلمانان چې د حج دفریضې د ادا کولو لپاره مکې معظمې ته ځي نو د صفا او مروا د غونډیو تر منځ باید اووه ځله په تیزۍ سره لاړ او راشي او بیا د زمزم سپیڅلې اوبه و څښي.
د اسلام دیني عالمان پدې موافق دي چې د زمزم د اوبو څښل ټولو مسلمانانوته په خاصه توګه هغو مسلمانانو ته چې د حج او یا د عمرې د اداکولو لپاره مکې معظمې ته ځي مستحب دي ځکه چې د صحیح بخاري شریف (۳/۴۹۲) حدیث دى چې حضرت محمد (ص) د حج د اداکولو په وخت کې د زمزم اوبه څښلې دي. او همدا رنګه د صحیح مسلم شریف (۴/۱۹۲۲) کښې ابو ‌‌ذر غفاري څخه روایت دی چې حضرت محمد (ص) د زمزمو د اوبو په هکله ویلي دي: ((د زمزم اوبه د خدای (ج) رحمت دی اوښه غذا ده چې ستاسو تنده او لوږه دواړه مرفوع کويّ)) چې د ابو ذر غفاري په یو بل حدیث کې د پورتني حدیث اثبات شوی چې پخپله ابو ذر غفاري د مکې معظمې په ښار كې د یوې میاشتې لپاره پاتې شوى وو، چې د زمزم له اوبو څخه پرته هیڅ شی یی د خوړلو او څښلو لپاره نه لرل. صحیح الجامي (۳۳۰۲) هم د زمزمو د اوبو په هکله روایت کوي چې محمد (ص) ویلی (( د ځمکې پر مخ تر ټولو غوره او سپیڅلې اوبه د زمزم اوبه دي، ستاسو لپاره یو ډول غذا او د نارغیو درملنه ده. همدا رنګه سلسلات الصحیح (۸۸۳) روایت کې چې حضرت محمد (ص) د زمزم اوبه څښلي دي، اودس یې پرې کړی او هم یی پخپل سر مسح کړیدي، او هر کله به یی زمزم اوبه له ځانه سره په یوه لوښي کې وړلې او د خلکو په سر به یې اچولې او هغو ته به یې د څښلو لپاره ورکولې. ابن ماجه په یوه حدیث کې روایت کوي او وایي چې حضرت محمد (ص) وويل (( د زمزم اوبه د هر هغه هدف لپاره دي چې تاسې یې څښۍ، که یې د روغتیا لپاره څښۍ نو خدای (ج) به صحت درکړي، که یې د د لوږې پخاطر څښۍ نو الله (ج) به مو ماړه کړي او که یې د تندی پخاطر څښۍ نو الله (ج) به مو تنده ماته کړي)).

دزمزمود اوبو په هکله ځینی ساینسي څیړنې

په ګن شمیر اسلامي او اروپایي هیوادونو کې د زمزمو د اوبو په هکله هر اړخیزې څیړنې شویدي او د ا یې ثابته کړیده چې د زمزم اوبه د نورو اوبو په پرتله خورا لوړ کیفیت لري او په خپل ترکیب کې دیر د پام وړ منرالونه، مرکبات اومالګې لري، چې د انسان د صحت او روغتیا لپاره ګټور دي. ددغو ساینسي څیړنو له جملې څخه یو څو مهمې څیړنې یې په لاندې ډول دي.

۱. طارق حسین چې یو پاکستانى ساینسپوه دى د زمزمو د اوبو په هکله په یوه مقاله کې یادوي چې د زمزم اوبه د اروپا په ځینو تحقیقاتي لابراتوارونوکې تر څیړنې لاندې نیول شوي او په نتیجه کې لیکي چې د زمزم او نورو اوبو تر منځ خورا لوی توپیر شته چې مهم توپیرونه یی د کلسیمو او مګنیشیمو د مالګې په کیفیت کې دی، او لیکي چې د زمزمو اوبو د کلسیمو او مګنیشیمو کیفیت د عادي اوبو په پرتله خورا ډیر لوړ دى. محترم طارق حسین وایي؛ دا چې هر کال په میلونونو حاجیان د حج د مراسمو په وخت کې د زمزمو اوبه څښي او د دوی تنده او ستوماني رفع کوي، کیدای شي چې علت یې د زمزمو د اوبو لوړ کیفیت وي، او ډیره مهمه خبره د دې اوبو په هکله داده چی پخپل ترکیب کې خورا زیات فلوراید لري چې د مکروب وژلو خاصیت لري او ّنه پریږدي چې الجي او یا نوری باکتریاوی پکې رشد وکړي.

۲. څیړنو ښودلې ده چې د زمزم اوبه د مکروب وژلو کیمیایي مرکب ( کلورین) ته هیڅ ضرورت نه لري او هیڅکله هم ورڅخه استفاده نده شوې. د زمزم اوبه داسې صحي او پاکې ښکاري لکه چې په ښارونو کې د نلونو تصفیه شوې اوبه کورونوته لیږدول کیږي. دا واضح خبره ده چې طبعي څاګانو، ویالو او د ابو په چینو کې هرومرو ځینې نباتات او مکروبونه رشد کوي، او د اوبو په کیفیت، رنګ، بوى او خوند اغیزه کوي، خو د زمزمو په څاه کې دغه ډول هیڅ نباتات او د اوبو نور مکروبونه ندي لیدل شوي چې دا د الله (ج) لوی حکمت دى او مونږ یې باید شکر وباسو.

۳. دا ثابته شویده چې د زمزم اوبه د ځینو ناروغیو لپاره ښه درملنه ده. ساینسپوهان پدې هکله وایی چې د زمزم اوبه د ډیرو ګټورومنرالونو او مالګې په لرلو سره د مکروب وژلو ښه خاصیت لري. د زمزم اوبه په خپل ترکیب کې سودیم، کلسیم، پوتاشیم، مګنیشیم او ځینې نور ګټور مرکبات لري چې د ځینو ناروغیو لکه: د مفاصلو التهاب، روماتیزم او د هډوکو او پوستکي بیلابیلو بې نظمیو لپاره ښه درملنه او دوا ده.

۴. ډاکتر ماسارو ایموتو چې یو جاپانى ساینسپوه دی پدې نږدې وختونوکې یې د زمزمو اوبو په هکله بیلابیلې څیړنی کړیدي او وایي چې د زمزمود اوبو کرستالونه د نورو اوبو په پرتله خورا ډیر زیات توپیر لري او وایي چې د ډیرو څیړنو په نتیجه کې د طبعي کیفیت او کمیت له نظره هیڅ ډول توپیرد زمزمو په اوبو کې ندی موندل شوی. ډیره مهمه خبره دا ده چی ډاکتر ایموتو وایي چې کله د زمزمو د اوبو یو څاڅکی د عادي اوبو په زرو څاڅکو کې علاوه شي نو عادي اوبه ، به هم د کیفیت له نظره کټ مټ د زمزمو د اوبو په شان وي، چې دا ډیره د حیرانتیا خبره ده.

۵. ددنیا په بازارونو او مارکیټونو کې اوبه د منرالونو د ښه کیفیت او کمیت له نظره په لوړه بیه خرڅیږي او ښې اوبه هغه اوبه دي چې د منرالونو اندازه یې ۳۵۰-۱۵۰ ملي ګرامه په یوه لیتر کې وي. د حیرانتیا خبره داده چې د منرالونو اندازه د زمزمو په اوبو کې ۲۰۰۰ملي ګرامه په یوه لیتر کې ده او زیاته اندازه یی هم د سودیم، مګنیزیم او پوتاشیم منرالونه دي چې د نورو منرالونو په پرتله خورا ډیر ګټور دي.

۶. ساینس او تکنالوژۍ دا ثابته کړیده چې د زړه او شریانونو ناروغي په هغو کسانو کې چې د زمزم په شان د زیاتو منرالونو لرونکې اوبه څښي، کمه لیدل شویده او یا هم هیڅ نشته.

۷. اوبه د ښی هاضمې لپاره مهم مرکب بلل کیږي خو پدې شرط چې په خپل یوه لیتر ترکیب کې د ۲۵۰ ملي ګرامو څخه زیات د بای کاربونټ مرکب ولري. د دنیا تر ټولو ښه منرال لرونکې اوبه د فرانسې د اویان د چینې اوبه دي چې د باي کاربونټ اندازه یی ۳۵۷ملي ګرامه په یوه لیتر کې ده. پداسې حال کې چې د زمزمو په اوبو کې د باي کاربونټ اندازه ۳۶۶ ملي ګرامه په یوه لیتر کې ده. چې ددنیا د مشهورې چینې له اوبو څخه ۹ ملي ګرامه زیاته ده. چې داخبره د حضرت محمد (ص) د حدیث چې فرمایي ((د زمزم اوبه د مځکې پر مخ تر ټولو غوره او سپیڅلې اوبه دي)) ښه ثبوت دی.

۸. د زمزمو په اوبو کې اته قسمه مهم عناصر موجود دي چې ددوى اندازه د نورو اوبو په پر تله خورا ډیر زیات دي چې دا عناصر مګنیزیم سلفیټ، سودیم سلفیټ، سودیم کلورایډ، کلسیم کاربونټ، پوتاشیم نایتریټ، هایدروجن سلفیټ، سلفور او باي کاربونټ دي .

د زمزمو اوبو د څښلو آداب

د ابن عباس رضي الله عنه په یوه حدیث کې روایت شوی چې وایي (( یو سړی ابن عباس (رض) ته راغی، نو ابن عباس (رض) ورڅخه پوښتنه وکړه چې له کومه ځایه راغلې؟ نوموړي سړي ځواب ورکړ چې د زمزم له چینې څخه راغلم. بیا ابن عباس (رض) ورڅخه وپوښتل، آیا د زمزم اوبه دې لکه څنګه چې باید وڅښل شي وڅښلې؟ سړي ځواب ورکړ ای ابن عباسه ! د زمزم اوبه څرنګه باید وڅښل شي؟ ابن عباس ځواب ورکړ او ورته یی وویل کله چې د زمزم اوبه څښې نو مخ د باید د قبلې په لور وي، الله (ج) باید یاد کړې، په دریو دمو یې وڅښې، څومره چې څښلی شې باید ویې څښې او په آخر کې باید شکر وباسې. ابن عباس به چې کله د زمزم اوبه څښلې همیشه به يې د نافع علم، پراخه روزۍ او د ښه صحت دعا کوله.

د زمزمو د اوبو څښلو په وخت کې لاندې آداب باید په نظر کې ونیول شي:

۱. د زمزمو اوبه باید په دریو دمو وڅښل شي.
۲. د زمزمو اوبو د څښلو په وخت کي مو مخ باید د قبلې په لور وي.
۳. د زمزم اوبه څومره چې څښلی شو باید ویې څښو.
۴. د زمزمو اوبو د څښلو په وخت کې باید دعا وکړو او شکر وباسوو.
۵. د زمزم اوبه چې د هر مقصد لپاره وڅښل شي نو خدای به مو مقصد پوره کړي. نو ښه به داوي چې د ابن عباس (رض) په شان د نافع علم، پراخې روزۍ او پوره صحت غوښتنه وکړو.

په آخر کی راځۍ چې د الله (ج) لوی دربار ته لاس په دعا شو چې لمړی د بیت الله شریف حج را په نصیب کړي او بیا د زمزمو د اوبو څښلو په وخت کې د پوره صحت، نافع علم، له ګناهو څخه د مغفرت، له مرګ نه وروسته ژوند په جنت کې، د جمعې په ورځ د با وقاره مرګ او په دنیا او آخرت کې د پوره عزت او سر لوړي ژوند غوښتنه وکړو.

آمین

 
بېرته شاته