لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
پنجشېر (بنجهار،بنجهېر)
لیکوال: شهسوار سنګروال   نېټه: 16.03.2009   خپرونکئ:   سمسور  

لرغونپوهانو څرګنده كړې چې اوسنى پنجشېر د"پنتهېر" (پنځه نهره يا روده) اوښتې بڼه ده او دغه نوم ان د احمد شاه ابدالي په زمانه (د18 پېړۍ تر پايه) كې هم په همدغه ليكدود كښل شوى دى.نوم وركي جغرافيه پوه په "حدودالعالم" كې ويلي دي چې "پنجهېر" او "جاريانه" له معدنياتو دوه ډك ښارونه دي چې يو سيند يې په مېنځ كې بهيږي او تر هندوستانه ځان رسوي " (101 مخ)
"اليعقوبي" يو بل جغرافيه پوه دى چې وايي: "بنجهار" د پروان، اندراب او "غورونده " (ښايي غوربند وي) په شاوخوا كې يوه سيمه ده چې ښايي همدغه پنجشېر وي  (كتاب البلدان 290 مخ)

"پنجهېر" هغه ښار دى چې په غرونو كې ودان شوى او لس زره وګړي په كې ژوند كوي … " (اصطخري 219 مخ)
د مينځنيو پېړيو يو شمېر نورو جغرافيه ليكونكو بيا كاږلي چې "پنجهېر" د غزنويانو له پېر نه پخوا "كچكن" يا "كچكنه" بلل كيده خو كله چې سلطان محمود د "سلطان بند" په نوم يو بند جوړولو تكل وكړ نو بيا يې د شاوخوا سيمو نه وګړي را ټول كړل خو د روايتونو له مخې له پنجشېر څخه يوازې پنځه تنه استازي د سلطان حضور ته حاضر شول. هغه ترې پوښتنه وكړه چې نور كسان مو څه شول ؟ هغو ورته وويل چې موږ پنځه تنه د ډېرو وګړو په اندازه كار كولى شو … سلطان د كار په لړ كې وويل: دا پنځه تنه لكه پنځه زمريان داسې كار كوي. نو ځكه له دې وروسته دغه سيمه د پنجشېر په نوم ونومول شوه او هغه پنځه تنه د "پنځو پيرانو" په نوم هم ياد شول.
ددې پنځو تنو نومونه دادي چې اوس په بېلابېلو سيمو كې ښخ شوي دي:
1- خواجه ابراهيم په دربند كې گ 2 – خواجه صفا په دواّب كې گ 3- خواجه ګل ولي په تل (طول) كې گ 4- خواجه عارف په اّويب كې گ 5- خواجه احمد بشار په لويه استانه كې
پوهاند حبيبي د "هېر" كلمه د "اور" په مانا راوړې. ولې د كوشانيانو په مهال دغه نوم چې د بغلان په كومو ډبرليكونو كې تر سترګو شوى د "اير" په بڼه انځور شوى دى يعنې "سپېڅلى اور" چې په هغه ځاى كې د بغلان لوى معبد هم ځاى په ځاى و. علامه حبيبي دا خبره هم پخپل كتاب د افغانستان په تاريخي جغرافيه كې كړې چې "اير Eir " همدغه "اور" دى.
ځنې څېړونكي په دې لړ كې "ابن بطوطه" پنجهېر بيا په بله بڼه كاږلى نوموړي "هېر" د غره په مانا راوړى دى.
البېروني او ابن حوقل هم د "پنجهېر" په بڼه كاږلى خو "مقدسي " (355 هـ ق) هغه معرب كړى او د "فجهېر" په بڼه يې ليكلى دى.
همدا رنګه ځنو نورو د "البنجهېر"، "بنچهېر"، "بنجهېر" او "پنجهېر" په نومونو پخپلو ليكنو كې انځور كړى دى.
پنجشېر سر بېره له دې چې د سېلانيانو له پاره په زړه پورې دى له بلې خوا د طبعي شتمنيو له پلوه هم زيات ارزښت لري او تر اوسه چې كارپوهان كومې شتمنۍ د خاورو او ګټو (ډبرو) لاندې پلټلي سپين زر، مس، سره زر، سرپ، ابرك او نور د بېلګې په توګه يادولى شو.
يو وخت پنجشېر دريمه درجه ولسوالى وه چې د پروان ولايت پورې تړلې وه چې اوس يو ځانګړى ولايت دى چې د حامد كرزي د واكمنۍ په مهال دغه ولسوالۍ د يوه رسمي فرمان په ترڅ كې د حمل (وري) په 24 نېټه (1383 هـ د اپريل 12- 2004 ز) د ولايت كچې ته لوړه شوه.
د پنجشېر د ولايت غوره سيمې : اّنابه، دشتك، رخه، بازارك، استانه، دواب، خنج او نورې دي.
داوسني افغانستان
له ولكې وتلې سيمې
اعليحضرت احمد شاه ابدالي د لوى افغانستان هغه ستر ټولواك وو چې د هېواد څلور خواوې يې تر ډيلي، كشمير، اموسيند، د هند سمندر، مشهد او نيشاپور پورې رسېدې.
د نوموړي (1747 كې واك ته ورسيد او په 1773 كې مړ شو) له مړينې وروسته د هغه زوى تېمورشاه واكمن شو. سره له هغې هم چې نوموړي لس مېرمنې لرلې او يو عياش انسان وو خو بيا هم د پلار ټولواكمنۍ يې خوندي كړه. د ده له مړينې (1793) وروسته دده هر زوى1 په دې هيله وو چې ددغې ټولواكمنۍ واكمن وي خو په پاى كې دده اوښيار او د احمدشاه رښتنى لمسى زمانشاه د هېواد د چارو واګى په لاس كې واخيست. وروستيو څېړنو په ګوته كړې چې نوموړي غوښته نه يوازې د خپل نيكه ټولواكمنۍ خوندي كړي بلكې په دې هيله وو چې د هېواد څلور خواوې تر بخارا، د هندوستان جنوب او جنوب ختيز او ان جنوب لويديز ته وغوځوي او د ايران هغو سرحداتو ته هم ځان نږدې كړي چې تزاريان يې بيا د نيولو تكل ونه كړي.
له بده مرغه چې د دغو سترو خيالاتو څښتن پادشاه له يوې خوا د خپلو وروڼو او له بلې خوا د نړۍ سترو واكمنو په سر كې د انګليس2 له مخالفت سره مخ شو.
په پاى كې د زمانشاه واك له مينځه لاړ او دده له واكمنۍ دوه كاله وروسته (1803 ) هغه ماليه3 چې له ايرانه يې تر لاسه كوله د ايراني قاجاريانو په لاس كې پرېوته.
همدارنګه له نوموړي وروسته كله چې رنجيد سنګهـ په پنجاب كې د استقلال اعلان وكړ دغه ټوله ماليه ده ته پاتې شوه او خپل ځان يې پرې دومره پياوړى كړ چې د 20 كالو په موده كې (د وزير فتح خان د وروڼو د واكمنۍ په مهال) نه يوازې پنجاب تر ولكې لاندې كړ بلكې ملتان، د اټك دواړه غاړې، كشمير ، د سيند د ولايت ځنې سيمې، د غازي خان او اسمعيل خان دېرې، پېښور او پېښور شاوخوا سيمې يې يو د بل پسې لاندې كړې. دا كار هغه مهال وشو چې د تېمور شاه د اولادې (په تېره شاه محمود او شاه شجاع ) تر مينځ د واك په سر له شرمه ډكه دښمني روانه وه.
د لاهور تړون چې د لارډ اكلنډ استازي مكناټن، د پنجاب واكمن رنجيت سنګهـ او د افغانستان په نااستازي توب شړل شوي واكمن شاه شجاع په كې ګډون كړى وو د نړېوالو نورمونو خلاف په 1838 د جون په 26 نېټه لاسليك شو
دا رنګه د هېواد لويديځې سيمې هم د فتح عليشاه تر ګواښ لاندې وې سر بېره له دې چې د مشهد او نيشاپور سيمې يې ونيولې بلكې په هرات يې هم تېرى وكړ د حسن علي ميرزا په مشري يې د غوريانو ځنې سيمې لاندې كړ

 
بېرته شاته