لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
يه د بيټ نيکه زوزاته! نوره نړۍ پر ځای پرېږدئ، له خپلو نژدې تر بورانو خويولوست واخلئ
لیکوال: پوهنوال رسول باوري   نېټه: 23.11.2008   خپرونکئ:    

لرغونپوهنه د پوهاند دوکتور زيار له څېرموڅيړنيزو بوختياوو څخه
له لرغونوزمانو راهيسې بېلا بېلو پوهنيزو څانګود خپل پرله پسې يون په ترځ کي  د انسان ، انساني  ژوند او چاپېريال په تړاو زيات پټ رازونه څرګند کړي او ناسپړلې غوټې يې را سپړلې دي . د پوهنيزو څانګو دا يون  د انساني اندونو او فکرونو دلاغوړېدو پر لار مخ پر وړاندي درومي او چټکي يې د مهال په تېريدو زياتون مومي . د پوهنيزو څانګو دا نه تم کېدونکی يون هغه رښتينی تاريخ دی چې  لارويان يې  ياله سترو ماتو او غميزو سره مخ کړي او د سر په ورکړه ورته پرېوتی ، او يا يې  د وياړ هغې کچې ته رسولی چې د سر لوړۍ تر ټولوستر خول ( تاج ) يې ور په سر کړی دی . دا د پوهنيزو څانګو د پر له پسې يون رښتينوالی دی چې بايد پر مخ تللی وای .  د پوهنيزې څانګې هغه لاروي چي د خپل سر په بيه يې پکې پرمختګ  کړی او يا هغه چې د همدې پوهنيزيون د پر مختګ په اړه يې خپل سر ته د وياړ تاج ګټلی دی، دواړه د دې نه تم کېدونکي  پوهنيزيون د برياليتوب لوړې څوکې دي   چې هم يې لاروي ابدي کړي او هم يې د پوهنيز يون رښتينوالی څرګند کړی دی .

دانساني اندونوتاريخ  دارا څرګندوي چې  دبشر او بشري ټولنو  اندونو او واندونو(فکرونو او خيالاتو)د زمانې په لمن کې  د  پوښتنو له  رامخته کولو اوهغو ته له ځوابونوپيدا کولو سره يوځای پر مختګ کړی دی .  د پېښو زېږېدل  او يا مخې ته راتلل ،  انسان پوښتني ته اړاېستلی اوانساني اندځواک يې د ځواب موندلو هڅه کړې ده . اوس مهال هم د پوهنيزو څانګو د ودې او پايښت بنسټيزه لاره د پوښتنو رامخته کول او هغو ته د ځواب موندلو لړۍ ده ، خو په دې يوه  توپير چې د پخوانيو پوهنيزو کړيو ( حلقو)  تر منځ   به د ټوليزو( کلي ) افادو او پوښتنو لپاره د پر له نښتو ځوابونو د پيدا کېدلو لار په ګوته کېده او څرګندېده ، په داسې حال کې چې په وسمهالي پوهنيز چاپېر يال کي د ځانګړو پوښتنو لپاره د ځواب ويلو ځانګړې څانګي شته .  دا د پوهنيزو څانګو د پنځولو او منځ ته راوستلو بنسټيز لا مل دی چې لومړی يې انديزه ( تيوريکي ) بڼه جوړه شوې او وروسته  يې د بشپړې پوهنيزې څانګې په توګه د نورو څانګو تر څنګ وړ دريځ موندلی  او پياوړی کړی دی .     

زموږ په هېواد کي هم د پوهنيز يون لړۍ همداسې پايښت موندلی ، دشلمې پېړۍ په پيل کې د نوي پوهنيز سيستم بنسټ کښيښوول شو . دوديزې زدکړې او دوديزې کړنلارې او څېړنلارې ورو ورو نوې شوې او له نړيوالو پوهنيزو ارونو سره سم يې په ښوونځيو او پوهنتونو کې د نوي  پوهنيزي پښت د روزنې او پالنې لارې چارې پيل شوې  ، دنوي پوهنيز چاپير يال په منځ کې  د انساني پوهنو  د نورو نويو څانګو تر څنګ  لرغونپوهنه ( ارکيالوجي  )،  پخوانۍ ليکپوهنه (پاليو ګرافي )، سېکه پوهنه ( نومسماتيک ) او يو شمېر نوريې خپلواکې څانګې   پاموړ وګرځېدې . له دې سره سره چې په دغوڅانګو کې لومړني څېړندويان او  مخکښان بهرنيان او په ځانګړې توګه له اروپايي هېوادونو څخه راغلي او يا   راغوښتل شوي پوهان ول ، خو زموږ په  هېوادکې د نوي روزل شوي پوهنيز(اکادېميک) پښت نوښتګرو پوهانو او څېړونکو هم د دې څانګو د ودې او پرمختيا لپاره  داسې ډاډمن ګامونه پورته کړل  ، چي  يوخوا د خپل مهال  بهرنيو څيړونکو ته  مل او مرستندوۍ  وګرځېدل  او  بلخوا يې  د راتلونکي   افغاني پوهنيز پښت  لپاره  د زيات پر مختګ لاره پرانېسته .

لرغونپوهنه  زموږ په هېواد کي  د يو خپلواک دېسېپلين په توګه  د افغاني نامتو پوهانو خدای بخښلي  استاد احمد علي کهزاد ، خدای بخښلي  شاهي بای مستمندي  ، ښاغلي زمريالي طرزي ، پوهاند دوکتور الفشاه ځدراڼ او پوهاند حسن ضمير ساپي  له نومونو سره تړلې يادېږي .  استاد کهزاد او مستمندي  له بهرنيو لرغونپوهانو څخه افغاني پوهنيز ډګر ته د لرغونپوهنې  څانګې د را لېږدونې خورا ارزښتمنې چارې تر سره کړې ، هم يې په سپړنو او کېندنو کې برخه واخېسته او هم يې د څېړنيزو چارو په پاللو کې. د هغوی د کارو زيار پر بنسټ لرغونپوهنه د يوه خپلواک دېسېپلين په توګه افغاني پوهنيز ډګر ته راوپېژندل شوه . د دې پوهنيزې څانګې  ددودونې او پراخونې پر لور د پوهاند ځدراڼ ، پوهاند ضمير ساپي  اوزمريالي طرزي  ونډه بياخورا غوښنه او نه هېرېدونکې ده . د لرغون پوهنې د څانګې د نوموتيو مخکښانو راوروسته يو ګڼ شمېر ځوان لرغونپوهان  او څېړونکي د دې څانګي چوپړ ته  چمتو شول او د ا څانګه يې د ځانګړي مسلک په توګه د نورو  پاموړ وګرځوله . خو هغه شمېر افغان پوهان او څېړونکي د ګوتو په شمار دي  ، چي لرغونپوهنه يې د خپل څېرمه ملاتړ څخه برخمنه کړې  او يا يې د يوه خپلواک دېسېپلين په توګه د خپلو څانګيزوموخو د تر لاسه کولو په موخه  کارولې ده .  

پوهاند دوکتور زيار په افغانستان کې يو له هغو مخکښو او ځانګړو افغان څېړندويانو او پوهانو څخه دی چې لرغونپوهنې ته يې د يوې خپلواکې پوهنيزې څانګې په توګه کتلي او په وده او پراختيا کې يې هومره اوچته ونډه اخېستې ده چې ارزښت يې د يوه مخکښ څانګيزلرغونپوه په کچه ارزول کېدای شي . يو خوا   يې د خپلوڅېړنو او پلټنولپاره له لرغونپوهني څخه د يوې  مرستندويه څانګې په ډول ګټه پورته کړې  او له بل لوري  يې  دلرغون پوهنې  په تړاو د  ارزښتمنو څېړنيزو اثارو په ژباړلوسره  په هېواد کې د لرغونپوهنې څانګه  بډايه کړې  ده . د دې تر څنګ يې په ځينو سيمو کې هم د سپړنو بر يالۍ چارې تر سره کړې او هم يې د يوه برلاس څېړونکي په توګه د هېواد د يوشمېر لرغونو سيمو انځورونه برابرکړي  اوتر څيړنيزو مرکزونويې  رسولي دي .

دوکتور زيار په خپلو زياتو څېړنيزو اثارو او ليکنو کې   د وړاندې شويواندونو او افکارو د پخلي او سپيناوي  لپاره  د لرغونپوهنې  برياوې په خورا اغيزمنه بڼه کارولې  دي .   تر څنګ يې  د پوهنيزو څانګو هغه  دوه اړخيز اړيکي هم جوت کړي دي   چي  د موخو ( هدفو ) له اړخه يې  ورته پوهنيزې څانګې سره وبله  اړې دي .   د دې وينا د پخلي لپاره يې له نورو ګڼو ليکنو څخه يوازې (( پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې  ))  اثر څخه د څو بېلګو يادونه کوم :

د (( پښتو او پښتانه د ژبپوهني په رڼا کي )) اثر په ١٧ مه پاڼه کې يې د کوچي ټبرونو د مېشتځايونو د سپيناوي لپاره  د انګرېزي لرغونپوهانو د څېړنو پايله داسې  را اخېستې ده  : ( د انګيستان تلويزيون څلورم چېنل  د ١٩٩٩ – ٠٤ – ١٩ پر ماښام د وګړپوهانو يوې ډلې د سيکيانګ په تکله مکان کې يو شمېر لرغوني موميايې شوي مړي و څېړل ، او په ډاګه يې کړه چي هغه له اوسنيو تورک- مغولو استوګنو سره نه ، بلکي له بيلا بيلو کوچياني ټبرونو سره اړخ لګوي  چي له قفقاز او نورو سيمو څخه له مخزېږدي پېړيو څخه تر  ٦-٧ مې پېړۍ پوري هلته راغلي ، مېشت شوي  او واکمنۍ ته رسېدلي دي . ) *

د همدې اثر په ٦٠ مه پاڼه کې  د خوتن د پاچا نوم د هغه ډبرليک په  يادولو زبادوي چي د تورکستان په ختيځ کې تر لاسه شوی دی، په دې اړه ليکي  : ( زموږ د ژبې زړې  ترينې نښې نښانې د لومړۍاو دويمې زېږدي  پېړۍ هندي ډبرليکونو په ځينو وييونو کې ليدل کېږي  چې له کوشانيانو سره اړه پيدا کوي . او هغه هم په هغو پوروييونو ( مستعارو لغتونو )  کې چې د ختيز تورکستان په  ډبر ليکونو کې د درېيمي زېږدي پېړۍ تر پايه را رسي . له دغو ليکنو څخه په يوه کي د خوتن د پاچا نوم راځي چې هينيها ( Hinajha     (  يا په خوتن ساکي ژبه هينايسا ( Hinayasa    ) سر لښکر يې ستاينوم ( لقب ) وو . **  او په دې ډول نورې  زياتې بيلګې شته چې په دې لنډه ليکنه کې يې د پوره سپړاوي شونتيا نشته .

پوهاند دوکتور زيار نه يوازي دا  چې د تاريخي ژبپوهنې په چوکاټ کې يې  د خپلو پوهنيزو او څېړنيزو هڅو د سپيناوي لپاره د لرغونپوهنې  له برياووڅخه ګټه پورته کړې ، بلکې د لرغونپوهنې دﻻ بډايني او پراختيالپاره يې هم داسې ارزښتمن ګامونه پورته کړي چې  زموږ په هېواد کي يې نه  لرغونپوهنه  او نه لرغونپوهان  هېرولای شي  . د دې وينا د سپيناوي لپاره د افغاني لرغونپوهنې په ډګر کې د  هغو دوو ارزښتمنو اثارو يادونه کوم  چي د بهرنيونامتو لرغونپوهانو له لوري  ليکل شوي او د پوهاند زيار په نوښت پښتو  ژبي ته راژباړل شوي دي .

لومړۍ د الماني لرغونپوه پاول بوخرار (  Paul Bucherer   ) اثر 

(Die Aspekte und Probleme traditioneller Bau- und Wohnformen im Gebiet des Afghanischen Hindukusch   ) چې  په اروپايي څېړنيزو کړيو کې يې لوړ دريځ خپل کړی دی . داارزښتمن اثر  پوهاند زيار پر  پښتو ژبي  راژباړلی  دی او  پښتو نوم يې (پښتانه او ورونه مليتونه ، ګډ پېښليک - ګډ برخليک )  ورټاکلی. دغه کتاب  پر ١٣٦٦ لمريز کال د افغانستان جمهوري دولت د چاپ او خپرونې دولتي کومېټې له خوا له ګڼو انځورونو سره يوځای په ٢٧٥ مخونو کې خپور شوی دی  .  په دې  ژباړې سره  نه يوازې داچې د يوه نامتو اروپايې لرغونپوه اثر په افغانستان کې د لرغونپوهني څانګې اړوندانو ته  وپېژندل شو ، بلکې د يوه ډاډمن اخځ په توګه دافغاني  لرغونپوهانو له لوري د ګټې وړ  هم وګرځېد . د دې اثر منځپانګه د افغانستان لرغونی تاريخ او په افغانستان کې د مېشتو ژبتوکميزو ډلوټپلوانځوريزه اتنو لوجيکي څېړنه ده . ***

د پوهاند زيار په نوښت  د لرغونپوهني  په ډګر کې  پښتو ژبې ته دويم  راژباړل شوی ارزښتمن  څېړنيز کتاب  ، د الماني نامتو لرغونپوه هېلموت هو مباخ  (  Die Kaniska-inschrieft von Surkh-kotal    ) نومی اثر دی چي پر  ١٩٦٠ زېږدي کال خپور شوی و و  ، اوپه هېواد کي  تر ژباړلو وروسته  پر ١٩٩٠ زېږدي کال د افغانستان د علومو اکادمۍ د لرغونپوهنې څانګې له لوري  (( د کنېشکا د سره کوتل ډبرليک  ( باختري ژبه )  )) تر سر ليک لاندې په ١٢٢ پاڼو کې  خپور شو .  د دې اثر منځپانګه لکه چې  له نامه څخه  يې څرګندېږي ، د بغلان ولايت  د سره کوتل له سيمې څخه د ترلاسه شوي لرغوني ډبرليک  متن دی. دا څېړنيز اثر  يوخوا د يوه او په ترځ کې  دنومورواروپايي  ژبپوهانو اولرغونپوهانو د يوې ختيځپوهې ډلې  او د هغو د ژباړنو او شننو پايلې او يېبرې دي چې د يادشوي ډبرليک په برخه کې يې ترسره کړې دي او له بل پلوه په افغانستان کې د پاليو ګرافيکي څېړنو لومړنۍ بشپړ پښتو ژباړل شوی اثر ګڼل کېږي . ****

همداراز د سمنګان د  رباطک ډبرليک پښتو ژباړه  چې د سره کوتل له هغه سره يې زماني واټن نيمه پېړۍ او توني هغه يو څو کېلومتره کېږي، د کوشاني (باختري) ژبې د دويم تازه لاسته راغلي لاسونداو د لندن د ختيزو ژبو دمنځۍ SOAS نوميالي ليکپوه پروفېسور سيم ويليمز په انګرېزۍ ژباړلی او شنلی، په نوموړي ډګرکې د پوهاند زيار له نويوبرياوو څخه ګڼل کېږي. (فردا مهالنۍ د تېرو څو کلو ګڼه، ستوکولم ).

پوهاند دوکتور زيار د خپلو مسلکي څېړنو او پلټنو په ترځ کې د يوه اماتور لرغونپوه په توګه  ساحوي لرغونپوهنه ( Field Archaeology ) هم له پامه نه ده غورځولې . پر دې سربېره يې چې د هيواد له لرو پرتو سيمو څخه د لرغونو ټاټوبو او تاريخي پاتشونو انځورونه را ټول کړي دي ،  سپړنوکېندنو ته  هم اړي نه ده کړې چې زه يې دلته د دوو بيلګو پر يادولو بسنه کوم :    

په ١٣٥٣ – ١٣٥٤ لمريزو کلونو کې يې چې د ننګرهارولايت د نور درې (تلکي)پر يوه غونډۍ   د يوه لرغوني څلور ګوټيز قبر څرک وکېښ چي په  يوه پر ښه  کي ژور کېنل شوی و و . پوهاند زيار د لرغونپوهنې د څانګې ټولو ارونو په پام سره هغه راوسپړه او  رابرسېره کړې کوپړۍ يې له اړينو څرګندونو سره د کابل پوهنتون  د لرغونپوهنې څانګې  مشر ارواښادمېله بار نورستاني ته د ساتلو او پاللو په موخه  وسپارله  . د يادولو ده چي د  دغو  سپړنو پر مهال ورسره  خدای بخښلي سيد شمس الدين مجروح هملته په يوه مېلمستون کې مېلمه وو او له نژدې څخه دهغه بهير  نندارچي وو.

پوهاند زيارخپلې څېړنيزې چارې  د لرغونې ليکپوهنې يا پاليو ګرافۍ تربريده هم رسولې چي   دژبپوهنې او لرغونپوهنې  لپاره مرستندويه پوهنيزه څانګه ګڼل کېږي  .  دی له يوناني نيولې تر ميخي ،سانسګريت ، خروشتهي  او دين دبيره(د اوستا او پهلوي) هغه پورې د پخوانيو ليکنو او ډبر ليکونو د کار پوه په توګه  پر ١٣٥٧ لمريز کال له فرانسي لرغونپوهانو سره يوځای د لغمان ولايت د اليشنګ درې  د هغه لرغوني ډبر ليک په ليدنه او څېړنه کې ګډون  کړی ووچې  پوهنيزه څېړنه او پېژندنه يې لا تر هغه مهاله نه وه تر سره شوې .  دا څېړنه د پاليوګرافي  څانګې په تړاو د پوهاند زيارتر ټولو ارزښتمنه ګډه پوهنيزه کارندويي وه .  د دې تر څنګ ، پوهاند زيار په ټولو رسمي او  نارسمي څېړنيزو سفرونو کې چې دهېواد  د لرغونو سيمو او تاريخي ودانيو کوم  انځورونه  اخېستي ، له نيکه مرغه يو شمېر   د سويس هېواد  د ژبپوهنې  څانګې  په اړوند زيرمتون کې   د افغانستان  د ژبو اطلس پروژې په نامه  خوندي پاتې دي .

لنډه دا چې پوهاند داکترزيار  په بنسټيزه توګه  د ژبپوهنې، پښتو ادبپوهنې او توکمپوهنې  څانګو  د وتلي او بې جوړې  سر لاري  په توګه د نوي پوهنيز پښت پر مخ د  څېړنو او پلټنوداسې لوری را پرانېستی  چي  يوخوا يې ژبپوهنه له دوديزو  کږو وږوکړنلارو وژغورلې او له بلخوايې د هغو ټولو څېرمه او مرستندويه څانګو، لکه لرغونپوهنې ، ليکپوهنې ،  وګړ پوهنې  او نورو پوهنيزو څانګو په ملاتړ  خپلې ارې درېګونې څانګې له نړيوالو پوهنيزو ارونو سره سمې د سيالۍ جوګه کړې دي  .

زما باور دا دی چي د پوهاند دوکتور زيار د کاليزې نمانځل د افغاني وياړونو نمانځنه ده ،  په دې هيله چې د  اويا کلنۍ  نمانځل يې  د افغاني کولتور د نويو څيړنو او پلټنو پيلامه شي ، ژوند يې اوږد او قلم يې لا پياوړی غواړو!

     په درنښت 

 
بېرته شاته