لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
بدخشان
لیکوال: شهسوار سنګروال   نېټه: 29.05.2009   خپرونکئ:   بصیر  

د سيمې او افغانستان په لرغوني تاريخ كې د ورېښمو لويې لارې چې د لرې ختيځ (چين…) او اروپا تر مينځ د افغانستان د ځنو سيمو په زړه كې ماته شوې وې ډېرې مشهورې وې. يو له دغو سيمو څخه بدخشان هم وو چې د " ګريكوبوديك" ښونځي اغېزې يې له افغانستان نه بهر د مېنځنۍ اسيا هېوادونو، ختن، كاشغر (كاسفر)، سنګيانګ او چين پورې رسولې وې. دغو سيمو ته د رسېدو لاره د بدخشان له زړه نه تېره شوې وه .
چينايي څېړونكو ددغوسېمو په تېره د بدخشان دلرغونتوب په اړه په بيلابيلو مهالونو كې څېړنې برسېره كړي دي گ له زيږد نه دوه پېړۍ (2ق م) د مخه چيني لرغونپوهانو د افغانستان مشهور ولايت بدخشان Is-Nag-Ling په بڼه كښلى دى او د زيږدي په پنځمه او شپږمه پېړۍ كې له تخار سره يو ځاى يې د بدخشان دنامه يادونه هم كړې ده … ځنې څېړونكي بيا اّريانا ويجه د بدخشان پخوانى نوم بولي
دچين مشهور تاريخپوه او جغرافيه كښونكى هيوان څنګ چې د اّريانا (افغانستان) ډېرې برخې يې ليدلي دي او بيايې خپلې ليدنې او كتنې كره كړي دي نو په دغه لړ كې بدخشان يې د Po-To-Chang-No په بڼه ليكلى دى . ددې سېمې د جغرافيوي ارزښت په اړه ځنې څېړونكي په دې اند دي لكه څرنګه چې د ورېښمو په سوداګرۍ او دګريكو بوديك كلتور لېږدېدنه كې ددې سېمې رول مهم وو دا رنګه د اّمو رود دواړو غاړو اّن تر سمرقند، ختن او چيني تركستان پورې د بودايي مذهب په خپرېدلو كې هم "سفد" واخان او ختيز پامير ټاكنده لامل دى
ښاغلى برهان الدين كشككي پخپل كتاب "رهنماى قطغن و بدخشان" كې د افغانستان د دغه ولايت څلور خواوې داسې را په ګوته كوي ختيز ته پاميرونه او كوتل د ورايې ، جنوب ته دپيريانو له كوتل نه تر خاواك پورې، جنوب لويديز ته د غوري تر سيمو او لويديز پلو ته تر دشت ابدال او ميرعلم پورې چې د كندز او تاشقرغان ترمنځ موقيعت لري گ (هماغه اثر 7-8 مخونه )
ځنې څېړونكي كاږي چې بدخشان د اّريا د شمال ختيزو سيمو په لړ كې هغه مهمه سېمه ده چې ځانګړى جغرافيوي ارزښت لري چې د يوه پل په څېر يې ختيز او لويديز سره نښلولي دي په دې اړه يو نوم وركي ليكوال څرګنده كړې ده : " بدخشان هغه شتمن ښار دى چې د سوداګرۍ ډير توكي يې قيمتي معدنيات دي … " (حدودالعالم 150 مخ) چې د بدخشان لعل د بېلګې په توګه يادولاى شو چې د نړۍ بيلابيلو هېوادونو ته له دغه ولايت نه وړل كېدل.
ارواښاد ميرغلام محمد غبار د "مقدسي" د وينا له مخې په ډاګه كړې چې په بدخشان كې د بيلابيلو قيمتي توكو نه يوه كلا جوړه شوې وه او ويل كيږي چې دغه كلا دهارون الرشيد د ښځې "زبېدې" په وړانديز جوړه شوې وه … " ( دافغانستان تاريخي جغرافيه مير غلام محمد غبار 205 او 206 مخونه )
د پامير سرحدي كرښه د لوى افغانستان له پاره هغه ګواښ وو چې د هېواد په شمال ختيز كې د روسانو د تيري په پايله كې وكښل شوه گ روسانو كوښښ كاوو چې د افغانستان شمالي سيمې يو دبل پسې لاندې كړي گ انګرېزانو هم دا هيله لرله چې ځواكمن افغانستان په دغه سيمه كې ونه ګوري نو ځكه يې له يوې خوا د افغانستان جنوب او جنوب ختيځې سيمې يو د بل پسې لاندې كړې او له بلې خوا يې امير عبدالرحمن خان ته ګواښنه وكړه چې د اّموسيند اّ غاړې روسانو ته پريږدي . نو ځكه د افغانستان په تاريخ كې دغه كرښه لكه د نورو كرښو په څېر يوه ښكېلاكي كرښه ده چې د بدخشان شاوخوا سيمې، شفنان، روشان او ځنې نورې سيمې له افغانستان نه بېلې شوې . ددې كرښې شمال ختيز لورته (واخان) د يوې نرۍ تړانګې په څېر غوځېدلى دى او د چين له هېواد سره ګډه پوله جوړوي . دا كرښه ځكه وكښل شوه چې د روس امپراتوري د انګليس له امپراتوري نه جلا كړي
د اوسني بدخشان څلور خواوې دا دي : شمال ته د اّمو سيند، لويديځ ته قطغن (تخار)، ختيز ته چترال او ختيز تركستان پورې نښتى دى او دهندوكش لړۍ هم تر دغه ځايه غوځېدلي دي
ځنې څېړونكي بلخ او بدخشان د باكتريانا Bactriana ترسر ليك لاندې داسې را پېژني :" د سترابون په حواله د دغه ايالت يوه برخه په شمالي اّريا پورې پېوسته وه خو د ختيز لوري ته يې څلور خواوې پراخې شوې وې او تر ماګيانا يا مرغاب پورې رسېده، شمال ختيز لورته يې چترال تر پامير پورې واقع وو ." ( د اّريانا موقيعت … ډاكترګلجان وردګ 71 مخ ) . كه چېرې د لرغوني افغانستان طبعي جغرافيه وڅېړو ډېرې هغه سېمې چې اوس په افغانستان پورې مربوطې نه دي د افغانستان برخې وې چې ځنې يې له بدخشان سره نږدې پرتې وې او د اسلام د سپېڅلي دين له خپرېدو وروسته بدخشان د تخارستان يوه برخه وه . يعنې د افغانستان د طبعي او نژادي څرنګوالي او څومره والي له مخې كه چېرې د اوسني افغانستان ځنې برخې څېړو نو په كار دى چې بخارا، سمرقند، خوارزم، خراسان، كرمان، سيستان، بلوچستان، سند، پنجاب، كشمير او له دې سر بېره كاشفر (كاسفر) ختن، پارس، د هندوستان تر ګنګا او جمنا پورې سېمې چې په پخوانيو پېړيو كې دا د باختر، اّريانه او اّريا ورتا په نومونو يادېدې هم وڅېړو … هغه مهال چې د اسلام سپېڅلى دين خپور شو د يادو شوو سيمو ځنې نومونه په دې بڼه وو چې په دې كې بدخشان هم راځي : تخارستان (قطغن او بدخشان)، باختر (ميمنه او مزارشريف)، سفد (بخارا او سمرقند)، خوارزم، ايريا (هرات)، اپارتيا (خراسان)، كارامانيا (كرمان)، سكاستين يا سجستان (سيستان ، فراه)، زابلستان، يا اراكوسيا (كندهار)، اوريشيا (بلوچستان)، اندس (سيند) زت كوش (پنجاب)، كشمير، بلورستان يا بولر (نورستان، چترال)، پاكتيا يا پاختيا، ګندهارا (كابل، پېښور، سوات) او غور (باميان- غور)

 
بېرته شاته