لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
له ښاغلي شرر ساپي سره مرکه
لیکوال: عابد   نېټه: 17.06.2009   خپرونکئ:   سمسور  

عابد: شررصاحب!  مهرباني وکړئ  لوستونکو ته ځان وروپيژنئ.
شر رساپی مې نوم دی. پلرنی ټاټوبی مې د کنړ ولايت دی. زه د کندوز ولايت د دشت ارچي په ولسوالۍ کې زيږيدلی  يم. د روسانو له يرغل سره سم مو له کندوز څخه پيښور ته هجرت کړی دی. د پيښور ښار سره نيږدی د جلوزو په کمپ کې مې په عربي ژبه ليسه ويلې او تر ليسې وروسته عربي ادبياتو ته بريالی شوی يم چې هغه پوهنځى د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ننګرهار پوهنتون کې مدغم  شو او د پوهنځي وروستی کال مې  په ننګرهار کې سرته ورسولو او په عربي ادبياتو کې مې دپلوم واخيست. تر فارغيدو وروسته د کنړ ولايت د اطلاعات او کلتور په رياست کې د باختراطلاعاتی  آژانس مسوول وټاکل شوم چې تر څنګه مې د کنړ راديو تلويزيون نطاقي هم کوله او د کنړ په ورځپاڼه کې مې هم پوره ونډه لرله. دوه کاله مې په مسلسله توګه دا دندې سرته ورسولې  او بيا  شمشاد تلويزيون ته راغلم چې په بيلا بيلو څانګو کې مې دندې سرته رسولي دي. په پيل کې يو ژورنالست وم، بيا کوارډيناتور شوم، بيا نيوز ډاريکټر شوم، له دې وروسته د نيوز مرستيال  او بيا نيوزمنيجر شوم. او اوس دنشراوادبي خپرونوعمومي مسوول يم.


عابد: نامخدا تاسې خو په دې لږ وخت کې ډېر کارونه سرته رسولي دي. اوس به راشو دې خبرې ته چې تاسې له کله نه په شعر ويلو پيل کړی دی؟
شرر: عابده ياره داسې ټاکلی وخت خو درته نه شم ښودلی چې کله مې شاعرې پيل کړی دی، خو زه فکر کوم چې زما په اروا کې شعر له هغه وخت نه راګډ شوی دی چې مور به راته په خپله خوږه غيږه کې د الله هو سندره زمزمه کوله. او زه باور لرم هر شاعر به له همدې مهاله شاعر کيږي.
تر دې را وروسته چې لږ رالوي شوم نو نيا به مې چې موږ ته کيسې کولې، هغو کيسو به هم زما شاعرانه اروا ته ضرور يو څه ورکړي وي. دا کيسې به بيا ما په منظومه بڼه په بازار کې اخيستلې او په يادو به مې زده کولې. په پنځم ټولګي کې اوم چې لومړی شعر مې وليکه چې  پيښور کې د هيواد په جريدې کې  خپور شو.
عابد: تاسې چې عربي ادبيات لوستي دي نو بې له شکه چې تاسې به د نقد پر اصولو پوهيږئ. زموږ د عصر اوسنۍ نقد څنګه ارزوئ؟
شرر: د پوهنتون په دوران کې مې د کره کتنې په اړه ډېر څه ولوستل او هم مې په هماغه دوران کې د افغان ادبي بهير په غونډو کې وخت پر وخت ګډون هم کاوه. هلته به په شعر او نثر نقد کيده، خو هغې نقد ته موږ  د کليمې په تمامه مانا نقد نه شو ويلی. کله چې به ما دوستان وليدل چې په شعر او يا نثر نقد کوي، حيران به پاتې شوم چې آيا دا د کومو اصولو له مخې نقد کوي؟ خو بيا به مې په دې خبره زړه ته تسل ورکاوه چې ځه خير دی دا ياران به د دې ځوانانو شاعرانو سره ګوزاره کوي. خو کله چې مې په پيښور کې دځينو دوستانو په اوسني شعر د کره کتنې مقالې ولوستلې او بيا يې په کتابي بڼه هم خپرې کړي، نو حيرانتيا مې يو په دوه شوه چې دا يې لا بيا له کومو وصولو له مخې نقدکړی دی. هغه مقالې چې ما ولوستې پرته له دې نه چې د شاعر د راټيټيدو کوښښ په کې شوی و نور هيڅ په کې نه موندل کيدل. ځکه چې څوارلس سوه کاله پخوا چې په عربي ادبياتو کې کوم نقد موجود و هغه هم زموږ تر دې اوسني نقد نه اوچت و. مطلب دا زموږ کره کتونکي ذوقي او سليقوي کره کتنه کوي.  د اصولو مراعات په کې نه کيږي.
عابد: تاسې هم نقدي مقالې  او يا هم هنري  نثرونه ليکلي دي؟
شرر: هو د ګوتو په شمار يو څو مقالې مې پر نظمونو ليکلي دي او نورې يې د نقد د اصولو په بيلابيلو اړخونو دي چې د بهير په پاڼه کې يوڅه خپرې شوې هم دي، لنډې کيسې مې هم ليکلي دي خو تر اوسه مې چيرته خپرې کړي نه دي.
عابد: تاسې له دې خبرې نه سر وټکاوه چې زموږ نقادان ذوقي او سليقوي نقد کوي. دا چې تاسې په عربي ادب کې پريمانه مطالعه کړې ده، کله درسره داسې فکر پيدا شوی دی چې د کره کتنې په اړه له عربي ادبياتو نه داسې يو کتاب راوژباړئ چې زموږ نقادان د  هغې په رڼا کې د خپل نقد قبله درسته کړي؟
شرر: په دې کې شک نه شته چې عربي ادبيات ډېر غني دي. تردې چې زموږپه ادبياتوكې په سلوكې اتيامصطلحات او اصطلاحات دعربۍ ژبې دي .  ما هم ډېر کتابونه د عربي ادبياتو لوستي دي، څو وارې مې زړه  کړی دی چې زه به يو نه چې ډېر کتابونه راژباړم خو نه پوهيږم چې وخت راسره ياري نه کوي او که هسې په هسې مې ورته ملا ماته ده. خو که ژوند ياري وکړه نو له عربي ادبياتو نه مې د ژباړې خيال شته دی.
عابد: زه دعا کوم چې خدای دې اوږد عمر درکړي چې ډېر څه راوژباړې.  اوس راته دا ووايه چې په عام ولس د شعر اغيز ډېر خپور دی او که د نثر؟

شرر: که ووايم چې شعر او نثر دواړه مثبته اغيزه کوي نو بې ځايه به مې نه وي ويلي. ځکه دا دواړه ادبي توکي دي او دواړه بايد په نظر کې ونيول شي. خو که خبره بيا رابيلوو نو زما په اند په ولس  د نثر نه زيات شعر اغيز شيندي. که تاسې د ملالۍ ټپې ته ځير شئ، نو وبه وينئ چی په مړ ژواندي لښکر کې  يې په زور ساه اچولې ده او بايللی جنګ يې پرې ګټلی دی.  که موږ عربي ادب ته تم شو نو هلته هم دا خبره صدق کوي چې له نثر نه د شعر اغيز ډېر دی. په عربو کې خطيبان هم وو او شاعران هم وو. کله چې به  د دوه قبيلو تر منځ جنګ ونښتو، نو ګته به د هغه چا په برخه وه چې په سر کې به يې شاعر و. شاعر به په شعر کې د خپلې قبيلې د ځوانانو او جنګياليو توصيف کاوه او د دښمنې قبيلې پر ضد به يې تبليغ کاوه. هغه وخت شاعر د اطلاعاتو او کلتور د وزير حيثيت لاره. په سخته جګړه كې  دنړۍ سترلارښود او دالله ج رسول حضرت محمد صلي الله عليه وسلم به په حسان ابن ثابت غږ وكړ چې (اهجوهم وروح القدس معك.......... ) احسان !پردوې شعرې بريد وكړه جبريل لتاسره دى  ستا شعر پردوي له زروتوروهم سخت تماميږي .  تر دې چې د حضرت عمر ( رض) په وخت کې دحطيه پرنوم يوشاعر دزبرقان په نوم ديوتن هجوه وكړه هغه عمر رضي الله ته شكايت وكړپه هغه قصيده كې يوبيت داسې وو


 دع المكارم لا ترحل لبغيتها    واقعد فانك انت الطاعم الكاسي
(مانا داچې ښګيڼې پريږده اوهڅه يې مه كوه كوركينه ځكه چې ته خواړه وركونكى اوجامي وركونكى يې )عمررضي الله عنه چې په شعر ډېر ښه پوهيده زبرقان ته يې وويل چې په دې كې خودهجوې هيڅ نه ښكارې عمر رضي الله غوښتل ترڅوهغه اصولې قاعده مراعت كړي چې (حد په شبه سا قطيږې ) او دغه شا عر له حده وژغورې بيا يې حسان ابن ثابت رضي الله چې يوسترشاعر ووراوغوښت حسان ابن ثا بت ورته وويل ده يواځې هجوه نه ده كړې بلكې په هجوه كې يې اسراف هم كړې دى ده زبرقان له ښځې سره تشبيه كړى چې  هغه په كورناسته وي او ما شومانوته خواړه اولباس تياروي
عمررضي الله يې ژر دبنديكيدو امر صادركړ حطيه په بنديخانه كې دغه دوه بيتونه وويل :
ماذا تقول لافراخ بذي مرخ      زغب الحواصل لاماء ولاشجر
القيت كاسبهم في قعر مظلمة       فاغفر عليك سلام الله ياعمر


چي ژباړه يې داسې ده :
(عمر!په (ذي مرخ) كې به  هغه دمرغيوبچو ته څه واېې؟!! چې تش ججورې پراته دي نه يې اوبه شته او نه يې په سر سيورې دهغوې رزق ګټونكې دې تياره كندې ته وغورزو تا ته دې زما سلام  وي عمر! ما وبښه )
كله چې عمررضي الله عنه دغه دوه بيتونه واوريدل په ژړاشواوژر يې له بنده خوشې كړاو دكورنفقه يې هم وركړه
موږديته ورته په لسګونو داسې بېلګې لروچې شعردنړۍ په ستروانسانانودومره اغيزكړى چې په اعدام محكوم خلك يې له داره ژغورلي دي 
پاتې شوه د نثر خبره، نثر هم خپل ځای لري، خو زه د نثر په پرتله  شعر ته زيات ارزښت ورکوم سره له دې  چې نثر نه خلاصون نشته ، په لاره،  دفتر په كوركې او په هر ځای کې اورو. نثر دلرګي اويا هم داوسپنې حيثيت لري په هرځاى كې ترې خلك ګټه اخلې اوپه هر كوركې يې موندلى شو ،خوشعر بيا سره زر دي کم وي خو ارزښت يې زيات وی.
عابد: شرر صاحب! موږ له يوې سترې غميزې نه د راتيريدو په حال کې يو. ويل کيږي چې نړيوالو زموږ په دې سترې غميزې شهکارونه ليکلي دي. خو زموږ ليکوال لا پر دې نه دي بريالي شوي چې دغه ستره غميزه په ټوله مانا انځور کړي، لاملونه يې څه دي؟
شرر: عابده ګله! ډېر وخت داسې پيښيږي چې يو څوک يوه حادثه وويني، دومره اثر پرې نه کوي، خو کله چې  يې بيا بل ته د همدې حادثې کيسه کوي، نو په اوريدونکي سخت اغيز شيندې.  موږ خو په دې غميزه کې سره رالوی شووماشومان ځوانا ن او ځوانا ن سپين ګيري شول، موږپه دې بوخت ول چې ددغې بلامخه ونيسو خو بيا هم زموږ شاعرانو دغه غميزه په بيلابيلو ډولونو تر يو حده انځور کړې ده چې د تاريخ برخه به وګرځي. خو نړيوالو بيا په دې برخه کې له موږ سره زياتی کړی دی. موږ دغه نړۍ د يوه ستر ځواک له خظر نه وساتله. موږ دې ستر ځواک ته ځانونه سپر کړل، په کار وو چې نړيوالو زموږ دغه سپيڅلي جهاد ته نړيوال شهرت ورکړای وای، خو برعکس پرموږ يې داسې حالت راوړل چې د جهاد نوم يې ورسره سپک کړو.
عابد: فکر نه کوئ چې پنځوس يا سل کاله وروسته به زموږ دغه غميزه او د دې غميزي ادبيات د شهکار په توګه ومنل شي؟
شرر: دې کې نه شته چې زموږ د نن ورځې ادب دې پر سبا اغيز ونه شيندي. لکه څنګه چې د ملالۍ دا يوه ټپه شهکار بلل کيږي، همداسې به زموږ د نن ورځې ادبيات هم شهکار وګڼل شي.  ځکه چې هغه يوه ټپه وه او په سلګونو شاعرانو او ليکوالو په خپلو شعرونو او ليکنو کې ورته اشاره کړې ده.  او دا چې په اوسني عصر کې په سلګونو شاعران او ليکوال موجود دي او په خپلو شعرونو کې يې د دې غميزي يادونه کړې ده، نو يو څه خو به يې شهکار وګنل شي.
عابد: په اوسني عصر کې داسې کوم شاعر په نظر درځي، چې که شعرونو يې په نړيوالو ژبو وژباړل شي، نو د سيمې او نړۍ د شعر سره دې سيالي وکړای شي او که وخت لا شته دی؟
شرر: هو، که د پير محمد کاروان ځينې شعرونه په ټوله مانا وژباړل شي، نو د سيمې په کچه خوڅه چې په نړيواله کچه به د سيالۍ وړ وي.
عابد: شرر صاحب که د خپل ادب کلاسيک دور ته تم شوو، نو د درې څلورو پيړيوپه اوږدوكې ډېر کم  شاعران په نظر راځي چې ژوندي پاتي شوي دي او تاريخ ثبت کړي دي. مثلاً د خوشحال بابا او رحمان بابا په دورونو کې به نور شاعران هم وو خو تاريخ به نه وي ثبت کړي. پوښتنه دا ده چې  په دې کې خو شک نه شته چې زموږ پياوړي شاعران لکه حمزه بابا، غني خان، اشرف مفتون، درويش درانی او پير محمد کاروان خو به تر ډېرو پيړيو ژوندي پاتي وي، آيا په اوسني بهير کې داسې ځوانان په نظر درځي چې تر ډېره به د خپلو شعرونو په مټ ژوندي پاتې شي؟
شرر:که څه هم خوشحال بابا د خپل وخت يو لوی سياسي شخصيت و او شاعري يې هم تر ډېره حده سياسي اړخ لري. خو هغه وخت د ژبې او فرهنګ قدر له چا سره نه و. ځکه خو خوشحال بابا هغه وخت ويلي وو چې :
د خوشحال قدر که اوس په هيچا نه شته
پس له مرګه به يې ياد کا ډېر عالم


داسې د دې کلاسيک دور نور شاعران هم درواخله. ځکه چې دوی تاريخ هير نه کړل. زمانه هيڅ خيانت نه کوي.خوكله،كله يوڅه دزمانې له ګوتو نه ښويږې  هاغه وخت چې د خوشحال قدر په چا نه و هم ژوندی پاتې شوی دی. او دا ځکه چې خبرې يې ژوندۍ کړي دي.
خو په اوسني وخت کې د شاعر قدر هم شته او په ژوند هم نمانځل کيږي. نو يو څوک چې په ژوند نمانځل کيږي، طبعې ده چې پس له مرګه به يې هم ډېر عالم ياد کا.
د کلاسيک دور شاعران چې ژوندي پاتې شوي دي،لامل يې دا دى چې د شعرونو مسودې ورڅخه پاتې شوي دي، او کله چې د چاپ وسايل رامنځته شوي دي ديوانونه يې چاپ شوي دي. اوس خو پېيمانه د چاپ وسايل شته. او په زرګونو کتابونه هم چاپ شوي دي. زه باور لرم چې د اوسني عصر ټول ليکوال او شاعران به تاريخ ژوندي وساتي او چې تاريخ يې ژوندي وساتي نو ولس مجبور دی چې تاريخ ته مراجعه وکړي او د اوسني عصر د ادب او فرهنګ نه ځان خبر کړي.
عابد: شرر صاحب! د افغانانو د دې لويې غميزې نه مخکې دا خبره ډېره کيده چې په کوزه پښتونخوا کې شعر ډېر پرمختګ کړی دی او په بره پښتونخوا کې تحقيق او نثر ته ډېر کار شوی دی. دا خبره تر ډېره حده سمه هم وه. ځکه چې پخوا دلته آزادې فرهنګي ټولنې نه وې چې شاعر دې په کې وده کړې وه. خو په تيرو ديرشو کلونو کې چې د لر او بر پښتانه سره يو ځای شول د برې پښتونخوا شاعرانو ښه پريمانه تغزلي شاعري وکړه او هم يې خپل هيواد ته په راستنيدو ډېرې ادبي او فرهنګي ټولنې له هغې ځای څخه د تحفې په توګه راوړې او هر ولايت او ولسوالۍ کې اوس فرهنګي او ادبي ټولنې موجودي دي. پوښتنه دا ده چې آيا اوس هم د اکريډيټ کوزې پښتونخوا ته ورکول کيږي چې شعر يې تر برنو هغو لوړ دی او که موازينه برابره شوې ده؟
شرر: ستاسې د پوښتنې د مقدماتي خبرو په تاييد د پښتنو دې ګډون او د افغانستان دې لويې غميزې د پښتو ادب ته ډېر څه ورکړل. دا د پښتنو له پاره ډېر لوی  غنيمت و. بله دا چې دا اوس چې په افغانستان کې کومې فرهنګي ټولنې جوړې شوي دي، د دې اغيز يوازې په فرهنګيانو نه دی، بلکې مثبت اغيز يې مخ په مخ  په ټول ولس هم خپور دی. که زه درته  په کنړ کې د خپل کلي کيسه وکړم، پخوا به هم دې شاعرانو په کليو او بانډو کې مجلسونه جوړول ، ديرې به يې ګرمولې، د ستار منګي بنډارونه به يې جوړول، فی البديهه شاعرانو به تر سهاره شعرونه جوړول او د کلي خلک به يې خوشحاله ساتل. اوس هم که پلټنه وشي نو په شفاهي توګه يې بيلګې پيدا کيږي. او دا اوس چې کومې لويې مشاعرې د ولايتونو په کچه جوړيږي، د شاعرانو په تناسب په کې د ولس خلک يو پر لسه زيات وي، همدا رنګه په کليو او بانډو کې سيمه ييزې راډيوګانې چې د شعرونو خپرونې لري، تر هر چا زيات ورته  ولسي خلک په ډېر شوق غوږ نيسي او اوري يې. زه په دې نظر يم چې که چيرې  دا لړۍ دوام ومومي، لرې نه ده چې له جنګونو څخه ستړی ولس د سولې او آرامۍ ژوند ته برابر کړي. اوس سولې ته اړتيا ليدل کيږي، مينې ته اړتيا ليدل. زموږ شاعران هم اوس په دې پوهيدلي دي چې خپل ولس ته د مينې او ورورولۍ پيغام وړاندې کړي، ځکه خو يې دا خپل شعار ګرځولی دی چې:
زار دې امريکه  له روسه، روس دې زار له چينه شي
زه خو وايم چې ټوله مينه مينه مينه شي
او ستا د پوښتنې په هکله دومره ووايم چې اوس په بره پښتونخوا د خدای په فضل ډېر ښه ښه شاعران لري چې د کوزې خوا سره پرې سيالي وکړای شوو.
عابد: شرر صاحب! تاسې لږ وړاندې وويل چې پيښور کې د افغان ادبي بهير کره کتنه د کره کتنې د اصولو سره سمه نه وه. اوس چې بهير کابل ته را انتقال شوی دی، دلته هم تاسې کله کله په غونډو کې ګډون کوئ، آيا اوس څومره د بهيروالو له نقد څخه راضي ياست؟
شرر: عابدصاحب! مخکې له دې چې په کره کتنه وغږيږو دې ته به راشو چې څه شی بايد کره کتنې ته وړاندې شي؟ کله کله بهير کې داسې شعر او يا ليکنه کره کتنې ته وړاندې شي چې په کره کتنه نه ارزي. زه چې کله هم د بهير غونډې ته ورغلی يم نو داسې شعر کره کتنې ته وړاندې شوی وي، چې خبرې پرې نا شونې وي  .او که دكليمې پرمانا دې پرې  کره كتنه وكړه  نو فکر نه کوم که بلې غونډې ته راشي. دلته هم هماغسې د شاعر او شعر سره ډېره ګوزاره کيږي. زما په اند دلته دوه بنسټيز لاملونه موجود دي، لومړی دا چې په پښتني ټولنه کې او په ځانګړي توګه په شاعرانو کې دكره كتنې  زغم نه شته. هر يو پوره من دی، يو يې هم په کې ځان ته سير نه وايي.
بله دا چې زموږ شاعران ملګرې نقد کوي، په داسې حال کې چې شاعر او نقاد سره ډېر توپير لري. شاعر هم نقاد کيدای شي خو ډېر کم وخت، هر شاعر نقاد نه شي کيدای. لامل يې دا دی چې که چيرې شاعر په عين حال کې نقاد اوسي، نو بيا ترې بايد دشعر ليكلوډېره كمه تمه وكړو. ځکه چې د شعر جوړولو پر وخت کې يې پام د نقد خواته اوړي، او چې د نقد خوا ته يې پام واوښت، فکر نه کوم  سم تخليق وکړای شي . شاعر به په دې هڅه کې وي چې د کره کتنې د معيارونو سره سم شعر جوړ کړي، خو دابه ورته ډېره ستونزمنه لوبه شې . بهير کې همدا خبره روانه ده يو طرف ته به داسې شعر وړاندې شوی وي چې په خبرو کولو نه به نه ارزي، بل طرف ته به پرې ډېر مبتدي شاعر هم نقد کوي.
بل مې دا ويلې چې که موږ غواړو چې د کره کتنې له اصولو سره سم دې چلند وکړو، نو هر هغه اثر چې کره کتنې ته وړاندې کيږي، بايد يو ځل تر پايه داسې ولوستل شي او ځان پرې پوه کړي چې دشعرموضوع څه ده  ؟ بل ځل دې په کليماتو فکر وکړي چې کليمات يې خپلو کې مناسبت لري او او که نه اوياهم كومه پيچلتيا ونلري ؟شاعرڅه ډول كلېمې كارولې ؟ايادمطلوبې مانا سره يې سمې كارولې اوكنه ؟ دريم ځل دې په بديعي اومعنوي ښکلاوو فکر وکړي. او بيا دې پرې کره کتنه وکړي.
خو زموږ نقد دې خبرو پورې محدود دی چې يو څوک ووايي ډېر ښه بيت دی اونورورته لاسونه وپړكوي چې واه واه ، خودښه والې په اړه يې كوم كوټلى دليل نشې وړاندې كولى . يا ووايي چې واله دا شعر يې زما خوښ نه شو. نو چې خوښ دې نه شو ووايه چې ولې دې خوښ نه شو. تر اوسه د ښه او بد د فرق خبره ما له چانه نه ده اوريدلې. که کړي يې وي نو ډېرو کمو کسانو به کړي وي. داسې هم نه ده چې موږ به کره کتونکي نه لرو، لرو يې خو نه پوهيږم چې ولې د کره کتنې اصولو ته پام نه اړوي؟ يا خو به د ځوانو شاعرانو د زړه ماتوالي له کبله چپ پاتې کيږي او يا خو به په دې  پوهيږي چې دا شعر په نقد نه ارزي.اويابه همغه خبرې وي چې لږمخكې مې ورته اشاره وكړه
عابد: په بهير کې داسې څوک په نظر درځي چې د کره کتنې په اصولو پوه وي او حساب پرې وکړای شوو؟
شرر: که ووايم چې په بهير کې ښاغلی اسدالله غضنفر داسې يو کره کتونکی دی چې  په تمامه مانا د کره کتنې اصول په پام کې نيسي. د خپل ذوق او سليقې له مخې کره کتنه نه کوي. د کره کتنې معيار په نظر کې نيسي. کوټلی دليل وړاندې کوي. نو په دې اساس زه ويلی شم چې استاد غضنفر په بهير کې داسې کره کتونکی دی چې حساب پرې کيدای شي.  زه يې د آزادۍ راډيو نه په شګو کې چينه هم اورم. هلته هم يوه خبره د اصولو خلاف نه کوي.
تيره ورځ مې د بهير په پاڼه کې د بهير د غونډې هغه راپور ولوست چې استاد لطيف بهاند وينا کړې وه او د بهيروالو پوښتنو ته يې ځوابونه ويلي وو. بدبختانه چې ما د استاد بهاند هغه ليکنې نه دي لوستي چې د سليمان لايق او کاروان په کتابونو يې کره کتنې کړي دي، خو د هغوی د خبرو نه دومره پوه شوم چې که موږ د ټول هيواد په کچه د ګوتو په شمار څو کره کتونکي ولرو يو به په کې استاد بهاند وي.
عابد: شرر صاحب! دا اوس چې زموږ ځينې فرهنګي دوستانو سره لاسونه يو کړي دي او د ژباړې کميټه يې جوړه کړې ده. او په دې کوښښ کې دي چې له بهرنيو ژبو علمي او ادبي کتابونه راوژباړي او هم خپل ادبيات نورو ژبو ته وژباړي چې د دې کار له پاره يې له ځينو پښتنو فرهنګپالو څخه مرستې هم جلب کړي دي. پوښتنه دا ده چې يوې ژبې ته دا ګټه رسوي چې له نورو ژبو ورته آثار راوړژباړل شي او که دا به ورته ګټه ولري چې خپل آثار نورو ژبو ته وژباړي؟
شرر: ژباړه که خپلې ژبې ته وي او که بلې ژبې ته وي، دواړه يې ګټور کار دی. کله چې عربي تمدن رامنځته کيده نو لومړی يې دا کار وکړ چې له نورو ژبو يې عربي ته علمي آثار راوژباړل. ځکه چې د هغه وخت ضرورت و. د ارسطو او افلاطون منطق او فلسفه يې له لاتينې ژبې راوژباړه. د دې کار له پاره د هغه وخت چاوراکو پوهان او عالمان وګمارل.په بغدادكې بيت الحكمه ددې ډېره ښه نمونه وه په انفرادې ډول دغه كار هم شوى دى  ډېر علمي کتابونه په اول سر کې عربي ته له نورو ژبو ژباړل شوي اروپايانو هم دغه لاره ونيوه له عربې نه يې ډېراثار وژباړل تردې چې دافلاطون ځيې كتابونه دعربۍ نه وژباړل . اوس هم ټول هېوادونه ددې هڅه كوي چې خپلې ژبې ته علمې اثار راوژباړې خوددې سره سره يې دخپلې ژبې اصالت هم خوندې ساتلى ددې لپاره يوه ځانګړې ستراتيژي لري تا سو ته به مالومات وي چې جاپان هر ه ورځ په سلګونو علمې كتابونه خپلې ژبې ته را ژبا ړي په داسې حال كې چې خپله ژبه او فرهنګ يې هم سوچه ساتلى دى اودڅيړونكو په نظر دجاپان دصنعت په پرمختګ كې دغه را ژباړل شوي اثارو ډېره زيا ته مرسته كړې ده .
که موږ  د ژباړې د کميټې په دې روان بهير باندې نظر واچوو چې دا فرهنګي ياران سره راټول شوي، نو په زغرده ويلای شوو چې په رښتيا سره يې يو ډېر مهم کار ته پام اوښتی دی ، ځکه چې ژباړه  ژبې ته ډېر څه ورکولای شي. که څه هم يو فرانسوي متل دی چې وايي:
-  غواړې چې خيانت کار واوسې نو ژباړې ته مخه وکړه.
خو دا خبره يې د ادبي کتابونو په اړه  کړې ده ځکه چې ادبيات پر احساس ولاړ دي او احساس سل په سلو کې نه ژباړل کيږي. 
خو زه په دې نظر يم چې زموږ ژبې ته دې تر هر څه د مخه علمي کتابونه راوژباړل شي  ځکه چې زموږ ژبه په دې برخه کې بيخي خواره ده. په علمي برخه کې داسې څه نه لرو چې نورو ژبو ته دې وژباړو او که بيا خپل آثار نورو ژبو ته ژباړو نو ادبي آثار دې وژباړو. ځکه چې موږ نړيوالو په دې خبره پيژندلي وو چې افغانان + جنګ = ويراني. فرهنګ اوادب هغه څه دي چې يوقوم يې ژوندى ساتلى نودژباړې له ليارې بايد موږ ه نړۍ ته ځان وروپيژنواو په دغه ډګر كې دنورو سره ځانونو سيال كړو. دبېلګې په توګه خداى بښلۍاستاد بهاالدين مجروح د پښتو څو لنډۍ د يوه ملګري په مرسته فرانسوي ژبې ته ژباړلي وې. له فرانسوي ژبې نه  يوې تونسۍ ژورنالستې (جليله  الدخلاوي ) ، عربي ژبې ته ژباړلي دي. او بيا په مصر کې د کتاب په بڼه چاپ شوی دی.  د کتاب نوم دی (( رمان قندهار)) يعنې د کندهار انار. نه پوهيږم چې د استاد دغه تحقيقي کتاب به په پښتو کې وي او که نه. او که وي نو څه به نوميږي. خو په عربي ژبه کې ډېر استقبال شوی دی. په ډېر لږوخت كې يې د عربي جزيرې په شاعرانو او ليکوالانو کې يې ډېر شهرت وموند. هغوی په دې پوه شو چې افغانستان کې يوازې جنګ نه دی بلکې  دلته ادب شته، فرهنګ شته، کلتور شته او ډېر نور کارونه هم کيږي.
عابد: ته ولې شعر ليکې؟
زه شعر د خپلو نفسياتو د تسکين له پاره ليکم. زه مضطرب يم. زه پوهيږم چې  زما په اروا کې يو څه شته چې ځان څرګندول غواړي. او دغه څه بايد انځور کړم. د لفظونو جامې ورواغوندم. او کله چې دا پورته کارونه سر ته ورسوم نو زما اروا مطمينه شي. او چې کله مطمين شم، نو داسې فکر کوم چې يوه خوښي مې په برخه شوي وي.
عابد: دا خو درسره زه هم منم چې ستا اروا به تسکينوي، خو دا راته ووايه چې کله دې داسې محسوس کړي دي چې ستا شعر د نورو نفسيات هم تسکين کړي وي؟
شرر: دا دې هم په زړه پورې سوال وکړ. دا چې انسانان په نفسياتو کې ورته والی سره لري، طبعې ده چې د نورو نفسيات به پرې هم تسکين شوي وي . موږ او تاسې چې يوه ډرامه او يا فلم وينو، ښه په دې پوهيږو چې دروغ دي، خو همدا ډرامه او يا هم فلم موږ ژړولی هم شي او خندولی مو هم شي. ځکه چې داسې صحنې په کې وينو چې يا ورسره مخ شوي يو، يا داسې ورته کيسه مو اوريدلي، او يا هم  په ژوند کې يې د پيښيدو امکان هم وي.
همداسې شعر هم درواخله.. زما  شعرونه چې زما اروا تسکينوي، نو د هغه چا اروا به هم تسکينوي چې نفيسات مو سره ورته والی ولري.
عابد: بيا هم له نفسياتو نه ووځو. ځکه چې دغه مينه نه ده، دا هم د نفسياتو زيږنده ده. شرره دا  خو به راسره منې؟
شرر: هو ولې نه.
عابد: ما چې په تيرو پنځه لسو کلونو کې ستا شعر اوريدلی او يا هم لوستی دی، نو ستا د شعر مضمون مينه جوړوي. يعنې آيا تاسې په واقعي ژوند کې هم مينه کړې او که هسې تخيلي مين يې؟
شرر: په سر کې به درته يوه ټپه ووايم چې وايي:
چې عاشقي يې کړي نه وي
د پادې خر دی سبا ځي بيګا راځينه
مينه هر انسان په خپله خټه کې له ځان سره راوړي. مينه مې هم کړې ده او په مينه تر اوسه ژوندی يم.که مينه نه وه زه به شاعر نه وم. ما چې څومره خلک پيژنې د دې مينې له برکته مې پيژني. زه مينې شاعر کړی يم، ځکه زما په شعر کې مينه بارزه نقطه ده.
عابد: بس خدای دې همداسې مينه لره چې داسې ښکلي شعرونه نور هم وليکې. دا وخت ما ته د دري ژبې يوه ډېره مشهوره سندره راياده شوه چې وايي:
_ وقتی عاشق شوی رازی دلته ګفته نه تانی
چقدر سخت است خدايا! چقدر سخت است خدايا!
شرر صاحب! داسې هم پيښ شوي دي چې مين شوی دې يې، خو خپله مينه دې په دې نه وي پوهولي چې څوک مين ورپسې لګيدلی دی، که داسې شوي وي، نو دغه حالت کې ستا احساس څه وي؟
شرر: د حمزه بابا يو شعر دی چې دا مانا ترينه راووځي چې:
- که خبر شې چې زه په تا مين يم ، نو اوس خو درنه زه شرميږم بيا به رانه ته شرميږې.
سمه ده چې دا ډېره سخته خبره ده چې د خپلې مينې اظهار ونه کړای شې. خو د مينې خوند په همدې کې دی. که د مينې اظهار وشي، نو سل پوښتنې راولاړيږي. د دې امکان هم شته چې مينه په کرکه بدله شي. نورې  مسلې ترې هم راولاړيدی شي. نو مينه همدغه خوند کوي چې اظهار يې ونه شي. خو دا يوه خبره بله هم ده چې له زړه نه په چا مين يې نو مقابل لوری به هم درسره مينه ولري. او لکه څنګه چې يې ته اظهار نه شې کولای داسې به يې هغه هم اظهار ونه شي کړای.
عابد: دا خو دې هو به دې د دې ټپې خبره وکړه چې:
له يو زړګي نه بل ته لار وي
زما چې خوښ يې ستا به څه له بدې شمه
دا هم د يوې افاقي مينې اظهار دی چې د کلتوري بنديزونو له وجې په ټپه کې ويل شوی دی. ټپه  د پښتو ادب داسې يوه نادره سرمايه ده چې نړيوال ترې محروم دي. بله دا چې زموږ د شعر قدامت زرګونو کلونو ته رسوي. په اوسني عصر کې چې د کومو شاعرانو شعرونو ته د ټپې خيال لاره کړې ده، شعريت يې وربخښلی دی.  پوښتنه دا ده چې د دې ټپې د ښکلا راز په څه کی دی؟
شرر: بيخي پر ځای پوښتنه ده. مخکې ما وويل چې زه شعر د خپلو نفسياتو د تسکين له پاره ليکم.  بدبختانه چې زموږ پښتني ټولنه  په کلتوري بنديزونو کې راګيره ده. موږ او تاسې ليدلي دي چې ورور قاتل وي اوددغه  قتل  په بدل کې خور قرباني کيږي. ورور يې يو قتل کوي خو په بدو کې خور ځي. ځوانه ميرمن کونډه شوي وي، خو پنځه کلن ماشوم ته يې کينولي وي. تر دې چې په سيزني کې يوه ماشومه بل ته په نوم کيږي. نو ويلای شوو چې زموږ په ټولنه کې ښځه له ډېرو فردي آزاديو محرومه ده. تر دې چې خپل غږ نه شي پورته کولای، او چې غږ نه شي پورته کولای، نو  لنډۍ  ته پنا وروړي او د خپل محروميت غږ پورته کوي،خپله سوزنده عاطفه داسې انځوروي چې اوريدونكۍ اولوستونكى له ځان سره په دغه غم كې شريكوي. او دا خو راسره منې چې د لنډيو دريمه او حتی تر دې زياته برخه له ښځينه نفسياتو څخه ويل شوې ده. نو بيرته هماغې خبرې ته ورګرځم چې دا لنډۍ هم د زړه د تسکين له پاره ويل شوي دي او چې د زړونو د تسکين له پاره وي، خامخا به نورو زړونو ته لار کوي او ښکلې به ګڼل کيږي. اوبله دا چې شاعر هماغه دی چې د لنډيو په تغزل خپل شعر په داسې هنري بڼه ګډ کړي چې نور پرې ونه پوهيږي چې په دې شعر کې د لنډۍ خيال ځای شوی دی. او ما دا کار ډېر کړی دی.
عابد: دا راته ووايه چې کله دې خپل شعر دردولی يې؟
شرر: هو، رحمان بابا وايي چې :
دا متل دی چې له درده زګيروی خيژي
که نه څه وو د رحمان له شاعرۍ
داسمه ده  چې کله کله زه خپل شعر ژړولی يم. او دا ځکه چې زه په خپل شعر کې خپل زړه وينم. خپل درد وينم، او دومره مظلوم يې وينم چې زما پرې بيرته زړه  خوږيږي هغه درحمان با با خبره
 ستا له غمه درحمان زړه په ځان سوزي    لكه شمه په زيارت دشهيدانو.
  ځکه مې ورته له سترګو اوښکې ځي. او زه فکر کوم چې عابده ستا په شمول به نور ډېر ياران شاعران هم داسې وي.
عابد: منم، تا غوندې لوغړن شاعران چې ولرو همداسې به کوي، هاهاهاهاهاها شرر صاحب دا خو راسره منې چې ښکلا د هر چا د ذوق محصول وي. يو چاته په يو څه کې ښکلا څرک وهي او بل چا ته به بل څه ؟
شرر: په دې خبره خو ډېرې ناندرۍ تيرې شوي دي. خو زما عقيده دا ده چې ښکلا په ذات کې هم شته او په آشياوو کې هم، خو په اشياوو کې ښکلا نسبي ده.  که له هر چانه پوښتنه وشي، نو دپسرلي موسم به خوښ کړي. ګل د هيچا بدې نه راځي، خو که د رنګونو پوښتنه وشي، څوک به يو رنګ خوښوي او څوک به بل رنګ.  خو په ذات کې بيا ښکلا موجوده ده او دا ځکه چې دا د انسان د نفسياتو انعکاس دى چې بيرته دلته راځي. ستر خوشحال د نن نه څلورسوه کاله پخوا دا نظر وړاندې کړی دی. چې ښکلا په ذات كې همه شته او په  اشياوو کې هم موجوده ده. خو ځينې بيا ښکلا يوازې په ذات پورې مطلقوي. وايي چې زه يو شي ته ګورم ، نو دا ښکلا زما د سترګو ايجاد دی، هغه شی ښکلی نه دی.زه دښكلا خالق يم ، خو زه خپله د خوشحال بابا د نظريې پلوي يم چې وايي:
په ځان او په جهان کې ما دا دوه څيزه وکښلي
په ځان کې دواړه سترګې په جهان کې واړه ښکلي
يعنې که ښکلا په جهان کې شته نو زما په سترګو کې هم شته دی.
عابد: شرره ما ته د د هدايت الله ګل يو بيت راياد کړ چې زما په فکر د دې دويمې نظريې پلوي کوي:
زه د خپل محبوب په ښايست څه کوم
ما خپل محبت سره ياري وکړه
شرر: واه ډېر ښکلی و. ما هم ښکلا ته يو نظم ويلی اوپه هغه چا مې نيوكه كړې چې ښكلا په اشيا و كې ګورې او له خپلو سترګونه منكر دى  .

ښکلا
ښکلا شته دې ښکلا نشته
څه نادره فلسفه ده
څه عجبه دليلونه
څه نااشنا غوندې کيسه ده
فلسفي لیونی شوی
ګلاب ګله فلسفه ده
وایي ستا په سر حل کیږي
سل په سله فلسفه ده
فلسفي لیونی شوی 
په ښکلا لري ایمان
ستا ښکلا یې را څېلمه کړه
اوس په تا لري ایمان
دپستو ګلابي شونډو
په مسکا لري ایمان
دتیارو سره په جنګ دی
په رڼا لري ایمان
رنګینو دطبیعت ته
لاس ترزنې حیران ګوري
فلسفي لیونی شوی
په هندوکې ایمان ګوري
په رنګونو کې اخته دی
دښایست په لټولو
په تیارو یې پریکړه کړې
دبد رنګه بلاګانو
توردده په تصور کې
راوتلی د تیارو نه
راګیر کړی دی دوهم
څه بې رنګه بلا ګانو
فلسفی لیونی شوی
په فطرت کې ښکلا ګوري
کله شونډې دیار ستایي
کله مسته خندا ګوري
کله سپینه خلګۍ غواړي
کله رنګ د حنا ګوري
کله مخکې ځي روان شي
کله بېرته په شا ګوري
د لټون تندې را خستی
د ګل سیوري ته دمه شه
ډکې سترګې دګل ګوري
اوس د ګل په تماشه شو
منزل لېرې لار نږدې ده
اوس دلارې په لټون دی
کله پاڅي کله کیني
وراووښتی شواخون دی
له دریځه په شا نه ځي
نا روا زوی دپښتون دی
په ګلاب کې ښکلا ګوري
خپلو سترګونه منکر دی
څه سړې تبې نیولی
څه په ګرمه کې کافر دی
وچې شونډې لمدې سترګې
دګلاب سیوری ته ناست دی
دنظرسیوری یې وچ شو
د کتاب سیوري ته ناست دی
سوال یې کړی له ګلابه
ښه بې تاب سیوری ته ناست دی
ګلاب پاڼې پاڼې پریوت
له نظره یې ښکلا لاړه
فلسفي له خوبه ویښ شو
زړه نه یې ټوله سودا لاړه
په سجده شو خپل نظر ته
د لیمو نه یې اروا لاړه
فلسفی لیونی شوی
ډیره ښه شوه په خود راغی
مخ يې تور دفلسفي کړ
دګلونو په ضد راغى
كونړ
عابد: نامخداڅومره ښکلې او غښتلې حافظه لرې، چې دومره اوږد او فلسفي نظم دې په ياد کې پاتې شوی دی.
شرر: عابد صاحب ماته خپله زياته شاعري په ذهن کې پرته ده. يو ځل چې مې شعر ليکلی دی. او څلور پنځه ځلې مې دوستانو ته لوستی دی، بيا تر ننه زما په ذهن کې ناست دی. همدا رنګه زما د عربۍ په سلګونو بيتونه په حافظه کې خوندي دي. او د پښتو شاعرۍ مې هم بلا ډېر بيتونه ياد دي. د هر ملګري شعر چې مې خوښ شوی دی، په ذهن کې مې پاتې شوی دی.
عابد: خدای دې درباندې تل داسې مهربانه وي، خو زه داسې حدس وهم چې ستا حافظې ته به ډېر قوت دې خبرې رسولی وي چې تاسې تر پوهنتونه زده کړې په عربي ژبې کړي دي. تاسې په کې څه وايئ؟
ستاسې حدس هم پر ځای دی. ځکه ما چې کومه ليسه لوستې په هغې كې  د يمن اسلامي جمهورې  د دولت تعلمي نصاب ويل كيده . تر دې چې موږ په اتم  ټولګي  كې پنځه لس سيپارې حفظ کړې وې. او تر څنګه يې راته احاديث هم د حفظ له پاره راکول. نو دې کې هيڅ شک نه چې دا مقدس شيان موږ ذهن ته وسپارل، نو شعرونو مو هم په ذهن کې ځایيدل.
بل دا چې  ما به  له  ماشومتوبه د فولکلوريکو کيسو منظومه بڼه لوستله او ذهن ته به مې سپارله. او ما خپله شاعري هم داسې کړې ده چې يو بيت مې نن ليکلی او بل بيت مې ورپسې څو ورځې پس ليکلی دی، تر دې چې داسې وخت هم راغلی دی چې په پنځه مياشتو کې مې يو غزل پوره کړی دی.
عابد: دا راته ووايه چې د شعرونو ټولګه به کله چاپوې؟
شرر: دا پوښتنه ما سره هم هر وخت وي. اول دا چې ما سره خپله ټوله شاعري، په ليکلي بڼه نه شته. يوه ډېره برخه يې راسره په حافظه کې خوندي ده. ځينې شعرونه په مجلو او جريدو کې خواره واره دي. دا راټولول غواړي او د وخت په انتظار يم. بله دا چې زما په خپلو ډېرو شعرونو زړه اوبه نه څښي. داسې فکر کوم چې زما ډېر شعرونو اوس د دې وړ نه دي چې چاپ دي شي. خو اوس مې د يارانو په ډېر ټينګار يوه ناکامه هڅه پيل کړې ده، که خدای ته منظوره وي په همدې وختونو کې به يې چاپ ته تيار کړم.
عابد: دا چې تاسې هڅه پيل کړې ده اميد دی چې بريالی به شې. خو د دې خبرې نه بيخي بې غمه اوسه چې ستا ځينې شعرونو د چاپ وړ نه دي، دا ستا وهم دی او د وهم خو علاج نه وي.
عابد: شرر صاحب! ځينې ياران په دې نظر دي چې کوم شاعر له کلي ښار ته راشي نو شعر کې يې هغه فطري ښکلا نه پاتې کيږي چې پخوا يې لرله او هم خپله تغير کوي. تاسې هم د کنړ له لرې پرتو غرونو راغلي  او په کابل پريوتئ. آيا دغې خبرې ستا په شعر څه منفي اغيز کړی ده او هم يې په تا کې څه بدلون راوستی دی؟
شرر: عابد صيب اول خو به داووايو چې ښكلا خو په غرونو كې وي قيمتې ډبرې يا په غرونوكې اويا هم دسمندرونو په تل كې پرتې وي  خو په دې کې شک نه شته چې چاپيريال اثر لري. کوم شاعران چې په کليو کې وي د هغو په شعر کې يو رنګ وي، او کوم چې ښار ته راشي شعرونه يې بل رنګ واخلي. همدا رنګه انسان هم درواخله. په ځان نه پوهيږي خو بدلون په کې راځي. د ښار په رنګ کې رنګيږي.
خو د کلي کوم  طبعي چاپيريال چې زما په روح کې راګډ دی هغه خو راسره تر اوسه ياري کوي. په همدې کابل کې ما يو غزل ليکلی دی چې:
خيال مې ستا په ړنګه بنګه مينه کړ ړنګ بنګ نه شو
شين نه شو، سپرلی نه شو، نرګس نه شو، لونګ نه شو
ښه د کلي ژوند و د ښار سپينې ليچې تشې دي
داسې مړوند نه و چې به وانه وښت او شرنګ نه شو
خو ما ډېر ياران شاعران وليدل چې اوس يې په شعر کې هغه کليوالي رنګ او شرنګ پاتې نه ده. او دا طبعې خبره ده. خو ښه خبره دا ده چې شاعران له ښار نه ښکلا راټوله کړي او په کليوالي ښکلا کې يې رنګ کړي او  بيا يې هم په کلي او هم په ښار وويشي.
عابد: ډېر ښه يار، ښه نظر دی، مګر ما غوندې شاعر بيا داسې وايي چې:
ښار کې به د کلي غوندې نه اوسم
ښار کې به خويونه بازاري کوم
شرر: واه ډېر ښه يار او په ګډه هاهاهاهاهاها
شرر: عابده! ځينې بدلونونه بايد سړی ومني. که يو توپان راوالوزي، نو د لويو ونو ښاخونه ماتوي، خو تر څنګ يې چې واړه واړه واښه ولاړ وي، دتوپا ن پرمخ مقاومت نه كوي دتوپان مخه چې هرخواته وي په هغه خوااوړي. خو کله چې توپان ودريږي، واښه بيرته خپل قامت پيدا کړي. موږ بايد د ځينو توپانونو په وړاندې ونې نه شوو.
عابد: دا چې تاسې په خپلو خبرو کې وويل چې زما په ذهن تر اوسه کليوالي فطرت خپور دی، او ښاري بدلون ته هم بد بينه نه ياست. نو که مهرباني وکړې او خپل وروستی شعر راته وواياست چې ووينو څومره مو ښاري رنګ خپل کړی دی.
شرر: سمه ده وروستی مې نظم ليکلي دی چې يوه ماشومه خپلې مور ته خپل سوی مکتب تمثيلوي:
عابد: ارشاد.
`مورجانې بيايې راته وسوښونځى
مورجاني هرڅه لولپه پراته وو
نه مې قلم ،نه سيپاره او نه چوكې ښكاريده
تشې لمبې وې هرڅه هره خواايره پراته وو
زما همزولې غريو نيولي  وي ادكې مورې
دښونځې مخې ته راغلې وې ادكې مورې

هغه تخته چې يې پرسر وه بسم الله ليكلي
نه مې پرې نوم دخپل خالق نه مې تخته پاتې وه
نه هغه تاخت وو چې به ما پكې سيپاره ايښوده
نه مې كتاب پاتې وو  نه مې سېپاره پا تې وه

هغه ښونځى لكه دتكې سپينې واورې غوندې
اوس ديوالونه يې ادې تورې بلا غوندې وو
زموږپه دې بيوسه اوښكويې اورنه مړ كيده
هرچاژړلې مورې هرڅوك وارخطاغوندې وو

مورجانې! دانا ځوان به څوك ووچې ښونځى يې وسو؟!
اخ مورې ! څنګه دې ليمې له اوښكوډكې شولې
تانه كتاب، تانه  قلم ،تانه ښونځى پا تې شوو
ليمې مې  ګرانې په همدې له اوښكوډكې شولې

مورې! دهغه رب په نوم باندې قسم يادوم
چې دې نا ځوانه مې ټولګې كې په تخته سوى دى
نه يې كتاب نه يي قلم نه يي چوكۍ پريښې 
ښونځى يې نه دى سوۍ مورې دې مې زړه سوى د ى

همت مې نه با يلم مورجانې اوښكې مه څڅوه
زه به مې خپلې كتا بچې بيرته راټولې كړمه
دغه نا ځوان به دوجدان په  اور كې لولپه كړم
زه به مې ټولې ارادې بيرته راټولې كړمه

مورجانې! دانا ځوان زموږه بېوسې نه ګورې
څومره بيوسه يو! او موږ څومره همت كړىدى !
مورې! زه  ايبله پښې ښونځې ته ځم الله يا دوم !
مورې! داڅوك دى ؟دايې څنګه بغاوت كړى دى؟!

زه به د خپل ښونځي په توروديوالونوبا ندې
په خپلواوښكو اوپه وينو با ندې وليكمه
خاوند ه كوردهغووران كړي
چې مې كتا ب ښونځى سيځي ما ژړوينه
عابد: وروستۍ پوښتنه درڅخه کوم او بيا ويده کيږو چې خبره د شپې درې بجو ته ورسيده. ځوانو شاعرانو ته څه پيغام لرې چې داسې شاعري وکړي چې د خواصو په نظر کې راشي؟
شرر: تاسې مخکې هم يو ه ډېره ښه خبره وکړه چې د خوشحال بابا په وخت کې به نور شاعران هم وو خو تاريخ موږ ته يو څو په لاس راکړي دي. زه وايم كه هر شاعر  خپله لاره ولري، هغه به د خواصو په نظر کې راځي او تاريخ به يې نه هيروي. که موږ هڅه وکړو چې د نورو شاعرانو ترکيبونه او خيالونه په خپل شعر کې ترسيم کړو، نو د دې په ځای چې ښه مو کړي وي، بلکې خپل ځان اوخپلې شاعرۍ ته به موزيان روسولى وي بايد هر شاعر ځانګړی سبک ولري. ځانګړي ترکيبونه ولري او ځانګړي خيالونه باندې شاعري وکړي. داسې ترکيبونه دې وکاروي چې که د شعر سره يې نوم  هم نه وي او خلک پرې وپوهيږي ځې دا د فلاني شعر دی. دا څنګه کيدای شي؟ بايد د هر څه نه مخکې نوی شاعر خپل کلاسيک ادب او شعر مطالعه کړي، په کلاسيک ادب کې ډېر ښه ښه شاعران تير شوي دي. که مو ولوستل نو د هغه په رڼا کې موږ ښه شعر ليکلای شو. همدغه ډول دې خپل معاصر شعرونه مطالعه کړي، چې په سر کې حمزه بابا، درويش درانی، کاروان او نور.... يادولای شوو. او بيا دې په شعر ويلو پيل وکړي. بيا کولای شي چې ځان ته يوه نوې لار، نوی سبک او مينه پيدا کړي. او که چيرې موږ د نورو شاعرانو ښه ترکيبونه، ښه خيالونه او محاورې راوخلو او خپل شعر پرې جوړ کړو، په ژوند به هم ژوندي پاتې نه شوو اودزمانې له ګوتونه به ډېر ژردكب په څېر     وخويږو.
عابد: ډېره مننه کور دې ودان.
شرر: ستاسې دې هم کور ودان وي.
٢٠٠٨/٥/٧  سرای زرداد، د کابل منډيي

 
بېرته شاته