لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
کرزى ترې په تېښته بريالى شو
لیکوال: رحمت الله زيارمل   نېټه: 27.06.2009   خپرونکئ:   سمسور  

(د ميدان وردګ يونليک)
- نړۍ اونيزه
د غونډې د جوړېدو له ورځې (شپږ ورځې وړاندې) يو ملګري سلېم صالح راته مشاعرې ته د تلو بلنه راکړې وه،خو کله چې د تګ ورځ راورسېده زه د موټرو ځاى کې موجود نه وم، سلېم صالح راته ټلېفون وکړچې ته چېرته يې؟ موټرې راغلې، د راډيو ټلوېزون مخې ته ولاړ دي او څه نا څه ملګري هم راټول شوي که ته هم راشې نو د وردګو پر لور حرکت کوو. ماورسره ومنله اوټاکل شوي ځاى ته ورغلم. د ماسپښېن درې بجې وې چې د استاد محمد اصف صميم، معېد هاشمي، ارشادرغاند، ادرېس غروال، فريدون خوځون او نورو ملګرو په ګډون موټر د ننګرهار ملي راډيو تلوېزون له مخې حرکت پيل کړ. د موټرو تر روانېدو څو شېبې وروسته د موټر په ټايپ کې د نازيه اقبال سندره شروع شوه خو له څه ځنډ وروسته په موټر کې يو شمېر ملګرو پر موټر چلوونکي چېغې شروع کړې چې دادې څه چالان کړى؟ موټر چلوونکي بغير له څه ويلو د نازيې سندره بنده کړه خو شېبه وروسته شفېع الله تاند د اردو ژبې د کوم ملا د مسئلو کسېټ  ټايپ ته ورخطا کړ. د ملا د غږ له اورېدو سره سم د ملا پر ژبې د نه پوهېدو له امله په موټر کې ناست ملګري له خپګانه چوپ پاتې شول ځکه هغه د چا خبره يو خوا ډانګ و بل خوا پړانګ! خو ما پرې د موټر له درېيم سيټ څخه  غږ وکړ: تاند صيب! لکه چې دلته دې هم ژباړه شروع کړه؟ دې سره ټولو په يوه خوله وخندل ځکه پوهېدل چې شفېع الله تاند که څه هم خپله پر ديني مسايلو ډېر نه دى ولاړ خو پر خلکو د ځان پېژندلو په موخه د ذاکر نايک يو نېم کتاب ګوډ و مات ژباړي. په همدې وخت کې استاد صميم هم پرې غږ وکړ : تانده! خپه کېږه مه چې غوږ ورته څوک نه نيسي نو ښه به داوي چې بنده يې کړې.خداى شته تاند پر دې خبره يو څه په غوسه شو او څه ګډې وډې يې ووې خو نورو ملګرو پرې د نزاکت له مخې څه ونه ويل. تاند د کېسټ پر بندولو لګياشو چې  په دې وخت کې موټر د تېلو پمپ ته ورسېدو موټر چلوونکي موټر کې تېل واچول او تږو ملګرو په اوبو خپله تنده ماته کړه. له څو شېبو وروسته موټر بيرته حرکت وکړ او د استاد په ګډون ټولو ملګرو له  موټر چلوونکي  څخه  وغوښتل چې د احتياط سره،سره دې  هڅه وکړي چې څه ناڅه تېز لاړشي. په موټر کې هر چا د خپلې خوښې ملګرو سره خبرې کولې زه، ساحل، خوځون او استاد محمد اصف صميم په يوه سېټ کې ناست وو او تاند له ارشاد رغاند سره يو سېټ کې وځکه خو زموږ خبرې د همدغو څلورو په مينځ کې وې. موږ خپلو منځو کې خبرې کولې چې د لغمان ولايت لويه لاره په مخه راغله او  په هغه چوک مو سترګې ولګېدې چې څه موده وړاندې پرې د ننګرهار د والي ګل آغا شېرزي لخوا د جوړونې کار پيل شوى و، خو اوس يې کار په ټپه ودرېدلى  او کنډې کپر پروت و. استاد پوښتنه وکړه: پر دغه چوک کارڅنګه بند شوى؟ خوځون ورته  وويل:کله چې شېرزى د يوې ورځې لپاره استعفا ورکړه نو په هماغه ورځ د لغمان ولايتي شورا په دغه چوک کې د شېرزي ځړېدلى انځور او نوم راخلاص او په سېند کې يې خوشې کړ او له هماغې ورځې وروسته پر دغه چوک کار په ټپه ودرېدو. موږ په همدې خبرو کې وو چې عزېز موټر چلوونکي ته کسېټه ورکړه موټر چلوونکي واخېسته او د موټر ټېپ کې يې واچوله. وار له واره د نازيه اقبال دا سندره شروع شوه:
ليلا ډېره ښايسته ده
په خداى ډېره ښايسته ده
د عزيز په ګډون يو شمېر نور چې د نازيه اقبال مينه وال وو دغه سندره اورېده او نورو ملګرو پخپل منځ کې خبرې کولې په  همدې وخت کې معېد هاشمي غږ کړ:که هرڅوک تږى شو او يا يې هم (ډېو، مېو او پېپسي مېپسي)ته زړه وشو نو پر ما دې غږ وکړي. هاشمي لا خپلې خبرې نه وې خلاصې کړې چې موږ د ملي اردو د څو سرتېرو لخوا ودرول شوو خو د موټر پر(شو) د ځړول شوي خط په ليدو يې راته د تګ اجازه راکړه. اوس نو موږ د سروبي تنګي ته رسېدلي يو، استاد په موټر کې د مشاعرې د جوړېدو هيله وکړه، له څه خبرو مبرو وروسته په موټر کې مشاعره پيل شوه او ارشاد رغاند ته د دريځوالۍ دنده وسپارل شوه. د مشاعرې په پيل کې معېد هاشمي خپل شعر ولوست ورپسې احمد بختيار ساحل په دې بيت مشاعره وغځوله:
څوک چې ياري کوي په سترګو کې شراب ګرځوي
خوله کې موسکا ساتي په لپه کې ګلاب ګرځوي
له دې نه وروسته يو شمېر نورو ملګرو هم په مشاعره کې شعرونه وويل. مشاعره لا پاى ته نه وه رسېدلې چې موټر چلوونکي خپل موټر د اوبو لپاره ودراوه، په موټر کې ناستو ملګرو له موټر څخه د کوزېدو تابيا ونيوله خو معېد هاشمي پرې غږ کړ: هېڅوک له موټره مه کوزېږئ، زه ټولو ته اوبه راوړم. هاشمي صيب لاړ او له څه ځنډ وروسته يې ښې ډېرې پېپسيانې او ډيوان موټر ته راوړل او موټر کې په ناستو ملګرو يې ووېشل او موټر چلوونکي بېرته خپل موټر روان کړ خو دا ځل مشاعره د حميدالله عابد په دې بيت پيل شوه:
حمېد وايي يو څوکسان له کومې خوا نه راشي
اتڼ راته ګډو وډ کړي او سورنى راڅخه يوسي
وروسته سنګر، سرار، ما، ارشادرغاند، سپېڅلي تاند او سيد عبدالله نظامي خپل شعرونه په موټر کې د مشاعرې ګډونوالو ته ډالۍ کړل، په دې وخت کې ساحل د موټر له چپې غاړې نه غږ کړ: نور دا شاعرانه نخرې پرېږدئ او څو شيبې ارام کېښنئ ! خو هاشمي پرې غږ وکړ : داځل وار د ټپو دى او اوله ټپه به زه وايم بيا يې په دې ټپه د ټپو لړۍ پيل کړه:
د مينې زور راته مالوم شو
که مې هېندو په خور مېن وي وربه يې کړمه
له دې وروسته په موټر کې ناستو ملګرو ښه شېبه وخندل او ټولو ملګرو هاشمي صيب ته وويل : له دې وروسته موږ کومه ټپه نه وايو.
په همدې وخت کې استاد د رحمت شاه ساېل پر دې بيت د فى البدېهه مشاعرې د جوړېدو غوښتنه وکړه:
لکه شبنم مې لږ د خپل مخ په ګلاب پرېږده
ما وبېدو ته د رنګونو په درياب پرېږده
پاتې په راتلونکې ګڼه کې

 
بېرته شاته