لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
دامريکاولسمشربارک اوباما جرمنۍ مبدا يارېښه لري
لیکوال: دريا يوريوا   نېټه: 28.06.2009   خپرونکئ:   سمسور  

ژباړونکی : حبيب الله غمخور
ليکوال : دريا يوريوا((Дарья Юрьева))
روسکايا گزيتا (rg.ru)
د۲۰۰۹کال دجون ۵
دامريکاولسمشر چي همد اوس ئي دمنځني ختيځ سفر پاي ته ورساوه اودجمعې په ورځ ئي د المان ددرزدن له ښارنه لېدنه وکړه  . هغه دالمان دفدرال جمهوريت له لومړۍ وزيري انگلامرکل  سره دوه اړخيزه خبري وکړې .
داسي ښکاري  سره له دې  چي دسپيني ماڼۍ مشر په جغرافيايي لحاظ اوس له منځني ختيځ څخه ليري دی خولاتراوسه فکر کوي چي  په منځني ختيځ  کي قرار لري   .
دمطبوعاتي کنفرانس په پايله  کي داثابته سول چي دالمان لومړۍ وزيري او بارک اوباماتر منځ تر يو ساعت زياتوخبروکښي دمنځني ختيځ دمسائيلودلومړي توب  حق  په درلودلوسره همدا ډول دافغانستان اوپاکستان دشاوخواحالاتوپه اړوند هم خبري شوي دي .
پدې مطوبوعاتي کنفرانس کښي دالمان لومړی وزيري  انگلامرکل څرگنده کړه په سيمه کي دسولي اوثبات  دراوستلواوهمدا رنگه  داسرائيلودامنيت دخوندي کېدوسره  زياته علاقه لري . همداډول انگامرکل دواشنگتن سره د نږدې اړيکوپر ساتلو ټينگاروکړ .
دامريکاولسمشر په خپل وارپه خپلو خبروکي  داڅرگنده کړه،پدې فکر کښي نه دی چي دټولوستونزوپه منلوسره  څومره به په منځني ختيځ کي داوسني کړکېچ  ډير  هوارول ستونزمن  کاروي  .
هغه وويل امريکا په يوازي سر نسي کولاي په تنهايي سره  داستونزه  هواره کړي ،اوداتوانايي هم نلري چي ددغې لانجې دواړې غاړي پدې مجبوري کړي تر دخپل مينځي اختلاف دحل لپاره  سوله لاري چاري ولټوي .
ديادولووړده چي جرمني ته دسپيني ماڼۍ دمشر بارک اوبامادسفرپه پروگرام کي يوازي رسمي خبري نه دي  شاملي بلکي هغه به ددې سفرپه طرځ کي  دالماني نازيانوله تاريخي زندان  بوخندوالد ((Buchenwald )) اوهمدا ډول له هغه روغتون څخه هم ليدنه وکړي  په کوم کښي چي دافغانستان اوعراق په عملياتوکي زخمي شوی عسکر  تر درملنې لاندي نول کېږ ي .
ددې سره په څنگ کښي سمدلاسه کله چي بارک اوبامادجرمني په لورسفر پيلاوه  امريکايي جنيالوجي  پوهانودخپلو تحقيقاتو په پايله کي ثابته کړه چي بارک اوبامادمور لخوا يوله ورنيکه گانوڅخه جرمنی رېښه اومبدالري  .
دسپيني ماڼۍ دمشربارک اوبامادتيروخپلوانواودکورنۍ دسلسلې دتاريخ په اړونددتحقيقاتوپه نتيجه کي داڅرگنده سول چي دهغه يوله اجدادوڅخه يوهان کوراد ويل فلين ((Vulflin   Conrad Johann)) نومېده .
هغه په ۱۷۲۹ زکال کښي  دجرمني دشټوټ گارډ شمال ته په يوه کوچني ښار  (( Besighaym)) کي  ديوه پوځی افسر جراح ډاکتر په کورکي  زېږېدلۍ دی .  
په ۱۷۵۰ زکال (( يوهان کوراد ويل فلين)) دبحرله لاري  امريکاته ولاړ اوهلته ئي خپل کورنۍ نوم  په ويل فلي (Vulfli) باندي بدل کړ  . هغه دپنسلوانياپه ميدل تاوني ((Midltaune  ))کښي ژوند غوره کړ .
په همدې ځاي کښي ئي له اني کترين شوکي ((Anne Catherine Shokki))سره واده وکړ  . دوي دشپږواولادو خاوندان سول ،يوله هغو((Lewis Vulfli Ludwig)) لودويگ ليوس ويل فل نومېده کوم چي په ۱۷۶۶ ز کال وزېږېد . همدا ((لودويگ ليوس ويل فل ))  په پنځم نسل کي دامريکاداوسني ولسمشر بارک اوباما ورنيکه دی .
ديادولو وړده چي سپيني ماڼۍ تراوسه ددغوتحقيقاتو دپايلواواعلان  په هکله کوم نظرنه دی څرگند کړی .
دژباړونکي يادونه :
درانه لوستونکي به وايي پسله اخترنه نکريځې پر دېوال وتپه .
خوکله ناکله پسله اخترنه هم نکريځې لاسونه ښکلي کوي .
ددې ژباړي نه زما موخه دانه ده چي  منځني ختيځ اوجرمنې ته دبارک اوباماردسفر لنډخبر وژباړم پدې هکله مذصل معلوماتونه خپاره سوي دي .خوهغ وخت چي دامطلب ما ولوست راته جالبه ښکاره سو،متاسفانه هغه وخت مي فرصت پيدانکړچي وئې ژباړم اولوستونکې دامريکادپوهاوله نظر دبارک اوباماپه رېښه خبرکړم . دادی اوس مي وخت وموندزماله نظره پدې مسله خبرېدل بې فايدې نه دي .فکرکوم زما په گډون ټول دسياسي لکنو دليکلو اولوستلونه که ستړې سوی يو.زموږ خوارانو فرياد اودافغان ولس  درواغوښتنو انعکاس زموږ دولتي مشرتابه اوبهرني پلويائي يادښمني بولي اويائي تر غوږونه پرېږدي،هغه دچاخبره  دوي اوس دداسي څرگندونواوگوتنيونوپه مقابل کښي معافيت حاصل کړي دئ ،لکه پروچ ديوال باندي چي لمدې خټې تپې  پردوي هم  زموږخبري  اوگوتنيونې  کوم تاثيرنلري .ځکه کله ناکله داډول جالب اوپه زړه پوري معلوماتوباندي پوهېدل هم ښه خبره ده ،له همدې امله مي دامطلب پښتوته راوژباړه ترڅوددې ستړو پښتوژبو قلموالودوستا نوفکريوپه بله سي .
په هرحال داجالبه ده چي دبارک اوباما مورثي رېښه له جرمنې نه پيل سوې ده،ياپه بله ژبه دبارک اوباماپه رگوکي هم المانی وينه شته .
المانيان اريايي نژاده خلک دی اوافغانان هم ددې نژادسره دنېغ په نېغه اړيکو افتخارلري ،کېداي سي بارک اوباماپر افغان ولس ترنوروامريکايي مشرانو يوڅه زړه وخوږوي اودافغانستان دلانجې رښتياني حل لاري ته راوگرځي .
دافغانستان دمسلې حل لکه چي په ډله ايزو رسنيواودځينوسياسي بڅثونودمېزوپرسر دومره مشکل اوله ستونزوډک تمثيليږي  داسي نه دی . ډيري ساده اوکم مصرفه دحل لاري لري ،خويوازي دافغاني اوبهرني اړونده لورو صداقت اوله افغان ولس سره  ته ترهرڅه وړاندي زړه خوږي ته اړتياسته . وسلام

 
بېرته شاته