لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
کرزى د امريکا که افغانانو په زور ولسمشر کېږي؟
لیکوال: حکمت الله جان   نېټه: 02.07.2009   خپرونکئ:   سمسور  

عرب- نړۍ اونيزه
دا چې په ګران هېواد کې د ټاکنو ناندرۍ او انګازې ډېرې په تېزۍ سره روانې دي، زياتره خلک دې ته خوشاله دي چې دا
ځل به بيا داسې  ولسمشر پخپله خوښه ټاکو چې د تېر په شان مو پر تشو خبرو ونه غولوي. د طالبانو د رژېم له ختمېدو سره سم د کرزي نوم مشهور او د هېواد ولسمشر شو، په لومړيو کې افغانانو له ده سره زياته مينه درلوده او له همدې امله تېرو ټاکنو کې ډېرو خلکو رايې ورکړې خو په هر حال کرزى صيب بيا هم ولسمشر پاتې شو، خلکو به ويل کرزى صيب به 
موږ د بې ځايه جنګونو له ښکاره وساتي خو کرزى خپلو مزو کې و او خپل اصليت يې ورو،ورو خلکو ته وښوده چې له دې امله اوس عوام له کرزي دومره کلکه لري چې نوم اخېستل يې هم پرې ښه نه لګي او کرزى هم پر دې پوهېږي چې د ولس ملاتړ ورسره نشته او نور يې پر تشو خبرو نه غولېږي او بيا يې ولسمشر نه ټاکي نو د خپل قدرت ساتنې لپاره نورو خواوو ته منډې وهي. څه موده وړاندې مې له پېښوره خپريدونکې (خبرونه) ورځپاڼه کې  يو خبر ولوست چې ((افغانستان  به له ټاکنو وروسته د امريکا له لورې اداره کېږي ، ولسمشر کرزي ته وېل شوي که دا وړاندېز ومني نو په راروانو ټولټاکنو کې به برى دده په برخه وي. کرزي ته دا وړاندېز امريکا ته د کرزي د سفر پرمهال د سپېنې ماڼۍ د واکمنو له لورې شوى دى.))
 د پورتني خبر په لوستو خداى شته د شاه شجاع  د دوېم ځلي پاچايۍ کيسه راياده شوه په همدې ماښام د امريکا غږ راډيو خبر خپور کړ چې امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز کې هم يو ورته خبر خپورشوى چې متن يې داسې وو:
((که راتلونکى ولسمشر کرزى شي نو دا ځل د کرزي صيب اداره به د افغان توکمه امريکايي او په افغانستان کې د امريکا پخواني سفيرښاغلي زلمي خليلزاد لخوا اداره کېږي)) د ورځپاڼې د خبر له مخې خليلزاد  به د لومړۍ وزيرۍ نه بلکې د يوې نوې رامنځته کېدونکې څوکۍ په تر لاسه کولو د دومره واک څښتن کېږي او د حيرانتيا خبره پکې لا دا چې پارلمان او بل هېڅوک به د ده د چارو د څار واک هم نه لري.
 له پورتنيو خبرو ښکاري چې دا ځل ښاغلى کرزى د تش په نامه واک د تر لاسه کولو لپاره هرې سودا ته حاضر دى لکه امير محمد يعقوب خان چې د خپل واک ساتنې لپاره د ګندمک شرمناکې معاهدې ته حاضر شوى و.

 
بېرته شاته