لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
دکاندیدۍ امتیاز
لیکوال: عزت الله شمسزی   نېټه: 10.07.2009   خپرونکئ:   سمسور  

زما یو ملګری په یوه سرای کې اوسېږي، کله کله یې د جمعې په ورځ پوښتنې ته ورځم چې د مساپرۍ احساس ونه کړي، تېره جمعه مې موټر له کوره راوویست ما ویل ځه که وزګار و چېرې به چکر ته ولاړ شو. چې کله سرای ته ورسېدم د نورو ورځو پر خلاف د سرای په دروازه کې درې پولیس ولاړ وو، په ډېر تکلیف یې د ننه پرېښودم، دملګري کوټې ته چې کله ورسېدم د کوټې ملګرو یې راته وویل چې هغه دولسمشرۍ دکاندید په کوټه کې چا سره کار درلود کېدای شي اوس هم هماغلته وي.
- دکاندید کوټه چېرې ده؟
- دویم پوړ کې ښې لاسته شپږمه کوټه، چېرې چې ښه ډېر عکسونه لګېدلي
پرته له دې چې دلته دمه وکړم دویم پوړ ته وختلم، په رښتیا هم د عکسونو ډېره ګڼه ګوڼه وه، له هرو پنځو عکسونو سره یو پولیس ولاړ وو چې څوک یې ونه شکوي. عکسونه واړه او غټ، پتلون کړي او بې پتلونه، سرلوڅي او لونګۍ داره، ږیره ور او بې ږیرې بس لکه دفلم د هلکانو رنګ رنګ اکټونه په کې شوي وو. که رښتیا درته ووایم د کاندیدانو شمېره راته معلومه وه چې تر سلو پورته نه ده خو په څېره مې ډېر کم کسان پېژندل، کوټې ته په ننوتو مې په یوه پلن سړي سترګې ولګېدې چې تقریبا د پنځوسو کالو به و، مخامخ یې زما ملګری او یو څو نور کسان هم ناست وو. ملګری مې راپاڅېدو او تر روغبړ وروسته یې هغه پلن سړي ته مخ ور واړوه.
 
- ریس صیب!
ریس صیب ته په دې وخت کې ټیلفون راغی او د کوټې پس خانې ته لاړ چېرې چې د دیګ بخار غوړو لوخړو او شرهار میله جوړه کړې وه. په دې وخت کې ریس صیب پر خبرو بوخت شو او موږ چوپ کېناستو، په زړه کې مې سل خبرې تېرې شوې، دا سړی چېرې ریس دی، بیا به مې وویل کېدای شي تخلص یې ریس وی، ځکه زما دیوه ملګري تخلص ریس دی هر سړی ورته ریس صیب وایي که څوک ورسره سم بلد نه وي فکر کوي ده ته به هم په چور کې کوم ریاست ته رسېدلی وي. بیا به مې وویل نه کېدای شي کوم وخت به د یو څو ورځو لپاره ریس شوی وي تر اوسه به یې نوم پاتې وي، ځکه محمداسمعیل خان وزارت ته ورسېد خو خلک ورته اوس هم وزیر صیب تورن اسمعیل خان وایي، د پارلمان دوه وکیلان خو له خپل پخوانۍ دندې نه پوزې ته راغلي، شل کاله پخوا یې چېرته کومه ورځ نیمه معلمي کړې چې خپل ولایت ته ورشي دوی په دې هیله وي چې اوس به پرې له کومې خوا وکیل صیب غږ وشي خو هر چاته چې مخ واړوي مالم صیب او مالم صیب
اخر مې ذهن لکه موټر چې تیل خلاص کړی وي پر همدې ټکې ودرېد چې کېدای شي همدغه کاندید صیب وي، خو خلک ددې لپاره ورته ریس صیب وایي چې دی ګوندې د افغانستان راتلونکی ریس جمهور دی. موږ خو ډېر مودب خلک یو، چې څوک د انجنیرۍ یا ډاکټرۍ په پوهنځي کې شامل شي که بیا یې تر سره کوي او که نه موږ په انجنیر او ډاکټر منلی وي، د ناستې او ولاړې ځای یې رانه ټول عمر ورک شي او افتخاري نومونه مو ورپورې لکه سریخ نښلولي وي.
په همدې سوچونو کې وم چې د بېرته راتلو په وخت کې د کاندید صیب پښه زما مخې ته له ايښودل شوي میز سره ټکر شوه او زما د چایو پیاله یې بل مخ واړوه. دا ښه و چې تود چای زما پر پښو ونه لوید که نه د ولمسمشرۍ د کاندید له تود بنډار نه به یې بې برخې کړی وم.
ملګری مې لکه چې زما معرفي کولو ته بیتابه و، یو ځل یې ماته وکتلې او بیا یې پر ریس صیب غږ کړ:
- ریس صیب دا زموږ ملګری، لیکوال، ژورنالیست، شاعر او سیاسي سړی دی.
په دې وخت کې دومره القابو ته زما حوصله تنګه شوه، د ملګري په خبرو کې مې ور ټوپ کړل: ستاسې مهرباني ده، زه خو والله که د یادو شویو نومونو په یوه کې هم کومه خاصه لاسته راوړنه لرم. ښه به دا وي چې دا ورور راته را وپېژنې.
په دې وخت کې د کاندید خواته ناست یوه ځوان په موسکۍ خوله خبرې پيل کړې:
- جالبه ده ته تر دې ځایه راغلې، په دې مبارکه کوټه کې ناست یې او د افغانستان راتلونکی ریس صیب جمهور دې ونه پېژندو، د کوټې مخې ته مو په عکسونو ټول دیوالونه کاګل کړي دي، د سرای په دروازه او دویم پوړ کې عسکر همدا اوس لکه د ریاست جمهورۍ د تشریفاتي ګارد ولاړ دي خو...
- زه بښنه غواړم، عسکر خو مې ولیدل مګر په عکسونو او د ریس صیب په اوسنۍ څېره کې ډېر توپیر دی، نو ما فکر وکړ دی به یې کوم بل ورور وي.
 
ریس صیب باندې لکه چې زما دا خبره ښه ونه لګېده:
- ژورنالیست صیب، ما فکر نه کاوه چې ته به د افغانستان له اوسني سیاست نه دومره بې خبره یې، ته په دې پوهېږې چې د عکسونو په ګلګل او ارایش کولو څومره خلک پارلمان ته ورسېدل، همدا اوس خبر یې چې کاندیدانو د څو کلنۍ عکسونه چاپ کړي، زه هم تر چا کم نه یم ملایانو ته مې بېل عکسونه چاپ کړي، روشنفکرو ته بېل او بله دا چې د ځینو باسلیقه خلکو ذوق خو به ساتې که نه... ورورجانه دا د نن ورځې ضرورت دی. په دې کې یې زما ملګري ته مخ واړوه، ښه سړی دی راوستی، زما داسې ځوانان خوښېږي، نه هغسې خلک چې له هر کاندید سره په غونډو او ناستو ستړی شوی وي او بیا ماته راشي.
زه چې تل د کاندیدانو طرحو او پلانونو ته لیواله وم، په جدي ډول مې ترې درې پوښتنې په یوه وار وکړې:
- زه هم خوشحاله شوم چې له تاسو سره مې ولیدل خو که لږ د خپلو پلانونو او طرحو په اړه معلومات راکړی ښه وي، دبېلګې په توګه د افغانستان د باثباته کولو لپاره څه پروګرامونه لری، بهرنیانو سره به کومه تګلاره غوره کوی او د بې روزګارۍ په اړه چې د افغانستان د ستونزو اصلي لامل دی کومه ځانګړې ستراتیژي لری او که نه
د ولسمشرۍ کاندید په دې وخت کې پر تندي دواړه لاسونه کېښودل لکه زما بې مورده پوښتنو یې پر سر درد راوستی وي:
- وروره خبرې سل سر یې یو، موږ بې طرحې او بې پلانه نه یو، ډېرې خبرې مو په زړه کې دي، ته باید په دې پوی شې څوک چې له څلور درځنه کاندیدانو سره د سیاست په دې ګرم میدان کې سیالي کوي خامخا به طرحې لري خو زه یې اوس په جزییاتو نه غږېږم، ما درې طرحې درلودې چې دوه یې پلي شوي او درېیم ته یې په تمه یم.
- دا خو تر ټولو ښه خبره ده کېدای شي موږ هم پرې خبر کړی، ځکه تر ټاکنو دمخه د طرحو پلي کېدنه دا په خپله ستاسې د ذکاوت او پوهې ښکارندوی دی؟
د ولسمشرۍ کاندید په دې وخت کې په خندا شو:
- څه درته ووایم ډېرې ساده ساده پوښتنې کوې، تا دا عسکر او دا عکسونه ونه لیدل.
- و مې لیدل خو نه پوهېږم چې ستاسې هدف څه دی؟
- په افغانستان کې مهمه داده چې لومړی ځان ته کار وکړې او بیا خلکو ته، په لږ وخت کې د شلو عسکرو خاوند شوم، لس عسکر مې په کلي کې د کور د دروازې مخې ته ولاړ دي او لس مې دلته د کوټې مخې ته، عکسونه مې په ټولو ولایتونو کې خواره شول، هره ورځ یې په لکونو کسان ننداره کوي، له ژورنالیستانو او ټلویزیونونو سره په مرکو او ګردي میزونو ستړی شوم، ډله ډله خلک هره ورځ راته را روان وي څوک رانه ملاتړ اعلانوي او څوک راته د لګښتونو لپاره سینه ډبوي، همدا اوس د کلي زړې ښځې په خپلو کې زما د عسکرو او موټرو د دبدبې او شاهانه خبرو ستاینې او مدحې کوي. زه په خپله شپه او ورځ په فکرونو کې د ارګ شاوخوا ګرځم. څه پروا کوي چې تر مجددي صیب مې د واک دوره یوه میاشت کمه ده. اول خو به مې تر ټاکنو دمخه کوم غوړ کاندید لګېدلې پیسې بېرته راکړي او که را یې نه کړل نو په درې سوه څلوېښتو ولسوالیو کې خو به مې یوه خامخا په برخه ورسېږي، اخر ما هم په دې لږه موده کې نوم او شهرت ګټلی، د ولسمشرۍ کاندید یم، دا امتیاز خو له ما نه ټول عمر څوک نه شي اخیستلای.
ما ورته وویل ستا ستراتیژي خو رښتیا چې دکندهاریانو خبره نادره ده، خو پام کوه چې دمرکو او مناظرو په وخت نور کاندیدان ترې خبر نه کړې.
کاندید صیب یوه کپه نسوار خولې ته واچول او ماته یې د چرسیانو غوندې په عجیب انداز مخ واړوه:
- ژورنالیست صیب! بې غمه اوسه زه دخپلو پلانونو او طرحو کیلي د هېچا په لاس کې هم نه ورکوم

 
بېرته شاته