لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
طالبان، او په افغانستان کې فتواګانې
لیکوال: ناز   نېټه: 12.07.2009   خپرونکئ:   سمسور  

لیکنه  ناز/ مالمو

کله چې په ١٩٣٧ ز کال کې داود خان واک ته ورسېده، یوه ډله خلکو پرته لدې چې د داودخان موخو او مرامونو ته وګوري او يا يې له نزدې وڅاري دپردیو په لمسه يې د افغانستان څخه ښپې سپکې کړې داود خان يې کافر او  دبل غلام وباله او د هغه پر ضد يې د جهاد فتوا ورکړه،      (هماغه مشران اوس داود خان ته سپېڅلی مسلمان او شهيد وايي ) په افغانستان کې دکفر فتوا ورکول او د غلامۍ ټاپه لګول ډيرې عميقې ريښې لري او يوه وارده (import) شوې پديده ده او زیاتره وخت يې استعمالونکي پړې پر غاړه غلامان وي
دغه پدیده په   هره دوره کې بيلا بيلو ډلو دخپلو مخاليفينو د مينځه وړلو لپاره ښه په درز کې استعمال کړې ده، چې دا لړۍ په کابل کې دننه (١٩٧٨_١٩٨٨) دخلقيانو او پرچميانو تر مينځ او دکابل دباندي دجهادي ډلو او د هغوۍ د کوماندانانو تر مينځ روانه وه٠
او دې لړۍ هغه وخت لا پسې زور واخيسته کله چې په ١٩٩٢ کال کې مجاهدينو کابل ونيوه او بيا د واک پر ويش سره جوړ رانغلل او د يو بل پسې يې مټې رابډوهلې او په يو بل باندې يې دکفر او غلامۍ د فتواو په پايله کې د ٦٥٠٠٠ زرو  تنو ژوند واخيست ان تر دې چې ستر پوهاند سياف فتوا ورکړه چې کابل دروسانو په راتلو چټل شوي بايد د وينو عسل ورکړل شي چې پاک شي، او يا دا کابل وران شي او بل کابل اباد شي ، ځکه انجنير ګلبدين د کابل بله نقشه پلان کړې نو ګلبدين، رباني، مسعود، سياف، دوستم او مزاري يې په ګډه نقشې بدلولو ته لاندې وتل، ودان کابل يې وران کړ. 
بيا په ١٩٩٤ز  کال کې طالبانو په نوم  ( زه پردې نه غږيږم چې طالبان څنګه او چا راپيدا کړل )   يوه بله  ډله د يو داسې قوي او سنګين مهر سره راپیدا شوه چې په ټولو جنګي ښکېلو ډلو يې سم له واره د شر اوفساد نوم کېښود ( دا هاغه نوم ته ورته وو چې په ١٩٧٨_ ١٩٨٨ز کلونو کې خلقيانو او پرچميانو پر مجاهدينو  (اشرار)  ايښی وو  ) يانې طالبانو هم په دغه جنګي ډلو د اشرارو نوم کېښود، او ددوۍ پر ضد يې د جهاد فتوا ورکړه او ددوۍ وژل يې روا وبلل چې په رېښتيا هم اولس له دغه جنګي اشرارو څخه په تنګ راغلی وو نو له امله يې طالبانو نزدې پر %٨٠  زمکه واک کلک کړ شر او فساد يې د ټول افغانستان نه یو کونج ته ور ټول کړ،هو شر او فساد هم پر طالبانو د پنجابي استعمار د غلامانو، د نصيرالله بابر د بچيانو، او نور مهرونه ولګول او خلک يې د طالبانو پر ضد جهاد ته روابلل خو اغېز يې نه کاوه٠
طالبانو د خپل واک په دوران کې فتواګانو او مهرونو لګولو ته دومره زور ورکړ، چې ددوۍ د واک پر مهال پرته له هغه وګړو چې ددوۍ د ډلګۍ وو نور نو دهېچا نه ژوند په امن کې وو او نه غزت ، يوه د وحشت او بربریت توره دوره حاکمه وه، دوۍ هېڅ ډول انساني غزت ته قانع نه وو، د قلم او حق ويلو ژبه ګونګه وه توره تياره خپره وه هر څه د نابودۍ کندې ته لويدلي وو،  ټول هاغه څه، هغه که افغاني غرور وو، که تاريخ يا کلتور او يا که اسلامي ارزښتونه وو د طالبانو ددورې خوراک شول. د وحشت او بربريت دوره وه، پداسې حال کې چې دوۍ دعوه کوله چې دوۍ د اسلامي شريعت پلي کوونکي دی او مشر يې امير المومينن باله هسې خو نن صبا په افغانستان کې د د ګوند د مشر پورې دامير مختاړی او د ګوند دنوم پسې اسلامي وروستاړی د خلکو د غولونې او فريب ورکولو  لپاره ښه فارمول دی او هري  ډلې استعمال کړی دی لکه ددوستم په څېر کافر، د ګلبدين ، سياف، رباني په څير قاتلينو، دمحمدي او خالص په څېر پرديو پرورو ګوندونو وروستاړی اسلامي ټکی دی چې دوۍ بيا داسې کړنې تر سره  کړي، چې د انسان غوني پرې ځيږه کيږي او د انسانيت په تاريخ کې نشته، چې دا کارونه هم د فتوا ګانو په سلسله کې رامينځ ته شوي دي٠
خېر په هر حال راځم ار موخې ته چې د طالبانو دفتواو په اړه زه دطالبانو له هغه کوچنيو فتواګانو تېرېږم چې د اسلام څخه يې د ټوکو او ملنډو دين جوړ کړې وو هر تور پکړی پکې مفتي وو، او څه يې چې غوښتل، هغه يې کول لکه د ځوانانو ، زنانوو، سپين ګيرو او ماشومانو په يو نامه بل نامه وهل، يا لکه د تيتانک ويښتانو فتوا، په ښونځيو او پوهنځيو د ځينو اړينو عنوانو بندول،  فوتبال يا دلوبو بندول او د زده کوونکو او محصليونو په يوه نامه او بل بنديانول، وهل، خارجول، په کور کېنول او تبعيدول د لا زياتو معلوماتو لپاره د هيلي مجلې د هماغه مهال ګڼي وګورۍ٠
په سترو فتواګانو کې د له ډيرو بېلګو تېرېږم يوازې څو سترې بېلګې راوړم  چې يا د افغانانو د تاريخ سره او  يا د انسانوژنې سره تړاو لري٠
طالبانو فتوا ورکړه چې دباميانودبتانو په ګډون بايد ټول بتان مات شي ځکه د بتانو  ساتل د اسلام له نظره حرام دي٠ دلته خبره د حرام او حلال نه وه بلکې خبره د افغانستان د تاريخ د مسح کولو، او د هاغه تاريخي اثارو دغلاوو د پټولو وه چې پنجابي استعمارچيانو غلاکړي او يا يې غلا کول غوښتل، چې د بتانو د الوزولو په ورځ مولوی مطمئن ، ګلبدين ، او مولوی فضل الرحمن (ع ل)  د بي، بي، سي راډيو سره مصاحبه درلوده، مولوی فضل الرحمن (ع ل)  ملا عمر د بېلا بېلو خواو څخه وستايه او ملاتړ يې ترې کاوه مګر د خبريال ددې پوښتنې په ځواب کې چې په پاکستان کې هم بتان شته لکه د پيښور موزيم او د تخت بايي بتان، تاسې ولې د هغې د ماتولو په اړه فتوا نه ورکوۍ! مولوی فضل الرحمن په ځواب کې وويل چې: جي په پاکستان کې ايئن دي په پاکستان کې قانون دی، د ايئن حفاظت پر موږ فرض دي........
ما فکر کاوه چې اوس به يا ګلبدين او ملا عبدالحی مطمئن ورته غاښ ماتی ځواب ورکړي، خبر نه وم چې د هغوۍ په غاړه د غلامۍ زنځير پروت وو په خوله يې يوازې هغه څه ويل چې د بادار تقاضا وه٠
 دا چې د بتانو له ماتولو وروسته اسلام ته څومره صدمه ورسېده هاغه خو دوۍ په پخپلو سترګو وليده٠
همداراز د ننګرهار د طب پوهنځي د هماغه مهال د طب د پوهنځي د ريس مولوی يوسف او د هغه د ورونو له خوا په بې ګناه محصلينو باندې ډزې وشوې چې له امله يې دوه کسان شهيدان او په لسګونو نور زخميان شول، مولوی يوسف دخپل رياست پر مهال په غلاو او نورو زياتو جرمونو ککړ وو٠ ( د طالبانو زياتره چارواکې تقريبا ټول په ډير جرمونه اخته وو او دي) ، مګر دغه قاتلين نه داچې په اسلامي شرعۍ محکمه کې قصاص نشول، سربېره پردې ورته يو لړ اغزازونه وکړل شول او په نورو لوړو پوستونو وګمارل شول، دمحصلينو مشران او زخميان  محصلين د طالبانو له خوا د مولوی کبير او مولوي صدراعظم په حکم بنديان او وګواښل شول تر څو خوله پټه کړي، او ان لا دا چې پرې يې د ياغيانو، افغان ملتيانو او کافرو مهر ولګاوه٠ او د کافرو فتوا يې پرې ورکړه او زياتره محصلين د قول اردو د نظامي محکمې له خوا او د استخباراتو له خوا جلب او اخطار شول ، طالبانو به تل هرهاغه څوک چې د وطن د غزت، ناموس، حق او ازادۍ لپاره اواز پورته کاوه له مينځه لري کاوه٠
دا چې مولوی يوسف ، مولوی ايوب، مولوی کبير او مولوي صدراعظم ولې په د اسلامي امارت په اسلامي شرعي نظام مجازات نشول دا پوښتنه بايد د طالبانو څخه وشي !!!!
داچې کبير او صدراعظم په ننګرهار کې څه تر سره کړي دا به هېڅکله د ننګرهاريانوله ياده ونه وځي يانې هغه څه دوۍ تر سره کړي چې نه په اسلام کې شته او نه په بشريت کې مګر طالبانو ورته د جواز فتوا ورکوله٠
د طالبانو ستره جفا دافغانانو سره د اسامه مسله وه، چې طالبانو د هېچا خبرې ته غوږ نه نيوه او خپله اينډه يې کلکه نيولې وه او ددوۍ په فتواد  اسامه ساتل فرض او د افغانانو وينه تویول يې مباح وبلل٠
دا چې اسامه څوک، ولې او څنګه افغانستان ته راغې پدې خو د نړۍ ليوني هم پوهيږي مګر طالبان نه!!!!!
په لنډو ټکو بايدوايم چې په نني جنګ کې اسامه د اسلام لپاره نه بلکې د تېلو لپاره جنګيږي، او د طالبانود  راپيداکولو مورينځه (سرچينه) هم تيل وو نه اسلام ! داچې دا مهال څوک طالبان د اسلام پورې ورتړي او يا هم پدې اند يې ننګه کوي دا پخپله د اسلام سره جفا ده٠ نو دغه ستر عربي بدمعاش  (اسامه)  د خپلو هغه پيسو د لاسته راوړولو لپاره جنګيږي  چې په ١٩٩٧ ز کال کې په هواي جزيره کي دده د ورور  (سالم) طياره په مرموز ډول د وويشتل کېدو ورسته ورکې شوې  اوهم د  لادن د کورنۍ ټولې د تيلو پروژي ختمې شوې چې د زياترو په اند دا کار  مشر بوش کړی وو چې دواړه سره په کاروبار کې شريکان وو٠ نو دلته د اسامه او اسلام څه اړيکه؟
همداراز د ښونځيو سوزول ، په عامه ځايونو کې د بمونو الوځول ، دښوونکو، انجينرانو، ډاکټرانو او عامه ګټه رسوونکو حلالول، د بنديانو سره ناانساني او غيري اسلامي وضعه کول او حلالول٠ دا چې د حلالو، ديو چا نه سر غوڅولو او د انسان د بي غزتۍ کولو په اسلامي شريعت کې کوم درک نشته ، مګر د طالبانو په قانون کې نه دا چې روا دی بلکې وياړ پرې هم کوي، چې دا پخپله اسلام ته د سپکاوي په مانا دی يانې نړۍ ته دغه  پاک دين د وحشت او بربريت  ددين په ډول  ورپېژني٠ نو څنګه له دوۍ نه د اسلام ددفاع او پلي کولو طمعه وشي؟!
د انسان  بې غزته کولو او حلالو په زرهاو بېلګې دوۍ په ويډيوي ډول ثبت کړي دي، او پخپلو ويبپاڼوکې او ياد  سي،ډي ګانو له لارې يې خپرې کړي دي، دا چې ددوۍ امير ملا عمر د خپلې واکمنۍ پر مهال د عکس اخيستل کفر باله مګر نن د يو انسان د بې غزتۍ ويډيوګانې ډکول او په انسان ملنډې وهل روا بولي عجيبه پريکړي دي!!!!
د طالبانو د منحوسو حرکاتو هره خوا چې راوسپړی د ژاړه وړ ده،  نزدې هر عمل يې د اسلام سره په ټکر کې دی مګر بيا هم دوۍ د اسلام د مدافغينو ناري وهي، زما په اند ددوۍ موخه د اسلام شرمول دي نه پلي کول٠  همدا راز دوۍ موخه لري چې افغانانو تل بل ته د ګدايي لاس نيولی وي او افغانستان په خپلو پښو ونه دريږي، د بېلګې په ډول  د ابي الشرک په نامه يو تن چې ځان د کنړ د برخې قوماندان بولي طالبانو د تورې بورې ويبپاڼې سره دمرکې په يو ځاي کې وايي چې:.
... ددوى پروژو چې کله په کار لاس پورى کړى بريدونه پرى شويدي کارته ندي پريښودل شوي درى مياشتى مخکې زمونږ شوړيک دره کې په سرک لاس پورى کړه بيا پنځلس کسان انجينران اوکاريګر ونيول شول څلويښتو ورځوپورې دمجاهدينو سره بنديان وو بيا دپروژو سره دکارنه توبه تائب يې شوى اوبيا دمجاهدينو لخوا پريښودل شول خوکار اوس هم بند دي.....
دغې ته وايي جهاد، سپېڅلتيا او خپلې خاورې ته ته د خدمت ژمنتيا!!!
دا چې دا مهال امريکا څومره افغانان وژني، څومره په سپيو داړي اويا د څومره مياندو او خويندو د غيرت پړوني پريوزي، دې ټولو مسوليت د طالبانو پر غاړه دی٠ ځکه  ددې ډلې همدا موخه  وه چې امريکا،  افغانستان  ته راشي، پدغه انډوخر کې دواړه خواو ته پښتون غيرتي توکم په ږيره لرلو د امريکايانو له خوا، او بل اړخ ته د ږيرې په نه لرلو د طالبانو له خوا له مينځه وړل کيږي، دا مهال پدغه اور کې هغه توکم سوزي چې تاريخ يې لکه د لمر په څېر روښانه دی، طالبان دې دا نه هېره وي چې څومره دوۍ په خلکو د کفر فتوا ولګوي او په هر نوم يې د خپل هدف لاندې راولي،  پردي خلک اوپردۍ څېرې هېڅکله افغانستان نشي لام کولی او لاندی کولی هغه که په هر نوم، هره جامه او هره څېره وي٠
بايد يادونه وکړم چې زه د يو ازاد افغان په حيث د امريکا د شتون طرافدار نه يم او په هغه کرکه ورته ګورم لکه څنګه چې مو روسانو ته کتل  .

 
بېرته شاته