لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
د هرات ژبتوکميز(ethno-linguistic) رغښت او د پرسنايزېشن لاملونه يې
لیکوال: پوهانددوکتور مجاوراحمدزيار   نېټه: 06.08.2009   خپرونکئ:   سمسور  

(له هريوامهالنۍ څخه په مننه)

د هرات سيمه تر اوسنۍ اداري اډانې((ولايت))، او ان مخنۍ(( نايب الحکومه ګۍ)) هغې هم پراخه وه. لرغونی اوستايې نوم يې ((اريا))1 او هخامنشي پارسي هغه يې(( هريواHaraiva-))2 ښوول شوی دی. د ژبپوهنې په رڼاکې دغه سيمه تل د ختيزو او لويديزو اَرياني تربورانو تر منځ لاس پر لاس شوې ده. په زاړه ژبني-ټبرني يا اَرياني پېر (... 500- 300مخزېږدي) کې اخواته هخامنشيان واکمن ول او دېخوا زياتره ساکان او. په منځني هغه(200مخز-700 ز) کې لويديځ خواته دويم پارسي پښت ساسانيان او دېخواته دويم ساکه پښت، هغه هم، تر هغه وروسته  چې په سوېل ختيځ کې د ساکستان ټولواکمني د اشوکا په مشرۍ د هندي موريايانو له خواراوپرځېده، په شمال ختيځ کې يې دکوشانيانو او ورپسې يپتلانو(يفتليانو) په نامه بل زوزات يو په بل پسې ټولواکمنۍ ته ورسېدل. (له 800 ز راهيسې) په نوي ژبني پېر کې دېخواته بيا هم زياتره د درېيم ساکه پښت پښتانه او نور ساکه ټبرونه(کوشاني- يپتلي پاتشوني: ييدغاييان، مونجيان، رو ښانيان، شوغنيان، واخيان، اشکاشميان، زيباکيان، سنګلېچيان،اوروشوريان، يزغولاميان، اوسېتيان...) له بېلابېلو سيمه واکيو (ملوک الطوا فيو) سره واکمن پاتې شوي دي3.
څنګه چې د لوط دښتې(کوير لوط) له اَرياني او خراساني پېره د نوي افغاني پېر تر لومړيو(نولسمې پېړۍ) پورې د ختيځ او لويديځ ترمنځ لرغوني پوله رغولې ده، نو لرغوني هرات هم دسيستان(ساکستان)ترڅنګ دهمدغې ختيزې برخې ((خراسان)) د يوې سمسورې سيمې په توګه يوه سياسي= فرهنګي منځۍ او پلازمېنه پاتې شوی دی. نوکه په زاړه اومنځني ژبني يالېنګوېستي  پېرکې لاس پرلاس شوی، په نوي مهال پېر کې يې هم زياتره ورته برخليک درلودلی دی4.
په درېيمه اسلامي پېړۍ کې چې د عربي نيواکګرو پر وړاندې دېخوا د ازاديپالو
غورځنګونو له برکته يوازې پارسي ژبې د دويمې ديني ژبې په توګه سر راهسک
کړای شواو پېړۍ دوې وروسته د اَمو له پورې غاړې ساماني واکمني راوغځېده،
نو د نورې سرحدي تراړې په لړکې دهرات پرسنايزېشن هم پيل شو. په دې توګه له منځني پېره رانيولې د اوسني پېر تر نهو=  لسو پېړيو، په بله وينا، هوتکي او بيا په تېره ابدالي ټولواکمنۍ(اېمپراتورۍ) پورې،لکه څنګه چې پښتني واکمنۍ  يا کورواکۍ سيمه ييزه = ټبرنۍ جوله درلوده، ژبه يې هم سيمه ييزه پاتې شوې، نو د سراسري پارسي ژبې تر ګونډو لاندې راغلې ده. څرګنده وه چې دغه پارسيوالي (پرسنايزېشنال) بهير له هماغه سرحدي تراړې رانښتی، هرات او شاوخواسيمې يې لومړی د سامانيانو او ورپسې تيموريانو او نورو تورک=مغولي بلوسګرو او نيواکګرو  له واکپېر سره تر ګردو له مخه رانغښتې او ورپسې ترغزني او کابله رارسېدلی دی. داپېښه د غزني، کابل، بلخ او... ښارونو غوندې تر ډېره په سياسي منځيواو ښاريو پورې تړلې(محدوده) پاتې شوې او وروسته وروسته يې لږو ډېره کليوالي سيموته پراختيا موندلې ده. داهم کومه هېښنده (حيرانوونکې) پېښه نه وه چې په هرات ښار کې له پارسيوالي او(افشاري) بلواکۍ سره سره داحمدشاه بابا په څېر يو ځلاند لمر  سر راهسک کړی وو او له وړکينې تر زلمينې يې دغلته ښوونه روزنه تر لاسه کړې او بيا پوځي=سياسي بوختياوې هم راخپلې کړې، خو خپله مورنۍ او پلرنۍ ژبه يې د شعروادب ترکچې رسولې وه. دا ځکه چې له ښايسته ډېر مهال راهيسې هلته يوځل بيايو پښتني سياسي-اقتصادي برلاسی رامنځته شوی، لکه څنګه چې وويل شول، د هوتکي غورځنګ او واکمنۍ له مخه هرات ښار د سدوزيو د سيمه واکۍ منځۍ پاتې وه.
له بده مرغه، زموږ د ستر ټولواکمن د درېيم پښت او په ځانګړې توګه د بدورده شاه محمود له خوا چې په خپلو سياسي سودابازيو يې د پښتني ټولواکمنۍ ستنې و ړکولې او پارس ته يې د خراسان د ډېرۍ برخې په ورپرېښوولو سره تاريخي بريد ليکه له ((کوير لوطه)) تر هراته راورسوله، نو دپرسنايزېشن بهير يې نور هم پسې توند و تېز شو. له سياسي=اقتصادي پلوه دويم ځواکمن دراني ټبر ((نورزيو)) چې تراوسه دهغه ولايت بشپړ ډېری هم رغوي، دتېرو دووپېړيو په اوږدوکې پرله پسې خپله پښتو له لاسه ورکړې. نور پښتني ټبرونه،لکه بارکزي، الکوزي، اليزي، ساکزي،کاکړ، هوتک، توخي ، مومند،ساپي، يو سفزي ...هم چې له پخوا راهيسې هلته مېشت ول، پارسي ژبي شوي او که وروسته هم ور لېږ دېدلي، په هماغه دويم پښت کې يې پارسي د پښتو ځايناسې کړې ده.
 پر 1344ل. کال ماد ((ژبپوهنې اتلس))5 د ژبنيو او ګړدودي څېړنو په لړ کې يوازې دکوهسان او ګلران او بياشينډنډ په ولسواليو کې د نور زيو پښتو ګړ دودونه راخوندي کړای شول. په ((اوبې)) کې مې د قدوس مومند او په ((پښتون زرغون)) کې هم له کورنۍ نيمې پرته = ښايي دارواښاد استاد کاووس توخي کورنۍ هم هلته مېشتېدلې اوسي= د نورو پښتو غږېدونکيو څرک ونه شو لګولای او زياتره مې پارسي ګړدودونه  ثبت کړل. د غوريانو له ارتې بيرتې ولسوالۍ مې خو وار له مخه لاس مينځلی وو او د ورتګ ستونزه مې راسپمولې وه. په زړه پورې يې هم داچې د غوريانو په ګډون د ګردو ولسواليو بشپړ ډېری ويونکي  له توکميز پلوه پښتانه او بيا نورزي دي، په کرخ کې بيا زياتره پارسي ژبي شوي تيموري،  جمشيدي او نور تورکومغولي ټبرونه اوسي او ((زوري)) يې خو هماغه پښتون توکمه سوري دي، دانجيل  ولسوالۍ مرواني- شکيباني هم همداسې درواخله. له دغو څخه يوازې د ګلران او... تورکمنو او د ګذرې د کوندر کلي مغولو مورنۍ ژبې ساتلي دي. په دې ډول د دري پارسي هماغه پخوانی ((خراسانی= اَرې)) ګړدود پر ټوله سيمه برلاسی دی؛ له پخوانۍ اوېجې (قلمرو) څخه يې په بادغيس کې د بالامرغاب او  غورماچ  ولسوالۍ پښتوژبې پاتې دي او په غور کې ترې يوازې نياز کلا. سوېل ختيځ خواته يې هم تر ادرسکن وروسته شينډنډ تر ګونډو لاندې نيولی او ورو ورو د پښتو کمبله ور بلېښي(نغاړي)!
د لاملونو يو لنډ جاج
 تر کوم ځايه چې له ټوليزاو په ځانګړي ډول، ژبني- فرهنګي تاريخه را څر ګندېږي، د اسلام په درشل کې دهرات او نورو سرحدي سيمو ډېری استوګن
پښتانه ول او دعربي ضد ازاديپالو غورځنګونو له مخکښانو څخه ګڼل کېدل، خو داچې د خپلې پښتو پرځای يې د پارسي ژبې د رامنځته کولو او بيامذهبي کولو لپاره لاره هواروله، غوره لاملونه يې په لاندې توګه رالنډېدای شي:
1= د منځني اَرياني پېر په وروستيو دوو پېړيو کې  ساساني نيواک زموږ لويديزو پښتني سيمې د نوي پېر پرسنايزېشن لپاره يوه پيلامه رابرابره کړې وه،
نو په درېيمه اسلامي پېړۍ کې يې چې د نوي ژبني پېر درېيمه پېړۍ هم وه، د لويو او وړو سيمه واکيو اکر وکر درلود؛ داسې چې له غور پرته په نورو هغو کې د پښتوژبې او ادب کوم څرک نه دی لګېدلی.
2= ژبه د پوهې، فرهنګ، سياست... د يوه اوزار او ارابې په توګه له سياسي= اقتصادي ملاتړ  پرته وده او پايښت نه شي موندلی. دا به ومنو چې په اړونده سيمه کې له دېموګرافي او اقتصادي، په تېره ځمکوالي هغه له پلوه ترګردو ټبرونو تل ځواکمن پاتې شوي، خو له سياسي او ورسره تړلي ښاري ژوند و ژواکه
د لرېوالي او بې برخيوالي له لامله يې ژبه ورو وروکمزورې شوې او بيايې واکمنه سياسي= فرهنګي هغه له هغومره اوږده ساماني او تيموري پېر او مخينې سره ځايناستې شوې ده. او داچې ځينولامړخوږکه اومړژوانده غوندې تراوسه ساتلې، په ټوليزه توګه د بشپړ يانيم کوچياني(sub-nomadic) ژوند برکت بلل کېدای شي.
3= د تش په نامه پښتني شاهي نظام ناغېړۍ او نانډوله فرهنګي پاليسۍ. په شلمه پېړۍ کې چې له ((سراجي)) او په ځانګړي ډول ((اماني)) روښانتيايي واکپېر سره دسياسي او فرهنګي غورځنګ په ترځ کې د يوشمېر پښتنو روښاندانو پام پښتو پالنې ته ور واوښت، خو بياهم د نورو لرې پرتو سيمو په څېر تر ننه پورې د هرات د پښتنو خيال چا و نه ساته. په تېره د ښوونې روزنې په برخه کې يې دومره ناغېړي وشوه چې  ان په ګلران او کهسان کې يې هم پر ښوونځيو باندې پارسي ژبه په زوره وتپل شوه. ظاهر شاهي چارواکو له خپلې دروهجنې او غولوونکې پاليسۍ له مخې يوازې پر سرليکو(سرلوحو) بسنه  کړې وه. هغه داستاد الفت خبره وه چې پر ادارو او دوکانو باندې پښتو سرليکې لګولې او دننه يې سر نه ور ښکاره کاوه!
4= د فرهنګي ناغېړۍ دويمه بېلګه يې نانډوله(نامتوازنه) رسنۍ وې. تېره پېړۍ د يوازېنۍ چاپي هغې((اتفاق اسلام)) هم له سرليکو پرته نوره پښتو له نشته برابره وه او تر څنګه يې چې کوم ګړۍ نيمه ((کابل راډېو)) او بيا ((افغانستان راډېو)) د لوډيسپيکرو له لارې وړاندې کېده، زياتره پر هماغه پارسي خپرونه بسنه کېدله.
نننۍ تلويزيوني هغه يې هم همداسې درواخله.
5= د لاس پر لستوڼي لويديز ګاونډي ژبنی=فرهنګي اغېز چې له 1935ز راهيسې يې پرله غښتی بڼه راخپله کړې او نن سبايې له نوې خبرتيايي=رسنيزې تېکنا لوجۍ سره يوه بربنډ فرهنګي زبېښاک ته رسېدلی دی.  همداتازه پر تازه د ګډو تېلويزيوني خپرونو په ((پارسي ژبي درېګوټ- مثلث)) کې له ايران او تا جيکستان سره د افغانستان رسمي غړيتوب دغه بهير يو نوي او هراړخيز پر مختيايي پړاو ته راګډ کړ. ترڅنګه يې په لوستليکيو(درسي کتابونو) سره ښوونيز=روزنيزسېستم هم ددغه زبېښاک مراندې او ريښې نورې هم پسې ژورې،  ټينګې او ترينګې کړې دي.
په دې توګه د دې ژمندويي(تضمين) هېڅ خپل- پردی نه شي کولای چې د هرات څه ناڅه بشپړه پښتوژبې ولسوالي((شينډنډ)) دې تر ډېره د پرسنايزېشن له دومره توند و تېز توپانه بچ پاتې شي!
اخځليک
1- دوست شينواری: افغانستان په اوېستاکې 59مخ. کابل1369کال.
=2 H.Reichelt. Awestisches Elementarbuch. Heidelberg 1967.
3- م.ا. زيار: پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې. ساپي پښتو پراختيامرکز، پېښور2001.
4- زيار: افغانستان مهدِ پيدايش نه، بلکه مهد پرورش فارسی= دری است. پديده، شمارۀ سوم و چهارم، لندن، نوامبر 2003ميلادی.
5-  د افغانستان د ژبپوهنې اتلس پروژه چې ليکوال يې پر بنسټ د 1341او 1345ل. کلو ترمنځ د پښتو او دري پارسۍ په ګډون دهېواد له ګوټ ګوټه د 14ژبو څه له پاسه سل ګړدوده څېړلي او راخوندي کړي ول.

 
بېرته شاته