لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
په مزارشريف كې د ډاكټر اشرف غني احمدزي د ګرځنده كمپاين كاروان پيل شو
لیکوال:   نېټه: 17.08.2009   خپرونکئ:    

په شمال زون كې د ډاكټر اشرف غني احمدزي د ټاكنيز دفتر لخوا نن د زمري په ۲۶مه، د مزارشريف ښار څخه د لسګونو موټرو د كمپاين كاروان په ټول ښار او شاوخوا كليو كې د ګرځېدو په موخه په حركت پيل كړ.
د دغه ګرځنده كمپاين په لسګونو موټرې چې د ډاكټر اشرف غني په بېلا بېلو ټاكنيزو بېنرونو او پوسټرونو باندې پوښل شوي وو، له روضې څخه خپل حركت پيل كړ.
په شمال زون كې د ډاكټر اشرف غني احمدزي د ټاكنيز مركز مشر ذبيح الله احساس خبريالانو ته وويل چې دغه كاروان به د شپې تر ناوخته پورې په مزار ښار او شاوخوا كليو كې د ډاكټر اشرف غني د پيغام رسولو په موخه بوخت وي.
نوموړي وويل چې په دغه كاروان كې د مشرانو تر څنګ ځوانان( هلكان او نجونې) هم برخه لري چې په پوره لېوالتيا ګرځنده كمپاين ته مټې ونغاړلې.
د هغه په وينا د پيغام رسولو تر څنګ د اشرف غني احمدزي بيوګرافي او د دولت جوړونې په اړه د هغه كتاب به هم په خلكو ويشل كېږي.
د يادولو وړ ده چې د ولسمشرۍ د ټاكنيزو مباروز په لړ كې په كابل ښار او مشرقي زون كې د ډاكټر اشرف غني احمدزي د كمپاين كاروان په كار پيل كړى دى.

 
بېرته شاته