لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
دهلمند دژورنالستانو مشر له دې ځاى نه هم قومي جرړله جوړوې!
لیکوال: کافيه روزګاني   نېټه: 21.08.2009   خپرونکئ:    

ښآغلو او اغلو لوستونکو غوږسئ او پرهغه کرښو چي زه يي ليکم ښه پوره  قضاوت وکړئ !
ډيره موده مي په هلمند کي تيره کړه ،په هرسوري مي ګوتي چيخ کړي ،هرډول چي وه هغه ډول زندګي راباندي تيره سوه .
دروحاني مرګ او شهادت مي رڼي اوښکي له سترګو وچي کړي ،وطن يي راباندي پريښودى، مجبوره په دي سوم چي  دمور په وطن کي مي سخت ويريدم !
داچي اوس په څه کار اخته يم اوڅه کوم ،تاسو زما څخه دهغه پوښتنه مه کوئ ځکه تاسو ته هم مالومه ده چي دمورې  زوى هم  ددې وطن په قومي،مافياهي، او دکتاتوري ديموکراسي کي رښتيا نه سي ويلي .
دهلمند په زړه کي داسي کسانو توري او خنجرونه ووهل چي نه خداى اور پري بلوې او نه يي هم يوه خفه توسکي  نيسي.
دژورنالستانو دفتر يي اوس يوازي دميرويس جان په نوم دى،يعني هغه ښآغلي اوس مهال په کابل کي زيات وخت تيروي نه پوهيږم چي څه کوي ايا رښتني کار لري او که دبل په .............پسي دى؟
خداى مي په هغه ورځ دز ړه حا ل لري چي څه راباندي تير سوه، ما وروسته له يوه کال نه  دروحاني دقاتلينو دنيولو او اقرار په اړه مالومات په لاس راوړه. زه پوهيږم چي هغه يوازي اوازه وه
خوپه هلمند کي ځيني کسانو مايوسه کړم ،هغوي راته وويل چي داهسي يوه اوازه ده .
اوصولي هلته پوه سوم چي دهلمند دژورنالستانو مشر او دهغه له ورور سره مي په دي اړه خبري وکړي .دوي روحاني ولاکه داسي بولي لکه له تندي مړه سوي مرغۍ.
 په پښتني وجدان وايي
 ((داکار زمونږ تر وس وتلى دى ،په دي اړه بايد بي بي سي او پژواک څيړنه وکړي او هغوي يي بايد غم وخورې،ځکه دهغوي ژورنالست وو))
وى! مور دي  در  باندې  بوره سي ،ستاسو ملګرى وو او تر بل هرچايي له تاسو سره ډير وخت تيروى او ډيري خبري يي کولي.
کله چي  دهلمند دژورنالستانو په اړه زما  له ده سره خبري پورته سوې.
: ولي دهلمند ژورنالستان داموضوع نه راپورته کوي؟
ويي ويل :نه ولي ژورنالستان ديته مجبوره کوي چي هغوى خورا ن خپل ژوند په وحشت کي واچوي!
ګرانو دي خبري مي دادري شپي خوب ناروا کړى وو ،سوال راته داپيداسوى وو چي
ته ولي دروحاني دمرګ او قاتلينو دموضوع پرسر پيڅول هواروې؟ خلګ به ستاسو په اړه څه فکر وکړي؟
اياتاسو دهغه تورمخي ما رجه وال روحاني خواخوږي ياست،ايا روحاني بل څوک وو ايا تاسودومره کمزوري ياست او که مو بله خبره په زړه کي لاري کوي چي نه بايده ..............

په هرخاطر يوې بلي خبري ته چي بايد حتمي پري صحبت وسي  راځم هغه داده چي ولي دژورنالستانو په اتحاديه کي داکشمكش راغى چي بلاخره روحاني په کي خپل سر وخوړى  خبر يم چي تراوسه په کي يو شمير ژورنالستان د نه کار په خاطر سره خفه دي خصوصاٌ ددي دفتر ريس اوځيني کسان ښه روابط نه لري
دهلمند ژورنالستان مي ټول ملګري دي ،کله کله ورسره پرټليفون ډيري اوږدي خبري کوم
 ددوي اکثريت راته وايي  په پاڅون کي هيڅ مشکل نسته ،خبريالان ټول ورسره بيله دي چي خبري وکړي له هغه سره کينه کوي ،خو زه بيا وايم :ولي ميرويس  پاڅون له دي چوکۍ نه درباني درياست جمهوري چوکۍ جوړ ه کړي ده او له ځان سره يي هم کابل ته وړي او هم  راوړي.
پاڅونه ايله کړه څوکې! ټول دي ملګري دي او له تاسو سره سخته خواخوږي لري ،ياد مو دي چي هرملګري درسره په لمړيو ورځو کي سخته ستړيا ګالل، مګر ولي دغه روشن فکر ه طبقي درسره سترګه واخسته ؟
ګوره ټول هلمند دي پيژني چي قاچاقبرسړى ىى او تراوسه دهلمند دخلګو په پيسو باندي په لکس موټرونو کي ګرځي. دلمړي کمپاين راغلي پيسي يادوم چي پلار دي غوټه کړي او تر اوسه په کي مزي اوچړ چي کوي ،کنه ته ماته دخپل درامد او ګټونکو پيسو منبع په دي اوس ورځوکي ښودلى سي؟ مالومه خبره ده چي نه .
ښه نه دى چي تاسو هم دخپل پلار په څير نور دخلګو دخولې مړۍ  خورۍ.
دهلمند ژرنالستان پريږده چي ستاسو په څنګ کي  ستاسو ديوه رښتني ملګري په نامه کار وکړي.
که دي خوا نه بديږي زه غواړم چي تاسو ته ستاسو ځيني ضعيفه ټكي دروښيم:
1. په ژورنالستانو کي ديوې ګدي انډيوالي  او ګډې همکارۍ  په جوړولو نه سوي بريالى.
2. پريوه ميز او کپيوټر دي له يو شمير کسانو سره تراوسه ذهن خراب دى.
3. په ژورنالستانو کي دې داسي رول ونه لوبوى چي ځان محبوب  کړي
4. دهلمند دژورنالستانو دفتر ته دي هيڅ ډول اسانتيا وي  برابري نه کړي ويل کيږي  ميډيا سنټر اوس هم هغسي ويجاړ دى لکه يو کال وړاندي.
5. يوه خبره چي ډيره مهمه ده هغه داده چي يوازي مسبوليک پاته سوي اشنايه ! هيڅ رول نه لري او نه دي هم ترسره کړ.ته دااوس ځان ته وګوره په ذهن کي دي دپيسو خبري پورته او کښته نه کيږي؟ ايا ستاسو فکر دداعي په وچو شوندو وران سوى دى ؟ دزهير په اړه دي فکر کړى دى چي ولي داسي ډيري ورځي پري راسي چي خپل راپور دکمزوري انټر نيټ په خاطر نسي استولى.
خفه يم چي دخپل دوست ودوست ته  داسي يوڅه ليکم.
حوصيله دي غواړم ،هيله کوم چي هغه سپيڅلي ستانکزى په يوه قاچاقبره مفکوره سمبال نه کړي ،يعني منفوره مفکوره مه ورکوه او پريږده چي خپل ځيني ملګري او ځوانان پرځان راټول کړي.
ښه خو به داوى چي کله تاسو ددغه نورو ملګرو ترمنځ مينه درکړي واى او خپل په وړاند ي کرکه ، نو دي هرڅه ژر استعفا ورکړي واي ،مګر تاسو ويلي سي چي ددې څوکۍ په سمبوليک اشغال کي دي څه ګټه وکړه !
کله چي داتحاديي څوکۍ ته راځي او له ستانکزي سره په شکه پزه کښيني نو شرم نه درته دريږي؟ ولي دومره سپک سي سړى چي بيا په درنو کي خپل وزن نه سي پيداکولى،ګرانه پاڅون ميرويس ګرانه زه په دي باوري يم چي که يو ځل ددې کسانو سترګي ستاسو له سترګو وختلي بيا به دي په ليدو ځان خجالت نه کړي ، معني يي داده چي  بيا به دي ملګري  کوښښ ونه کړي چي ستاسو دځګيروي له ډکو جملونه  هم چي اصلا هيڅ منطقي ثبات نه لري  يوه واوري.
 يوه پوښتنه کوم هيله ده چي خفه دي نه کړي؟ رښتيا ووايه پښتني غرور لري او مسلمان هم ځانته وايي ،خبريم چي نشه هم نه کوي؟! ايا په هلمند کي دي دژورنالستانو په نوم هيڅ ډول امتياز اکاونټ ته نه ځي؟ په کابل کي هم تاسو دغه سمبوليک نوم نه دى استعمال کړى.؟
که چيري  وايي نه: نو بيا ولي دادنوم پربي سوباته چوکۍ ناست يي .
زه په دي هم خبريم چي که چيري يو څوک درته دکوم رشوت خور او قاتل خبري پيل کړي نو ښۀ په احساس يي ورسره مني ،ښه بحث ورسره کوي او زړه دي غواړي چي ته هم ځان په يوه بي وزله او غملړلي  سرنوشت ورسره شرک کړي.تاسو کله کله پراوسنۍ يا پخوانۍ اداره باندي  نوکتي هم نيسي چي ګواکي دخلګو په خدمت کي نه ده .زما دي خوله ماته سي چي په تاسو پسي به څه وايم مګر دومره خوبه اجازه راکوي چي يوه کمزوري دي درته وښيم؟
ايا ستاسو احساس نه دى کمزورى ،ايا تاسو خپله يو له هغه کسانو څخه نه ياست  چي دوطن ږغ خفه کوي؟ داسي نه وايم چي تاسو وژني او تښتوني له خپل کارو بارکوونکو سره مطرح کوئ
تاسو ديوه مخور په صفت  اقلا په يوه کال کي دڅو سپيرکيو ژورنالستانو په پخلا کولو او راکابوکولو ونه توانيدلى. داراسره ومنه چي ښۀ مزي خو دي وکړي!؟ شخصي فعاليتونه دي نه وايم ،خداى خبر چي ديوه رښتني په نوم به دي څومره نجوني له دوخترى خلاصي کړي وي په هرخيال کي دي څارم.
دايي ښه ځاى دى چي دالله جل جلاله نقل راواخلم ،فرمايي.
_زه دخپل بنده حالت هيڅ کله نه بدلوم ،څو چي دوى خپله خپل حالت بدل نه کړي

 
بېرته شاته