لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
د ولس ډېريدونکې اندېښنې او څو لاملونه يې!
لیکوال: چټک غبرګون   نېټه: 28.08.2009   خپرونکئ:   سمسور  

چټک غبرګون _ نړۍ اونيزه - ننګرهار

دا کومه نوې خبره نه ده چې افغانانو ته خپل واکمن د درد، ژړا، خپګان او نهيلۍ ډالۍ ورکوي، له دې پخوا هم ډېر داسې شوي، اوس هم کېږي او د بيا کېدو وېرې يې هم ډېرى خلک اندېښمن کړي دي.
هره ورځ، له هرې رسنۍ څخه اورو چې په پلانکۍ سيمه کې دومره وسله وال طالبان، دومره پوليس، دومره د ملي اردو پوځيان او تر ټولو بده دا چې دومره ولسي وګړي ووژل شول، دومره ټپيان شول او دومره نورو د مرګ له وېرې کورونه پرېښودل،کډوال شول.
دا د ننني افغاني ناورين يو له ناوړه برخو څخه ده چې له ځينو پرته يې هر افغان په ستونزه کې ښکېل کړى، هغه ستونزه چې له بهره او په کور دننه بهر پلوو لخوا د خپلو ناوړه ګټو لپاره رامنځته شوې او درد، ژړا او زيان يې همېش بې وسو او بې ګناهو افغانانو ته رسېږي.
زه لکه خپلو يو شمېر ليکنو کې مې چې په ډاګه کړې د افغانستان تېر څو لسيز سياست، حالت او جنګ، جګړه ټوله له بهره راتپلې شوې چارې ګڼم او د همدې ټکي په رڼا کې ښکېلې غاړې له مخې د روان ناورين په پياوړتيا او هڅونه کې پړ بولم، ځکه که کمونېزم په ناسم مهال، په ناسمه توګه پر افغان ولس د واکمنۍ هڅه نه واى کړې، او د هېواد د بربادۍ لړۍ نه واى پيل شوې، د جهاد په ترڅ کې به زرګونه زره افغان مجاهدين نه شهيدان کېدل، او ترڅنګ يې يو شمېر پردي پال ښاغلي به هم د جهاد له سپېڅلې نومه په ګټې اخېستنې له پاکستاني استخباراتو سره يارانې نه اچولې، د مجاهدينو د حکومت په نامه به يو پردى پال، مجاهد ضدى او ټوپکوال حکومت نه رامنځته کېده، بيا به يې د له منځه وړلو په موخه طالبان نه راتلل او بيا به يې د کرزي په شان سړي ته د دې ولس د واګې سپارلو موقع نه مساعدوله.
که په لنډو يې ووايو افغان ولس په ټوله کې کمونېست، مجاهد، افغان ملتى، ديموکرات، سوسياليست، وسله وال مخالفين، بهرني پوځيان،  نور سياستوال او.....ټول له مخې هغه منحوس او زړه بوږنوونکي نومونه ګڼي چې د نړۍ د نورو ډېرو سياستوالو په شان يې پر خپل ولس له هرې لارې د واک چلولو هڅه کړې، لا يې کوي او بيا به يې هم وکړي.
همدا اوس که ترې د چا زړه تور نه وي او رسنۍ واوروي، هره ورځ به له دې پرته چې د هېواد په يوه سيمه نه په يوه سيمه کې د لسګونه ولسي وګړو له مرګ، ژوبلې خبر شي د نور څه له اوريدو به بې برخې وي، دلته پوښتنه دا رامنځته کېږي چې له وروستيو څو کلونو راهيسې نسبي لږ را ښه شوى وضعيت ولې لا مخ په خرابيدو روان دى؟  لامل يې څوک دى؟ او ولې دى؟
که د ځينو کارپوهانو (!)ښاغليو په شان (( چې د استاد صميم په خبره د ټلوېزونونو په ګردي مېزونو کې نېکټايي تړلي او پتلون اغوستي ناست او د مړې خېټې پاړسي وايي)) اوسني دولت ته مشروعيت ورکړو، پارلمان د ولس کور وګڼو او همداسې نورو خبرو ته يې هم غاړه کېږدو نو وبه وايو چې بيا هم د دې ستونزو لامل د دولت بې کيفايتي، په راس کې يې د ناپوهو او ناکارو خلکو شتوالى، د منظم او وړ ملي پوځ او پوليسو نشتوالى او همداسې لسګونه نور لاملونه دي چې په يوه دولت کې د دې لاملونو شتوالى هم بيرته د يوه دولت قانونيت او مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي ځکه دولت يوازې دې ته نه وايي چې پارلمان يې ترڅنګ وي، د سترې محکمې، لوې څارنوالۍ او نورو مشروعو دولتونو د ادارو په شان ادارې ولري او....
بلکې؛ مشروع دولت هغه دولت ته وېل کېداى شي چې د ټولنيز عدالت، د ولس د ګټو او خير ښېګڼو ارزښتونو ته پکې درناوى وشي چې له بده مرغه اوسني افغان اړوند دولت کې دا څه ډېر لږ ترسترګو کېږي او همدا لامل هم کېداى شي چې د مخ په خرابيدونکي وضعيت او ډېريدونکو اندېښنو لامل شوې اوسي.
نور نو خپلې خبرې نه غځوم په دې هيله چې ولس مو نور د مخ په خرابيدونکي وضعيت او ډېريدونکو اندېښنو ترڅنګ له ټولو ورپېښو ستونزو او ناورينونو راخلاص او د يوه ملي حاکميت،سياست او سوکالۍ څښتن شي.

 
بېرته شاته