لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
ولسمشره كه وس دې رسېږي نو ...
لیکوال: محمدحسن حقيار   نېټه: 29.08.2009   خپرونکئ:   سمسور  

 دزمري د نهه ويشتمې د ټولټاكنوله  بهير وروسته حالات  ښيي  چې ښايي برحال ولسمشرحامدكرزى  يوځل بيا درايو په اكثريت  ټاكنې وګټي  او يو ځل بيا دپنځو كالو لپاره  پر تخت پاتې شي .
د  ۲۰۰۹ م كال دټاكنو له بهير څخه ښكاري  چې كه څه هم پدې ټاكنو كې  ډېرې درغلۍ او لاسوهنې شوې دي او ملت دبدترو اوبدترينو ترمنځ  انتخاب ته اړشوى وو  خوولس دبدترينو پرځاى بدتر انتخاب كړل   او يوځل بيايې ښاغلي كرزي ته  رايه وركړه ، زه پر دې باور يم چې دكرزي  بريادده دمحبوبيت نښه نده ، بلكې ولس دهغه چا بريا نه غوښته چې  دكرزي سيالان او جدي كانديدان وو ، كه ولس كرزي ته رايه نه واى وركړې معنايې داوه چې عبدالله دې بريالى شي او دهغه بريا دافغانانو لپاره سياسي انتحار، دافغانستان له تاريخ سره جفا، انارشۍ  او چورچپاول ته زمينه برابرول وو . يعنې دكرزي برياانګېزه   حب علي ( رض )  نه ، بلكې  بغض معاويه  وه ،   بل ده  هم ورته ژمنې وركړې  چې داځل يې  تجربه پيداكړه ، دوست او دښمن يې وپيژنده ، مخلص او خاين يې وپيژنده ،داځل به نوتېرې سهوې نه تكرارېږې ،داځل به نو حقدار ته خپل حق وررسوې او ....
  کله چې پنځه كاله وړاندې يعنې  د ۲۰۰۴ كال،  ښاغلي كرزي  دټاكنو په درشل كې  ولس ته د خدمت، ملي وحدت ته د کار، او په هېواد كې دقانون  د پلې کولو، ديوې متوازنې پرمختيا، د هيوادوالو د هوسا کولو، د سولې د راوستلو، هر افغان وطن ته د خپل هيواد د برخليک په ټاکلو کې د ونډې، د ملي  خاينانو او جنايتکاراتو د محاکمې شعارونه، دمعارف دتعميم  اودهېوادواولو ترمنځ دملي يووالي  دټينګښت شعارونه  زمزمه کول نو ملت  يې    شاته ودرېد   خو له  بده مرغه  له  بريا وروسته  يې  خپل شعارونه هېر اود ولس هيلې په سراب بدلې کړلې.
دى  چې کله واک ته ورسېد  بيا يې هغه ملي شعارونه په ياد نه شول، بيا يې ملي وحدت هيرکړ،له  مخالفينو سره د سولې پر ځای يې هغوی نور هم ډېر او قهرجن کړل.
    د چاپلوسو خود خواه، درغجنو، ولس دښمنو مشاورينو په منګولو کې پريووت ، لاره يې بدله کړه، هغوى به چې ورته سپين تور اوتور سپين معرفي  كړنو ده به په پټو سترګو مانه ،  همدا لامل وو چې ټول رښتوني، مخلص او وفا داره دوستان ترې  خفه او نهيلي شول .
  ، هغه ولس چې ده ته  يې رايه ورکړې وه  دده  په حكومت كې ووژل شو ،کور يې بمبارشو. دوی د دې لپاره رايه نه وه ورکړې چې ووژل شي، سپک او بې عزته شي، ښوونځي يې بند،له  روغتونونو بې برخې، کروندې يې شاړې او کورونه يې کنډر شي، بلکی دوی د يو پياوړي نظام لپاره رايه درکړې وه، د دې لپاره چې  دوی هم هوسا وي او افغانستان هم د يو بين المللي اعتبار خاوند شي خو داسې ونشول .
 ښاغليه ! اوس چې ولس يوځل بيا تاته رايه دركړه   نودا كوم سخاوت نه وو او نه يې په ړندو سترګو پرېكړه كړې ده ، بلكې اړ وو چې داكار وكړي ، ځكه بل بريالى انتخاب يې نه درلوداو يوځل بيا يې خپل افغانيت پښتونولي او مېړانه وښوده  چې دادى بيا درسره درېږو خو ګورو چې ته څه كوې  ولس وايي   داچې ته راته پړ يې داښه ده نه داچې موږ درته پړ شو  ، ولس ناپوه ، بې شعوره او ناخبره ندى  ، خير كه تاسوځولى دى نود ولسي تړون  دېوالونه خو يې پاخه  شول   كه تا  تجربه موندلې نودوى  هم هوښيار شوي دي  اوس يې دى  له لوى ازمېښت سره مخ كړى  اوس دوى له تا كار او پر ژمنو عمل غواړي خداى وكړې چې تجربه دې نور هم دافغانستان دورانولو او دپښتون دسپكولو په چارو كې نه وي .
ښاغليه ولسمشره ، ددرغليو اودولس دمجبوريت په پايله كې لاس ته درغلى حكومت دې مبارك ! خوګوره   چې امنيت ترهرڅه مهم دى او امنيت په جګړو نه راځي او يواځينۍ  لار يې له مخالفينو سره سوله ده،كه له مخالفينو سره سوله ونكړې والله چې يو ميليون بهرنى  پوځ هم راولې كه امنيت  او ارامي وويني .
هغوى  چې ددې نظام پرضد جنګېږي  هم انسانان دي ، بدن يې له غوښو جوړ دى ، مور لري پلار لري  كورنۍ او خواږه خواږه بچيان لري ، عقل او شعور لري خو له مجبوريته ځان پورې بمونه تړي ، او له خواږه ژوندڅخه  تېرېږي  هغوى افغانستان ښكېل او پرديو په لاس پرېوتى بولي نو مهرباني وكړه ترهرڅه وړاندې پر داسې  معقولولارو چارو فكر وكړه چې له مخې يې بهرني پوځونه له افغانستان څخه ووځي  ، له بهرنيو څخه درته خپل افغان زرځله غوره دى چې باور پرې وكړې .ته پوهېږي چې  دافغانانو په زړونو كې بهرنيانو ته څومره كركه پرته ده ؟؟ كه داوس نلرې نو ملت ته په ډاګه  ووايه چې ترخپلې وسې رانه زياته هيله مه لرئ.
همدارازستا په نظام كې  چې څوك  دحق چيغه پورته كړي  نوپه سبايا ترور يا بندي او يا هم دمافيا له لاسه تښتول كېږي ددې غم وخوره .
ستا كابينې او بين المللي دوستانو !! دښارونو ټولې لويې لارې او كوڅې  په پلچكونو بندې كړې داسې لكه له دې   ټول ملت څخه چې  وېرېږي نو لومړى  خو داپلچكونه لېرې كړه بل داچې په لومړي ګام كې ټول  ښارونه  غير نظامي كړه او كه وس دې رسېږي  په ټوليزه توګه تروتلوعجالتاً ټول بهرنيان له ښارونو بهر وباسه
ښاغليه! ولس سپيناوى غواړي  چې   آيابيابه موهمدا ظالمان پر سر حاكمان وي ،   ايا بيابه دې كابينه مصلحتي او مشاورين نااهله خلك وي هغه چې ته يې له ولس څخه لرې او ناخبره ساتلى يې ، ايا بيا به  پښتانه پخپل وطن كې مسافر او مهاجر  وي  ، بيا به پخپل كور كې بې كوره او په بې اوره  وي ، دكندها ر، هلمند ا وهرات   په پنډغالو كې به مو نور هم شمېر ډېرېږي  . بيا به هم د القاعده او طالب په نوم په ناسمو راپورونو  او ستا ترچتر  لاندې د کورنيوغليمانو  په لمسون او هڅونه به  په ډېره آسانه د بهرنيانو لخواوژل کيږو،. بيا به مو ستامشاورين او وزيران  بهرنيانو ته دښمن ، القاعده ، له تمدن او تهذيب څخه لېرې ورمعرقي كوي   آيا بيا به تا ته رايه درکوونکي بدنامېږي، ټاپې او تورونه به پرې لګېږي ، ستا او ستا د ائتلافيانو د سوء تفاهم ښکار به ګرځي؟، دا ځل به ټول ملت ته په يوه سترګه ګوري او که پښتون به په ملت كې نه شمارې  !!  په  خواجه بهاءالدين  كې د غليمانو په محبس کې دپرتوپښتنو  غم به خورې او كه  نه ؟
 ايا  ددې روان حالت ټول مسؤولين  بيا پرموږ واكمنان ګرځوې.؟ هغوى چې  ترداپرون  پورې  تاهم ترې    شكايت درلود ،  .
ستا په پنځو كالوراتلونكي  حكومت كې به دغم او ويرميچن بيا دپښتون پر سر ګرځي ، بيا به دپښتون بچې نالوستى ، او بې كلتور ه لوېېږي ، بيا پښتون له بيارغونې ، روغتيا، كلتوراوستا دحكومت له ټولو امتيازاتو بې برخې  وي . بيا به دپښتون پر كور بمونه غورځول كېږي . آيا بيا ستا دوستان او ستا دكابينې غړي په دسيسو او پلمو پښتون دې ته اړباسي چې غره ته وخېژي او  ستاد  نظام پر ضدوجنګېږي، او ته به يې ننداره كوې ؟
ايا تابه دنړۍ په تاريخ كې اورېدلي وي  چې چا دې درايو اخستلو او ټاكنيز كمپاين  لپاره  ولايتونه ولسوالۍ  او ولسوالۍ ولايتونه  كړي وي .او يادې يې كوم ځانګړي قوم ته  په دولتي تشكيل كې  فيصدي معلومه كړي وي
 آيا داډول  سخا او كرم   ملي وحدت او دقومونو ترمنځ  ورورګلوۍ ته زيان نه رسوي ، داتعصب ته لمن وهل ندي ؟
.په دولت كې ونډه  دهرچا حق دى ، زه خو وايم چې كه وړتيايې  ولري نو زموږ هزاره او ازبك وروڼوته دې ترهغې ډېرې څوكۍ وركړل شي چې تاورسره ژمنه كړې  اوډېر هغه پښتانه چې وړتيا نلري  بايد په كوركېنول شي خو اهليت په پام كې ونيسه ، په دولتي پستونو د ټاكنو  معيارونه دې  قوم نه ،بلكې  پوهه تخصص او تقوى وي .
    ملت حيران  دى چې دا ځل به رښتيا هم ملي وحدت او متوازن ملي انکشاف وي او که بيا به هم اقليتونه د اکثريت په اوږو سپاره وي او د پښتون په واکمنۍ کې به  پښتون د تاريخ له تر ټولو ستر ذلت سره مخ وي، آيا نور به هم د وژلو او تباه کولو له لارې او د غليمانو په اصطلاح د اکثريت بې فرهنګ (؟؟ ) پر اقليت بې فرهنګ د اړولو هڅې هم کېږي او که نه؟
  ملت اندېښمن دى چې په راتلونکې حکومت کې به دې هم وزيران، سفيران، واليان او مشاورين همدا خلک وي چې تا ته رايه ورکوونکي وژني او ترورستان يې ګڼي ؟؟، او بيا به دې هم کابينه کې د هېواد   مخلصو بچيانو، کارپوهانو، د ولس  دخادمانو او تجربه لرونکيو اشخاصو ته ځای نه وي. بيا به هم همدا عذاب پردې ملت نازل وي ؟بيا به  هم همدا ديګ او همداشلغم وي ؟ بيابه ستا وزيران هغه نااهله كسان وي چې ملت دلاريونونو په زور په كور كېنولي او تابيا په غېږ كې نيولي ، هغه چې ته يې داسې محاصره كړى يې  چې ټول مخلص ، هېوادپاله او دې هېواد ته وفاداره اشخاص يې درنه لېرې وساتل،دبدنامۍ لپاره يې ورته  پلمې او دسيسې  جوړې كړې  اوته يې  دفيل په غوږو كې  په ډېر ناز ويده كړى وي ، ددې كسانو اهليت دې په كمپاين كې ښه جوت شو.
     نه ښاغليه ولسمشره پام چې دا ځل داتاريخي  اشتباه  تکرار نه کړې. نوره نو له سره وېره لېرې کړه ، سازش، مصلحت انعطاف او باج ورکول پريږده، کار اهل ته وسپاره په خپلې پاليسۍډلې پلان، سياست او استراتيژۍ کې دې ژور بدلون راوله، پر ملي او بين المللي سياست دې بيا کتنه وکړه، له نوي هوډ او نويو ارادو سره راشه. له واقعي او رښتونو کارپوهانو سره چې ملي فکر او ملي درد لري مشورې کوه. دې ولس ته نجات ورکړه، ارزښتونه يې وژغوره،پر دې  غيرتي ،سرښندونکي ، وفادار او له ننګ اوغيرتونو ډک ولس  د ترورست، القاعده، مافيا، ډار اچوونکي، دهشتګر... نوم مه ږده ،په جنګسالارانو  باور مه کوه، پر ولس يي وکړه، په ولس د اعتماد او باور د فضا د راپيدا کولو لپاره خولې تويې کړه، 
نور نو له سياسي بدعتونو لاس  واخله ، پر افغانانو نړۍ مه خندوه ايا پوهېږي چې دا په قومونو ددولتي  څوكيو او امتيازاتو وېش  دافغانانو پر اينده څومره ناوړه اغيز لري؟
هغه كسان چې په ملت كې  تعصب خپروي ،ژبې  ،سيمې او قا م ته  كاركوي او پر تايې كوډې كړي چې   اوس  هم ستا ترزنې لاندې  دڅوكيو په تمه  ناست دي داسياسي مداريان او سياسي كوډګر دي دوى  له ځان پرته دبل وجود نه مني  دوى  وشړه او آن سزا وركړه .
  كه نه بل ځل خو دكاندېدېدلو حق  نلرې خو ګوره داملت  چې څومره په دوستۍ كې كلك دى هماغومره په دښمنۍ كې هم كلك دى ،  دوى سل كاله وروسته غچ هم بېړنى بولي ،دوى دځينونورو غوندې  دشاه له لارې ګوزار نه كوي   او هرچاچې له دې ولس سره جفا كړې ده هغه يې ندى بخښلى نور دې خوښه  .

 
بېرته شاته