لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
اينجنير عمر د کندوز پلورل شوي والي ته
لیکوال: سيدحسين پاچا   نېټه: 07.09.2009   خپرونکئ:    

 د ښاغلي ميرويس جلالزي د خبر په تاييد چې په بېنوا پاڼه کې چې د روان ميلادي کال د سېپتېمبر مياشتې په شپږمه خپور شوی. وايی چې په دغه بريډ کې شاوخوا نوي تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او تاسو يوځل بيا پخپل پخواني دريځ باندې ټينګار کړی او مو ويلي دي چې په بريد کې د طالبانو تر څنګ وژل شوي کسان هم دسيمې هغه  اوسيدونکي دي چې له طالبانو سره يې نږدې اړيکې لرلي او د تېلو د غلا په دغه جنايت کې يې لاس درلود.

اول خو هېڅوک داسې عمل نه تاييدوي او نه د تاييد وړ دی، خو دا راته ووايه چې ته له کومه پرېښته راغلی يې. په ايمان يې ووايه چې څومره غلا به دې همدا اوس په څومره پلمو او بهانو له دولته کړې وي چې يو خدای ته بې پته وي. خو افسوس او قربانی له خپل پښتني ټبره شم چې څومره يې له پاکو احساساتو خلک ناوړه ګټه پورته کوي. زه دومره بې قدره يم چې په يوه بوشکه تېلو هم نه ارځم او خرواري بمونه او مېزايل راباندې وروي. له موږه خو هغه تورپوستي افريقايان هم ډېر ښه دي چې خلک خو ورته د يو انسان په توګه په ارزښت قايل دي او ورته احترام لري. ما ته خو څوک په هېڅ قايل نه دي او نه مې ورته وينه کوم ارزښت لري. که يې درلودای، نو اول به کرزي د هر افغان د مرګ بيه يو لک افغانۍ نه ټاکله. دغه نرخي دغه نرخ له کومه راايستلی چې د هر کس په مقابل کې یې کورنۍ ته بيا يو يو لک افغانۍ د ديت په توګه ورکوه او حال دا چې په شريعت کې خو ورته سل اوښان دي او دلته په يورپ او امريکا کې هم ښه پرېمانه ډالر دي. اسرائيل چې دا موږ ټول يې د فلسطينيانو په مقابل کې ظالمان بولو، د غزا د اوسنۍ جګړۍ په ترځ کې هغې کورنۍ ته چې پکې يې ماشومان او ښځې ايسار کړي ول او بيا یې پرې د ټاکونو شلېک کړی وو او تر دېرشو پورې ښځې او ماشومان پکې شهيدان شوي ول، دوه سوه او دېرش ميليونه ډالره د تاوان په توګه ومنل. زما نرخي ولسمشر خلکو ته يولک افغانۍ چې ايله زر يا يونيم زر ډالره کېږي ټاکلي دي. خبره خو په همدغه ځای کې خپله له کرزي خرابه ده چې خپلو خلکو او ولس ته هېڅ د ارزښت په توګه نه ګوري.
ای د خدای ظالمه دا ستا ضمير تا ته منحيث يو افغان ومسلمان د دې اجازه درکوي چې د دوو تېلو ټانکرو لپاره دا دومره کسان ووژنه او مړه يې کړه. ته دا حکومت په چا کوې؟ ته د دې ولس د ښېګڼې لپاره د يو لوړ پوړي چارواکي په توګه دلته په کار ګومارل شوی يې او که د دې بهرنيانو لپاره د والي په توګه ټاکل شوی يې. ای د خدای ظالمه او ناترسه لږ په خپل ګرېوان کې سر ښکته کړه او لږ سوچ د ځان سره وکړه چې دا ښه وشول او که بد؟ خپله اروپايي اتحاديې (ټولنې) پرې ژور خفګان څرګند کړ او دا کار يې په خورا کلکو ټکو سره وغنده او دا يې خورا د اندېښنې وړ پېښه وبلله. خپله امريکايي جنرال مکرېستل پرې خواشيني څرګنده کړه او ته وايی چې ولسي خلکو هم په دغه جنايت کې لاس درلود.
په ايمان يې ووايه چې چېرې هم له خپلې کوټې نه پرته له همدغو بهرنيانو له حفاظته راوتلای شې او که هسې خوشې اپلتې وهې. ته او ستا دولت د همدغو بهرنيانو په شمول د يو مسلح ګروپ ځواب نه شې ويلای، نو ولسي خلک به يې څنګه ځواب ووايی؟ غل خو به هغه څوک وي چې هېواد يې په نورو پلورلی دی. دا دومره پرېمانه ډالر راغلل څه شول؟ دا له قضوات او انساني پلوه ډېره لېرې خبره ده چې تا کړې ده.
زما په اند که دغسې پېښه دلته په يورپ او يا امريکا کې ترسره شوی وای، نو ستا غوندې والي لا څه ان چې وزير او صدراعظم د وخت به يې خپله استعفا وړاندې کړی وای، خو دا ته يې چې له خپل ولسه لېرې شوی يې او له خپلو خلکو، ولس او له هېواده دې فاصله اخېستې ده چې دا درته يوه تراژيدي پېښه نه ګڼل کېږي. همدا اوس اوس په ايتاليا کې زلزله وشوه او دوه سوه يا دوه نيم سوه په شاوخوا کې خلک پرې مړه شول. سره له دې چې دا يوه طبيعي او سماوي پېښه وه، نو څومره ماتم پرې اعلان شو. د فرانسې د هوايي ليکې مساپر وړونکې الوتکه له برازيله په پرواز کې ولوېده چې تراوسه پورې يې لا څېړنې روانې دي ولسمشر سرکوزای وښکي له ژړا نه راټولېدل او داسې تور او سور اوښتی وو تا به ويل چې ښه د اوړي لمر ته دې په هفتو هفتو اچولی وي. کورنيو ته يې ورغی او څومره غمرازي يې ورسره ښکاره کړه. متصل له حادثې سره په تلويزيون راښکاره شو او خلکو ته يې د غم د زغم ډاډ ورکړ. او سمدستي يې د حادثې د لټون پسې يې امر ورکړ چې ترننه پورې يې کشتۍ له خپله دنده پرمخ بيايی. مګر تا احسان فراموشه او پلورل شوي خو دومره قدرې احساس هم نه کړه چې والله دا خو واقعاً يوه بوږنوونکې پېښه وه او لا خپل خلک او ولس پړ بولې او جنايتکاره يې بولې، نو له تا به بل لوی جنايتکار چېرې وي چې لمر په دوو ګوتو سره پټوې.
زه که دا هم درسره ومنم چې دا ولس په دې پېښه ګرم دی، نو په ايمان يې ووايه چې د دووه تېلو ټانکرو لپاره ته دومره په لسګونو خلک وژنه او له ژونده يې خلاصوه. دا تېل خو که ډېر قيمته شي نيتې دوه لکه ډالره، نو ستا ضمير او وجدان تا ته د دې اجازه درکوي چې ته د دوه لکو ډالرو لپاره نوي تنه وژنه. ښه که بالفرض ستا له کورنۍ سره همداسې يو عمل وشي، نو ستا برخورد او عکس العمل به څه وي؟ که خدای مه کړه ته په داسې يوه پېښه کې ووژل شې، نو ستا د مېرمنې او اولادونو، موروپلار، ورونو او خويندو او نورو خپلو خپلوانو برخورد به څنګه وي؟
ای بېخونده ای نامرده ته چې د دې دومره ملي اردو، پوليسو او همدې بهرنيانو سره څه نه شې کولای او د يو ګروپ نيم طالب ځواب نه شې ويلای، نو دا بېچاره تش لاسی ولس به څه وکړي؟ که تا غل خلکو ته د کار وروزګار ښه زمينه برابره کړی وای او ورته دې ښه معاش ورکولای، نو څوک لېوني دي چې د يوې بوشکې تېلو لپاره خپل ځان د مرک کومي ته وړاندې کړي، خو دا به هم له ډېرې بدې ورځې کېږي. خو کاشکې چې تا ناځوانه لږ دغسې احساس کولای شوای.
ته څه پوهېږې که دا کار د ځېنو داخلي کړيو له خوا همداسې توطيه يي شکل شوی وي چې دوه ټانکره دې ستانه شي چې په دې پلمه خلک ووژل شي او خلک د همدا ستا د دولت په ضد راپورته کړي. ټاکنو ته خو دې هم خيال شته چې شمالي ټلواله هغسې پټکې هم کوي. ايا د پاکستان کله هم دا له زړه نه وځي چې د کرچۍ او د خيبر د ناټو د اکمالاتو لاره بنده شوه او هغوی د روسيې سره په دې اړه خبرې وکړې چې پس له دې زموږ اکمالات په محفوظه توګه افغانستان ته ورسول شي او روسيه ورسره دا خبره ومنله چې دا پروسه شروه شوه او اوس د پاکستان ګمرکي محصولات د پخوا په نسبت کم شوي دي. که پاکستان حراميتوب نه کولای او د ناټو د امکالاتو حفاظت يې په درست توګه کولای شوه، نو ولې به هغوی د هغې لارې په نسبت له روسيې سره اړيکې ټينګولای. نو اوس چې دا کار وشو، نو اوس يې دې حراميتوب ته ګوتې واچولې چې په شمال کې چې هغه هم د پښتنو سيمه ده حالات خراب کړي چې نتېجه يې دغه دی چې پخپلو سترګو ګورو او نوره به هم خرابېږي. ولې دا کار په حيرتانو کې نه کېږي دا ځکه چې هلته هغوی يوځل ښه درس ورکړی. هلته عطا محمد نور دی او دوی هېڅکله هغه ته ګوتې نه ورتېروي دا ځکه چې هغه هم د پښتنو ضد يوه ايډيالوژي لري او پنجاب ورسره په دې نقطه کې همنظره دی. او بله دا چې د ايران او روسيې له ډاره ورته هم څه نه شي ويلای، نو پښتون چې په هرځای کې دی هغه د پنجابي دښمن دی او بايد چې وځپل شي.
طالب خو د مولا په مينه مست دی دېته نه ګوري چې زما دوست پرته له خدايه په مخ د زمکې نشته، نو سړی خو لږ وړاندې او وروسته هم ګوري او د حالاتو سره ځان اشنا کوي. ايران چې دوی ته وسله ورکوي ولې هغوی ته يې نه شي ورکولای، خو نه يې غواړي چې د نړيوالې ټولنې سره يې په ټکر کې واچوي، خو دا ګټه بيا له طالبه پورته کوي. ولې اسماعيل خان دې کار ته نه اړ باسي چې ښه قدرت هم لري او هم له ايران سره ښه اړيکي لري. يو څوک چې دولت ته تاوان رسوي هغه يې بيا هېڅ ته نه ګوري او محضې تاوان وررسوي، نو بيا يې تجهيزات او هر څه ورڅېزي، نو ايا د دغو تلفاتو د پرتلې په صورت کې که دغه ټانکر يې ورته سوځولای وای، دومره بده اغېزه به يې پر ناټووالو هم نه وای کړی. هغوی چې دومره لګښت کوي، نو د دوه ټانکرو په غم کې بيا نه دي چې وسېځل شول او يا ورک شول. خبره دا ده چې دا بايد جوته شي چې ضرورت دې بمبارۍ ته څه وو او جرمنان ولې مجبوره شول او يا چا مجبوره کړل چې له هوايي ځواکه مرسته وغواړي چې د دومره تلفاتو او خسارې سبب شوه. ولې دا ملي اردو او پوليس او خپله دا بهرني سرتېري د څه لپاره پراته دي چې د يو ګروپ ځواب نه شي ويلای او خبره هوايي ځواک ته رسېږي. دا بايد روښانه شي چې جرمنانو ولې دومره تلوار وکړ او سمدستي يې له خپلو او نورو اړوندو مقاماتو د هوايي بمبار مرسته وغوښته.
ای غله او پلورل شويه خبره خو په مرګ و ژوبلې نه خلاصېږي او نه د ولس زړه په دې اخېستل کېږي چې ښه درانه بمونه پرې راوغورځوه او له يوې څلمې يې ووژنه.
په پای کې د اروپايي ټولنې او د امريکايي مقاماتو دا هيله کېږي چې د ولسي خلکو د مرګ وژوبلې خورا ښه په دقت ځان وساتي. دا افغاني ټولنه ده. په مرګ وژوبلې سره مساله او مشکلات لا زياتېږي او کمېږي نه. هرڅومره چې دا ولس ووژنې، نو هماغومره به ځانته خپل پېټی دروند کړي. له جنرال مکرېسټل نه هيله کېږي چې دا عراق نه دی، دا افغانستان دی. تا به هلته يو ابومصعب الزرقاوي وژلی وي، خو دلته به ګوره درته هر بچی د دې خاورې زرقاوي جوړ شي. يو وخت خو ولسمشر اوباما هم د پيريانو کتابونه لوستل چې ځان د پيريانوله کيسو سره اشنا کړي، خو ګوره چې خيال دې اوسه چې افغانستان ژوره څېړنه او پېژندګلوۍ ته اړه لري. د هسې افسانوي او رومانتيکو کيسو خيال پرې ونه کړئ داسې نه چې له بدو نه يې بدتره نه کړئ.
په پای کې بيا هم له اروپايي ټولنې نه هيله کېږي چې د دې پيښې په کره توګه سپيناوی وکړي او مرتکبيونو ته يې بايد چې ښه سنګينه سزا ورکړل شي او مجازات شي. کنه نو هغه دی چې ستاسو سرنوشت به هم د روسانو په شان شي چې په ټيټو سترګو به وځئ او هم به مو که خير وي ټولنه سره دړې وړې کېږي لکه څنګه چې روسان شول. دا به ډېره ښه وي چې تاسو ولسي خلکو ته غوږ ونيسئ او درد يې حس کړئ او هسې د عمر غوندې پلورل شويو پر خبرو باندې باندې اتکاء ونه کړئ او مه پرې وغولېږئ ځکه چې داسې خلک نه ستاسو او نه د دې ولس په درد خوري پرته له مصيبته او جنجاله لکه چې دا جوړ يې کړ. اميد دی چې د ولسي خلکو وژنه ولو که طالب هم وي احتياط بايد پکې وشي ځکه چې دا ډول مرګونه هم تاسو او هم موږ ته لوی سرخوږی پيدا کوي چې بيا به يې د حل لاره هم له تاسو او هم له موږ سره نه وي. ښه به دا وي چې د پرابلم او مشکل د حل لارې چارې ولټول شي او دا بمونه ورول يې يوازې د حل لاره نه ده. نو فاعتبروا يا اولی الابصار! 
 
بېرته شاته