لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
" زما مینې ،زما ځانه " زه مین یم
لیکوال: حنان حبیبزی   نېټه: 09.09.2009   خپرونکئ:   سمسور  

دامریکايي ځواکونو په لاس  دکندوز دډله ییزې وژنې قربانیانو ته

وزګار وم.د وطن چورتونو هم ناکراره کړی وم.دېخوا اخوا مې خپلو ملګرو ته ټلیفونونه وکړل،ځینو ټلیفون ځواب نکړ، ځینې په کارونو کې بوخت وو.
هڅه مې وکړه چې چورت ووهم او یوې پریکړې ته ورسیږم چې خپل یوازېتوب ووژنم.دخپل خوب پر بستر ولویدم،د یوې شیبې لپاره مې سپین چت ته وکتل، زما داوسیدو د خونې فضا نه یوازې  زما په ویجاړ فکر کې کوم بدلون رانه  وست بلکې زما د سترګو او  چت ترمنځ یوه تیاره خپره شوه. .مجبوره شوم چې یوه شیبه خپلې سترګې پټې کړم.هڅه مې وکړه چې ‌‌ذهن ته یو خیال راولم او خپل فکر پرې سم کړم خو هغه خیالونه چې پرون زما په فکر کې ګرځیدل نن مړه وو.
راپورته شوم ،پخپل ځای کې کیناستم ،په مخکې مې پرونۍ ورځپاڼه  د میز پر سر ایښې وه . ورځپاڼه مې اخوا دیخوا واړوله ، ټول د لویو ودانیو صفتونه او  انځورونه وو. هیڅ خوند یې رانکړ  بیرته مې میز خواته  ور وار کړه.
هیڅ نه پوهیدم چې څه وکړم. راپورته شوم، د خوب په خونه کې دیخوا اخوا وګرځیدم چې یوې پریکړې ته ورسیږم خو ټلویزون ته مې پام واوښت.
د ټلویزون تڼۍ مې کیکاږله چې پر یو خبري چینل وربرابرشوم . دټلویزون پر هنداره سور ګیلم  وښودل شو چې له څلورو شونګونو یې یو یو نفر نیولي وو. بیایې د ګیلم په منځ کې پرته سره غوښه وښودله. خبریال وویل دا دانسان غوښه ده چې دجنازې لپاره چمتو شوې ده.
دې خبرې سره  یو څه  هیښ شوم ،دخبریال خبرو زما  په ذهن باندې تاثیر وکړ . یو څه په فکر کې  راغلم او  ښه  ورته ځیر شوم. سترګې مې وسولولې ،نور هم ځیر شوم چې افغانان یې وښودل، د ټولو په سترګو کې اوښکې وې. زما په سترګو کې هم نم پیدا شو .
 یو ځوان وویل چې زما پلار لا درکه دی، د وینو ډکه خولۍ او دکمیس ټوټه یې پیدا شوه خو خپله ورک دی؟
یو  تنکی لاس یې  وښود چې دباروتو پر پاتې شونو پروت وو. خبریال وویل چې په دې کلي کې تیره شپه لوی ظلم ترسره  شوی دی. دا بیګنا خلک په باروتو باندې سوزول شوي دي.
دانسان د بدن ټوټې هرې خوا پرتې دي او دجامو پاتې شوني یې له ورایه لیدل کیدل چې دغمجن کلي   نری باد یې رپوي . بیا دټلویزون پر هنداره دخلکو یوه ډله وښودل شوه چې دانسان سرې غوښې یې په کبر کې کیښودلې.
خبریال وویل داغوښې ښايي د بیلابیلو انسانانو د بدن د غړو ټوټې  وي خو په کلي کې څوتنو ژوندي پاتې شوو انسانانو د پریکړې له مخې داټولې غوښې  ددود خلاف  په یوه کبر کې کیښودل کیږي ځکه چې ډیرانسانان  ټوټه شوي دي او سوزیدلي دي، څوک یې پیژندلی نشي.
خبریال بیا تیرو وختونو ته لاړ او له هغو ډله ییزو کبرونو سره یې دا کبر پرتله کړ چې دلیلې په دښته کې موندل شوي وو.
خبریال وویل ، د لیلې دښتې په ډله ییز کبر کې زرګونو  ژوندي انسانان ټول  یوځای  ښخ شوي دي خو په دې کبر کې  د ډیرو انسانانو دبدن غوښې یوځای ښخیږي.
بیایې یوه مور وښودله چې خپل تنکي اولادونه یې په دې ناورین کې له لاسه ورکړي وو. هغې خپل تندی په څپیړو واهه. دټلویزون خبریال وویل تیره شپه پر دې مظلومو انسانانو  یوه وسله استعمال شوې ده چې نه یوازې یې دا کلی تباه کړی بلکې د څلویښتو کلونو لپاره به په دې سیمه کې نور کرکیله نه کیږي.
خبریال وویل درې جنګي الوتکو په دې مظلوم کلي بمباري کړي ده. بیا په راپور کې د الوتکو د بمونو د زهرجنو موادو په اړه خبره رامنځته شوه اوخبریال د  ډاکټرانو تجربه  یاده کړه . هغه  وویل کارپوهانو وړاند وینه کړې چې  څو کاله وروسته ښايي ددې سیمې دخلکوترمنځ د سرطان ناروغي خپره شي.
دسرطان د ناروغۍ د نوم په اوریدو سره نور هم پسې غمجن شوم. ددې بدې ناروغۍ شنیدل په یوه غریبه ټولنه کې ددنیاله ټولو لویو جرمونو څخه لوی جرم دی. ددې ناروغۍ له بدرنګه  نوم څخه کرکه لرم. دې ناروغۍ زمادسپیڅلې مور ژوند اخیستی دی  .
یوازې زه  پوهیږم چې دا څومره بده ناروغي ده او هغه درد چې ددې ناروغۍ له کبله انسان ته رسیږي هغه یوازې زه احساسولی شم.. ذهن مې له هغه خونړي ناورین څخه بلې خواته لاړ.یو څو شیبو لپاره هغه ګړۍ  رایادې شوې چې زما درنې مور ددې ناروغۍ له کبله زغملې وې.  بیا په چورت کې کیناستم. چورتونو کې لاړم.وطن په باره کې بیلابیل چورتونه راته ودریدل. دا-  انسان وژنه ،داظلمونه ، دا درغلۍ او داسې ډیر نور .بیا دتاریخ  هغو پاڼو ته ستون شوم چې دویاړلې ملالې په څیر  زموږ د نیاګانو او باباګانو میړانې راغبرګوي. پر اوسني حالت مې نظر تیر کړ .  دا - وحشت او بربریت مې راپه زړه کړ چې زموږ پر ولس تیریږي  او ځان مې ددغو جنایتونو یو قرباني شوی بیوزلی احساس کړ.ما دهغه درانده بم اواز او دهغه لاندې مرګ احساس کړ .ما  د خپل بدن غوښې ولیدلې چې نورو انسانانو پخپلو لاسونو راټولولې  اود پلاستیک په تورو کڅوړو کې  یې اچولې. په داسې حال کې چې دوی زما د بدن غوښې د بمبار له ځایه ټولولې ، ما داسې څه هم واوریدل چې یو شمیر کلیوالو زه ورک غوښتلم . ما یوه سپیڅلې  ماشومه ولیدله چې دبدن ټوټې یې دیخوا اخوا پرتې وې او دغوږ  یوه بالۍ یې  لا هم سوزیده او تور دود ترې جیګیده. ډیرې ناخوالې مې ولیدې .
زه په عجیبو چورتونو کې ډوب وم  .هیڅوک نه وو چې ماسره خبرې وکړې .ماته یو څه ووايي . سوړ اسویلی مې وکړ ،له خولې مې ناڅاپه  سندره راووتله. دا سندره چې :دبلال خوږه اذانه،دملالې یا قربانه،زما مینې زما ځانه،ښایسته افغانستانه.
څو څو ځلې مې تر پایه زمزمه کړه. دې سندرې ماته تسلي راکړه او زما په وجود کې یې هغه احساس راژوندی کړ چې هیله پکې پټه ده.
هیله هغه څه وه چې دناورین په یادولو او  لیدلو سره څو شیبې وړاندې زما له وجوده وتلې وه او زه یې دیو لوی  انساني ناتار زغملو ته یوازې پریښی وم.  خو اوس مې فکر بدل وو. ماسره دښکلا انځورونه وو. اوس مې په ذهن کې دا خبره په نڅیدو وه چې دتاریخ د  ازمیښت دا بده څپه پرښکلو افغانانو ژر تیریدونکې ده او یوه ښکلې راتلونکې یې انتظار باسي. زمادرنګینو خیالونو ماڼۍ بیا په جوړیدو شوې او د کاروان په شعرونو کې لاپسې د پیاوړې  هیلې،یووالي او مینې په لټون کیوتلم.دې شعرونو ماته یو پیغام راکړ او زه یې عادي حالت ته راوګرځولم. زه له دې شعرونو سره مینه لرم، د پیر محمد کاروان له شعر سره

 
بېرته شاته