لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
د حافظې د پياوړتيا لپاره لارښوونې
لیکوال: ژباړه او اوډنه: رفيع الله ستانکزی   نېټه: 06.10.2007   خپرونکئ:    

حافظه او هوش
 د روانې پېړۍ له پيل څخه د حافظې په پرمختګ او روزنه کې ډېره ناغيړي شوې ده، ځينو ښوونکو يوازې هوش ته د ارزښت ورکولو په پلمه د حافظې موضوع بيخي له پامه غورځولې او څه ډول پاملرنه چې بايد ورته شوې وای هغسې نه ده شوې او د حافظې پرمختګ يې د هوش د پرمختګ په خلاف ګڼلی، د دې ډول  دندو په درلودلو سره اوسنی پښت د بشپړې ښې او پياوړې حافظې له نه درلودلو څخه سرتکوي. نه دا چې حافظه د هوش خلاف ده، بلکې د هوش د پياوړتيا په برخه کې پوره ونډه لري، هوش د تخيل او استدلال يا قضاوت کولو لپاره حافظې ته اړتيا لري او حافظه چې  هرڅومره د هوش او عقل لپاره عنصرونه برابروي، زموږ تخيل به هماغوره منلی، نوښتګر او زموږ استدلال به منطقي او قضاوت به مو سم او کره وي.
  پرته له دې چې د استثنايي وګړو د ژوند لمنه ونيسو، کولای شو ووايو، چې په عادي ژوند کې د پرمختګ تر ټولو پرېکنده او منلی لامل ښه حافظه بللی شو، يوه ښه حافظه د ژوندانه له هماغه لومړيو ورځو – د ښوونځي د پيل د ورځو—څخه د ژوندانه په بڼ کې د بري ګل تر لاسه کوي، ځکه چې د فزيک، تاريخ، جفرافيه، طبعي علمونه، ادبيات او د نورو بهرنيو ژبو په زده کړه کې حافظه يو بنسټيز رول لوبوي.
زده کوونکي بايد په آزموينو کې د برياليتوب لپاره ډېر مطلبونه او درسونه زده کړي، نو له دې ځايه ده چې زموږ په ټولنه کې ډېر  داسې کسان شته دي، چې د ښه هوش درلودونکي دي، خو د ښې حافظې درلودلو څخه نه دي برخمن او د ښوونځي په آزموينو کې نه دي بريالی شوي.
په داسې حال کې چې نور وګړي د منځنۍ کچې هوش په درلودلو سره د حافظې په مرسته ډېر روښانه او څرګند برياليتوبونه لاس ته راوړي دي. دا موضوع په مسلکي او حرفه يې ژوند کې هم رښتينې برېښي، وکيل، قانونپوه، ډاکټر او نور هم بايد ځينې متنونه، نومونه، نېټې، څېرې او شمېرې په ياد ولري، ځکه چې که څوک وکولای شي چې په خپله حافظه کې ثبت شوي مطلبونه بيا او ژر په ياد راوړي، هغه به په خپل ژوند کې د ښې حافظې له درلودلو څخه ګټه اخلي او ځان به تل په لوړو کې شمېري. د هغوی لپاره به برياليتوبونه ډېر اسان او پرمختګ ډېر چټک وي.
 همدارنګه  لوړو پوستونو ته د رسېدو لپاره او ځانګړو مؤسسو يا ادارو کې د کار کولو لپاره هم د يوې پياوړې حافظې شتون حتمي او اړين دی. په برياليتوب سره د ورځنيو کارونو، آزموينو او د حرفه يې او شغلي سياليو د سرته رسولو لپاره هم د پياوړې حافظې درلودل اړين برېښي، نو د لانديني فورمول په ليکلو کې به مو له مبالغې څخه کار نه وي اخيستی:
حافظه = برياليٍٍتوبٍٍ
  که چېرې څوک ووايي چې حافظه د لوی څښتن تعالی (ج) له دربار څخه انسان ته ډالۍ ده سمه خبره ده، څښتن تعالی انسان ته د هغې د پياوړې کولو لپاره عقل هم ورکړی دی، پنځه ميليونه وګړي په دې اند دي، چې دوی ښه/خرابه حافظه لري او که چېرې دوی د ښه استعداد درلودونکي نه وي، نو دوی هېڅ کار پرمخ نه شي وړلای.
علمي آزموينو هم دا په ډاګه کړې ده، چې حافظه د الله (ج) له لوري انسان ته ډالۍ ده او هر انسان د حافظې درلودونکی دی او هر انسان کولای شي د ښې او پياوړې حافظې څښتن شي.
 د انسان د بدن د نورو استعدادونو په څېر کېدای شي مغز هم وروزل شي او حافظه پرمختګ او پياوړتيا تر لاسه کړي، يوازې د تکرار او زيار مسله ده او دا تمرينونه ډېر آسان او هرڅوک ورته لاس رسی پيدا کولی شي.
تاسو  چې د دې متن لوستونکي ياست د خپلې حافظې په اړه مو چې هرډول ګروهه (عقيده) درلوده / لرﺉ، کولای شئ د خپلې حافظې پياوړتيا  د (۲ څخه ۵ يا هم ۱۰ او يا هم ښايي له ۱۰۰) سره برابر کړﺉ، دې خبرې ته د باور په سترګه وګورﺉ او په لږ زيار سره به تاسو د ښې او پياوړې حافظې درلودونکي شئ.
ټول د حافظې درلودونکي دي، خو..................
    ارواپوهان په ډېر ښکاره ډول وايي: ((ټول د حافظې درلودونکي دي، خو لږ وګړو يې د کارولو دود زده کړی دی)). دلته يوه پوښتنه سر راپورته کوي، هغه دا چې دوی ولې د حافظې د کارونې دود نه دی زده کړی؟ ډېر ساده او آسانه ده، هغه د دې لپاره چې دوی د حافظې د کارونې تمرين نه ده کړی او يا هم د حافظې د کارونې زده کړه يې نه ده کړې.
 تاسو خپل ډېر وخت په ښوونځي کې د ډېرو درسي توکو د لوستلو لپاره تېر کړی دی، چې د هغو څخه به مو ځينې په ياد وي، ښايي تاسو ته ښودل شوې وي، چې څه ډول د خپلې حافظې څخه ګټه واخلئ؟ مخکې له دې به مو يو کتاب لوستی وي او تاسو ته به يې لوستل درښودلي وي، خو په منطقي ډول به يې د حافظې د کارولو دود نه يې درښودلی، ډېری وګړي په خپل ژوندانه کې له دې تشې څخه د کمۍ احساس کوي او وايي چې حافظه نه لري او د دې کار لرې کول  ډېر زحمت ته اړتيا نه لري، تر څو هغه هم د ښې او پياوړې حافظې څښتن شي.
څوک د حافظې دې ډول روش ته اړتيا لري؟
 ټول نارينه او ښځينه وګړي چې د خپل عمر په هر پوړ کې چې وي ا وهر ډول شغل چې ولري، دې روش ته ډېره اړتيا لري، زده کړيالان، ډاکټران، استازي، انجينران، هنرمندان، کارکوونکي، پلورونکي، منشيان، سوداګر، سياست وال، ورځپاڼه چلوونکې او نور، کولای شي په ډېرې اسانۍ سره د دې درس په زده کولو او تمرينونو په سرته رسولو کې د لږ زيار په ملتيا  خپل ياد کړل شوي شيان بېرته خپلې حافظې ته راولي او له خپل وخت څخه ګټه واخلي تر څو د پرمختيا لوړ پړاوونه ووهي، دا خبره د دې ثبوت ده، چې حافظه د انسان د ژوند په هر موړ کې – په خصوصي او ټوليز ژوند کې – هم د ستر برياليتوب سبب ګرځي.
 له دې روش څخه د هرې سطحې د علم او پوهې درلودونکي ګټه اخيستی شي او د عمر ډېروالی او لږوالی د دې روش په کارولو کې هېڅ ډول خنډ نه دی.
  ارواپوهان هم زموږ سره په يوه وينا دي، د هغو ماشومانو لپاره چې عمرونه يې ۱۴ کلونو ته نه وي رسېدلي او د پياوړې يا کافي حافظې څخه نه وي برخمن، نو د دوی مور او پلار د دې لارښود او روش په مرسته کولای شي د هغوی دغه نيمګرتيا لرې کړي او د دغې نيمګړتيا د لرې کولو لپاره موږ هغوی د دې لارښود لوستلو لپاره رابلو او وروسته تر لوستلو مور او پلار بايد د خپلو اولادونو خپلو اولادونو ته په هغه برخه کې ډېر توضيح او تشريح ورکړي، چې په کوم کې هغوی ډېره ستونزه لري.
څه ډول کولای شئ خپلې حافظې ته په څو اونيو كې بدلون وركړئ؟
   تاسو کولای شی دا هېښنده پايلې په ډېره اسانۍ، لږ زيار او لږ وخت کې لاس ته راوړﺉ، د دې روش د لوستلو او د تمرينونو د سرته رسولو لپاره يوازې ۱۰ اونۍ او د هرې اونۍ د هرې يوې بشپړې ورځې هره څلورمه برخه کافي ده. تاسو به په خپل ځان کې وروسته له څلورو اونيو يو ښکاره بدلون حس کړﺉ او هره ورځ به بيړه لرﺉ تر څو نور هم پرمخ لاړ شئ او تر هغه پورې چې وروستي درس ته ورسېږئ او د خپلې حافظې بشپړ واک او د پياوړتيا نېکمرغي مو په برخه شي.
د مور او پلار لپاره ځانګړې يادونه!!!!
 د ماشومانو د حافظې د پرمختګ څرنګوالی:
  ډېرۍ مور او پلار د خپلو اولادونو د ښې حافظې د نه درلودلو په تړاو ځوريږي او غواړي تر څو د خپل اولاد دحافظې دغه ستونزه د زده کړې د آسانتيا لپاره حل کړي، ښايي دغه درسونه او لارښوونې د ځوانانو لپاره ګټور وي، لږ تر لږه بايد يو ځوان  ۱۵ کاله عمر ولري، تر څو د دغو لارښوونو څخه سالمه او کره ګټه واخلي، کېدای شي، چې د دې لارښوونو څخه د (۹ – ۱۴) کلونو پورې تنکي ځوانان هم ګټه واخلي، خو په دې شرط چې يو بالغ او مشر کس يې ورته په اړونده موضوع کې تشريح کړي.
په دې برخه کې ميندو او پلرونو ته زموږ مشوره دا ده چې بايد دوی د دغو لارښوونو په اسانه کولو کې د خپلو اولادونو سره مرسته وکړي، تر څو هغوی د حافظې د کمزورۍ څخه خلاص شي او په خپل ورځني ژوند کې برياليتوبه لاس ته راوړي.
اوس يو څو علمي لارښوونې چې د ښو پايلو د لاس ته راوړلو لپاره ګټورې دي:
۱- ماشومانو ته د دې کوښښ ګټې په ګوته کړﺉ، که څه هم په لارښوونو او درسونو کې يې ګټې بيان شوې دي، مخکې تر دې، چې ماشومان لوستلو ته وهڅوﺉ، هغوی ته دا واضح کړﺉ، چې د ښې حافظې په درلودلو سره به په هره برخه کې برياليتوبونه ور په برخه شي او د ورځنيو کارونو سرته رسول به ورته آسانه وي.
۲- د دې درسونو او لارښوونو لنډيز ماشومانو ته ووايئ، ځکه چې د ماشومانو د پاملرنې وړتيا د مشرانو د پاملرنې تر وړتيا لږه وي، په دې خاطر بايد د ماشومانو د لوستلو اندازه لږه وي، يانې د يوې يا دوو پاڼو څخه ډېر نه وي، په لومړي سر کې بايد د يوې يا دوو پاڼو منځپانګه ماشومانو ته توضيح شي او بيا دې هغوی په آرامۍ او لوړ غږ سره د دغو پاڼو لوستلو ته وهڅول شي.
۳- تاسو بايد په دې ځان ډاډه کړﺉ، چې آيا ماشومان په درس باندې پوهېدلي دي؟ څه وخت چې ماشوم درس لولي، بايد په عمده او مهمو ځايونو کې د ښو پوښتنو په مطرح کولو سره هغوی په دې پوه کړای شي، چې د مضمون تر ټولو مهمه برخه همدا ده، کوم مطلبونه چې د ماشومانو لپاره ستونزمن وي، هغه دې ماشومانو ته يو ځل بيا توضيح او تشريح شي، تر څو هغه په منطقي ډول د مطلب په مفهوم پوه شي.
۴-  ماشومانو ته د دې تمرين د رول په اړه وواياست او دا ورته واضح کړﺉ، چې د دې تمرينونو په سرته رسولو به تاسو په خپل ژوند کې د پياوړې حافظې خاوند او د ژوندانه په هر پوړ کې به د برياليتوب څښتن شئ، ځکه چې ښايي ماشوم په ډېرو برخو کې د دې ډول تمرينونو سرته رسول يوازې يوه لوبه وګڼي او د دې تمرينونو  اصلي موخې ته پام نه کوي،  او بايد هغوی دې ټکي ته متوجه شي.
۵- ماشوم بايد ټولو تمرينونو ته لاس رسۍ ولري او کولای شئ په ډېر ځايونو کې ډېر تمرينونه ساده او آسانه کړﺉ يانې د ماشوم په ژبه يې هغوی ته ووايئ او بله دا چې ماشوم بايد په يوه وخت کې ډېر تمرينونه ونه کاروي، لږ تر لږه بايد د يوه يا دوو درسونو تر منځ لږ ځنډ راشي او يا هم ماشوم بايد د دغو درسونو په منځ کې د وقفې په پلمه په بل کار بوخت شي، تر څو لوستل او تمرين يې په ذهن فشار را نه ولي او ستړيا حس نه کړي.
۶- ماشوم بايد هر ماخوستن تر ويده کېدو مخکې خپل ورځني درسونه تکرار کړي او په همدغه وخت کې بايد تاسو ماشوم ته زموږ د لارښوونو او درسونو په رڼا کې دا توضيح کړﺉ، چې څنګه کولای شي په آسانۍ سره يو څه زده کړﺉ، دا کار به ماشوم ته د ښوونځي او نورو درسونو په زده کولو کې آسانتيا رامنځ ته کړي او هغه به دا حس کړي، چې حافظه يې ورځ تر بلې پياوړې کيږي، په اصل کې همدا د پياوړې حافظې په لور يو ګام دی او ماشوم د خپل حافظې د کوچني پرمختګ څخه خوښيږي او دې لارښوونو او درسونو ته هڅول کيږي، هره شپه ماشومانو ته دا څرګندوﺉ، چې څه ډول کولای شي، خپل درسونه د حافظې د پياوړې کولو د لارښوونو په رڼا کې زده کړي او په ښوونځي او د ژوند په نورو برخو کې بريالی شي.
۷- په پای کې يې پايلې وارزوﺉ، که ماشوم د حافظې د پياوړتيا په برخه کې لږ پرمختګ هم کړی ؤ، ماشوم ته مبارکي ورکړﺉ او د هڅونې سره سره يې ونازوﺉ، چې نازول په خپله د حافظې او درسونو ته د هڅونې لامل کيږي.

لومړی لوست
   ډېر ځلې به مو اورېدلې وي، چې ((فلانی د ښې حافظې په درلودلو کې بخت نه لري)) دا خبره موږ ته داسې ښيي، چې حافظه په ورځني ژوند کې که هغه د عادي ژوند کړنې وي او که هغه د يوه حرفه يي يا شغلي ژوند د ډېر اهميت وړ ده.
 حافظه پر ټولو شغلونو او د ژوند په هر ډګر کې د ارزښتمند توک په څېر کار سرته رسوي، هغه څوک چې د ښې او پياوړې حافظې څښتن وي، هغوی د ژوندانه په بڼ کې د برياليتوبونو سره مستي کوي که څه هم ډېر کسان د ښې او پياوړې حافظې درلودونکي دي او ډېر لږ کسان دي، چې د کمزورې حافظې درلودونکي دي.
ټول د حافظې درلودونکي دي:
 موږ ټول د حافظې درلودونکي يو او که کله وايو، چې (خرابه حافظه) لرو، نو اصلاً موږ خپله حافظه سمه نه ده کارولې، له نېکه مرغه موږ ډېر داسې نظرونه، پېښې او معلومات په خپله حافظه کې ځای پر ځای کړي دي، چې پرته له هغو ژوند محال برېښي.
 څنګه کېدای شي، چې موږ د ځينو کسانو نومونه په ياد وساتو او د ځينو مو له ياده ووځي؟ څنګه مو ځينې ژمنې په ياد وي او تر سره کوو يې خو نور بيا د يادښت په کتابچه کې ليکو؟ ولې موږ ځينې کارونه ترسره کوو او ځينې نور مو له ياده ووځي؟ او په ټوليز ډول ويلی شو، چې ولې مو د معلوماتو ځينې برخې په پاتې کيږي او ځينې نورې مو له ياده ووځي؟
  د دغو ټولو پوښتنو ځواب آسانه دی، کله مو چې ځينې معلومات په ياد پاتې کيږي، هغه وخت موږ د يادساتلو کړنلاره او روش په سمه او ګټوره توګه کارولی دی او کله مو چې څه په ياد نه پاتې کيږي هغه وخت مو د ياد ساتلو کړنلاره او روش سم او ګټوره نه دی کارولی.
تاسو کولای شئ په ښکاره او څرګند ډول خپله حافظه پياوړې کړﺉ:
    موږ د خپلو خبرو څخه دې پايلې ته رسيږو، چې که موږ د يادساتلو (Memorization)کړنلاره او روش په کره او سم ډول وپېژنو، کولای شو د هغو مطلبونو په ياد ساتلو کې ورڅخه پوره کار واخلو، کوم چې غواړو په ياد يې وساتو.
 لکه څنګه چې زموږ د بدن غړي د ځينو منظمو او سيستماتيکو تمرينونو د سرته رسولو څخه وروسته پرمختګ او پياوړتيا پيداکوي، همدغه شان حافظه هم يو لړ سيستماتيکو او منظمو تمرينونو ته اړتیا لري، تر څو د پياوړتيا لوړو پوړونوته ځان ورسوي.
  د بدن د غړو د پياوړي کولو او يا د یوه تمرين د سرته رسولو لپاره بايد د بنسټيزو ارونو او علمي لارښوونو څخه کار واخیستل شي، که نه بدن به مو د پياوړتيا څخه ځوړتيا او کمزورتيا ته سرټيټ کړي، د حافظې پياوړتيا هم ځينې بنسټيز ارونه او علمي لارښوونې لري، چې پرته له دغو څخه به مو د حافظې خرابول او کمزورتيا په برخه شي.
 که چېرې د راتلونکو بنسټیزو ارونو او علمي لارښوونو په عملي کولو کې بريالی شي، تاسو به د خپلې حافظې پياوړتيا ته حيران شی.
  هر هغه څه چې د دوو وګړو د توپير سبب ګرځي هغه د دوی طبعي استعداد نه بلکې د ښو تکنيکونو سم پېژندل او کارول دي.
 د دغو تکنيکونو لنډيز به د لانديني فورمول په مرسته واضح کړو:
۱- ټول وګړي د حافظې درلودونکي دي.
۲- حافظه د مغز تابع ده.
۳- مغز د بدن د نورو غړو په څېر عمل کوي نو مغز هم کولای شي د پياوړتيا لپاره ځينې تمرينونه ولري.
۴- د مغز د عمل کولو ښه تکنيکونه = ښه او پياوړې حافظه

لومړی تمرين
    دا يو پيليز تمرين دی، تاسو د ځينو شيانو يوې صحنې ته وګورﺉ، تاسې کولای شی دغه صحنه د ۲ دقيقو لپاره ننداره کړﺉ، وروسته له (۲) دقيقو څخه  د دغې صحنې پر مخ يو کاغذ وغوړوﺉ، يانې دغه صحنه پټه کړﺉ او تاسو په بله پاڼه کې د دغو شيانو نومونه وليکی، (ستاسو وخت لږ تر لږه يوه دقيقه ده) کوم شيان مو چې حافظې ته سپارلې دي، هغه په دې پاڼه کې وليکی. (د الف شکل)
    د خپل کار پايله په يوه بېله پاڼه کې وليکی او د نورو راتلونکو تمرينونو د سرته رسولو وروسته يې بيا د خپلې حافظې د پياوړتيا سره پرتله کړﺉ.
د دې تمرين د پايلې د لاس ته راوړلو طريقه داسې ده:
    که په هغه صحنه کې ټول (۲۰) شيان وي او تاسو له هغو څخه د کاغذ پرمخ د (۱۰) څخه د لږو نومونه ليکلي يا په ياد ساتلې وي، ستاسو حافظه کافي نه ده، که چېرې مو د (۱۰ – ۱۵) شيانو نومونه ليکلي يا په ياد ساتلې وي، ستاسو حافظه په منځنۍ (متوسطه) کچه ده او که مو د (۱۶ – ۱۸) شيانو نومونه ليکلي يا په ياد ساتلې وي نو ستاسو حافظه ډېره ښه او پياوړې ده. او که مو د (۱۹ – ۲۰) شيانو پورې ليکلي يا په ياد ساتلي وي، نو مبارک مو شه!! ستاسو حافظه په د استثنايي حافظو په ډله کې راځي. (افرين)
پرته له حافظې څخه انسان نه شي کولای، چې يو شی اختراع کړي او نه شي کولای د دوو ترکيبونو په اړه فکر وکړي.   ولتر
دهر فکري کار لپاره حافظه اړينه ده.     پاسکال
حافظه مه رټي، حافظې ته روزنه ورکړﺉ، تر څو د پياوړې حافظې درلودونکي شی. جيورجيز دوهامل
دويم لوست
د مغز ساتل
د مغز د ساتلو لپاره بايد څه ډول شرايط برابر شي؟
تر هرڅه وړاندې لومړی بايد پوه شو، چې زموږ مغز زموږ د بند د نورو غړو په څېر وينه اخلي، په ۲۴ ساعتونو کې د ۲۰۰۰ څخه تر ۲۲۰۰ ليتره وينه زموږ په مغز کې جريان ترسره کوي، دا اندازه وينه زموږ د بدن د وينې د ټوليز حجم ۴۰۰ برابره ده.
د وينې لړۍ په مغز کې د هيجاناتو او مغزي کړنو له امله چټکتيا پيدا کوي او د خوب په حالت کې بېرته ورو کيږي، له بله پلوه ځينې دقيقو علمي ازميښتونو ښودلې ده، چې ډېر تيز هيجانات او ډېر مغزي کار زموږ د مغز تودوخه ۰/۱ درجه لوړوي او د خوب په حالت کې د ۰/۱ څخه تر ۰/۳ پورې بېرته ښکته کيږي، چې دا موضوع د وينې د جريان رول زموږ په مغز کې په ډاګه کوي.
لکه څنګه چې پوهېږو زموږ وينه اکسيجن ته اړتيا لري، نو د دې لپاره چې زموږ حافظه ښه کار ترسره کړي او يا هم د کوم فکري کار د سرته رسولو لپاره موږ بايد خپلې وينې ته په پوره او ښه ډول اکسيجن برابر کړو. خو څه ډول؟ لږ تر لږه موږ بايد په خپل اونيز مهالوېش کې يوه ورځ دا ور ډېره کړو چې موږ باي په اوو ورځو کې يو ورځ په آزاده هوا کې د ښار څخه بهر تېره کړو او له بله پلوه موږ بايد د فکري او ذهني کارونو د سرته رسولو لپاره لږ ډېر مهال په نظر کې ونيسو، د بېلګې په ډول: که چېرې تاسو زده کړيال (محصل) او يا زده کوونکی ياست، په هر ساعت کې يو ځل د خپلې کوټې کړکۍ خلاصه کړﺉ او د يوې يا دوو دقيقو لپاره په ژوره توګه ساه واخلی، په کومه کوټه کې چې د سګرېټو او نورو شيانو له امله هوا خرابه او مرداره شوې وي، بايد په هغه کوټه کې لوستنه (مطالعه) ونه کړو، له هغو بخارونو څخه چې ستاسو د کوټې اکسيجن په خپل ځان کې ورکوي له هغو څخه ډډه وکړﺉ؛ لکه هغه بخارۍ ګانې چې د ذغال، ګاز يا نفت سوځوي او دا بخارۍ ګانې به د ګوټې څخه بهرته کومه لارهم نه لري، نو د دې لومړي اصل پايله داده، چې د مغز د ښه ساتلو لپاره بايد: د خپلې وينې لپاره په منظم ډول پوره او کافي اکسيجن ورکړﺉ.
د مغز د ښه ساتلو لپاره دويم اصل پوره او کافي خوب کول دي، دا خو څرګنده او روښانه خبره ده، چې پوره او ارام خوب د حافظې د آرامتيا سبب ګرځي، خو ځينې وګړي سره له دې چې د خپلې حافظې د کمزورتيا څخه سرټکوي، فکر نه کوي چې کم خوبي د ده د مغز طبعي جريان ته زيانمنه ده، نو د شپې له پلوه پوره او آرام خوب د فکري او ذهني کارونو لپاره د مغز او حافظې ښه چمتو کول دي، بايد په څلورو وېشتو (۲۴) ساعتونو کې بالغ وګړي لږ تر لږه بايد ۷ – ۸ ساعته، زده کړيالان او زده کوونکي (۱۶ څخه تر ۲۲ کاله) بايد ۸ ساعته خوب وکړي، نو بايد ووايو چې زموږ د دويم اصل پايله په وړ اندازه ارام خوب کول دي.

خپله حافظه مه خرابوﺉ!!!

لکه څنګه چې مخکې مو وويلې، کولای شو، خپله حافظه د ځينو اصولو او قواعدو په کره او سم ډول کارولو او سرته رسولو سره پياوړې کړو او دغه پايلې هغه مهال ګټورې په زبات رسيږي، چې ټول هغه غړي بايد د فزيولوژي له نظره ښه حالت او جوړښت ولري، کوم چې د حافظې د عمل کولو په لړۍ کې ونډه او دنده لري، ځکه چې که دا غړي پياوړي وي، نو حافظه هم پياوړې پاتې کيږي او کنه بيا د حافظې څخه هم د ښو پايلو هيله نه شو کولای.

آيا دود يا لوګی حافظې ته زيان رسوي؟
که چېرې وګورو ځينې عملي (معتاد) وګړي وايي، چې سګريټ څښول د دوی د حواس او فکر تمرکزيت ساتي او د دوی سره د ځينو غمونو په هېرولو کې مرسته کوي، ښايي د مغز د بې سده کولو وروسته ېې د لږ مهال لپاره فکر غلط او غم يې هېر شيو خو د ډېرو پوهانو په انده اوږد مهاله او پرله پسې دود او ګرد د حافظې لپاره زيانمن ده او په ځانګړې توګه هغه کسان چې عملي دي دوی به د د (۴۰) کلنۍ څخه وروسته د حافظې دکمزورتيا څخه د نورو هغو وګړو په پرتله چې عملي نه دي، ډېر ځوريږي، نو پر دې بنسټ موږ فکر کوو، چې زموږ د دريم اصل پايله د دودونو—سيګريټ او نورو څښلولو څخه دې ډډه وشي.
او بالاخره د الکولو (شرابو) د څښلو دې په کلکه ډډه وشي:
که چېرې تاسو د خپلې حافظې د پياوړې کېدو سره مينه لرﺉ، نو د الکولو د څښلو څخه په کلکه ډډه وکړﺉ. په منظم ډول د شرابو څښل د حافظې د کمزورتيا لامل کيږي.
خو کوم شی چې بايد په پام کې ونيسو هغه دا چې په تصادفي او ناڅاپي ډول د لږو شرابو او الکولو څښل هم د انسان ځينې يادښتونه د حافظې څخه ورکيږي او په پرله پسې ډول د شرابو څښل خو د حافظې د ډېرې کمزورۍ سبب کيږي.
ټول پوهېږو کوم مهال چې څوک په مستۍ کې وي، له هغو پېښو څخه چې د ده په څنګ او چاپيريال کې پېښيږي کابو هېڅ يې په ياد نه پاتې کيږي. بايد په هر وخت کې خو په ځانګړې توکه بايد د لوستنې، په کوم پروګرام کې د ګډون کولو او يا هم چېرته د وينا کولو څخه مخکې د الکولو حتا د وربشو د اوبو او نورو د څښلو څخه دې هم په کلکه ډډه وشي، نو زموږ د څلورم اصل پايله داده چې د الکولو او الکولي څښاکو (مشروباتو) د څښلو څخه ځان وژغورﺉ. په لنډ ډول ويلای شو، چې دغه لانديني څلور اصله د مغز د ښه ساتلو لپاره په ياد وساتی:
۱- خپلې وينې ته په ښه او پوره ډول اکسيجن ورکړﺉ.

۲- په کافي اندازه او آرام ډول ويده شی.

۳- دود مه مصرفوﺉ.

۴- د الکولو څښلو څخه ځان وژغورﺉ.

دويم (۲) تمرين
دا هماغه لومړني تمرين ته ورته تمرين دی، خو د (۲۰) شلو کلمو يا نومونو د نوم لړ سره:
ځلا، ډيوه، سندلۍ، کښتۍ، مينه، زده کړه، پخته، لرګی، توره تخته، لوښی، نښه، ملګرتيا، توپ، لوبه، سيند، بوټ، پوښ، ليک، کتاب او قلم.
پورتنی نوم لړ د يوې نيمې دقيقې لپاره ولولی او بيا د دغه نوم لړ کاغذ له سترګو پناه کړﺉ او کوښښ وکړﺉ، تر څو پورتني ټول په ترتيب سره ولولی او هغه څه مو چې په ياد دي هغه وشمېرﺉ.
که چېرته ستاسو د (۱۸ – ۲۰ ) پورې نومونه په ياد پاتې وو، نو افرين او مبارک مو شه ستاسو حافظه ډېره زياته ښه ده، که چېرې مو د (۱۵ – ۱۷) پورې نومونه په ياد پاتې وو، ستاسو حافظه بيا هم ډېره ښه ده، که چېرې مو د (۱۰ – ۱۴( پورې نومونه په ياد پاتې وو، نو ستاسو حافظه منځنۍ (متوسطه) ده او که چېرې د )۱۰( څخه لږ وي، ستاسو د کمزورې حافظې ښکارندويي کوي او دا په ډاګه کوي، چې تاسو د خپلې حافظې په کارولو نه پوهېږﺉ، په داسې حال کې مه وارخطا کيږﺉ، ځکه چې په راتلونکو تمرينونو کې به داسې ځانګړې درسونه تاسو ته د همداسې نوم لړونو (لستونو) د يادولو په اړه وړاندې کړو.
ګرانو لوستونکو اوسنۍ پايله د خپل يادښت په کتابچه کې وليکی، ځکه چې په دې درسونو کې د پرمختګ څخه وروسته يې د همدغې پايلې سره يې پرتله کړﺉ.

دريم (۳) تمرين
دا تمرين ډېر آسانه دی، په دې تمرين کې تاسو کولای شی د خپلې تېرې ورځې څرنګوالی او څنګه والی په انځوريز ډول وليکی او د تېرې ورځې د کارونو په اړه هم وليکی، تر څو موږ ته ستاسو د تېرې ورځې بشپړ تصويري کلام په لاس راشي، که چېرې د ستړيا احساس کوﺉ، نو په يو بل کار پيل وکړﺉ او وروسته د )۱۵( پنځلسو دقيقو يا نيم ساعت څخه بيا په دې کار بوخت شی.
په راتلونکو درسونو کې به د يو شي د هېرېدلو او اړوندې موضوع  په اړه خبرې وشي، ځکه چې زموږ ټولنه کې ډېری وګړي د همدې کمزورﺉ څخه ځوريږي.

نور په بله ګڼه کې....

 
بېرته شاته