لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
د منتظر الزايدي راخوشې کېدنه د خوشالۍ خبره ده
لیکوال: سيدحسين پاچا   نېټه: 18.09.2009   خپرونکئ:    

د خدای په نزد بهترين (ډېر غوره) جهاد ظالم پادشاه ته د حق وينا ده

د دوه زره يوم کال د سېپتېمبر پر يوولسمه کله چې د امريکا د متحده ايالاتو نړيوال سوداګريز لوړ برجونه د يو بريد په ترڅ کې ونړول شول او سمدستي يې دعوه د القاعده ډلې پر مشر وشوه او ورسره د طالبانو رژيم هم په افغانستان کې ړنګ شو او هم د افغانستان او عراق دواړو هېوادونو د اشغال لپاره لاره هواره او ښه پلمه جوړه شوه.
پوره اته کاله وشول چې افغانان پخپل وطن کې کړېږي او همداسې شپږ کاله د عراق هم وشول. خو دومره خبره ده چې په عراق کې ورته هغه دی د وتو يو مهال او نېټه ټاکل شوې چې تر دوه زره يوولسم کال پورې به وځي، خو زموږ لا پته نه لګېږي او ولسمشر لا ټينګار کوي چې دوی به تر يوه وخته پورې پاتې وي. شاه شجاع خو دومره نر وو چې د وخت زبرځواک ته يې خو پاکه خبره کړې وه. خليلزاد او کرزي خو د شاه شجاع ځای هم ونه شو نيولای. زه درګرده وژل کېږم او ايله تش په غندنو، خواشينيو او په پلاويو ټاکلو مې هرڅه بښل کېږي. په دې خواله يم چې مشر مې پښتون دی، خو نور مې واک نشته.
زموږ جهادي ډلې ټپلې او طالبي نهضت خو وايی چې موږ جهاد کړی چې زياتره زور يې تراوسه د بېګناه ولسي خلکو وتلی. د پېښو قربانيان زياتره بېګناه ولسي وګړي واړه ماشومان، بوډاګان، ښځې، لاروي او غريبان دي چې د يوې مړۍ ګولۍ لپاره له کوره راوتلي او بيرته يې مړه جسدونه کورته ستانه شوي او پړه يې هم هېڅوک پر غاړه نه اخلي. هر يو يې يو پر بل ورتاوانوي.
زما په اند لوی مجاهد هغه څوک دی چې د خپلې وسې او توان په اندازه يې خپل ملي او اسلامي، اخلاقي او وجداني رسالت ترسره کړ او د وخت ظالم او دېکتاتور مشر او فرعون د وخت ته يې د حق خبره ورواروله او پوه يې کړ چې تا خو عراق تباه کړ. کاشکې چې دغومره غيرت او شهامت خو زموږ دغو دعوه ګيرو هم درلودای. زموږ زور خو ايله خپل غريب ولس او غريب بېچاره ژورنالېست ښه برابر دی چې بهرنی برمته کړه، بيا يې په يوه پلمه خوشې کړه او خپل افغان ووژنه. هغه چا چې خپل رسالت ترسره کړ هغه به الله ونازوي او د هغه نازول زموږ له توقع، هيلو او ګومانه پورته خبره ده. همدا نن دا دی چې ورته په اسلامي او عربي نړۍ کې د يو اتل او قهرمان په سترګه کتل کېږي. اګر چې د ځېنو په اند دا عمل د ژورناليستيکو اصولو خلاف ګڼي. خو افسوس چې دوی خواران بيا د عامو خلکو وژنه د ټولو اصولو او نورمونو خلاف يو عمل نه ګڼي.
له بده مرغه زما ولسمشر په عوض د دې کې چې ورته سپينه خبره وکړي او د مسالې د اوارۍ لپاره يې سوله ييزو لاروچارو ته ورپام کړي نوره غوړه مالي هم ورته کوي او د خپل ولس وينې ورته معاف او بې هدره ګڼي، نو ځکه خو هغوی هم د خپلې وسې او توان په اندازه غټ غټ بمونه په پښتني ولس راوروي چې ختم يې کړي، خو دا هم د خدای مخلوق دی هغه ښه پوهېږي چې څنګه يې وساتي.  له بده مرغه زما ولسمشر خو اشغالګر او د پښتني ټبر قاتلان او جنايتکاران د خپلو ملي اتلانو په درنو القابو او ښو مډالونو ونازول.
په درنښت

 
بېرته شاته