لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
راتلونکى حکومت څنګه کولاى شي جنګسالاران کنترول کړي ؟
لیکوال: محمداجمل هوډمن   نېټه: 18.09.2009   خپرونکئ:   سمسور  

څوورځې وړاندې د بلخ والي د شوراى نظار دډلې ديوه پخواني قوماندان دوژل کېدو دورځې په ويرغونډه کې  مرکزي حکومت په شمال کې په نامنيواوخپلوپلويانوته دنويووسلوپروېشلو  تورن کړ عطامحمدنور دکورنيوچارو د وزير ښاغلي اتمرپرشخصيت اوپخوانۍ سياسي سابقې بريد وکړ اوويې ويل چې(( نوموړي خپله يوه پښه له کمونيزم اواستبداد څخه په دفاع کې له لاسه ورکړې اواوس هم غواړي په اخطارونوسره  خلک له خپلومشروع حقونو اودلاريونونو   له  کولوڅخه راوګرځوي )) دنور داوينا دځينولپاره هيښوونکې وه اودښاغلي کرزي نږدې ملګروهڅه وکړه ،چې د بېلابېلوخپرونوپه ځانګړې توګه دشمشادتلويزين له لارې داخبرې دولسمشرۍ په وروستيوټاکنو پورې وتړي ،که څه هم دمرکزي دولت اوعطامحمدنور ترمنځ اړيکې په دې وروستيوکې ريښتيا هم  ډېرې ترينګلې شوي ،خو واقعيت دادى ،چې داهم دښاغلي کرزي دپرونيوتېروتنوپايله ده ،چې دوخت په تېرېدوسره ورته رامخې ته کيږي .اودې پېښې ته په کتوسره داسې ښکاري ،چې ښاغلى کرزى به په راتلونکې دوره کې  له يوزيات شمېرستونزوسره مخامخ کيږي چې ريښو يې دده په پخوانيوواکمنيوکې وده کړ ې وه ، داسمه ده چې دعطامحمد نور وروستۍ څرګندونې به ظاهراً دډاکټرعبدالله دپلويانوله خوادبغاوتونوپيلامه وي خوکه په تېروکلونوکې دښاغلي کرزي مصلحتي سياستونوته وګورو دابه يوه نوې خبره نه وي ځکه دالومړى ځل نه دى ،چې عطا له مرکزي دولت څخه دسرکشى اوبغاوت غږ پورته کوي څوکاله وړاندې کله چې پخوانى لوى څارنوال ښاغلى ثابت له يوې کاري ډلې سره داداري فساد دځينودوسيو دڅېړنې لپاره بلخ ته تللى و،دعطامحمدنورله خوايې مخه  نيول شوې وه اودڅارنوالانوتګ يې شمال ته يوه توطئه اوپروژه بللې وه  ،خوښاغلي کرزي په هغه وخت کې په دې اړه سکوت کړى و اوله لوى څارنوال سره يې دقانون په پلي کېدو کې مرسته نه وه کړې .اوپه ځينونوروبرخوکې هم دبلخ ولايت  دمرکزي دولت پرېکړې چلنج کړې وې خوپه وړاندې يې کوم قانوني غبرګون نه وشوى نوچې داسې ده عطامحمدنور خوخامخا دې حالت ته دوام ورکوي ځکه هغه پوهيږي ،چې څوک يې مخه نه  نيسي .!اوکه ريښتياوويل شي عطامحمد نور دبلخ دولايت مقام (!) ته دزورپه وسيله رسېدلى کله چې دده اوجنرال دوستم ترمنځ په شمال کې  جګړې روانې وې د ښاغلي کرزي وروستۍ پرېکړه همداوه چې   عطاته دې ولايت ورکړل شي اودوستم دې په کابل کې دولسمشرۍ په ماڼۍ کې مقررشي .خوداخبره يې په پام کې نه وه نيولې، چې که سبا ته همدغه کسان له واک ځخه لرې کيږي نوددولت په وړاندې له هرډول غبرګون څخه به درېغ ونه کړي .ځکه دوى پوهيږي چې   ګټه يې په همدې کې ده  اودهربغاوت اوګواښ په پايله کې ورته سياسي رشوتونه ورکول کيږي.

 

زما وړانديز دښاغلي کرزي سلاکارانو اودکمپاين مرستندويانوته دادى چې هڅه دې نه کوي ،چې د عطامحمد نور وروستۍ څرګندونې يوازې اويوازې په ټاکنوپورې وتړي اودښاغلي کرزي په پرونيوتېروتنوخاورې ورواړوي دښاغلي کرزي ملګري بايد هڅه وکړي ،چې  ښاغلى کرزى دتېروکلونو له حالت څخه راوباسي  سمه ده اوس خوداسې ښکاري ،چې که ټاکنې هرډول وې وې به خوداچې دو‌ى په کې بريالي شول نو نه دې مغروره کېږي زه خودکرزي ټيم هغه وخت بريالى بولم چې دنن ورځې کرزى له پروني کرزي سره توپيرولري  اوداکاريوازې دده نږدې ملګري کولاى شي ،چې د خپل مشرپه فکر ،تګلاره ، سياست ،  اوکړنوکې بدلون راولي .اوکه داسې ونه شول نونن که  ټول حکومت ديوه عطا په وړاندې ګنډلې خوله ناست دئ لرې به نه وي چې سبا به ډېر داسې عطاګان نورهم وويني ،چې په هرځاى کې به سرونه راپورته کوي اومرکزي حکومت ته به چلنجونه ورکوي . دکرزي صيب پلويان بايد  دنننيو ستونزوريښې ددوى دمشرپه  پرونيوسياستونوکې ولټوي اوغوڅې يې کړي .  

 

ښاغلى حامد کرزى چې احتمالاً به دراتلونکي حکومت مشرهم وي  په خپله تيره اته  کلنه واکمنۍ کې ، په دې نه دې ونه  توانيد ه، چې د قانون په واکمنۍ باندې ولاړه اداره رامنځ ته کړي او پرته له دې څخه چې په اداره کې مسلکي وړتيا او اهليت په پام کې و نيسي په تنظيمونو او جنګ  سالارانو باندې يې د دولتي څوکيو په ويشلو سره ، افغانستان له يوې بلې ستونزې او کړکيچ سره مخامخ کړ  اوهغه داچې دنوموړي د واکمنۍ ترسيوري لاندې ځينوجنګسالارانودومره وده وکړه ،چې اوس يې دى په خپله هم نه شي کابوکولاى .   .په تېرو اووکلونو کې ترخې  تجربې وښووله، چې حکومت پرته له دې ،چې دولس خوښه او باور په پام کې ونيسي او ملي مصلحتونو ته  لومړيتوب ورکړي ،د چا خبره لوټه يې په اوبو کې کيښودله  او پرې تېرشو، د قانونيت او اړتيا پرځاى يې مصلحت پالنې  ته او د وړتيا پر ځاى  يې د پخوانيو ازمايل شويو تنظيمونو   او وسلوالو ډلو خوښ ساتنې ته مخه کړه ، په حکومت کې کمزوري جوړښتونه، غير متجانس فکرونه دمرکزي دولت له خواپه ولايتونوکې دسرکشيونه مخنيوى او د څارنې نشتوالى ددې لامل وګرځيدل،چې  پخواني جګړه ماران د دولتي شونتياوو په کارولوسره يوځل بيا ځانونه تنظيم کړي اودپخواپه شان په خپلوسرونوکې د(خودمختاره ) سيمه ييزو واکمنيودرامنځ ته کولوخوبونه وپالي .

 

تېروناکاموحکومتونو ونه شو کړاى چې ملي احساسات او د ملت غوښتننې او اړتياوې درک کړي په تېرو اتو کلونوکې چې هر څه د چارواکو له شخصي  آنده ښه ښکاريدل،له ولس سره له مشورې پرته يې سرته ورسول. دهېواد  د تاريخ د وروستۍ لسيزې واقيعتونه يې په پام کې ونه نيول، هغه ډلې ټپلې  چې  له منځه وړل او دواک له ګدۍ څخه لرې کول يې په کاروو ، په هرډول امتيازونويې ونازولې ، د ټولو افغانانو او د جهاد د قربانيانو سياسي ، کلتوري ، او ټولنيز حقوق يې يوې  ځانګړې سيمه ييزې ډلې ته ورکړل   او همدا يوه ډله ده چې پرون يې هم په زوره له حکومت څخه څوکۍ غوښتلې او اوس هم د افغانستان په برخليک لوبې کوي ، کله د اجرائيه قوې پښې وهي، کله دولسي جرګې له منځه ستونزې  پيداکوي، کله د واليانو په وړاندې قيامونه کوي ، کله د افغانستان د ويش او فدرالي کېدو پروګرامونه وړاندې کوي او کله هم د اپوزيسيون په څيره کې راڅرګندېږي،او ددې لپاره چې سبا ورځ يې ځان ته د برائت لاره پرانستې ساتلې وي،   د تيرو ناکاميو پړه بياهم په ښاغلي کرزي ور اړوي، حال داچې دوى پخپله په بن کې د جوړې شوې  موقتې ادارې او انتقالي دولت په ټولو څوکيو خيټې اچولې وې او دولس مشرۍ له ټول ټاکنو وروسته هم له ښاغلي  کرزي سره د واک شريکان وو  .

 

دوى تل د دوکې ، تزوير او آن د ولس مشر له کمزورۍ اوعاطفي چلند څخه په ګټې اخستو سره د خپلې ډلې غړي له رتبو ، مډالونو،لقبونو او مادي امتيازونو څخه برخمن کړي دي، او په حکومتي اداره کې يې د هغو خلکو د ځاى پر ځاى کېدو مخه نيولې  ، چې ښايي  د ولس په ټپونو د پټۍ د لګولو جوګه وي .

 

ښاغلي کرزي په خوا په داسې  ډلو اتکا کړې وه  ، چې په ملت کې يې ځاى نه درلوده  او نه هم د ملت او هيواد په وړاندې  ژمن وو اوتل يې هڅه کوله  ، چې کله په يوه او کله په بل نامه د واک ليکوته ورننوځي او ټولې دولتي شونتياوې په خپلو شخصي ، ډله ييزو او سيمه ييزو ګټو ولګوي ، دوى ملي او تاريخي ارزښتونوته درناوى نه لاره او په دې هڅه کې وو چې کله  د توکم ، کله د ژبې او کله هم د سيمې له آدرس څخه وغږيږي او په دې  نومونو امتيازونه  واخلي .

 

په تېرودرې دوروکې له  ولس مشر څخه چاپيرې ډلې  سولې او امن ته ليوالې نه وې، ځکه دوى فکر کاوو، چې که داسې وشي، نو له دوى څخه به  د تيرو جنايتونو، اختلاس  او د ځمکو د غصب په اړه پوښتنې وشي او محاکمه به شي .

 

له بلې خوا ولس هم د ښاغلي کرزي د مصلحتي سياستونو څخه ناهيلى شو، د حکومت جوړونې په پروسه باندې يې  باور له لاسه ورکړ او اوس هېڅوک له حکومت څخه  خوښ نه دي ، څوک له دولت سره مرستې ته نه حاضريږي او د خلکو او دولت تر منځ  اړيکې او باورله منځه تللي او وسلوال مخالفين له همدې تشې څخه  په ګټه اخستو سره ورځ په ورځ پياوړي کيږي او د حکومت  واکمني يوازې په ښارونو پورې  محدوديږي او ښايي چې همدا  لاملونه به  په افغانستان کې ديوې بلې اوږدې جګړې پيلامه هم وي .په هرصورت اوس پوښتنه داده ،چې ايا دښاغلي کرزي راتلونکى احتمالي حکومت به وکولاى  شي ،چې دعطامحمد نورپه شان زورواکانو مخه ونيسي .؟

 

زماپه اند د ښاغلي کرزي دريځ به  ترخپلوپخوانيوواکمنيوپه نوې دوره کې ترټولوهغوکمزورى وي ځکه ،چې نوموړى په نوې دوره کې ترپه خواله زياتوستونزوسره لاس اوګرېوان دى اوهمدغه ستونزې به په اصلاحاتوکې  دده دنوي حکومت مخه ونيسي اودى به ونه شي کولاى ،چې په خلاص لاس عمل وکړي ددې لپا ره چې په هره ستونزه رڼا واچول شي ښه به وي ،چې په جلا جلا توګه يې ترڅېړنې لاندې ونيسو .

 

١-دښاغلي کرزي نوي اوزاړه موتلفين :

 

په دې وروستيوکې په ملي اونړيوالوخپرونوکې داسې بحثونه راټوکېدلي ،چې دښاغلي کرزي راتلونکى حکومت به ائتلافي وي ځينې خپرونوخوان داخبره هم کړې چې دامريکې متحده ايالتونه  ،اروپايي ټولنه او ايران هم غواړي ،چې دافغانستان راتلونکى حکومت دې ائتلافي وي دښاغلي کرزي خپرنيز دفتر داخبره ردکړې هم ده خوزه دغه ډول بحثونه اوغوښتنې که له بهره وي اوکه دافغانانوله خوا ځکه بې ځايه بولم ،چې دښاغلي کرزي حکومت لاله وړاندې ائتلافي دئ اوکه څوک وغواړي اويا ونه غواړي راتلونکى حکومت چې په اغلب ګومان مشربه يې کرزى وي يوائتلافي حکومت وي ،دولسمشرلومړى مرستيال دشوراى نظار اويا جمعيت دډلې مخکښ غړى اودوهم مرستيال يې دوحدت دقومي ګوند مشردى همدارنګه په لس ګونونورسياسي ګوندونه اوتنظيمونه لکه ددوستم ډله ،دمحقق  ډله ، ملي محاذ ،افغان ملت ګوند ،دمجددي ډله ،حزب اسلامي ،داستاد سياف پرمشرۍ اسلامي دعوت  ،اوځينې نورلوى اوواړه تنظيمونه اوګوندونه لاله وړاندې له ښاغلي کرزي سره په ائتلاف (!) کې دي اوله يادوشويوډلوسره ترټاکنووړاندې معاملې  اودوزارتونواونوروڅوکيو ژمنې شوي دي اوطبيعي ده چې داډول ائتلافونه اوسازشونه به يوځل بيا ښاغلى کرزى پخوانيو تېروتنوته وروګرځوي اويا په بله وينا کرزى صيب اړ دى چې له دې ډلوسره په خپلوژمنو ودرېږي اوچې داکاريې وکړ نوپه واقعيت کې يې تېرې تېروتنې بيا تکرارکړې اوحکومت يې غيرمتجانسوډلوته وسپاره  اوپه داسې يوه حالت کې  اصلاحات اوريفورم نه امکان لري اونه دې څوک تمه ترې کوي .په دې بنسټ ويلاى شوچې دښاغلي کرزي ډېرى نوي اوزاړه موئتلفين داصلاحاتوپه وړاندې يوه ستونزه ده ځکه په تېروکلونوکې همدغه ډلې ټپلې نه يوازې داچې داصلاحاتوپه برخه کې يې خڼډونه راولاړکړي بلکې په حکومت کې ددوى ګډون پخپله يوه ستونزه وه اوپه راتلونکې کې به هم همداسې وي . په ځانګړي توګه په حکومت کې به دجنګسالارانوپراخ شتون ددې سبب شي چې عطا اوهغه ته ورته زورګويان به په امان کې پاتې شي اوپه حکومت کې دننه ډلې اوکسان اوښايي دولسمشرلومړى مرستيال به يې هم ننګې ته راودانګي. .

 

٢- دحکومت دوسلوالومخالفينوپرمختګ :

 

لکه څنګه ،چې ليدل کيږي دحکومت وسلوال مخالفين ورځ په ورځ پياوړي کيږي دواک ساحه يې پراخيږي اوپه دې توانېدلي ،چې حکومت اوناټوته دسراومال زيا ت زيانونه ورواړوي په سويل اوختيځ کې په تېروکلونوکې طالبانو حکومت ته ډېرې ستونزې پيداکړې وي خوسږکال دغه لړۍ دهېواد شمال ته هم غزېدلې اوحکومت يې داسې بوخت کړى ،چې ټول پام يې دوسلوالوپروړاندې جګړې ته اړولى ،چې په پايله کې حکومت  له اداري اوسياسي پلوه کمزورى شوى نوچې داسې ده يو کمزورى حکومت  به څنګه وکړاى شي چې له جګړې سره په څنګ کې موازي اصلاحات هم پلي کړي ؟؟له بلې خواپه تېروکلونوکې ثابته شوه .،چې په افغانستان کې داصلاحاتوپروړاندې حساسيتونه ډېردي په داسې يوه حالت کې چې حکومت له طالبانو سره په جګړه لګيا وي کله به دې ته چمتووالى ولري ، چې ځان ته نورمخالفين هم  پيداکړي په همدې توګه به لکه دتېروکلونولوټه په اوبو کې ږدي اوپرې تېريږي به اوترپايه به هېځ اصلاحات هم رانه شي اووضعه په همدې توګه روانه وي .په دې توګه ويلاى شو ،چې دطالبانو ورځ په ورځ زياتېد ونکى پرمختګونه هم دراتلونکي حکومت داصلاحي پروګرامونو پروړاندې يوه ستونزه وي .

 

٣- د ښاغلي کرزي اوامريکې ترمنځ اختلاف اوبهرنۍ لاسوهنې  :

 

دامريکې اوافغان دولت ترمنځ وروستيو ناندريو اويودبل په پته نيوکو اونارضايتونوته په پام سره ويلاى شو ،چې په راتلونکې دوره کې به د ښاغلي کرزي اوامريکې ترمنځ اړيکې ښې نه وي اوله يوشمېر جنګسالارانوڅخه دامريکې پټ اوښکاره ملاتړ به ددې سبب شي ،چې هغوى به دنړيوال ملاتړ په احساس سره دافغان دولت پرواونه ساتي  که ريښتيا وويل شي  په واقعيت کې خوهمدغه ډول ملاتړل ددې سبب شوي ،چې جنګسالاران تراوسه پورې نه يوازې داچې کمزوري نه شول بلکې نورهم پياوړي شول دوى اوس دافغان دولت دمقابلې لپاره فوق العاده اقتصادي شونتياوې لري ،چې له همدغوامريکايانو نه يې لاس ته راوړي ،څه موده وړاندې امريکې په راتلونکي دولت کې دقسيم فهيم اودوستم په رول باندې اندېښنه ښودلې وه خودې ته يې پام نه و ،چې همدغه کسان خوهمدې امريکايانو راوستل اوپه خلکويې مسلط کړل فهيم چا په بن کې دملي دفاع وزيرکړ؟ خوهمدوى و چې په لويه جرګه کې يې هم لاسوهنه وکړه اووروسته هم په قدرت کې دجنګسالارانودپاتې کېدو لامل شول .دافغانستان خلک هم فهيم نه غواړي خومونږ څنګه دامريکې په دې خبره باوروکړو چې له يوې خوا دفهيم اودوستم په رول باندې اندېښنه ښيي اوله بلې خواهالبروګ اودانګلستان سفير له عطا محمدنورسره دتړلودروازوترشا پټې خبرې کوي اوورنه غواړي ،چې په راتلونکي ائتلافي حکومت کې دې شريک شي زه باورلرم ،چې که هالبروګ عطاته په راتلونکي حکومت کې دګډون ژمنه نه ورکړې نن به عطا دومره پورته پورته نه الوته   په دې بنسټ ويلاى شو ،چې دښاغلي کرزي له مخالفينوڅخه دامريکې اوانګلستان پټ اوښکاره ملاتړ دهغې نرمې غېږې يوه برخه ده کوم چې دښاغلي کرزي په وينا ده له امريکې اوامريکې له ده سره پيل کړې .،چې داهم په خپل وارسره دښاغلي کرزي دراتلونکي احتمالي حکومت په وړاندې يوه جدي ستونزه ده .

 

دحل لارې:

 

١- دټاکنوله وروستيوپايلووروسته ،چې نوى حکومت په کارپيل کوي دولسمشرۍ دويمې دورې ته دې دقانون دحاکميت ددورې نوم ورکړي .پخواني وزيران واليان اونورلوړپوړي چارواکي  دې پنځه نوي په سلوکې بدل کړي اوپرځاى يې دې نوې څېرې ،چې دقانون حاکميت ته ژمن وي وګومارل شي .لوى څارنوالي ،پوليس ،اوقضاکې دې ژوراصلاحات راشي ،چې دافغانستان په هرګوټ کې يوه ذره بې قانونۍ ته هم اجازه ورنه کړي اوقانون دې په ټولوپه هره بيه ،چې تماميږي پلى کړي .ولسمشر بايدپه هره اونۍ کې په لويه کچه اوپه هره مياشت کې په جزياتو له هرچارواکي راپوروغواړي هر چاچې دقانون دحاکميت دورې ارزښتونه ترپښولاندې کړي وو اويا يې خپله دنده سمه سرته نه وه  رسولې له دندې دې ګوښه شي .اودقانون منګولوته دې وسپارل شي .

 

٢- دحکومت له وسلوالومخالفينوسره دخبرواترولپاره دې يو واکمن کميسيون جوړشي ،اوداکميسيون بايد واک ولري ،چې له مخالفينوسره هرډول جوړجاړي ته چې دافغانستان عمومي ګټې په کې خوندي وي ورسيږي اوپرېکړو ته دې درناوى وشي اواجرائيوي ضمانت دې ولري .په دې  کميسيون کې دي دطالبانودواکمنۍ مخورې څېرې هم غړيتوب ولري تر څو دهغو باوراواعتمادلاس ته راشي .حکومت بايد دمذاکراتولپاره خپل وروستى حد معلوم کړي دبېلګې په توګه که مخالفين په اساسي قانون کې بدلون غواړي ورسره ودې منل شي ځکه هغه اساسي قانون چې په نه بدلون سره يې دافغانانودوينې دتويېدو  ته پلمه جوړېږي مونږته نېکمرغي نه شي راوړلاى .

 

٣- تردې دمه دافغانستان په اړه ټولې غوڼډې د دنړيوالواويا دملګروملتوله خواراغوښتل شوي اواجندايې هم دافغانستان ددولت له خوا نه ده جوړه شوې دافغانستان نوى حکومت دې له لوړې وروسته يونړيوال کنفرانس راوغواړي اوددې کنفرانس اجندا بايد پخپله افغان کارپوهان اوحکومت جوړه کړي . په دې نړيواله غوڼډه کې دې دافغانستان دستونزې بهرني اونړيوال اړخونه وڅېړل شي افغان حکومت ،چې تراوسه پورې څومره دلايل اوثبوتونه په ګاوڼډيوهېوادونولري همدې غونډه کې دې دنړيوالومخې ته کيږدي اوملګروملتوته دې ووايي ،چې هغوى کنترول کړي . تراوسه چې کومې ستونزې امريکې اودناتونوروغړو مونږ ته پيداکړي په ټولودې بحث وشي ا وپه افغانستان کې له ښکېلوهېوادونوڅخه دې وغوښتل شي چې په خپلوچاروکې دافغان حکومت له مشورې اوموافقې پرته په خپل سر کارونه اوعمليات نه کوي اوغيرقانوني زندانونه دې وتړي ملګري ملتونه بايد په دې کنفرانس کې ديوه جدي څارونکي رول ترسره کړي اوپرېکړه دې وشي چې دافغانستان پوځ په څومره وخت کې بشپړ روزل کيږي اوبهرني پوځيان په څومره وخت کې له افغانستان څخه ووځي که په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې بهرني پوځيان په ټاکلي وخت کې وځي نودهمدغې نېټې په مټ به دسولې واکمن کميسيون له طالبانوسره ژرنتيجې ته ورسېداى شي .

 

په درناوي

 

په افغانستان کې دداسې ورځې په هيله ،چې نه څوک دامريکې په بمباريوکې وژل شوى وي، نه چا په ځانمرګي بريدکې خپل ژوند له لاسه ورکړى وي، نه کوم ښونځى سوځېدلى وي  اونه کوم جنګسالار په دې وتوانيږي چې په ماشومې نجلۍ خپل تېري کوونکى زوى دقانون له منګولوڅخه وژغوري .

 
بېرته شاته