لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
له ښاغلي مصطفى سالک سره مرکه
لیکوال: دارشادرغاند   نېټه: 13.11.2009   خپرونکئ:   خلیل  

رغاند:ښاغلى مصطفى سالک له غږ او نامه سره خو مو ډېرى هېوادوال اشنا دي خو بيا هم په که په لنډه توګه د ځان په اړه څه ووايئ؟
سالک:زه به څه ځان معرفي کړم تاسې وويلې چې دومره خلک مې پېژني خو داچې تاسې وويل بيا به هم ځان معرفي کړم نوم مې مصطفى سالک دى د سيدا جان سالک زوى يمه په ١٣٥٠کال د نننګرهار ولايت د چپليار ولسوالۍ د کنډيباغ قريې په قاضيانو کلي کې زېږيدلى يمه ابتدايي زده کړې مې يو څه پخپل وطن کې کړي بيا مې يو څه پخپل وطن کې کړي بيا مې په پېښور کې وکړې له صديق اکبر لېسې نه په پېښور کې فارغ شو ،دعوت جهاد پوهنتون ته لاړم ،هلته مې په ادبياتو کې لېسانس واخېسته،او هملته يو دوه کاله بيا استاد پاتې شوم په ١٩٩٥کال کې مې د پېښور له پوهنتون نه په ادبياتو کې ماسټري واخېسته له ١٩٩٧کال نه راپه دېخواله بي بي سي سره کار کوم،تراوسه له هغې سره کار کوم،په دغه ترڅ کې مې څو کتابونه هم ليکلي دي طاوس بڼکه او سندريزې چينې اوخيمه ما سايه هما شاعري ده،د اوښکو موسکا ادبي ټوټې دي،منشور چې دى هغه نقد دى او پاتې شه باران دى ناول دى بس دغه کتابونه مې چاپ شوي دي.
رغاند:سالک صيب!د کتابونو نومونه خو مو ياد کړل که دا ووايئ چې دغو چاپ شوو اثارو کې ستاسې د خوښې وړ اثر کوم يو دى ،هغه کوم کتاب دى چې تاسې په ډېره مينه ليکلى او تر نورو کتابونو درباندې ډېر ګران دى؟
سالک:والله که زه په رېښتيا درته ووايم داراته ډېره ستونزمنه ده چې ووايم په ما خپل کوم کتاب ډېر ګران دى،کله،کله چې زه يې په پرتليزډول راواخلمه کله راباندې يو کتاب ښه لګيږي،کله راباندې بل کتاب ښه لګېږي،زه فکر کوم ماباندې ټول کتابونه مې ډېر ګران دي خو لوستونکي بيا داسې دي چې ځينې کتابونه ښـايي ډېر خوښ کړي لکه ما ډېر کم وخت پر پاتې شه باران دى چې ناول دى لګولى خو هغه خلکو ډېر خوښ کړ خو برعکس ما د اوښکو پر موسکا چې ادبي ټوټې دي ډېر زړه چاودن کړى،ډېره خواري مې کړې خو هغه دومره چا خوښ نه کړ لکه پاتې شه باران دى چې يې خوښ کړ نو زه فکر کوم چې ماته ګرانه ده چې کوم يو خوښ کړم ځکه دا داسې پوښتنه ده چې چاته وايئ چې کوم بچى درباندې ګران دى نو ټول راته خواږه دي.
رغاند:سالک صيب اوس پر کومو ادبي هڅو بوخت ياستئ،ځينې شاعران چې په ژونالېستک کې اخته دي،دا ګيله لري چې ژونالېستيکو هڅو يې ادبي هغه ټکنۍ کړي،تاسې سره له دې چې له ډېره وخته په ژونالېزم کې کارکوئ خو اوس لکه چې ليدل کېږي،ژونالېزم ستاسې پر کار هم اغېز کړى،ډېر وخت کېږي ستاسې هم کوم نوى چاپي اثر نه دى ترلاسه شوى.
سالک:لکه تاسې چې وويل زه داسې نه يم لکه ځينې شاعران او ليکوالان چې په دې وروستيو کې يې ژونالېزم ته يې مخه کړې او ادب ته يې شا اړولې ده،زه له ډېر پخوا نه له ژونالېزم سره تړاو لرم،لکه چې تاسو ته معلومه ده ما چې خپل لومړى کتاب د طاووس بڼکه وليکله ما هغه وخت هم بي بي سي سره  د يوه ژونالېست په توګه کارکاوه ،دا نور کتابونه مې هم په همدې وخت کې ليکلي خو ستاسو خبره سهي ده ما چې ژونالېستيک کارونه په پېښور کې کول هغه دومره ډېر نه وو خو اوس چې کابل ته لېږديدلي يو د ژونالېزم کارونه په مونږ باندې ډېر دي،سره له دې چې ځينې خلک ژونالېزم او ادب سره نېږدې ګڼي خو زه يې يو له بله ډېر لېرې ځکه ګڼم چې ژونالېزم د حقيقت دنيا ده،يوه ريالېستيکه دنيا ده هغه څه چې تېريږي هغه څه را اخلي خو ادبي دنيا چې ده د دې ضد دنيا ده ،د تخيل دنيا ده،په يو وخت کې دا ډېره ګرانه شي چې يو سړى دې هم د يو ژونالېست په سترګه دنيا ته وګوري او هم د يوه شاعر په سترګه ورته وګوري ځکه دشاعر دنيا يوه تخيلي دنياده خو ژونالېزم يې له دې دنيا نه وباسي،يقينا دې کار په ما باندې هم څه اثر کړى وي، خو دا چې زما نوي اثار چاپ شوي نه دي دا مانا نه لري چې ما سره اثار نشته ځکه ماسره د شاعرۍ يوه ټولګه ناچاپه دا راسره شته دى،د حمزه پېژندنې په برخه کې مې څه مضمونونه ليکلي دي ،دا کتاب راسره شته دى،د مولانا په اړه مو په بي بي سي کې يوه لړۍ جوړه کړې وه غواړم چې کتابي بڼه ورکړم،ځکه پښتو کې د مولانا په اړه دري کې کتابونه ډېر دي ،پښتو کې نشته،په افغانستان کې د پښتو معاصر شعر په اړه يوه لړۍ ده،غواړم دا چاپ کړم،دغه راز په پېښور کې چې کله افغان ادبي بهير و او دا د بهير د ځوانۍ ورځې وې،نو ما هلته ګذارشونه ليکل،مانه مخکې نثار صيب ليکلي و،هغه هم چاپ شوي دي،ما نه وروسته عابد صيب ليکلي و،هغه هم چاپ شوي دي،په دا منځ کې دغه تړاو دغسې دى چې هغه نه دي چاپ شوي،نو دغه ګذارشونه چاپ ته تيار دي،نو څلور،پينځه کتابه داسې دي چې چاپ ته تياردي او ستاسې لاس ته به په نېږدې راتلونکې کې ورسيږي.
رغاند:سالک صيب!نثار صيب او عابد صيب مو ياد کړل،ويل مو د بهير او د ځوانۍ د شېبو ملګري ياران مو دي،هغوى اوس هم په ادبي ناستو او ولاړو کې ليدل کېږي خو ستاسي  ځاى تش ښکاري،لامل يې څه دى،مينه مو ورسره کمه شوې اوکه وخت ورته نه لرئ؟
سالک:والله دوه خبرې دي،يوه خو دا چې دغه بهيرونه د جمعې په ورځ وي،او دغه ياران او دوستان چې ما ته ټلېفون وکړي چې ته راځې او کنه نو ورته پاتې راشم،په دې ورځ زه دفتر کې نوکري اوسمه نو هغه د دفتر له وجې نه مانه افغان ادبي بهير پاتې دى،بل دليل دادى هغه ياران چې ادبي بهير کې دي چې رانه خپه نه شي زه فکر کوم چې په دې وروستيو کلونو کې بهير هم هغه   اوس هغه بهير نه دى چې پېښور کې و او موږ جوړ کړ،د همدې بهير له لارې د نثار صيب کتاب چاپ شو،د کاروان صيب کتاب چاپ شو،د عابد صيب کتاب چاپ شو او زما کتاب چاپ شو،زه فکر کوم چې بهير هغه جوش نه اوس لوېدلى دى،هغه وخت کې چې بهير غونډې کولې پکې به ډاکټر زيار ناست و،په هره غونډه کې به الهام ناست و،حبيب الله رفيع به ناست و او همدا شان نور د کوزې پښتونخوا مشران ليکولاان خو اوس هغسې خلک نه وي پکې،خو بيا هم دا د دې مانا نه لري چې زه د بهير خلاف خبره کوم،زه د بهير غړى يمه،دا زموږ په هڅو رامنځته شوى دى او که انشالله وخت مو پيدا کړ بيا به ورځو
رغاند:بلې،خداى دې وکړي،سالک صيب مينه وال به مو په دې تمه وي چې سالک صيب به اوس خامخا شعر ته رابلل کېږي او شعر به وايي نو تاسې سره که کوم نوى شعر وي او خپلو مينه والو ته يې ډالۍ کړئ،ښه به وي.
سالک:                       له سلامه مې بربنډه مدعا شوه
ما لا هېڅ ويلي نه وو چې ګويا شوه
په بېلتون کې به له سوزه په خنداوه
د وصال په شپه مې غېږ کې په ژړا شوه
ځان وروسپاره زړګيه که مېن يې!
داسې مه وايه چې دا جينۍ زما شوه
په فطرت د ښکلو شک راته پيدا شو
بې منته چې له ماسره پخلا شوه
مبارک مې شه سپرلى يې د ځوانۍ شو
د غرور نښه چې اوس پکې پيدا شوه
د نظر غشى يې کوز زړګي ته نه کړ
د سالک نښه په لږ څه کې خطا شوه
رغاند:ډېر ښکلى غزل وسالک صيب،که دا ووايئ چې څه کول غواړئ په راتلونکي کې،څه په پام کې لرئ چې د دغو ناچاپو کتابونو پر چاپ سربېره به څه وړاندې کړئ؟
سالک:زه فکر کومه چې په اوس وخت کې دغه پلان لرم ،چې دغه کتابونه چې دي ،دا کمپوز غواړي،ځينې کتابونه داسې دي چې پرې بيا کتنه وکړمه،فکر کومه له دې کتابونو پرته نور څه تر لاس لاندې نه لرم،خو هغه څه چې به روانه وي،شاعري به وي ځکه دا په هر حالت کې کومه،که هر څومره سړى ناوزګاره شي،شاعري کولاى شي او نور کتابونه خواري او وخت غواړي.
رغاند:سالک صيب!ستاسې بيت دى چې:
بس چې شجره د ښکلو وګورې
ټول د ننګرهار وي،چې دا ولې وي؟
تاسې هم د ننګرهار ياست،کله دې خپل پلرني ټاټوبي ته راځئ او کنه او که هو نو پر فرهنګي وضعيت که يې خپل نظر څرګند کړئ
سالک:زه فکر کومه چې ننګرهار خو د ادب فرهنګ او کولتور ټاټوبى دى،په دې مانا چې د خلکو په لاشعور کې يې دا شيان شته دي،مثلا د بودا په زمانه کې که تاسې راواخلئ،دغه هډه چې ورته وايي د بودا پوکړۍ هغه په ننګرهار کې وه،دا چې که ننګرهار وګورئ نو له لوېشتې،لوېشتې يې د بودا معبدونه راوځي،يو وخت يو دوه کسه ورته راغلي وو چې ترې تلل نو سل اسونه يې په کتابونو بار يوړل،نو دا داسې يوه سيمه ده او دا چې د دوى په لاشعور کې دا شيان شته،دا چې زه ترې څومره خبريږمه((د ننګرهار له فرهنګي وضعې څخه))هغه د انټرنېټ له لارې زه ګورمه ستاسې د ټولو ملګرو،که خبرونه ورکوئ،که شعرونه ورکوئ او که لنډې کيسې،زه ترې خبريږمه،نور نو ننګرهار ته خامخا ورځمه هلته مې کلى  دى،مړى ،ژوندى دى،خو ادبي غونډې يو دوه داسې راغلي چې ګډون مې پکې کړى،هغه هم عام اديبان پکې نه وو،و په دې لحاظ په غونډو کې مې ګډون نه دى کړى،خو درځمه چې دا ماشومان مې له ښوونځيو رخصت شي،درځمه او بيا له نېږدې مرکه وکړو.
رغاند:خداى دې هم دا ورځ راولي،سالک صيب ،تاسې هم بوختياوې لرئ،که په پاى کې خپلو مينه والو ته کوم پيغام او سپارښتنه ولرئ نو مهرباني وکړئ
سالک:زه به څه ووايم،داسې کوم پوه نه يم چې کومه لارښوونه وکړم خو دومره به ووايم چې څو شيان د ښه ادب د پنځولو لپاره ضروي دي،يو دا چې خپل کلاسيک ولولي،د خپلو ګاونډيو ژبو ادبيا ولولي،بل دا چې هغه انډيوالان چې شاعران دي خپلو کې ناستې،ولاړې وکړي،ځکه يو نه پر بل اغېزې کېږي،که تاسې په نورو هېوادونو کې وګورئ همداسې ښه شاعران خپلو کې ملګري وو،زه فکر کوم چې دوى بايد له رسمي بهيرونو پرته شخصي ناستې ولري،د شپې مشاعرې دې وکړي او هغه شهکار اثار چې دي،د هغې لاملونه دې سره وسپړي،خپل شعرونه يو بل ته ووايي،دا ډېره ګټه لري،بله دا ده چې د فطرت مشاهده دې وکړي يوازې دې دا نه کېږي چې هر څه دې کتابونه واخلي.
رغاند:ډېره مننه،سالک صيب چې له بوختياوو سره،سره مو راته وخت راکړ او بنډار ته چمتو شوئ.
سالک:رغاندصيب تاسې ته هم ډېره مننه چې زه مو په مانوي ډول ننګرهار ته وبللم او د زړه خواله موسره وکړه.

 
بېرته شاته