لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
په هندوستان کې د پښتنو پاچاهانو
لیکوال: شهسوار سنګروال   نېټه: 03.12.2007   خپرونکئ:   سمسور  

د تاریخي ډوله قیصو څو بېلګې
د تاریخ فرشته او د هندوستان تاریخ په حواله ویلی شو چې ؛پښتانه په دویمه لیږدي  پېړۍ  کې د کیسي غره له لمنو نه د اباسین لمر لویدیزې  غاړې  ته را وڅخېدل  د لاهور له راجا سره یې په پنځو میاشتو کې ۷۰  اویا بریالي  جنګونه وکړل . د برشار (پېښور) ،کرماج  او شنوران ښارونه او سیمې یې ځنې ونیولې او تر لغمانه پورې یې  خپل یو خپلواک حکومت د لاهور په راجه ومانه .؛ (۱)
هغه مهال چې د ؛حجاج؛ وراره او زوم  ؛محمد بن قاسم؛ د لومړۍ حجري پېړۍ په وروستیو کې (چې لا دویمه لیږدي پېړۍ نه وه بره شوې) له ؛سیند؛ نه کډه شو پخوانیو واکمنو یو ځل بیا د خپل برم او واک لپاره بډې را ووهلې او له لاسه وتلې ځمکې یې ورورو له مسلمانانو نه لاندې کړې . په یو شمېر تاریخونو کې راغلي  دي چې: ؛یوازې کسي غره ته څرمه ملتان او د سند په مینځ  کې منصوره دوه داسې ریاستونه پاته شول چې تر ۴ څلورمې هجري  پېړۍ پورې د کفارو لاس پرې بر نه شو.؛ (۲)
د یادو شو څېړنو له انده دې پایلو ته  رسیږو چې پښتانه له دوهمې  لیږدي پېړۍ نه دې سیمې ته رسیدلی دي او بیا د شېخ حمید لودي په مهال واک ته رسیدلي دي چې بیا ورپسې غوریان د هند نیمه وچه کې واک ته رسیږي . لودي بهلول او د ده کورنۍ ،سوري شېر شاه او د ده کهول یو د بل پسې د هندوستان چارې پرمخ بیایي . په دې لړ کې نور ډېر سیمه ییزه ریاستونه او حکومتو د پښتنو سردارانو لخوا د هند په نیمه وچه کې تېر شوي دي .
لوی احمدشاه بابا هم پر هندوستان ور ختلی دی او هلته یې د خپلې واکمنۍ نغاره وهلې ده او ان دده لمسي شازمان هم د هند په ځنو سیمو واکمنۍ چلولې ده .
دا چې دومره موده پښتنو واکمنو د هندوستان په خاوره واکمن وو. نو پرته له شکه ویلی شو چې ډېرې قیصې او داستانونه به په دې خاوره کې پټ وي چې د پښتون ټبر دب دبه په کې خوندي وي .
راځۍ چې د بېلګې په توګې د لودي بهلول د کارنامو د هغې تاریخي قیصې یو وړکی سریال را واخلو چې د پښتون اولس د تاریخي پېښو یو غښتلی انځور په ګوته کوي :
اسلام خان (مثرخان) : وایم  پام چې څه ورته ونه وایې هغه زما یوازینی وراره دی . تاسو تر اوسه نپوهیږۍ نازولی ؛بلو؛ ماته له هر چا ګران دی .
مینځه : (په ډېر درناوي) مشر خانه! هغه ستا په مسلې (جای نماز) له موچڼو سره وخوت .
اسلام خان : (په نازسره) نازولی بلو کمکی دی ، خیر دی  که زما پر ککره پښه هم کیږدي لا پروا نه لري .
راوي : بلو لا د مور په نس کې وو چې په خوارکۍ مور یې خونه ونړېده او مړه شوه خو بلو (د بهلول هغه نوم دی چې له نازه یې بلو باله) یې له نسه ژوندی را ویسته (دا ځکه چې مور یې لنګواله  ته نږدې وه) د نوموړي  پلار لا د خپل  مینځي جګړو له بابته له خپلو تربورانو نه مړ شو. ملک کالا خان یادوم د مشر خان ، خان اسلام خان ورور. نو ځکه خو ؛بلو؛ په هر چا ګران وو او د هر چا نازولی .
اسلام خان به تل ویلې زه د خپل وراره په څېره کې څه ګورم .... رښتیا هم چې بلو یو نامتو مېړه شو ، بلو خان شو ، ملک بهلول شو او بیا ملک بهلول فتح خان . په پای کې د ډهلي ټولواک سلطان بهلول شو.
ملک فېروز : بلو خانه نن مو ډېر مزل وواهه ، آسونه خوارکیان هم ستړي شول له پېښور نه تر دې ځایه خورا ډېره لاره ده خوښه دې نه ده چې په سړیو غږ وکړو دا ؛سامانه؛ کې یو څو شېبې دمه جوړه کړو.؟
بلوخان :  یاره اکا پیسې ګټل خو دا ستونزې لري او هغه هم  داسانو په سوداګرۍ کې خو به هرومرو ستړیا ګالې .....  خوښه مې ده اکا په سړو غږ  وکوه زه خو یو ځل هغه ملنګ ته ورګرځم .
راوي : بلو په یوه نیک سړي خدای پېښ کړ هغه ؛سیدانام؛ (طبقات اکبري سیدانام افغان بللی دی)  نومېده . ګرده ورځ به د څښتن په عبادت بوخت وو. بلو تر شا قطب خان  او فېروز خان هم د سیدا نام  په خوا رهي شول او په پای کې د کاروان ټول ملګري . د سیدانام چې په سړیو سترګې ښخې  شوې ورته وې ویل : 
سیدانام : ځوانانو ستړي مشۍ په خیر راغلۍ (ټولو ورته وویل پخیر اوسې) آیا تاسو کې داسې څوک شته چې د ډیلي پاچا هي په ؛۲۰۰۰؛ دوه زره ټنګو  را ونیسي؟ (ځوانانو یو بل ته سره وکتل)
بلوخان : (څوګامه ور وړاندې شو) سید بابا ! یو خو زه یم (په ډیر ادب) دا دی څه چې لرم هغه ستا دي .... دا زما امیانۍ دي چې  یوزرو شپږ سوه کیږي  (په ډېر درناوي) تر دې زیاتې نه لرم .
راوي : کله چې سیدآمیانۍ تر لاسه کړې نو بیا یې د ډهلي د تخت مبارکي ورکړه ولې کله چې مخ په هندوستان روان شول په لاره کې ټولو ملګرو پرې خندل . خو بلو یوازې همداخبره کوله چې روپۍ  ټول  عمر پیدا کیږي ، د چا خبره د څو آسونو بیه ده . که چېرې د بزرګ سید خبره رښتیا شوه خو ډېره ارزانه سودا مې تر لاسه کړه او کنه د یوه فقیر خدمت  خو مې  وکړ .
هماغه وو چې آسونه یې د خپل مشر تره خان  اسلام خان  په وسیله د ډهلي پاچا سلطان محمدشاه  ته وروستل . هغه وو چې نوموړي د پنجاب د یو سترې یاغي سیمې مالیه  دویته وروسپارله چې په پایله کې دوی  څو برابره  نوره خاوره هم پخپله قبضه کې راوسته او د همغه پاچاهي فرمان له مخې به یې مالیه را ټولوله .
سلطان محمد شاه چې  د ۲۵ پنځه ویشت  کلن بلو خان توره او مېړانه ولیده د هندوستان  د ډیرو یاغي سیمو جاګیر دار یې وټاکه او بیا یې د یو پوځ مشري هم ور په غاړه کړه .
بلو خان خپل پوځ ډیر ښه ساته او له همدې برکته یې لاهور پورې ځمکې خپلې کړې او په سر کې یې د هغه فقیر خبره ورګرزیده چې یوه ورځ به د ډهلي تخت او تاج تر لاسه کوي .

اسلام خان : (د ځنکدن په حال کې) ګورۍ تاسو مې د دې لپاره راوغوښتۍ چې زما خبره په غور سره واورۍ (په ډډ او ریږدیدلي  غږ) زه مرم خو یو وصیت مې واورۍ هغه دا چې (سترګې خپل ورور ملک فېروز او خپل زوی قطب  خان ته اړوي) زما له مرګه وروسته بلو خان د قوم مشر دی . دا ځکه چې  زه د ده په تندي کې داسې څه ګورم چې  د ټول پښتون قام یو لوی  خواخوږی ترې جوړېدلی شي .
ملک فېروز : (په خواشینۍ سره ) تاسو دې (په درنښت سره) خدای زموږ له سره نه کموي ، تاسو ولې داسې خبرې کوۍ ، شکر تاسو روغ رمټ یاست .
قطب خان : (په ژړا غوني اواز) پلاره! موږ چا ته پریږدې ، زه ستا غم نشم لیدلی ، ستاسو سیوری دې خدای زموږ له سره نه لرې کوي .
اسلام خان : (په ډېر منانت) نا دا د خدای لاره ده نن نه سبا، سبا نه بل سبا موږ ټول په دې لاره  روان یو. خو یو ځل بیا ټینګار کوم چې د بهلول ملا به هرومرو ټینګوي چې یوازې پرې نږدي .
راوي : له بده مرغه نه یوازې دا چې د بلو خان  ملا یې ونه تړله بلکې فیروز خان او قطب دواړو د خان  اسلام  خان له مړینې وروسته د بلو خلاف ودرېدل او دواړو ځانونه د جاګیر رښتینې وارثان ګڼل . د ډهلي پاچا له دې بې اتفاقي نه ګټه تر لاسه او د بلو خان د زیاتیدونکي شهرت او ځواک نه په  ویره کې وو نو په همدې پلمه یې د ؛ملک سکندر؛ په مشرۍ یو لښکر د بلو خان  ځپلو ته واستوو. د ډهلي لښکرې د ملک بهلول او ملک شاهین خان (د فېروز خان زوی) په لور وخوځېدې . (ملک فېروز لږه موده وروسته له مخالفته لاس واخست) په دې جګړه کې ډېر پښتانه وځپل شول او د ډېرو ککرې ؛سرهند؛ ته راوړل شوې او فېروزخان ژوندی ونیول شو او زوی یې شاهین خان هم په دې جنګ کې ومړ.
کله به چې درباریانو د ځوانانو هره ککره فېروز خان ته ښوده نو د هر تن پوښتنه به یې ترې کوله.... په یوې ککرۍ داسې انګېرل کېده چې ګنې دا د ملک بهلول ککره ده خو کله چې له ملک فېروز  نه پوښتنه وشوه :
درباري : (په ډېرې بېباکي سره)  دا ککره د چا ده ؟ (په ملنډو سره)
فېروز خان : (په متانت او مېړانې) نه یې پېژنم .
درباري : (یوه پیکه خندا) نه یې پېژنې؟ آیا دا بهلول نه دی؟
جنګي افسر: (لږ له لرې نه غږ کړ)  یاره دا ډیر له موږ سره وجنګېد ، وایم هېڅ وېره یې په سترګو کې نه وه ، تر پایه یې خپله توره وچلوله . (په ملنډو)
هو!  هغه ده چې بیا مو را چپه کړ او سر مو ترې غوڅ کړ.
درباري : (په خوښۍ سره) وایم  ډېر ښه دې وکړل ، شاباس (بیا مخ فېروز خان ته اړوي) دا ککره رښتیا نه پېژنې؟ آیا د بهلول ککره نه ده؟
فېروز خان : (په پښتني  غرور سره) اوس مې وپېژاند! دا زما زوی شاهین خان دی خو شکر بهلول نه دی . (درباریان او جنګي افسران په ډېرې حیرانتیا سره)
درباري : ولې د اول  ونه ویلې او د بهلول په ژوند دې ولې شکر وویست؟
فېروز خان : او ل  مې ځکه ونه ویل  ما ویلې نه چې په جګړو کې په شا شوی وي خو اوس چې تاسو د هغه د مېړانې ستاینه وکړه نو ځکه مې وویل چې دا زما د ننګیالي زوی شاهین خان ککره ده .  او دا چې پخپل وراره ملک بهلول  مې شکر وویست هغه به  دا د هرې ککرۍ کسات اخلي .
راوي : جګړې ځپلي  ولی توریالي بهلول خپل همت له لاسه ورنه کړ لکه  د ځمري غوندې له نورو اتلانو سره یو ځای د غرو  په څوکو کې ګرزېده چې په دې مهال دده تره فېروز خان له زندان نه وتښتېد او د اکا زوی قطب خان هم د خپل ټبر بده ورځ  نوره نشوه لیدی . بهلول چې بیا ننګیالي پښتانه په ځان راټول کړي وو په سر هند یې ودانګل هغه وو چې د سر هند پاچا ډهلي ته وتښتېد او د دې سیمې واک یې خپل کړ.
کله چې له ډهلي  نه یو لوی لښکر سر هند ته نږدې شو په ګړهه (ګړهه=لدهه) نومې ځای کې داسې جګړه ونښته چې مېړني بهلول څو برابره کسات له هغو نه واخست  او نایب السلطنه حسام خان ډهلي ته  وتښتېد.
سلطان محمدشاه چې دا ماته ولیده ووېرېد او بهلول هم له دې پېښې ګټه تر لاسه کړه نو پاچا ته یې  د یوه لیک په ترڅ کې وویل که چېرې د حسام خان په ځای تاسو حمیدخان ټاکی زه د پخوا په څېر ستا ملاتړ یم . سلطان په ډېرې خوښۍ دا ومنله او دستي یې حمیدخان وزیر ممالک وټاکه .
په دې کار درباریان له سلطان نه خپه شول خلجي سلطان محمود هم له خدایه دغه ساعت غوښته  هغه وو چې په ډهلي یې تیری وکړ خو محمد شاه چې د غښتلي بهلول مېړانه لیدلې وه د سلطان محمود(دمالوي پاچا) مخې ته ودرو. د جګړې په ترڅ کې نوموړي د سلطان محمود پوځ ته د روغې پیغام واستوو او هغه خپل پوځونه بېرته په شاکړل خو دغه وخت بهلول پرې  وروغورځېد او دهغه پوځ یې مات کړ او بیا یې ترې ډېرې ولجې تر لاسه کړې چې بیا محمد شاه ده ته د خان خانان لقب ورکړ.
درباریانو چې د بهلول پرمختګ  ولید نو بیا یې سلطان محمد شاه ولمسوو او بیا یې ترې وغوښتل چې بهلول ورټي. نوموړي له کوم سوچ  نه پرته د یوه لیک په ترڅ  کې بهلول  وتراټه او هغه هم دستي پوه شو  په ډهلي یې خپل ځواکونه وروخېزول . خو چې په پوځ کې یې متره ونه لیده  سرهند ته بېرته راستون شو او یوخپلواک حکومت یې اعلان کړ او لږه موده وروسته محمد شاه مړ شو او زوی یې علاوالدین واک تر لاسه کړ خو د هندو وګړو به ویلې : ؛پاچاهي د شاعالم  -  له ډهلي څخه تر پالم ؛ مانا دا چې حکومت یې ډېر کمزوری وو.
له یوې خوا ملک بهلول ټولو پښتنو ته حکم وکړ چې د ده پوځ پیاوړی کړي  له بلې خوا وزیر حمیدخان ولید چې د سلطان علاوالدین (شاه عالم) زوم د جونپور پاچا ؛سلطان محمود شرقي؛ او د ؛مالوي؛ پاچا سلطان محمود خلجي له ډهلي څخه ډېر لرې دی نو پکار دی چې بهلول دېته وهڅول شي چې ډهلي ونیسي . نوموړي  همدغسې وکړل : حمید خان : (په ډېرې خوښۍ) د ډهلي تخت دې مبارک شه ملک بهلول خانه!
ملک بهلول : (په ډېر درناوي) حمیدخان! زه یو عسکر یم او ته زما پاچا.....
حمیدخان : (یو شمېر درباریان هم حاضر وو)  دا ستا حق دی نو زه ځکه تاسو ته د ډهلي د ښار کلي سپارم  او هم د خزانو کلي ، ته پاچا یې او زه ستا یو وزیر .(کلي ګانې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ورکړل شوې)
راوي : ملک بهلول  (د پاچاهي تارج په سر)  به په ډېر تدبیر که  پاچا هم وو خو هر سهار به د خپل وزیر حمیدخان سلام ته ورته چې هغه په دې ډاډه کړي  چې ګنې زه اوس هم تا خپل مشر ګڼم ولې درباریانو بیا هم لکه څنګه چې سلطان محمدشاه لمساوو دا رنګه یې حمیدخان هم د بهلول مقابلې ته هڅوو او په دې کار بهلول خبر وو نو ځکه په پای کې اړشو چې حمیدخان له ډهلي نه  بهر په یوه خوندي ځای کې وساتي او بیا مخ  عالمشاه ته کړي د یوه لیک په ترڅ کې عالمشاه وویل : زه ستا پلار روزلی یم نو ځکه مې لا تراوسه ستا نوم له خطبې نه دی غورځولی خو هغه په ځواب کې ورته وکښل : زما پلار ته لکه خپل زوی بللی نو زه هم تا خپل مشر ورور ګڼم . نو پاچاهي تاته پریږدم ماته یوازې د ؛بدایون؛ جاګیر بس دی . هغه وو چې شپږویشت کلن بهلول بیا د پاچاهي اعلان وکړ .لږه موده وروسته عالمشاه مړ شو خو دهغه زوم سلطان محمود شرقي لودي سلطان بهلول د ډهلي واکمن  نشو لیدلی نو د جګړې نیت یې وکړ او بیا  سلطان بهلول د سولې  غوښتنه وکړه . هغه وو چې محمودشرقي د هغه غوښتنه ونه منله او په تیري یې لاسپورې کړ.
کله چې نوموړي لومړی تیری پیل کړ سلطان بهلول په پنجاب کې وو . خو د شرقي لښکرو ډهلي کلابند کړ ځکه چې زورور لښکر له سلطان سره وو په ډیلي کې دومره ځواک نه وو چې د محمود شرقي د لښکرو په وړاندې ودریږي  . نو هغه وو چې د اسلام خان مېرمن ؛مسوبي بي؛ ورسره د کورنۍ نور غړي او سرداران په کلا کې بند پاتې شول :
مستو بي بي : (په ډېر زړورتیا) شاه سکندره ! د کلا ساتوونکو ته ووایه  چې په ډېرې مېړانې به د کلاساتنه کوي . هو رښتیا غیشي دې تېره چې نن د تورې ورځ ده
شاه سکندر: (د خان جهان لودي زوم) بي بي (په لوړ اواز) موږ ټول چمتو یو د ژوند تر پایه به له دښمنانو سره جنګیږي .
مستوبي بي : (په کلا کې ټولې پښتنې مېرمنې غواړي او د نرو کالي ورته اغوندي) هو! ښې په دې پوه شۍ چې نن ستاسو عزت په خطر کې دی دا چې دښمن ته ژوندۍ پلاس ورځۍ ښه به وي چې له خپل پت نه ساتنه وکړی او لکه د یوه پیاوړي ځوان په څېر وجنګېږۍ .
سید شمس الدین : (د کلا په یوه برج کې) باتورو پښتنو! پام چې په ژوندانه مورچل چا ته پرې نږدۍ . چا که د پښتنې مور شدې رودې وي هغه له خپل وطن او ناموس نه ساتنه کوي . واورۍ! خپلې مورچلې ټینګې وساتۍ.
راوي : یوه ورځ چې د سلطان محمود شرقي یوه سقاو د اوبو ژی په غوایي بار کړی وودغه وخت کې د سکندر شاه سترګې پرې ښخې شوې او پر غیشي یې د سقاو ژی سوری کړ.  کله چې سلطان خبر شو په دې پوه شو چې په کلا کې کوم پیاوړی لښکر ځای په ځای دی ټول لښکر ته یې وویل کلا ته نږدې مه ورځۍ خو کلا بندي وساتۍ .
مستو بي بي سلطان بهلول ته سترګې په لار وه له کلا نه یې ټینګه ساتنه وکړه نو کله چې د سلطان له رسېدو نه نهیله شوه نو وې پتېله چې کلا او ښار غلیم ته وسپاري .
پخوا تر دې چې دا کار وکړي نو سید شمس الدین ته یې وویل دریاخان  لودي ته ورشه او دا کلی ټول ورتسلیم کړه . نوموړي همداسې وکړل . کله چې د کلا له وره ووت او بیا د دریاخان دربار ته ورغی نو ورته وې ویل :
سیدشمس الدین : (په زړورتیا سره) دریاخانه! سلطان محمود شرقي له تا سره څه خپلوي او خیښي لري؟
دریاخان لودي : (په ډېر غرور سره) هېڅ! یوازې دا چې زه یې نوکر یم او دی مې پاچا دی
سید : سلطان بهلول دې څه کیږي؟
دریاخان لودي : هغه مې تربور دی ، عزیزان یو سره ان دا چې وروڼه یو.
سید: داسې چې ده د هغه خویندې او مېندې دې څه کیږي؟
دریاخان : د ده مور مې مور کیږي او د ده خوندې مې خوندې .....
سید : (جب ته لاس کوي) دا کلي دې در واخله ، خو اوس دې خوښه چې د مور او خویندو پرده او عزت خوندي کوې او کنه؟ او که غواړې بې پته شي ....
دریا خان لودي : (خبره یې نیسي) کاشکې چې اوس خو بهلول  په کلا کې وای ....
سید : (خبره یې نیسي په ډېرې اوښیاري ورته وایي) هغه دا اوس دستي را ورسېد په کلاکې ناست دی .
دریاخان لودي : (په تعجب) داسې چې ده کلي بېرته درواخله ته ځه نورزه پوهېږم .
راوي : دریا خان سید په ډېر درناوي رخصت کړ او پخپله د سلطان محمود شرقي دربار ته ورغی او ورته وې ویل چې د کلا کلي ماته را ورسېدې خو ما یې له اخستو ځکه ډډه وکړه چې بهلول  له ډېر زورور  پوځ سره را رسېدلی دی . ښه به وي چې ماته اجازه راکړې چې مخه یې ونیسو .
له بلې خوا کله چې سلطان بهلول په سرهند کې له پېښې خبر شو نو پښتونخوا ته یې د هرې پښې د مشر په نوم لیک واستوو او ورته وې ویل چې څښتن تعالی پښتنو ته د هندوستان پاچاهي ورکړې ده ولې د نورو قومونو ورته سترګې نه رڼیږي .
د لیک له رسیدو سره  جوخت پښتنو ځوانانو تورې تر ملا کړې او د سلطان بهلول ننګې ته را ورسېدل او په دې نیت چې د پښتنو د میندو او خویندو کلا بندي یې ورماته کړي چې د هغوی پت او عزت یې ور وژغوري . ولې  جګړه لا روانه وه او د اسلام خان ننګیالي زوی د جنګ په ډګر کې پخپل  تربور دریاخان لودي غږ وکړ:
قطب خان : (په لوړ اواز) دریا خانه! آیا دا دې په زړه اواریږي چې ستا خویندې او میندې په کلا کې ایسارې وي؟ او د بل قوم خلک دې پرې پټکې او سټکې وکړي؟
دریا خان : (په لوړ اواز) قطب خانه! نه دې دي اورېدلي چې بد تربور په بده ورځ کې پکاریږي . که چېرې د شا لخوا پر ما برید نه کوې زه به راستون شم .
قطب خان : نا مېړنیه تربوره تر شا هېڅوک پر تا برید نکوي . اوس د دې وخت دی چې د پښتون ټبر ناموس خوندي شي .
راوي : کله چې دریا خان لودي خپل پوځونه پرشا کړل نو هغه ده چې د سلطان محمود شرقي نورو پوځونو ماته وخوړه او ډېر ژر مستو بي بي ته خبر ورسید چې د پښتنو لښکرې راورسېدې نو بیا مېړنې او آتلې مېرمنې امر وکړ چې د خوشالۍ ډولونه او آتڼونه پیل کړي . کله چې سیال لوری خبر شو نو له ډهلي نه یې پښې سپکې کړې او وتښتېدل او ننګیالی سلطان بهلول له خپلو پښتنو مېړنو سره په ډهلي ورننوت :
مستو بي بي : (په سوړ اواز په ډېرې خوښۍ) پښتنو ځلمیانو توره مو مبارک شه ستړي مشی په خیر راغلۍ . بهلوله زویه رانږدې شه چې د ښکل دې کړم .
بهلول : (په ډېرې مېړانه) آتلې مورې ډېرې ستونزې دې وګاللې له څښتن تعالی نه ډېر خوشاله یم چې بیا هم  بری زموږ  په برخه شو.
مستو بي بي : (ډېره ګڼه ګوڼه ده) زویه ! مېړنی خو تل داسې زیارونه ګالي هغه وړاندې یو تن ګوری چې نندارې ته ولاړ دی . هغه ملک ؛کالوخان؛ دی هغه په جګړه کې ټپي شوی دی .
بهلول : (ور روانیږي) کالو خانه! دا جشن چې ګورې دا د تاسو په څېر د نورو جنګیالیو توره او مېړانه ده . زه به هرومرو تاسو ته ډالۍ درکوم (په سر یې ښکلوي)
کالو خان : (په ډېر مېړانه) نا د پښتنو ویاړلیه مشره زه خپل تپ نه پلورم . په ما د وطن او د داسې مور حق دی لکه مستو بي بي ..... باید زه سر او مال له ننګ او ناموسه ځارکړم . ننګیالي یوازې د ننګ لپاره ځان وژني .
راوي : یوه شپه د اسلام خان زوی قطب خان او لودي دریا خان د شرقي په پوځونو برید وکړ خو په دې لړ کې قطب الدین د هغه د پوځونو لخوا ونیول شو او شرقي ته یې په مخ کې ودرو کله چې سلطان بهلول د خپل توریالي تربور له بندنه خبر شو ځمکه پرې اور شوه . ولې په دغه وخت  کې سلطان  محمد شرقي ومړ د ملکې ؛ بي بي راجی؛ په  سلا یې مشر زوی شهزاده ؛بهیکن؛ د سلطان محمدشاه په نامه پاچا کړ او د همدې بي بي په وړاندیز د سلطان بهلول او نوی واکمن تر مینځ داسې روغه وشوه چې تر ولکې لاندې ځمکې د هر واکمن د پاچاهي  برخه ده او یو پر بل  به تېری نه کوي . خو په دې لړ کې سلطان محمدشاه  قطب خان لودي له بنده خوشې نکړ نو دا روغه جوړه هم ونه منل شوه .  له دې سربېره د قطب خان خور ؛شمسو؛ بي بي سلطان بهلول ته ځواب ور واستو تر څو چې ننګیالی قطب خان د محمدشاه له بندنه ازاد نشي په تا خوږه ګوله حرامه ده .
په دغه وخت کې سلطان محمد شاه خپل یوه کوټ وال ته ځواب واستو چې ډېر ژر زما ورور شهزاده حسن او لودي قطب خان ووژني خو هغه ځواب کې ورته وویل چې ستا مور بي بي ؛راجې؛ ما څاري زه نشم کولی چې دا کار تر سره کړم .
یوه ورځ د جلال خان لښکرې په تېر وتنه کې د  سلطان بهلول له لښکرو سره یو ځای شوې دستي هغو ځوانانو جلال خان ونیو او بندي یې کړ کله چې د دواړو پاچاهانو تر مینځ روغه جوړه کیده نو قطب خان او جلال خان دواړه  یو د بل واکمن  وسپارل شول .
سلطان بهلول په بېلابېلو وختونو کې سیال لوري ته د روغې جوړې وړاندیزونه کول خو کله به چې د هغوی له لوري ونه منل شول نو بیا یې تورې ته لاس کړ. د واکمنۍ په وروستیو شېبو کې یو ځل بیایې  ؛سلطان حسین؛ ته احوال ولیږه چې نور د انسانانو له وژنې نه لاس واخلي او د روغې جوړې لاره خپله کړي خو مغروره سلطان د روغې دا وړاندیز ونه مانه .
ویل کیږي کله چې سلطان بهلول نهیلی شو نو بیا د ؛سیدناپښتانه بختیار قطب الدین کاکي؛ رحمة الله علیه زیارت ته ورغی  او درسته شپه یې په لوڅ سر څښتن تعالی ته زارې وکړې چې خدایه زما اولس له هرې بلا نه وساتې . کله چې سپېدوته ته نږدې پرېښانۍ یووړ نو خوب یې ولید چې یو نا اشنا سړی یې خواته راغی او یو کوتک یې په لاس ورکړ او ورته وې ویل چې ځه دا لیونیان له دې ځایه وباسه . له دې وروسته سلطان په خپل بري ډاډه شو. نو دستي یې له جمنا له سین  نه لښکرې پورې اېستې او یو نا څاپه یې د سلطان حسین  په لښکرو برید وکړ او هغه یې تېښتې ته اړ کړ.
له دې سر بېره قطب خان هم ورته ځواب استولی وو چې زه ستا مور ؛بي بي؛ راجې؛ډېر ښه ساتلی یم د همغې پاک لمنې په درنښت تا نه هیله کوم چې د ګنګا آ غاړه دې ستا وي خو د ګنګا دې غاړې سره کار مه لره . هغه وه چې نوموړي دا خبره ومنله او د ډهلي شاوخوا سیمې یې پرېښودې  او لاړ.
د پرلپسې جګړو نه وروسته سلطان بهلول تر پایه له خپلې واکمنۍ نه ساتنه وکړه خو کله چې دده زړه ته نږدې  وزیر ؛لودي خان جهان؛ ومړ ډېر خواشینی شو . ولې سره د هغې هم د ژوند تر پایه یې خپله واکمنۍ خوندي کړه .
په پای کې د اتیا کالو په عمر مړ او د ډهلي په ؛اودسیرۍ؛ کلا کې د نصرالدین چراغ ډهلي د هدیرې تر څنګ خاورو ته وسپارل  شو.

 
بېرته شاته