لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
ننګرهار
لیکوال: شهسوار سنګروال نيازی   نېټه: 13.12.2007   خپرونکئ:   سمسور  

ننګرهار د ګندهارا د هېواد په مينځ كې هغه لرغونې سيمه وه چې د هېواد په ختيز كې پرته ده. كه چېرې د پخوانۍ ګندهارا سيمې د ننګرهار ختيز پلوته له سترګو تېرې كړو نو له كنړ نه راواخله تر پېښوره بيا اټك ته رسيږو. له هغه ځايه حسن ابدال راځي ورپسې ټكسلا ده چې د ګندهارا يو مهم مركز ګڼل كيږي.

دا رنګه كه د ننګرهار  لويديز او جنوب لويديز پلوته وګورو له لغمان نه نيولې تر كاپيسا، باګرام اّن تر باميانو پورې، ورپسې كابل، لوګر بيا زابل پورې سيمې د ګندهارا برخه ګڼل شوې او يا لږ ترلږه په دغو سيمو كې د ګندهارا د تمدن توكي تر سترګو شوي دي.

د ننګرهار كلمه په لږ توپير يوه پخوانۍ او لرغونې كلمه ده چې د اسلام له سپېڅلي دين نه د مخه د لومړي ځل له پاره د "نګاراهارا" په بڼه ترسترګو شوې ده. "فاهبين" او هيوان څنګ هغه نامتو څېړونكي دي چې دغه سيمې ته راغلي دي. د هډې د ليدلو او كتلو په لړ كې ديوه ښار يادونه يې هم كړې ده چې "ناكي لوهو" نوميده ولې دغه ښار يې د "نګاه راهارا" ښار هم بللى دى او په ځانګړي ډول هغه مهال چې هېوان څنګ د اوسني جلال اباد هډې سيمې ته ورسيد دلته يې يوه سيمه چې نوم يې "ناګارا" او يا نګر وو ياده كړې ده. پايله دا چې د "ناګارا" يا "نګر" د "نګارا هارا" يا د "نګره هاره" پلازمېنه د دې سيمې ښار وو. نوموړي وړاندې كاږلي چې ددې سيمې اوږدوالى (600 لي – 120 ميله) او سور يې (250 لي – 50 ميله) وو. شاوخوا يې غرونه دي چې د پلازمېنې پراختيا يې د 6 ميلو په شاوخوا كې اټكلېدلى شي. غلې دانې په كې ډېرې دي، هوا يې توده خلك يې زړو، شتمن او مذهب يې بودايي دى ولې د نورو مذهبو نمانځنې هم په كې تر سره كيږي. چيني لرغونپوه هيوان څنګ د خپلو څېړنو په لړ كې دا خبره هم كړې چې د كاپيسا او جلال اباد په شاوخوا كې چې كوم لرغوني توكي، مجسمې او انځورونه ليدل كيږي د "اشوكا" په زمانې پورې اړه لري.

كله چې د"درنټې" لرغوني اثار د جلا اباد د ښار په څو كيلو متري كې وموندل شول دا څرګنده شوه چې د ننګرهار او كاپيسا (يو مهال لغمان او ننګرهار د كاپيسا د واكمنۍ برخه وه) عبادت ځايونه د مخزيږدي دريمې پېړۍ په شاوخوا كې د "اشوكا" له خوا ودان شوي دي. څېړنو په ډاګه كړې ده چې د 258 او 259 مخزيږدي كلونو په موده كې د "پتالي پوترا" په نامتو ښار "پتنه" كې چې د هند په "بيهار" كې پروت دى د بوديزم ملايانو او مبلغينو به غونډې جوړولې او بيا به يې دغه وعظ كونكي افغانستان ته راليږل او دغه مبليغين اّن تر مديترانې، مصر، شام، يونان او يو شمېر نورو اروپايې اسيايي او افريقايي هېوادونوته رسيدلي دي او د بوديزم ښېګڼې يې ستايلي دي.

دلته دا خبره د كولو ده چې "ديودوتس" د يادې شوې نېټې نه 8 كاله وروسته يعنې په 250 مخزيږدي كې د باختري يونان په نوم يو خپلواك حكومت جوړ كړ. دا په داسې حال كې چې د اشوكا تبليغ كوونكو له ننګرهار نه را واخله تر كندهار او ارغندابه پورې د بوديزم خپرولو ته بډې وهلې وې .

د اشوكا د مهال كوم ډبرليكونه چې په "ارامي" ليكدود په كندهار او د ننګرهار په "درنټه" كې تر لاسه شوي يو بل ته ورته دي. هغه نصيحتونه چې په دواړو ډبرليكونو كې څېړل شوي دي هماغه د بوديزم پلويانو ته سپارښتنه ده چې څاروي او ځناوران به ساتي او له وژلو نه به يې ډډه كوي. دا رنګه يو بل چنايي كتونكي "سونګ يون" د درنټې ډبرليك په اړه په 521 زيږدي كې څرګنده كړې چې د هغه مهال خلكو به ويلې چې دغه ډبرليك پخپله بودا ليكلى دى.

خبره د درنټې د هغه وخت د خلكو په اړه وه چې ګنې دا ليكنه پخپله بودا كړې ده اود ځنې بيګانه تورو په اړه هم يادونه شوې چې په ارامي ليكدود كښل شوي دي.

دا رنګه كه چېرې اولسي انګېرنو ته پام را واړوو ويل كيږي چې "ننګر" ديوه پاچا نوم وو او دوى دوه وروڼه وو چې د بل نوم يې پګل (پګهل) وو. د پلار له مړينې وروسته ننګر د واك په سر له پګهل څخه خوا بدى شو او بيا يې په "ناكي" كې د ځان له پاره حكومت جوړ كړ. وروسته بيا يې د"ننګر" په نوم وباله چې ورپسې ننګرهار شو. "هار" د ژبپوهانو په اند د وداني او ښار په مانا دى چې له ځنو نومونو سره د وروستاړي په بڼه راغلي دي لكه همدغه ننګرهار، كندهار، چپرهار او داسې نور.

ننګرهار په ډېرو ښارونو او ځايونو پورې تړلې سيمه وه چې هډه هم په كې راتله. د هډې د رېښې په اړه ويل كيږي چې دا كلمه له "هډ" څخه راوتلې ده چې اوس هم  په كور او كلي كې د "هډ " تورى چې مانا يې هډوكى دى استعمال وړ دى.

دا چې ولې "هډه" په دې نوم ونومول شوه؟ ددې خبرې انګېرنه دا ده چې دلته وايي د بودا د كوپړۍ هډوكي خوندي دي. د ننګرهار په دغه سيمه كې يو ښار وو چې"اويانا پور" يعنې د باغونو ښار نومېده همدا راز لكه دمخه چې يادونه وشوه يو بل ښار هم دلته اباد وو چې د " ناكي " په نوم ياديده. تر اوسه هم د "شيله ناكي" نوم ژوندى دى او "ناكي" هغه خوړ يا رود دى چې د جلال اباد په لويديز كې له سپين غره نه سر چينه اخلي او د كابل پر سيند ورګډيږي چې دبابړيا نو سيمه له زېړانو او بختان څخه بېلوي.

ياد شوى ښار يو بل نوم هم درلود چې "پاوماپور" يې باله يعنې د "نيلوپر" دګلانو ښار چې دا ګل په بودا يي كلتور كې ډېر سپېڅلى وو. چينايي څېړونكو دغه د ګلانو ښار (د نيلوپر د ګلانو ښار) د "هوا- شى- شنګ" په نوم هم ياد كړى دى. 

له دې چې ور تېر شو په ځنې پخواني او لرغونو متونو كې په ځانګړي ډول د "بودايي مذهب" په څرګندونو كې د يوه بل ښار يادونه هم شوې ده چې د "وى پانكاراپورا" په نوم كښل شوى دى او په ځنې متونو كې دې ښار ته د "رى پاواتي" نوم هم وركړ شوى دى. ځنې تاريخپوهانو او ژبپوهانو ډاګيزه كړې چې د دې ښار مانا "نور، وړانګه او شغله" ده چې د زرتشت د مذهب په دود به دا يو سپېڅلى نوم وي. 

فرانسوي پوهانو او لرغون پېژندونكو د ګندهارا پلازمېنه هډه، بګرام او كاپيسا كې چې دا درې واړه برخې د بودايي توكو مهم ځايونه وو كندنې وكړې چې په پاى كې د ګريكوبوديك استوپې تر سترګو شوې. "مسيو الفردفوشه" نامتو لرغونپوه چې په  1900زيږدي كې د خيبر تر علي مسجده پورې راغلى وو او بيا تر 1922 كاله پورې په پرلپسې توګه د افغانستان ځنې سيمو ته راته د ګريكو بوديك كلتور په اړه يې ډېرې څېړنې په ډاګه كړي دي.

انګريزانو او فرانسويانو چې كومې څېړنې په پېښور (بريتانوي دايرت المعارف كې يادونه شوې ده) او د افغانستان په ځنو نورو سيمو كې كړي دي په ځانګړي ډول فرانسويانو چې د ګندهارا مهمو سيمو لكه نګار اّرا (ننګرهار)، لمپاكا (لغمان)، تګاو، نجراو، كوهدامن، ان بلخ او باميانو كې كندنې تر سره كړي دي، د ګندهارا د صنعت له مخې ښايي د سوونو په شاوخوا كې لويې او وړې مجسمې ترلاسه شوي وي چې له خامې خټې او يا له مكينې خټې څخه جوړې شوي وي خو له بده مرغه چې اوس د جګړو او د ځنې پېښو په لړ كې له مينځه تللي دي.

"بيلو" سربېره له "ګريكو بودا" صنعت نه چې د ننګرهار او يا ګندهارا په بېلابيلو سيمو كې ديوه شتمن فرهنګ په څېر د ستر ګټور ميراث په توګه ياد كړي دي، دننګرهار د نوم او رېښې په اړه كاږلي دي: " ننګنهار د اوسني جلال اباد لرغونى نوم دى چې د سنسګرت ژبې او د "نوويهار" لفظ پورې مربوط دى." (وګورۍ جغرافيه تاريخي غبار 94 مخ)

دلته يوه خبره د كولو وړ ګڼم هغه دا چې ډېر د سنسګرت او پراكريت ډبرليكونه په "خروشتهي" ليكدود كښل شوي دي. ډېرې بېلګې شته چې ووايو ډېر ليكونه د موريايانو ، يوناني باختريانو او كوشانيانو د واكمنانو په مهال په دغه ليكدود تر سترګو شوي دي.

دغه ليكدود لكه د "ارامي" ليكدود په څېر له ښي نه كيڼ خواته ليكل كيږي. ډېر توكي او لرغوني اثار شته چې د اّمو له سهيلي څنډونه راواخله تر ارغنداب پورې او يا هغه ستوپې او عبادت ځايونه چې په هډه، بګرام، بلخ، جلال اباد، وردګ، باميان، د كابل لويديز پلوته او له غزني نه تر خيبره پورې ليدل شوي د دې خبرې يو څرګند ثبوت يې ګڼلاى شو.

څرنګه چې وويل شول ننګرهار د ګندهارا د هېواد زړه وو دارنګه د ګندهارا د فرهنګ زړه د لرغونو اثارو د څرنګوالي له مخې د هډې سيمه ګڼل شوې ده. د چيني څېړونكي " فاهين Fahin " په اند (5 زيږدي پېړۍ) چې وايي له زيږدي دريمې پېړۍ نه راواخله تر اومې پېړۍ پورې ډېر څېړونكي او لرغونپوهان د ګندهارا ډېرو مهمو سيمو په تېره هډې ته تللي او راغلي دي. هر يوه په دې ټينګار كړى چې د هډې بودايي فرهنګ له مخزيږدي دويمې پېړۍ نه پيل شوى دى او دا هم وايي چې د ګريكو بوديك يوه لويه مدرسه يې ګڼلاى شو.

"د هډې حفريات په 1023 موسيو الفرد فوشه د فرانسوي حفرياتو د هيْت اولني ريْس پيش بيني كړل او موسيو ګودار په 1923 كې شروع وكړه او د 1926- 1928 كلونو تر مينځ "موسيو برتو" پراختيا وركړه. د هډې د غونډيو او معبدو څخه مخصوصا د هغې نقطې څخه چې په لويه غونډۍ سره موسومه ده د بودا او "بوديس اتوا" ګچي هيكلونه، فرعي ارباب الانواع، راهبين، بودايي اساطيري لوحې او مختلف حيوانات كشف شول چې موسيو ګودار هغه د ګريكو بوديك د صنعت يوه كامله موزه بللې ده. په هډه او شاوخوا نقاطو كې لكه لويه غونډۍ، د كافرانو غونډۍ، شاهي باغ، شاخيل غونډۍ، … حفريات شوي دى." (وګورۍ دايره المعارف لومړى ټوك 154 مخ)

هغه مهال چې انګليسي لرغونپوه مستر "ميسون Mr. Masone" د 1843 كالو په شاوخوا كې د جلال اباد په 7 ميلي كې د بيمارانو د كوزې قريې په شاوخوا كې كندنې وكړې، له غوړې خټينې خټې نه جوړه يوه كوزه يې تر لاسه كړه چې په "خروشتهي" ليكدود كښل شوې وه. دمرغلرو غوندې دانې هم په كې كارول شوې وې او په طلايي رنګ ښكلې شوې وه. له دې سر بېره د A   ZES ازيس څلور مسي سكې هم وې چې د څېړونكو په اند ښايي د (50 ق م)  په شاوخوا كې ټاكلى مهال په ګوته كړي.

لكه څنګه چې سكندر د اوسني افغانستان ډېرې سيمې نيولې دي په دې لړ كې ننګرهار ته هم راغلى دى. هغه مهال چې سكندر د داريوش د نيولو له پاره خراسان ته راغى "بسوس" په باختر كې د پاچاهي اعلان وكړ او سكندر د داريوش مړى وموند چې وژل شوى و. سكندر د هرات له نيولو وروسته غوښته چې بسوس له مينځه يوسي خو د هرات خلكو د پاڅون په پايله كې د يوناني لښكر مشر "اناكسيب" وواژه. سكندر بېرته راوګرزيد په هرات كې هغه ځنګله ته يې اور واچوو چې پاڅون كونكو په كې مورچلې جوړې كړې وې نو ځكه هغو ماته وخوړه. سكندر له هرات، فراه، هلمند، كندهار او په ټوله مانا د اريا، درنګيانه او اراكوزيا له نيولو وروسته د كابل او پارو پاميزاد د غرونو د نيولو له پاره كابل ته راغى (329 م ز) بيايې چاريكارو ته نږدې په "هوپيان" كې د قفقاز سكندريه ښار ودان كړ.

بيا د اندراب له لارې باختر ته لاړ څنګه چې "بسوس" پخپل لښكر كې د ځواكمنتيا او وړتيا متره ونه ليده وتښتېد، سكندر له اّمو سيند نه پورېووت د بسوس له نيولو وروسته يې "سمرقند" لاندې كړ. كله چې نوموړى د اّمو سيند نه بېرته راپورېووت د هرات پخوانى والي "ارزامس" او د پارت والي "برانس" يې په ځنځيرونو تړلي راوستل او "بسوس" يې د ټولو خلكو په مينځ كې وواژه گ

له دې سربېره سكندر يو شمېر ملي مشران چې په باختر كې استوګن وو ووژل. يو تن ملي مشر چې "هوخيارتس" نوميده له خپلې كورنۍ سره غره ته ختلى وو چې په پاى كې ونيول شول او سكندر ته يې راوستل. څنګه چې د هغه لور "روښانه  Roxana" ډېره ښكلې وه نو ځكه بيا سكندر له هغې سره واده وكړ.

نوموړى وروسته له دوه كالو نه بېرته په دې نيت چې هندوستان ته مخه كړي كاپيسا ته راغى او له هغه ځايه د لغمان له لارې دننګرهار ډرونټې ته ورسيد چې له لږ تم نه وروسته يې كنړ ته مخه كړه.

د سكندر له مړينې وروسته موريايانو چې بنسټ ايښودنكى يې چندراګوپتا وو په هند كې راپورته شو او ورورو يې خپله واكمنۍ پراخه كړه. دده له مړينې وروسته دده د كورنيو غړو كه له يوې خوا يې خپله واكمنۍ پراخوله خو د بلې خوايې د بوديزم د خپرولو هڅه هم كوله چې د بېلګې په توګه اشوكا د كندهار نه راواخله د ارغنداو تر غاړو پورې يوه پراخه واكمنۍ جوړه كړه چې په دغه لړ كې ننګرهار د زړه حيثيت درلود.

كله چې ساكان د اّمو غاړې د پامير له شاوخوا نه زرنګه يا درنګيانا ته راورسيدل چې سيستان هم د دوى دنامه سكستان نه اخستل شوى دى نو بيا د هندوكش شمال او ختيز نه د هېواد ختيز او لويديز لورته وكوچېدل.

"موسيوهاكن" پخپل نامتو كتاب "په افغانستان كې د فرانسې دلس كلنو كيندلو پايله" كې په ډاګيزه كړې چې ساكان په ډله ييزه توګه راتلل او له يونانيانو سره يې د عسكري دنده سر ته رسوله. هغه مهال چې سكندر د باختر ځمكې لاندې كړې نو په سر كې  ورتېر شول چې هندوستان ته لاړ شي نو دده په لښكر كې لسګونه زره (څوك يې 37 زره ګڼي) سرتيري اّريايان وو چې په دې كې ګڼ شمېر د ساكانو وو. د دوي ساكي مشر "هرايوس" وو چې دده دمهال يوه سكه په تاشقرغان كي د هاكن لاس ته ورغلې وه.

ساكان ورورو له باختر نه هريرود ناوې ته بيا له هغه ځايه هلمند او ارغنداب ته راشيوه شول. ددې ټبر مشر شاهينشاه "مايوس" نوميده او تر ټيكسلا پورې يې يوه پراخه واكمنۍ جوړه كړه. كله چې زه (سنګروال) د ټكسلا موزيم ته ( 13-3-1996) لاړم هلته مې د نوموړي سكه وليده چې ښايې په 72 مخزيږدي  پورې اړه ولري. نو كله چې ساكانو له سكستان نه د هېواد ختيز لورته مخه كړه ددوي تيريدنه د ننګرهار له لارې پېښور او له هغه ځايه اټك او له حسن ابدال نه وروسته ټكسلا او پنډۍ پورې خواره واره شول. او بيا يې يوه لويه ټولواكمنۍ ټينګه كړه.

انګليسي ختيزپوه "سراولف كېرو" د ساكانو تر واكمنۍ لاندې ځمكې ليدلې دي او د اوږدې څېړنې په لړ كې يې ډاګيزه كړې ده چې د ګندهارا د ساكو واكمنو په نومونو كې د پښتو ژبې سره ورته والى ډېر دى چې نوموړي په دې اړه ډېرې نمونې كاږلي دي خو " چستنه Chastana " چې په پښتو كې يې "څښتنه" بولي موږ د بېلګې په توګه يادولاى شو.

د كوشانيانو له لومړني "كدفيزيس" نه راواخله تركنشكا پورې او په ځانګړي ډول كنشكا چې د اوړي پلازمېنه يېَ كاپيسا بګرام وو او ژمنى پلازمېنه يې پېښور و، دغه مهال هم ننګرهار ډېر ارزښت درلود او د كنشكا د كاروانونو تګ او راتګ هم له دغې لارې نه تر سره كېده. د هغو پوهانو جرګه چې شمېر يې پنځه سوه كسه كېده د هېواد له لويديز، شمال لوديز، جنوب او جنوب ختيز څخه د همدې ننګرهار له لارې پېښور او له هغه ځايه كشمير ته ورسيدل. ټول دغه عالمان د كشمير سرينګر ته چې د بودايانو څلورمه لويه ديني جرګه په كې جوړه شوې وه بلل شوي وو.

كدفيزس، كنيشكا او د هغوي ځاى ناستو هم لكه داشوكا په څېر د بوديزم په پراختيا او پرمختيا كې ډير زياروويست. خو كله چې كوشانيان د ځوړتيا خواته كابو وو،  د "شاپور" د هغه ډبرليك له مخې چې په " نقش رستم" كې كينل شوى، د "پشكي باوره" يعنې د پېښور نوم څخه دا ښكاريږي چې ښايي ساسانيان دې ننګرهار تر پولو تېر شوي وي. د كيدارانو له سكو څخه ښكاري چې په لومړي سر كې تر ساساني واكمنۍ لاندې وو خو په
(439 –457 زيږدي) شاوخوا كې د بهرام زوى دويم يزدګرد يې په شا وتمبوه.

هپتليانو هم لكه د ساكيانو، كوشانيانو، او كيدارايانو په څېر يو ځواكمن حكومت جوړ كړ چې په ټول افغانستان كې له مروې نه راواخله تر كشميره پورې واكمن وو چې په دغه لړ كې ننګرهار هم د دوي په ولكه كې پريووت.

د هپتاليانو په سكو كې چې د ننګرهار له هډې، كابل، غوربند او له نورو ځايو څخه تر لاسه شوي داسې ښكاري چې بڼې يې اوسنيو كوچيانو ته ورته وې. په يوناني، سنسكرت او پهلوي ليكدود كښل شوي دي.

د اسلام د سپېڅلي دين په مهال د هېواد لويديزې سيمې (لكه سيستان او هرات) د ساسانيانو تر ولكې لاندې وې چې مذهب يې زرتشت وو او د افغانستان په كابل، زابل، غزني، ارغنداب او د ګندهارا ځنې سيمې د كوشانيانو او يپتليانو د پايڅوړ او اولادې تر واكمنۍ لاندې وې. د هېواد ختيز او شمال ختيزې سيمې چې خلك يې د بودايي مذهب پيروان او پلويان وو د سيمه ييزو واكمنو له خوا اداره كېدې. د چيني لرغونپوه هيوان څنګ د يادونې له مخې چې له هند نه د بېرته راګرځېدو په مهال د پېښور، د ننګرهار د هډې، لغمان، كاپيسا، باميان، غزني، بلخ او دهندوكش دواړو غاړو يادونه كوي، په 24 هـ كال يې د كاپيسا په 23 ميلي كې د" اّرونا" په غره د اسماني روح " سونا" مزدك ليدلى دى او دا هماغه د زمينداور دغره د سرو زرو مزدك وو چې سترګې يې د ياقوتو وې او بيا د عبدالراحمن بن سمره لاس ته ورغى.

د غزني لويكان، زابلي رتبيلان، د مروې شنسبيان، د باميانو شيران او كابل شاهان هغه كسان او څو كورنۍ وې چې له مروې نه را واخله تر غور او سيستانه، له زابلستان نه نيولې تر غزني او له كابله را واخله تر ننګرهار او اّن تر پنجابه پورې په دې لويه او پراخه ځمكه واكمن وو. د عربو د پرمختګ له بابته كابلشاهان ننګرهار او له هغه ځايه ټكسلا او پنجاب ته په شاشول چې بيا ورورو د كشمير پاچا"ګوپاله ورمن  Gupala Weaman" ځواكمن شو. سوات او پېښور يې لاندې كړ … په دغه لړ كې د ملتان لوديان هم د يادولو وړ دي چې ورورو يې واكمني پراخه شوه او اّن د لغمان او ننګرهار پورې را وغوځېدل، غزنويانو هم د ننګرهار له لارې  پېښور ته او بيا له هغه ځايه پنجاب ته ورننوتي دي.

د "مجمل فصيحي" د وينا په بنسټ ساماني اسمعيل هم چې د امير نصر ورور و د هند په ځنې لويديزو برخو ولكه كړې وه چې موخه يې ښايي ګندهارا وي

له صفاريانو، سامانيانو، تګيانو او له غوريانو چې راتېر شو نو د چنګېز كورنۍ مغلانو هم د هېواد په بېلابېلو سيمو په تېره په ګندهارا واكمنۍ چلولې ده. د خوارزمانو وروستى پاچا سلطان جلال الدين چې كله د چنګېز سره په جګړه بوخت و په دغه مهال افغانستان په څلورو برخو ويشل شوى و چې د بېلابېلو واكمنو له خوا اداره كيده. د افغانستان شمال ولايتونه له تخار نه تر مروې پورې نيغ په نيغه په سنجري او سلجوقي دربار پورې تړلې وې، د غور، باميان او ګوزګان برخه د هرات شاوخوا پورې د غوريانو سره وې، زابل، غزني، هلمند، كابل، ننګرهار، پېښور تر لاهوره د غزنويانو او سيستان، بست، زمينداور تر زرنج او فراه پوري سيمې د سيستان د ملكانو تر واكمنۍ لاندې وې.

چنګېز په داسې مهال واك ته ورسيد چې د غزنويانو او غوريانو واكمنۍ پايته رسېدلې وه او د هېواد شمالي سيمې د خوارزم شاهانو په لاس كې وې. د چنګېز لښكرو يو د بل پسې د اّمو دواړه غاړې لاندې كړې. بلخ، هرات او پوشنج پورې نر او ښځه، واړه او زاړه يې تر تېغه تېر كړل. محمد خوارزم له وېرې نه وتښتېد او د "ابسكون" په جزيره كې په ډېرې ناهيلۍ مړشو. د چنګېز لښكرو جوزجان، ميمنه، اندخوى، فارياب، تالقان، باميان او نورې سيمې ونيولې او ټول اوسيدونكي يې ور ووژل خو په پروان كې د جلال الدين د لښكرو له خوا يې ماته وخوړه خو د لښكر مشران په ننګرهار، لغمان، كونړ او پېښور كې د خپل مينځي جګړو له كبله كمزوري شول. چنګېز له دېنه ګټه واخسته د پروان د ماتې د كسات او غچ اخستو له پاره يې بيا تېرى وكړ. د باميانو له لارې يې غزني ونيو او جلال الدين ګرديز ته په شا شو. چنګېز نوموړى تر سينده پورې وڅاره. د اټك سهيل خواته يې د هغه اته كلن زوى وواژه. جلال الدين خپله مور، مېرمن او د كورنۍ نور غړي د نيلاب په سيند كې ډوب او پخپله د اوه سوه تنو  په ګډون د  چنګېز مقابلې ته چمتو شو. دګندهارا د خلكو مقاوت د چنګېز په خلاف ټول خلك پاڅون ته وهڅول نوموړي دوه زامن هريو ګداى او چفتاى په سيمه كې پرېښودل او بيا د چترال نه وروسته د ګندهار له ولايت نه كابل ته ستون شو.

دچنګېز له مړينې وروسته ددې كورنۍ يو بل لوى واكمن تېمور وو. په داسې حال كې چې تېمور د افغانستان په ډېرو سيمو كې په جګړو بوخت وو او ډېرې سيمې يې تر ولكې لاندې وې خو په كونړ، لغمان، او ننګرهار كې كورنۍ خپلواكي وه او دغه سيمې تر پېښوره او نورو برخو پورې دكورنيو او سيمه ييزو واكمنو له خوا اداره كېدې. 

ددې كورنۍ دريم لوى واكمن ظهيرالدين محمد بابر وو. د پلار نوم يې ميرزا شيخ عمر او د نيكه نوم يې سلطان ابوسعيد ګورګان و. دبابر مور او پلار دچنګېز او تېمور زوزات ته منسوب وو نوموړى په فرغانه كې په يوولس كلنۍ كې پاچا شو. د"شيباني خان" د وېرې له بابته افغانستان ته راپورېووت بيا د بدخشان حكمران خسرو شاه ته ورغى چې په كندز كې و. په دغه مهال د افغانستان ډېرې برخې د چنګېز او تېمور د اولادې له خوا اداره كيدې. په هرات كې شا حسين بايقرا (911 هـ كې مړ) و خو بابر ځان كابل ته ورساوو او دهغه تره دده له وېرې كندهار او سيستان ته وتښتېد. شيباني بدخشان ونيو دبابر كشر ورور ناصر ميرزا كابل ته وتښتېد. د بابر او شيباني ځواكونو تر مينځ څو وارې د هرات او كندهار په شاوخوا كې نښتې وشوې خو بابر به كله كندهار ته روان شو او كله به بېرته كابل ته ستون شو ځكه چې د كابل پخوانى والي چې د بابر له وېرې تښتېدلى وو په ننګرهار كې يې دشيبانيانو په مرسته  دپاچاهي بېرغ پورته كړ. خو په 
( 914هـ –1508 ز ) كال د بابر له خوا ووژل شو.

لنډه دا چې له چنګېز او تېمور نه وروسته بابر دګورګانيانو د ټبر لوى واكمن وو چې اّن تر هنده پورې پرمخ لاړ. خو په پاى كې په 937 هـ ( 1530ز) كال اګره كې مړ شو او د وصيت له مخې په كابل بابر بڼ كې خاوروته وسپارل شو. زوى يې نصرالدين همايون د ډيلي په تخت كيناست پنجاب، پېښور، ننګرهار، لغمان، باميان او كندهار يې د خپل ورور ميرزا كامران  دواكمنۍ سيمې وبللې. ولې د افغانستان نورې سيمې له بدخشان نه راواخله تر هراته او له كندهار نه راواخله تر ختيځو سيمو پورې بيا د بابر د اولادې تر مينځ په سيمه ييزو واكمنيو ووېشلى شوې.

همايون هم هندوستان ټينګ نه شو كړاى او د ستر ننګيالي پښتون فريد خان (سوري شيرشاه) له خوا يې ماته وخوړه او صفوي دربار ته د مرستې په خاطر ورغى.

د نوموړي له مرګه وروسته دهغه زوى جلال الدين محمد اكبر په 
( 963 هـ – 1555 ز ) لاهور كې پاچا شو.

داسې ويل كيږي چې د ننګرهار پلازمېنه جلال اباد دهمدغه جلال الدين له خوا ودان شوى دى نو ځكه يې خپل نوم پرې ايښى دى. هغسې خو هم جلال اباد څو څو ځله وران شوى او بيا ودان شوى دى چې يو كرت د بابر پاچا له خوا هم اباد شو. خو د وروستي وار له پاره چې ودان شو د ګورګاني پاچا اكبر په زمانه كې و. كه څه هم د جلال الدين اكبر له زمانې دمخه دده د نيكه د واكمنۍ په مهال "ادينه پور" په نوم د يوې سيمې نوم راغلى چې پخپل كتاب " تزك" كې يې داسې په ګوته كړې چې ښايي د ننګرهار په ځمكه ودان يو ښار و.

د "سنت مارتن" په اند د "ننګره هاره" لرغونى او پخوانى نوم اديانه پور (اديانه پور= ادينه پور ) و. ( وګورۍ دهند لرغونې جغرافيه 46 مخ  British Library – India office  ). د ژبپوهانو د څېړنې له مخې دا ډاګيزه شوې چې اديانه   Udana په سنسګرت كې بڼ او باغ ته ويل كيږي. نو ښايي چې دغه نوم د اوسني جلال اباد نوم وي ځكه چې اوسنيو څېړونكو هم له همغه لرغوني نوم سره په پرتله جلال اباد تل د"همېشه بهار" هېواد په نوم نومولى دى.

بطليموس هم اوسنى ننګرهار چې په يوناني ليكدود سره د " ايونيسوپوليس  Aunisopoles " په بڼه كښل شوى په ګوته كړى او څرګنده كړې يې ده چې دغه ځمكه د كابوره (كابل) او اندوس (سيند) تر مينځ پرته ده.

جنرال كننګم وايي: نامتو څېړونكى "ميسن" پخپله سفرنامه كې د ننګرهار د خلكو په اند كاږلي دي چې پخوانيو به دغه سيمه "اجنه A JNNA " بلله … د نوموړي په اند دا هماغه اديانه (د بابر دتزك ادينه پور) ده. ويل كيږي چې زرنګار هډه د بودا د كوپړۍ له پاره ودان شوى و او د بودا د غاښ د ساتلو له پاره يو برج هم جوړ شوى و.

د حدودالعالم، ګرديزي، بيهقي او د البيروني  په ليكنو كې راغلي دي چې "دنپور" همدغه د جلال اباد ښار دى چې لمغان او فتح اباد ته نږدې او د كابل د سين سهيل اړخ ته موقيعت لري. د" پور" په وروستاړي اوس هم د يوې سيمې نوم "سلطان پور" شته.

دلته ښايي چې يوه نوم ته د شك په سترګه وكتل شي چې هغه د فتح اباد سيمه ده. موږ په دې نوم دوه سيمې پېژنو چې يوه يې د اوسني لغمان اليشنګ دره كې او بله د خوګياڼيو او سره رود تر مينځ د اوسني ننګرهار ولايت پورې اړه لري. ولې حدودالعالم من المشرق الى مغرب نوم وركي ليكوال (372 هـ) درې وارې د "دنپور" د نوم يادونه كړې ده او ويلي دي چې "د لمغان او دنپور شاوخوا له غرو څخه يو رود راغلى چې د" نينهار " ( ننګهار = ننګرهار ) په خوا تيريږي …" ( حدودالعالم 41- تهران چاپ 1340 كال )

عبدالجبار عتبي كاږلي هغه مهال چې سبګتګين جيپال ته ماته وركړه نو د هغه لښكر په شا شو او "فتح" دسبګتګين په برخه شوه  ولې دغه "فتح" دلمغان په سيمه كې سبګتګين ترلاسه كړه  (تاريخي يمني 21 طبع لاهور 1300 ق)

دمنصور مبارك شاه زوى محمد چې د "فخرمدبر" په نوم ياديده دغوريانو د واكمنۍ په وروستيو (600 هـ) د هند په خاوره كې مېشت وو نوموړي د "اداب الحرب والشجاعه" په نوم كتاب په هند كې سلطان "التمش" (607هـ ) ته وليكه. په يوه ځاى كې راغلي دي : " كله چې جيپال د "كندې" په سارا كې د سبګتګين له لاسه ماته وخوړه نو هغه يې بيا د ندي امير وباله … نو ځكه يې دغه سيمه په فتح اباد ياده كړه." (هماغه اثر 44 مخ)  ولې فتح اباد د كابل او جلال اباد په لاره كې يوه بله تاريخي سيمه ده چې بيهقي هغه پخپلو ليكنو كې "دينو" بللې (دا دينور نه بلكې دنپور او يا دنبور دى) ده چې په ننګرهار كې موقيعت لري … له دېنه دې پايلې ته رسيږو چې همدغه د " كندې" سيمه او فتح اباد يا د ننګرهار ولايت او يا د لغمان ولايت برخه وه!؟ خو اوس هم د كندې او حيدر خانۍ په نوم يوه سيمه په لغمان كې شته.

د جلال اباد سيمه لرغونى تاريخ لري. هغه مهال چې هيون څنګ د "بودا كوپړۍ1" په دغه سيمه كې وليده نو نوموړي په دې اړه په بشپړه څېړنې لاس پورې كړ2.

له دې سر بېره چې موږ د جلال اباد تاريخي نوم په اړه د "دنپور" يادونه وكړه د څېړونكو په اند دا په سنسګرت كې "اديانه پور" (بڼ ) و چې بيا په دنبر، دنور، ادينه پور، اجته پور ياد شوى دى … اوس هم جلال اباد ځانګړى ارزښت لري ځكه چې دغه ښار د پېښور او كابل په لويه لاره پروت دى چې د سوداګرۍ له بابته هم د پام وړ دى. ختيز طوالبلد په 70 درجو 27 دقيقو او 54 ثگانيو او د شمالي عرض البلد 34 درجو 26 دقيقو او 2 ثانيو كې پروت دى چې د افغانستان له ښگكلو ژمنيو سيمو څخه شمېرل كيږي.

جلال اباد نه يوازې د سوداګرۍ له پلوه مشهوردى. د كرهڼې له پلوه هم غوره ارزښت لري او لا كله چې د درنټې كانال چې د ننګرهار كانال په نوم ياديږي وويستل شو دې ولايت هر اړخيز ارزښت وموند.

د ننګرهار ولايت په 1842 كال د يوې سختې زلزلې له بابته ويجاړ شو او هم په 1307 هـ كال د كورني اړودوړ له كبله ځنې ودانۍ وسوځول شوې او ښار لوټ شو.

د جلال اباد خلك اوښيار، پوه او ذكي دي، ښونې او روزنې په كې ډېره وده كړې ده. سربېره له ښونځيو، لېسو (د انجونو او هلكانو ) او پيداګوژۍ څخه يو پوهنتون هم لري چې انجونې او هلكان په كې لوست او زده كړه كوي.

 
بېرته شاته