لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
د تاریخ مرصع مینځپانګه
لیکوال: شهسوار سنګروال   نېټه: 06.02.2010   خپرونکئ:   سمسور  

ومووېل چې افضل خان خټک  په تاریخ مرصع  کې ګڼ شمېر مطالب بیان کړي دي. ولې موږ غواړو  پدغه لیکنه کې له تاریخ مرصع نه د غورچاڼ په بڼه هغه څه راواخلو چې تاریخي ارزښت یې د پام وړ وي. خو څه چې نوموړي پدغه ګټور اثر کې ځای کړي دي  د بابونو  په بڼه دي لکه:
باب اول:  ذکر د مهتر یعقوب  اسرائیل الله...
باب دویم:  په بیان او احوال  د ملک طالوت  د دی قوم د غور  وکوهستار  وته  بیا نقل له هغه کړل وکوه سلیمان ته.
باب دریم:  ذکر د خالد بن ولید تر اخر خلافته.
دفتر اول: په ذکر د احوال سلطان بهلول او سلطان سکندر  لودي ابراهیم...
دویم دفتر:  ذکر احوال  د شیرشاه او اسلام  شاه او بعضو پښتنو...
دریم دفتر: په بیان د امراګان  عظیم الشان...
څلورم دفتر:  په بیان د کابل د صوبی سرګذشت...
پنځم دفتر: په بیان د غوری د خښی چه له ولایت دی سرزمین ته راغلی دی...
شپږم دفتر: په بیان د خپل قبایل د سرګذشت...
اوم دفتر: ذکر احوال خوارق  عادت او کرامت د درویشانو نور ددی طایفی چه په مرتبه د ولایت ته رسیدلی وو...
تاریخ مرصع تر یادشوو  سرلیکونو لاندې بشپړې څرګندونې کړې دي خو زموږ د څېړنې ښکالو هغه توکي دي چې تاریخي  ارزښت ولري.  ولې  له هغه موضوعاتو سره کارنلرو چې هسې  روایتي انګېرنې وي  او کوم علمي او تاریخي بنسټ  ونه لري لکه: ؛عبدالرشید پټان ته حق تعالی دری  فرزند کرامت کړی وو سړبنی  او دویم بیټنی او نوم ئې د دریم غرشنی کړ...؛(۱)
۱-خټک افضل خان تاریخ مرصع ۱۱۹مخ
له دې پرته یو شمېر نور سرلیکونه چې دمخه یې یادونه وشوه زموږ په دغې څېړنه کې ځای نلري  په ځانګړي ډول هغه څرګندونې چې  د پښتون ټبر تاریخي شتون ته زیان رسوي او دا هغه لیکنې دي چې کلونه کلونه یې د مذهبي سپېڅلتیا په نوم د پښتنو اریایي توب ته تاوان رسولی دی. که څه هم اوسنیو څېړونکو د اوسنۍ پرمختللې ټکنالوژۍ او علمي مېتود په رڼا کې دا ډول  ناسمو څرګندونو ته دپای ټکی ایښی دی او د ا یې د تاریخي لاسوندونو له مخې سپینه کړې ده چې پښتانه د لرغونو اریایانو یوه څانګه ده.  ولې بیا هم د یادونې په توګه ویلی شو چې د تاریخ مرصع د دغې قلمي نسخې له ۳۱ مخ نه تر ۱۱۸ مخ پورې چې پیل یې د مهتر یعقوب (ع) په  نوم شویدی او بیا د ادم (ع) د پیدایښت کیسه (چې دی په سراندیب او حوا په جده پرېوتل) د د ابلیس کړه وړه ، د ملک طالوت کیسه ، د حضرت محمد(ص) پیغمبري، د خالد بن ولید داستان ، له حضرت ابوبکر صدیق  نه راواخله تر نورو اصحابو پورې دغه ټول  سرلیکونه  یو د بل پسې پدغه کتاب کې راغلي دي.
د تاریخي  مرصع له یادې شوې ګڼې وروسته د اسلام د سپهسالار  حجاج  بن یوسف ، عمام الدین محمدقاسم  په اړه هم څرګندونې د افضل خان خټک په کتاب کې تر سترګو کیږي.
نوموړي دغه موضوع ته ښایي ځکه اشاره کړي وي چې هغه مهال پښتنو د اسلام د سپېڅلي دين  په خپرېدو کې په ځانګړي ډول د هند په نیمه وچه کې وړ ځای درلود.   د بېلګې په توګه هغه مهال چې د اسلامي خلافت پلازمېنې  اړیکې  د سیند نه اسلامي فاتحینو سره پرې شوی  په سیمه  او پلازمېنه کې یو څه ګډوډۍ  را مینځته  شوی.  پدغه لړکې د هند د نیمې  یو شمېر راجاګانو  یو ځل بیا په دغو فاتحینو برېدونه پیل کړل. خو پښتنو نه  یوازې دویته پناه ورکړه بلکې د دوی  ملاتړ یې وکړ.
د هندوستان د تاریخ په ۲۶۰مخ کې پدې اړه راغلي دي چې ؛په دویمه لیږدي پېړۍ کې د سیند او د سیند شاوخوا اوسېدونکو په مسلمانو عربو برید وکړ. همدغه پښتانه وو چې دوېته یې پناه ورکړه او د دوی ملا یې وتړله. (۱)
(۱-الفسټن د هندوستان تاریخ

 
بېرته شاته