لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه 15.05.2018 د ښاغلي صميم مضمون شعرونه 09.05.2018 د ښاغلي غزت الله ځواب شعرونه 24.04.2018 د ښاغلي شرر ساپي شعرونه
 
زمونږ هدف

دسمسور وېب پاڼې قدرمنومینه والو
دادی څلور کاله وشول،چې سمسوراو بپاڼه دافغاني انټرنيټي خپرونو پر آسمان ځلیږی .
څلور کاله مخکې،هغه مهال چې موږ (سمسور حبیبي او مړوند حبیبي)و پتییله چې د خپل هېواد فرهنګ او خپلې ژبې او ادب ته د کمپیوتري او انټرنيټي آسانتیاوو له لارې خدمت وکړو،له ډول ډول ستونزو سره مخامخ وو.
له یوې خوا د وطن د مور له تودې غېږې څخه لیرېوالی او په پردي او نا آشنا هېواد کې له صفر څخه د ژوند پیلول،درسي بوختتیاوې ، او له بله پلوه د اړوندو تخنیکی امکاناتو محدودیت اودانټرنيټي خپرونو په برخه کې د کار د تجربې نشتوالی، هغه لوی خنډونه وو چې موږ ته پر لاره پراته وو .
خو له خپل هېواد او خپلو خلکو خپلې ژبي او خپل ادب سره زموږد اورنۍ مینې  او زموږ د کورنۍ په تېره بیا زموږ دګرانې موراوګران پلار ګلرحمان حبیبي د تشویق او هراړخیز ملاتړ له برکته موږ وکولای شول له ټولو ستونزو سره سره خپل کار پیل کړواو پر دغه ستونزمنه لاره قدم کېږدواو پر مخ ولاړ شو .
په لومړي سر کې موږ نه پوهیدو چې کار څنګه او له کومه ځایه پیل کړو،تر څو زموږ ګران ورور، د هېواد د ښکلې او په زړه پورې ویب پاڼې چلونکي ښاغلی هارون وردک چې پر هېواد اوپښتو ژبې او ادب مین ځوان دی زموږ مرستې ته راودانګل او د همکارۍ لاس یې را اوږد کړچې کورودانی ورته وایو .
موږ د ګران هارون وردک په بېدریغه مرسته،سمسوراو بپاڼه جوړه کړه او د هېواد زیات شمېر درانه لیکوالان  او شاعران ، سندرغاړي او هنرمندان مو د مرستې لپاره راوبلل. دلته لازمه بولو له ټولو هغو فرهنګیالو او فرهنګپالو دوستانو څخه د زړه له کومي مننه وکړو چې موږ یې په خپلو ارزښتناکو مشورواو سپارښتنو نازولي یو او خپل آثار یې موږ ته د خپرولو لپاره رالېږلي دي .
د یادولو وړ بولو ووایو چې موږ په تېرو څلورو کالوکې د هېواد د یو شمېر شاعرانو نژدې ۱۵۰۰ ټوټې شعرونه خپاره کړل، برېښنایی کتابتون مو جوړ کړ او د هېواد د ځنو وتلوشاعرانو او لیکوالو ارزښتناک آثارمو د ګرانو هېوادوالو د ګتې اخیستلو لپاره
پکې کېښودل چې په وړیا ډول ترې ګټه اخیستلای شي .
د موسیقي په برخه کې مو د هېواددتر سلو زیاتو سندرغاړو سندرې د موسیقي مینه والو ته وړاندې کړې .
بې ځایه به نه وي چې دلته د یوې بلې برخې یادونه هم وشي او هغه « د چنار لاندې بنډار»
برخه ده چې  زیات مینه وال لری. د چنار لاندې بنډارچارې د ګرانې خور زرلښت حبیب له خوا پرمخ وړل کیږي . زرلښت حبیب چې  یوه تکړه او خوږ غږې دکلماتوره هم ده تل هڅه کوي چې  چنارلاندې بنډار تل په زړه پورې وي او د لیدونکو ادبي تنده پرې ماته شي. موږ دګرانې زرلښت حبیب د همېشني کار اوزیار ستاینه کوو او د خپلې مننې د ګلو غونچې ورته ډالۍ کوو .
همدا راز لازمه بولو چې د ادبی مرکوله چلونکي ښاغلي بختیار ځدران څخه  مننه وکړو  چې په خپل هاند او هڅو یې دغې برخې ته خوند او رنګ بښلی دی .
موږ په داسې حال کې چې پر خپلو بریاوو ویاړو لا د خپل کار او زیار له پایلو څخه راضي نه یو، موږ ددغې وجیزې په پیروۍ چې وایی « په ژوند کې له ډېرښه نه پرته په بل څه مه راضي کېږ ه»  خپل کوښښ جاري ساتوترڅو « ډېرښه » ته ورسیږواو ستاسو ډېرو ښو مینه والو بشپړ رضایت حاصل کړو .
موږ به هڅه وکړو چې ستاسو او بپاڼه نوره هم ښکلې، نوره هم بډایه اونوره هم رنګینه شی .
موږ په هېواد کې د روانوکړکېچنو حالاتود په نظر کې نیولو سره پتییلې ده چې په خپلو خپرونو کې د سالمو سیاسی بحثونو لړۍ هم پرانیزو. دداسې سیاسي بحثونو او تحلیلونولړۍ چې د بحث اخلاقي اصول او د قلم سپیڅلتیا پکې ساتل شوې وي او د شخضي عقدو له زهرونه  تش وي .
زموږ هدف د ټولو افغانانو ترمنځ د ورورولۍ ، تفاهم ، او پیوستون رامنځ ته کول دي، نه دهغوی جلاکول .لکه بلخي مولوي چې وايي « ما برای وصل کردن آمده ایم ، نه برای فصل کردن آمده ایم » .
ماشومان زموږ راتلونکی نسل دی او زموږ د هېواد راتلونکې په هغو پورې اړه لري .
نو ځکه خو موږ وپتییله چې د ماشومانو له پاره یو ځانګړې لړۍ په خپلو خپرونو کي زیاته کړو. دغه برخه به  د ماشومانو سالمې روزنې او پالنې ته پام ولری . په دغه برخه کې به د ماشومانو د ادبیاتو تر څنګ د ماشومانو لخوا ادبیات هم ځای ولري .هغه ادبیات چې پخپله د ماشومانو لخوا لیکل شوي وي .
د مورنۍ ژبې زده کړه او د هغې سم او کره لیکل یوه هغه مهمه مساله ده چې په بهر کې مېشت وطنوال ورسره مخامخ دي . دلته چې سړی ناچاره دی چې د کوربه هېوادپه ژبه زده کړې وکړي او د کوربه هېواد په ژبه وغږیږي  ،په کور کې دننه د مورنۍ ژبې زده کړه
ځانګړی اهمیت مومي . تر دې پرته هغه ماشومان چې په بهرنیو هېوادونو کې لوییږي له خپلې ژبې او خپل کلتور څخه د پردیتوب په لور ځي نو ځکه خو باید له دغې ستونزې سره نه یوازې د میندو او پلرونوله خوا مسولانه برخورد وشي بلکې په بهرکې افغاني فرهنګي موسسې هم  مسوولیت لري  چې په دې اړه خپل رسالت تر سره کړي .
سمسوراو بپاڼه به په راتلونکي کې په دې برخه کې هم دخپل توان تر حده  لازم ګامونه پورته کړي .
دا ټول هغه هيلې او ارمانونه دي چې تر سره کول یې تر ډېره ځایه په تاسو ګرانو قلمي همکارانو پورې اړه لري  . لکه څنګه چې موږ ستاسوپه مرسته وکولای شول د سمسور ویب پاڼې خپرونې اوسنۍ کچې ته ورسوو د خپلو راتلونکودندو د اجرا په کار کې هم ستاسو عزیزانو په بې دریغه مرسته حساب کوو .


په قلمونو او قدمونو مو برکت شه
په درنښت، ستاسو سمسور

بېرته شاته