د سمسورپنځمه کلیزه دی مبارک وي
که موږ پدی وروستي لسيزې کی د پښتو ژبی حالت د تیرو پنځوسو کلونو سره پرتله کو نو په جرئت سره سړې ویلئ شي چې هسې خوځښت او پرمختګ چی نن سبا د پښتو ادب په مختلفو برخوکی روان دی کیږي زموږ په معاصرتاریخ کی ساری نلري البته دا پدی معنا نده چی زموږ پروني نسل بالکل لاس تر زنې ناست وو او پدی لاری کی هیڅ کار ندې کړی نه هغوي هم تر خپلی وسی زموږ د ژبی او ثقافت د پرمختګ په لاره کی ستونزې ګاللی مګرخبره دا ده چې هغه وخت اکثرا د دولت اجازی او امکاناتو ته کتل کیده او کارونه د دولتی ارګانونو په چوکاټ کی سرته رسیده.
د انترنیت د جال او ویب پاڼو په رامنځ ته کیدو سره نور زموږ ځوان او با استعداده ځوانان د دولت مرستې ته انتظار ونکړو،خپلی مټې یی راونغښتې اود ټولینیزو او فرهنګې ویب پاڼو په جوړولو سره یی خپل ژبې، ثقافت او تاریخ ته د خدمت ملا وتړل، د دی هلو ځلو په نتیجه کی نن موږ د لسګونو ادبی او فرهنګی ویب پاڼو شاهد یو چی هر یو په خپل وار زموږ د ژبې او فرهنګ په پرمختګ او ودی کی د یادولو وړ ونډه اخیستې .
زموږ د دی فرهنګی ډګر یو با استعداده او ځوان فرهنګ پوه هم ګران سمسور حبیبي دی چې د خپلو نورو ملګرو او همکارانو په مرسته پنځه کاله مخکی د سمسورد فرهنګی ښکلي ویب پاڼې بنسټ کیښود او پدی تیرو پنځو کلونو کی زموږ د ادب او فرهنګ په ډګر کی خپلو خلکو ته د ستاینی وړ خدمت کړی دی.
د سمسور ویب پاڼه د هری ورځی په تیرودو سره نور هم د پرمختګ خوا ته درومي او پدی وروستیو وختو کی لا ښکلی شوی چی دا په خپله د سمسور د چلوونکو د زیار او هلوځلو ښکارندوی دی، اوس سمسور ویب پاڼه د مختلفو فرهنګی ادبی او هنري مطالبو په لرلو سره په یوی شتمنۍ ادبی دیرې اوښتئ دی چی زه د دی ویب پاڼئ د یوی همکار په حیث د سمسور د ویب پانی ټولو چلوونکو ته د دی بریالیتوب مبارکی وایم.
دا چی زموږ بااستعداده ځوانان په هجرت کی د ژوند د ټولو ستونزو او ناخوالو سره سره بیا هم د خپل ژبی کلتور اوثقافت ته د خدمت ملا تړي دا واقعا د ستاینی وړ دی ، زه په خپل وارد سمسور د ښکلی ویب پاڼی ټولوچلوونکو او همکارانو ته د سمسور د پنځمی بختوری کلیزی په مناسبت مبارکی وایم او د لوی څښتن څخه هغوی ته د لا زیاتو بریالیتوبونو استدعا کوم.
په درنښت
حفیظ الله خالد
د هسکو د ټولنی مشر ---------------------------------------------
|