لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
ښاغلي د ولي الله منصور شعرونه

د مامور عبيدالله صاحبزاده زوې ولي الله منصور که څه هم  له آره د ننګرهارد ښکلې سيمې دره نور د قلعه شاهي اوسېدونکى دى خو پر ١٣٦٤لمريزکال د کابل بي بي مهرو سيمه کې په لومړي ځل دانړۍ وليده، پر ١٣٦٥کال د ناسازو حالاتو له امله پېښور ته د کورنۍ د تګ او هملته د ژوند له امله يې په بېلا بېلو ښوونځيو کې تر يوې کچې زده کړې وکړې ،ترې وروسته يې پر کال ١٣٧٨د ننګرهار په باغبانانو کې له حضرت بلال عالي لېسې د دولسم ټولګي د فراغت سند واخېست، تر فراغت وروسته يې د لوړو زده کړو ډېره هيله لرله خو کورنيو ستونزو يې دا ارمان له پوره کېدو لېرې کړى و،پر ١٣٧٩لمريز کال  يې د يوه کال لپاره  د دې ستوتزو د له منځه تلو په هيله په يوه مدرسه کې د ښوونکي دنده مخته يوړه خو دا هيله يې بيا هم ژر پوره نه شوه،پوره درې کاله نور هم د لوړو زده کړو د ترسراوي له نعمته بې برخې او د ډوډۍ غم بوخت وساته تر درې کلن کړاو وروسته بيا هم نهيلى نه شو،د برخليک د دې ټولې ناځوانۍ په هېرولو يې بيا هم د لوړو زده کړو ترسراوي ته ځان تيار کړ،کانکور ازموينه يې ورکړه خو پکې پاتې راغى،کال وروسته يې تر پخوا د ډېرو تياريو په نيولو دې ازموينې ته ورغاړې وت خو دا ځل  پکې بريالى اود ننګرهار ښوونې او روزنې پوهنځي کې يې ځاى وشو،هلته يې پښتو څانګه خوښه شوه،زده کړې يې پکې پيل کړې او اوس يې څلورم يانې وروستي کال ته رسولى،منصور هماغه د ژوند ستونزو له ور غاړې وتو(١٣٧٩)کال راهيسې د غم هېرولو په موخه د شاعرۍ نړۍ ته پناه وړې او  لامل يې په خبره د هېواد کورنۍ جګړې او ناخوالې وې،منصور لا شاوخوا دوه سوه شعرونه ليکلي،همداسې يې له کمېوټر او انګليسي ژبې سره څه نا څه يارانه جوړه کړې،چاپ شعري ټولګه نه لري خو د ((زما او د لمر کيسه يوه ده)) په نوم يې د خپرېدا هيله لري،په شاعرۍ کې پخپله خبره يې له ګودر،نښتر،انار،ګورګورې،چيناراو انګورو سره ډېره مينه کړې،او د ښار پر لور يې هم تخيلي چکر وهلى او خپل احساس يې په اړه ښودلى.
منصور د شاعرۍ او زده کړيالۍ تر څنګ يو شمېر ژونالېستېک کورسونه هم لوستي او په مټ يې له څه مودې رادېخوا په ننګرهار ملي راډيو تلويزون کې د پوهې او هنر بلې ډيوې خپرونه چلوي،يو شمېر شعرونه ېي له کليد،ازادۍ،شرق او ننګرهار راډيو ګانو خپرې شوې،په مشاعرو کې يې هم پراخه برخه اخېستې او د ننګرهار ادبي بهير(ناب)له پخوانيو ملګرو ګڼل کېږي،د ښو ادبي هڅو د استعداد تر څنګ پرې څښتن تعالى لوړ انساني اخلاق او دوستانه راشه درشه هم لورولې د شاعرۍ او ژوند د بري په دعا ېي درته يو بېلګيز شعر وړاندې کوو هيله ده خوښ مو شي.

غزل
بېرته شاته